Drawer trigger

امام رضا عليه السلام ژوند ته لنډه کتنه

د امام رضا (ع) زوکړه: د هجرت د 148 کال د ذي قعدې د مياشتې په يولسمه نيټه په مدينه کښې د امام موسی کاظم عليه السلام په کور کښې يو ماشوم ويزيږدۀ چې له خپل پلاره وروسته د ايمان علم او امامت د ډګر تاريخ جوړونکې شو نوم يې پرې علی کيښود او په رضا مشهور شو. د مور نوم يې بي بي نجمه دی چې په پوهې ايمان او تقوي له لوړو ميرمنو څخه وه.[1] حقيقت دا دی چې ټول امامان د ډيرو لوړو پلارانو او ميندو له نسله وو او د ډيرو پاکو ميندو په غيږو کښې روزل شوي وؤ. امام رضا عليه سلام د هجرت په 183 کال د هارون په بند کښې د امام موسی کاظم عليه السلام له شهادته ورسته په پنځۀ ديرش کلنۍ کښې د امامت په ګدۍ کښيناست او د امت د لارښوونې دنده يې په غاړه واخسته. د دوي امامت هم د نورو پاکو امامانو په شان د خدايې د رسول په ټاکنې، تصريح او د خپل پلار لخوا په معرفۍ سره ؤ. امام موسی کاظم عليه السلام تر نيول کيدو او بنده مخکښې ويلي وو چې تر هغه ورسته به د زمکې په مخ د خدايې حجت څوک وي چې خلق او د حق منوونکي په تيارو کښې پاتې او بې لارې نشي. مخزومي وايي: امام موسی کاظم عليه السلام مونږ وغوښتو او وې فرمايل: تاسو خبر يې چې ولې مې راوغوښتئ؟ نه. د دې لپاره چې ګواه اوسئ زما دا ځوې(امام رضا عليه سلام ته يې اشاره وکړه) زما وصي او ځاي ناستی دی. اخلاق او کردار: پاکو امامانو په خلقو کښې او له خلقو سره ګډ ژوند کوؤ او خلقو ته به يې د پاکۍ فضيلت او ژوند درس عملاً ښودۀ. دوي د نورو نمونه او بيلګه وو او سره له دې چې د امامت لويې مقام دوي له نورو خلقو ممتازول او د زمکې په مخ د خدايې له غوره بندګان څخه وو. له خلقو لرې نۀ وو، خلق به يې له ځانه نۀ جدا کول او د ظا لمانو او زوراورو په شان به يې د خلقو بې عزتي او سپکاوي نه کولو. ابراهيم بن عباس وايي: امام رضا عليه سلام هيڅکله په خبرو کښې په چا ظلم نۀ کولو او د چا خبره به يې له ختميدو مخکښې نۀ غوڅوله. هيڅکله يې کوم حاجتمن او اړمن چې حاجت يې ورله پوره کولي شو خالي لاس نۀ ستنولو، د نورو په وړاندې به يې پښې نۀ غزولې، له مريانو او خدمتګارو به يې شکايت نۀ کوؤ، خندا يې تيزه او په کټ کټ نۀ وه بلکې مسکيدۀ به. کله به چې دسترخوان واغوړولی شو د کور ټول وګړي حتی څوکيدار او خدمتګار به يې هم له ځان سره په ډوډۍ کښينولو او هغوي به له امام سره يو ځايې ډوډۍ خوړله، د شپې به کم اودۀ کيدۀ او ډير به ويښ ؤ، اکثره شپې به يې تر سهاره روڼولې او عبادت به يې کوؤ، ډير  روژتي ؤ او په هره مياشت کښې به يې د دريو مخصوصو  ورځو روژه ضرور نيوله[2]، ښه کارونه به يې کول او په پټه به يې خلقو ته خواړۀ رسول او د شپې به يې د فقيرانو کورونو ته ډوډوۍ وړله. محمد ابن ابي عباد وايي: په اوړي کښې به امام په پوزي او په ژمي کښې په لمسي څملاستو،په کور کښې به يې ځيګي او ډبلې جامې اچولې خو چې کله به يې په عامو غونډو کښې ګډون کولو (نو ښې او د وخت مطابق جامې به يې اچولې او ځان به يې جوړوؤ) يوه شپه د امام کور ته يو ميلمه راغلي ؤ د خبرو اترو په دوران کښې په مشال کښې خرابي پيدا شوه. ميلمه غوښتل چې مشال جوړ کړي خو امام پرې نۀ ښود پخپله يې څراغ جوړ کړ او وې ويل مونږ په خپلو ميلمنو کار نۀ کوؤ. يو سړي امام ته عرض وکړو: په خدايې مې دې قسم وي د زمکې په مخ هيڅوک د فضيلت او شرافت له نظره ستا پلار او نيکانو ته نۀ رسيږي. امام وفرمايل: تقوي هغوي ته عزت ورکړو او د خدايې پاک اطاعت د هغوي مقام لوړ کړ. د بلخ يو سړي وايي: د خراسان په سفر کښې د امام رضا عليه سلام ملګری ؤم. يوه ورځ چې دستر خوان وغوړول شو، امام ټول خدمتګاران او مريان حتی تور پوستکي هم راغونډ  کړل چې يو ځايې ورسره ډوډوۍ وخوري. ما امام ته عرض وکړو: له تا ځار شم، ښه به نۀ وي چې دوي په جدا دسترخوان کښيني؟ وې فرمايل غلي شه زمونږ د ټولو خدايې يو دی مور او پلار مو هم يو دي او جزا هم په عمل ده. د امام يو خدمتګار "ياسر" وايي: امام رضا عليه سلام مونږ ته فرمايلي وؤ چې که تا سو مې څۀ کار ته راوغوښتئ او تاسو په ډوډۍ لګيا يئ نو تر هغې له ډوډۍ مۀ پاڅئ چې ختمه شوې نۀ وي او ځکه به ډير وخت داسې وشول چې امام به مونږ غوښتو خو مونږ به ورته ويل چې ډوډۍ خورو. يو ځل يو مسافر امام ته راغي او وې ويل زۀ ستا او ستا د پلار او نيکانو له ليوالو څخه يم، حج ته تللي ؤم خو اوس راسره خرڅ ختم شوی دی که تاسو راته لږې  پيسې راکړئ نو زۀ چې خپل کلي ته ورسيږم ستا لخوا به يې صدقه کړم ځکه چې په خپل کلي کښې غريب نۀ يم، خو اوس راسره څۀ نشته. امام يوې کوټې ته ننوت، دوه سوه ديناره يې راواخستل او له وره ور اخوا يې لاس راووويستلو او وې فرمايل دا دوه سوه ديناره واخله او خرچه پرې برابره کړه. او ضروري نۀ ده چې زما لخوا يې صدقه کړې. سړي دينارونه واخستل او لاړو. امام له کوټې راووتلو، تپوس مو ترې وکړو چې ولې مو له کوټې دننه څخه دوي ته پيسې ورکړې وې فرمايل: ددې لپاره چې د سوال او حاجت شرم او پيکه والي يې په سترګو کښې ونۀ وينم. پاکو امامانو به يوازې د خلې په ذريعه د خلقو لارښوونه نۀ کوله بلکې په خپل سلوک او عمل سره به يې هم خلق د هغوي غلطيو ته متوجي کول او سمې لارې ته به يې رابلل. د امام يو ملګري سليمان جعفري وايي: يوه ورځ له امام سره د هغۀ کور ته لاړم، ماښام مهال ؤ د امام خدمتګاران د يوې ودانۍ په جوړولو مشغول وؤ. امام پکښې يو نوی سړی وليدۀ او وې پوښتل دا څوک دی؟ عرض يې وکړ څوک مسافر دی له مونږ سره مرسته کوي بيا به يو څۀ ورکړو. وې فرمايل: مزدوري مو ورته معلومه کړې او ټاکلې ده؟ وې ويل: نه! هر څۀ چې مو ورکړل قبلوي يې. امام غصه شو ما ورته وويل له تا ځار شم خفه کيږه مه. وې فرمايل: ما دوي ته ډير ځله ويلي دي چې تر څو مو چا ته مزدوري او پيسې معلومې کړې نۀ وي، په کار يې مۀ لګوئ. څوک چې بې له تړونه او معلومې مزدورۍ کار کوي که درې چنده مزدوري هم ورکړې خيال به کوي چې پيسې دې کمې ورکړي دي او که تړون ورسره وکړې او ټاکلې مزدوري ورکړې نو خوشحاله به شي چې په خپلې ژمنې دې عمل کړی دی او که له معلومې مزدورۍ لږ څۀ زياتې ورکړې نو که لږې هم وي ډير خوشحاليږي او منندوي به وي چې زياتې دې ورکړي دي. [1]  . اعلام الوري ص302   قاموس الرجال ج  11 [2]  . يعني د مياشتې د لومړي زيارت د ورځې او د مياشتې په منځ کښې د شورو ورځې او دمياشتې د ورستي زيارت يا پنجشبې په ورځ. امام رضا عليه السلام او د وخت حکومت د امام رضا عليه سلام د امامت په وخت د هارون الرشيد او د هغۀ د دوؤ زامنو امين او مامون حکومت ؤ يعني لس کاله د هارون د حکومت ورستي کالونه او پنځۀ پنځۀ کاله د مامون او امين حکومت. امام رضا عليه سلام د امام موسی کاظم عليه السلام له شهادته ورسته خپل امامت او بلنه څرګنده کړه او په بې باکۍ سره يې د امت لارښونه پيل کړه. د هارون په وخت کښې سياسي فضا دومره خرابه او سا ډوبونکې وه چې حتی د امام ځنې نزدې ملګري ددې بې پروايۍ په وجه د امام د سر او ژوند انديښمن وو. محمد بن سنان وايي: د هارون د حکومت په دوران کښې مې امام رضا عليه سلام ته عرض وکړو تاسو خپل امت څرګند کړی دی او د خپل پلار په ځاي ناست يې، حال دا چې د هارون له تورې وينې څاڅي. وې فرمايل: کوم څيز چې زۀ په دې کار کښې بې باکه کړي يم، د پيغمبر خبره ده چې وې فرمايل: که ابو جهل زما له سره يو ويښتۀ هم کم کړو نوګواه اوسئ چې زۀ پيغمبر نۀ يم. وايم چې که هارون زما له سره يو ويښتۀ هم کم کړو نو زۀ امام نۀ يم. همداسې وشوه څنګه چې امام  فرمايل ځکه چې هارون ته دا فرصت هډو په لاس ورنرغی چې امام ته خطره پيښه کړي او بالاخره هارون د ايران په ختيځ کښې د هلو ګلو په وجه له خپلو سپايانو سره خراسان ته په تګ مجبوره شو. په لاره کښې ناروغه شو او د هجرت په 193 کال په طوس کښې مړ شو. له هارونه ورسته د امين او مامون ترمينځ په ګدۍ باندې سخت اختلاف شو، هارون له ځانه وروسته امين د خلافت لپاره ټاکلی ؤ، او له هغۀ يې ژمنه اخستې وه چې له ځانه وروسته مامون خليفه کړي او د امين د خلافت په وخت به د خراسان صوبې حکومت هم د مامون په لاس کښې وي خو امين د هارون له مرګه وروسته د هجرت په يو سل څلور نويم کال کښې مامون له ولي عهدۍ لرې کړو او خپل ځوې موسی يې ددې مقام لپاره نامزد کړو.[1] غرض دا چې د امين او مامون ترمينځ له سختو جګړو وروسته امين د هجرت په يو سل اتۀ نويم کال کښې ووژل شو او مامون خليفه شو.امام رضا عليه سلام په دغه موده کښې د خلافت د دربار له جګړو استفاده وکړه او په سوړ او مطمئن زړۀ سره يې د خپلو منونکو ښوونه او روزنه وکړه. مامون له ټولو عباسي خليفه ګانو وښيار او مکار ؤ، سبق يې ويلی ؤ او له فقې او نورو علومو خبر ؤ او کله کله به يې مناظرې هم کولې. البته د هغه وخت په مروجو علومو باندې د هغۀ پوهه هم د هغۀ د انساني ضد سياستونو په پرمختيا کښې مرستندوې وه. په دين او اسلام هيڅ پابند نۀ ؤ او په عياشۍ او فسق و فجور کښې يې له نورو خليفه ګانو هيڅ کم نۀ لرل. البته د نورو خليفه ګانو په نسبت به يې په احتياط سره ګام پورته کولو او په چل ول او دوکې سره به يې خلق غولول، د خپل حکومت د بنيادونو د غښتلتيا لپاره به کله کله فقهاوو سره هم کښيناستو او ديني بحثونه به يې هم کول. له قاضي يحي بن اکثم سره (چې يو رذيل او پليت سړي ؤ) د مامون دوستي د هغۀ په فاسقيدا ښۀ دليل دي يحي بن اکثم داسې سړی ؤ چې په ټولنه کښې په دومره بدو او سپکو کارونو مشهور ؤ چې قلم يې هم له ليکلو شرميږي او مامون ورسره د نشو او تماشو يار ؤ او تر دې افسوسناکه دا چې هغه يې د اسلامي امت لويې قاضي وګمارولو او د حکومت په چارو کښې به يې هم ورسره مشورې کولې. په هر حال د مامون په زمانه کښې په ظاهره علم او تعليم خپريدۀ، پوهانو او محققانو ته به د خلافت مرکز ته د ورتللو بلنې ورکيدې او هغه انعامونه چې مامون پوهانو او عالمانو ته ورکول د هغۀ په لور د محققانو او پوهانو د ورماتيدو سبب شول.بحثونه او مناظرې به کيدې او د علمي مذاکرو بازار ګرم ؤ. پر دې سربيره مامون کوشش کوؤ چې په ځينو کارونو سره د امام ملګري او منوونکي ځانته راکاږي اصولاً مامون د هارون په جرمونو غلطو کارونو ظلمونو او د خلقو په روحيې باندې د هغوي ناوړه اثراتو ته په پام سره هڅه کوله چې د بلوا او پاڅون فضا ختمه کړي او خلق خوشحاله وساتي چې د خلافت ګدۍ يې له لاسه ونۀ اوځي نو د حالاتو تقاضه وه چې خلق خوشحاله کړي او داسې وښئ چې د خلقو د چارو په سمولو مشغول دی او له نورو خليفه ګانو سره توپير لري. [1]  . تاريح ابن اثير  ج 6  ص  227 د امام رضا عليه السلام ولي عهدي مامون ته د خپل ورور له ختمولو او د ګدۍ له سمبالولو ورسته حساس شرائط او حالات پيدا شول ځکه چې د هغۀ حکومت په تيره بيا په بغداد کښې چې دعباسي حکومت مرکز ؤ، په لړزان ؤ همداراز د عباسيانو د پلويانو لخوا چې د امين غوښتونکي وو او په "مرو" کښې يې د مامون حکومت له خپلو ګټو سره مطابق نۀ ګڼلو، ورته سخته خطره وه، له بلې خوا د علويانو بلوا هم د مامون حکومت ته يو ګواښ ؤ ځکه چې د هجرت په 199 کال کښې د علويانو يو محبوب کس محمد بن ابراهيم طبا طبا د ابو السرايا په ملګرتيا پاڅون وکړ او ځينې نور علويان هم په عراق او حجاز کښې پاڅيدل ځينې ښارونه يې ونيول او قابو له کوفې تر يمنه پورې بلوا او هلې ګولې وې چې مامون په ډيرو زياتو کوششونو سره غلي کړي شوې همدغه شان ممکنه وه ايرانيان هم د علويانو ملګري شي ځکه چې ايرانيانو هم خلافت د حضرت امامعلی عليه السلام د کورنۍ حق ګڼلو. مامون چې يو مکار او چالاک سړی ؤ، له ځان سره سوچ وکړو چې د امام رضا عليه سلام په شان يو کس ته د ولي عهدۍ په ورکولو سره د خپل حکومت څپڅپانده بنيادونه کلک کړي چې په دې کار سره د علويانو د بلوا مخه هم ونيسي او په ايرانيانو هم خپل خلافت ومني. څرګنده خبره ده چې امام رضا عليه سلام ته د ولي عهدۍ ورکول يو تللی سياسي چل او سازش ؤ ګني څوک چې د حکومت لپاره خپل ورور قتل کړي او په فسق و فجور او ظلم زياتي کښې له چا شاته نۀ وي دومره ښۀ سړي نۀ شي کيدی چې له خپل خلافته تير شي د هغۀ په مکر او چل ول تر ټولو ښۀ شاهد خلافت ته د امام غاړه نۀ کيښودل دي او که مامون په خپل عمل او خبره کښې ريښتوني وي نو امام به خلافت ته ضرور غاړه ايښې وه. نور داسې شاهدان هم شته چې مامون په خپله خبره کښې رښتوني نۀ ؤ زۀ دلته ځينو ته اشاره کوم: 1: مامون داسې جاسوسان ګمارلي وو چې په امام څارنه وکړي. او د هغۀ د ټولو کارونو رپورټ مامون ته ورکړي. دا پخپله له امام سره د مامون د دښمنۍ او په امام باندې د هغۀ د بدګمانۍ يو دليل دی. په اسلامي روايتونو کښې راغلي دي: هشام بن ابراهيم راشدي امام ته يو نزدې کس ؤ او چارې د هغۀ په لاس کښې وې. خو چې کله امام مرو ته راوستل شو هشام له مامون او د هغۀ له وزير فضل بن سهيل ذوالريا ياستين سره رابطه وکړه او هيڅ به يې له هغو نۀ پټول. مامون هغه د امام د عامو تعلقاتو چار واک کړ. هشام به په امام سختي کوله او هر څوک په تيره بيا د امام ملګري به يې ورته نۀ پريښودل او که پريښودل به يې هم نو چې کومې خبرې به ورسره امام کولې د مامون جاسوسانو به هغه رسولې. 2: همدا راز جعفر بن محمد بن الاثعث په هغو ورځو کښې چې امام په خراسان کښې او له مامون سره نزدې ؤ. امام ته پيغام ورکوي چې د هغۀ ليکونه له لوستلو ورسته وسوزوي چې د نورو لاس ته ور نۀ شي او امام د هغۀ د اطمينان لپاره فرمائي: ستا ليکونه به له لوستلو ورسته وسوزوم. 3: امام په هماغه ورځو کښې چې په ظاهره ولي عهد ؤ، د احمد ين محمد بزنطي په ځواب کښې ليکي: .... چې تا د کتنې اجازت غوښتي دی، ما ته راتلل ګران دي او دوي په ما سختي کوي اوس ملاقات ممکن نۀ دی انشاء الله ډير زر به موقعه په لاس راشي. 4: مامون پخپله هم په ځينو ځايونو کښې خپلو ملګرو او خپلوانو ته د امام په حقله د خپلو اصلي موخو اعتراف کړې او خپل نيت يې څرګند کړې دی. مامون د خپل يو درباري حميد بن مهران او د ځينو عباسيانو چې هغه يې امام رضا عليه سلام ته د ولي عهدۍ ورکولو په وجه غندلي ؤ په ځواب کښې وايي:دا سړي له ما څخه لرې او پټ ؤ او خلق به يې ځان ته رابلل مونږ وغوښتل چې خپل ولي عهد يې کړو چې خلق مونږ ته راوبلي او زمونږ د سلطنت او خلافت اعتراف وکړي او د هغۀ ليوال پوهه شي چې کومه ادعا چې هغۀ کوله په هغۀ کښې نشته، دا خلافت زمونږ حق دی دهغۀ نه. زۀ ويريدم چې که هغه په خپل حال پريږدم نو بلوا او کړکيچ به جوړ کړي او داسې حالات به منځته کړي چې مونږ به يې مخه نشو نيولی او مقابله به ورسره سخته وي." نو مامون امام ته د ولي عهدۍ يا خلافت په ورکولو کښې صادق نۀ و. او په دې سياسي لوبې کښې يې نور مقصدونه لټول. هغۀ غوښتل چې له يوې خوا امام په خپل رنګ کښې رنګ کړي او د امام تقوي او پرهيزګاري خرابه کړي او له بلې خوا امام که له خلافت او ولي عهدۍ څخه هره عهده هم ومنۍ د مامون په ګټه به وي ځکه چې که امام خلافت منلی وی نو مامون به ورسره شرط کيښودو چې هغه ولي عهد کړي بيا به يې خپل مقام مضبوط کړې او امام به يې شهيد کړی وی او که امام ولي عهدي منله نو د مامون خلافت بيا هم په ځايې ؤ. امام په حقيقت کښې دريمه لاره غوره کړه او سره له دې چې په زور سره يې ولي عهدي ومنله په خپلې خاصې رويې سره يې داسې کار وکړ چې مامون خپلو هدفونو ته يعني امام ته په نزدې کيدو او د خپل حکومت په مشروعيت او جواز کښې کامياب نشي. له مدينې څخه تر مرو پورې او په نيشاپور کښې مامون فيصله وکړه چې امام مرو ته راولي او داسې وښئ چې د علويانو او امام ملګری دی. مامون په خپل تظاهر کښې په داسې مهارت سره کار کوؤ چې کله کله به پرې د امام نزدې ملګري هم غوليدل. په همدې وجې امام وفرمايل: ددۀ په خبرو دوکه نۀ شئ، په خدايې قسم زما قاتل به مامون وي. خو زۀ مجبوره يم چې صبر وکړم. مامون په 200هجري کال کښې د امام د ولي عهدۍ په لړ کښې وويل چې امام له مدينې څخه مرو ته راولي. د مامون خاص استازی رجاء بن الضحاک وايي: مامون ماته حکم وکړو چې مدينې ته لاړ شم. امام رضا عليه سلام مرو ته راولم. شپه او ورځ يې وڅارم او حفاظت يې بل چاته پرې نۀ ږدم. زۀ په خدايې قسم خورم چې هيڅوک مې ترهغه ډير پرهيز ګار، پاک او د خدايې په ياد کښې ډوب نۀ دي ليدلي.[1] له مدينې تر مرو پورې د هر ښار او کلي خلقو د هغوي خدمت دځان لپاره وياړ ګڼلو. له امامه به يې ديني او دنياوي پوښتنې کولې او امام به ورته ځواب ورکوؤ. ابو هاشم جعفري وايي: رجاء بن ابي الضحاک امام د اهواز له لارې مرو ته بوتلو چې کله ماته د امام د راتللو خبر راورسيد نو اهواز ته لاړم او د امام خدمت ته حاضر شوم. د ځان پيژندګلو مې وکړه. دا لومړۍ ځل ؤ چې امام مې ليدلی ؤ، سخت اوړی ؤ او امام ناروغ ؤ، ماته يې وويل چې طبيب راوله. طبيب مې ورته راوستلو، امام طبيب ته يو بوټي وښودلو. طبيب عرض وکړو له تا پرته مې بل هيڅوک نۀ دي ليدلی چې دا بوټی وپيژني دا بوټی څنګه پيژنې؟ په دې وخت او دې سيمې کښې دا بوټي نشته. امام وفرمايل: نو بيا ګني راوړه . عرض يې وکړو ددې پيده کول خو له بوټي هم سخت دي ځکه چې اوس د ګنو موسم نۀ دي او نۀ پيدا کيږي. وې فرمايل: دا دواړه ستا سو په سيمه کښې او په همدې وخت کښې شته له ابو هاشم سره شته او د اوبو د بند په لور لاړ شئ له هغۀ چې تير شئ نو يو درمن ته به ورشئ هلته به يو تور پوستکی سړی وګورئ له هغۀ د دې بوټي او د ګنو د زرغونيدو پوښتنه وکړئ. ابو هاشم وايي: په همدې پته لاړو، ګني مو برابر کړل او امام ته مو راوړل امام د خدايې شکر وويست. طبيب له ما وپوښتل: دا سړی څوک دی؟ ومې ويل: د پيغمرانو د سرخيل بچی دی. وې ويل: دپيغمبرانو له علومو او رازونو ورسره څۀ شتۀ؟ ومې ويل: هؤ، داسې خبرې مې ترې ليدلي دي، خو پيغمبر نۀ دی. وې ويل: د پيغمبر وصي دی. ومې ويل: هؤ د پيغمبر له وصيانو څخه دی. ددې قيصې خبر رجاء بن ابي الضحاک ته ورسيد او خپلو دوستانو ته يې وويل چې که امام په دې ځاي کښې پاتې شي خلق به ورته مخه وکړي ځکه يې امام ډير زر له اهوازه روان کړو. امام په نيشابور کښې په نيشابور کښې چې امام د کوم سړي په کور کښې کډه اړوله د هغۀ لور وايي: امام رضا عليه سلام نيشابور ته راغی او د لاشاد په نوم د يوې سيمې په لويديځې محلې کښې يې زما د پلار "پسنده" په کور کښې کډه واړوله.او زما پلار ته به خلقو ځکه پسنده (خوښ کړی شو) ويل چې امام هغه خوښ کړ او دهغوي کور ته راغی. امام زمونږ د کور په يو ګوټ کښې په خپلو مبارکو لاسونو بادام وکرل. دامام په برکت سره يوازی په يو کال کښې د بادامو ونې ميوه ورکړه. خلقو به د دغې ونې بادام د علاج لپاره خوړل او چې د کومې ناروغۍ د علاج په نيت به يې خوړل هغه به ښۀ کيدۀ.[2] د امام يو نزدې ملګري اباصلت هروي وايي: زۀ له امام رضا عليه سلام سره ؤم کله چې امام له نيشاپوره تللو په يو کچر سور ؤ، محمد بن رافع، احمد بن ابحرث، يحيي بن يحي، اسحاق بن راهويه او ځينې نور عالمان راغونډ شوي وو. د امام د کچر جلب يې ونيوۀ او وې ويل: تاسو ته ستاسو په پلار او نيکونو قسم درکوؤ مونږ ته داسې حديث ووايئ چې پخپله مو له خپل پلاره اوريدلی وي. امام وفرمايل: زما پلار د خدايې پاک غوره بنده موسی ابن جعفر عليه سلام ماته وويل چې پلار يې جعفر بن محمد صادق عليه سلام له خپل پلار،محمد بنعلی باقر عليه سلام،هغه له خپل پلارعلی بن الحسين سيد العابدين عليه سلام، هغه له خپل پلار يعني د جنت د ځوانانو له سردار امام حسين عليه سلام او هغه له خپل پلار يعنيعلی بن ابيطالب عليه سلام نه نقل کړي ده چې فرمائي ما له حضرت محمد (ص) واوريدل چې فرمايل يې د خدايې فرښتې جبرائيل وويل: خداي پاک فرمايلي دي: "زۀ يو بې ساری يم له ما پرته بل خدايې نشته. زما عبادت وکړئ، څوک چې په اخلاص سره ګواهي ورکړي چې له ما پرته بل خداي نشته نو زما په کلا کښې داخل شو او څوک چې زما په کلا کښې راننوځي زما له عذابه به بچ وي" په يو بل روايت کښې اسحاق بن راهويه چې پخپله په دغه غونډه کښې ؤ، وايي: امام له دې ورسته چې وې فرمايل: خدايې فرمايلي دي: "څوک چې په اخلاص سره ګواهي ورکړي چې له ما پرته بل خدايې نشته نو زما په کلا کښې داخل شو او څوک چې زما په کلا کښې راننوځي له عذابه به بچ وي". لږ څۀ مخکښې لاړو او بيا يې وفرمايل:"بشروطها و انا من شروطها" يعني د خدايې په يووالي ګواهي ورکول به له عذابه د بچ کيدو ضمانت دی خو په ځينو شرطونو سره، او شرط پکښې مونږ يو يعني د زمونږ د امامت او ولايت منل دي.[3] په نورو تاريخونو کښې راغلي دي چې کله امام دا حديث ويلو نو د نيشابور په ښار کښې چې په هغه وخت د خراسان صوبې يو لويې او اباد ښار ؤ او بيا مغلو چور تالا کړو. د خلقو رش دومره زيات ؤ چې د خلقو د شوق او جذبې په اوازونو کښې د امام د حديث اواز نۀ شو اوريدلی. بالاخره د خلقو په شور او زوږ کښې امام حديث ولوستۀ او څلوښت زرو کسانو هغه د کاغذ سينې ته وسپارۀ. هروي وايي: امام له نيشابوره راووت او په "دره سرخ" کښې د ماسپښين مانځۀ ته کوز شو. اوبۀ يې وغوښتې، خلقو ورته وويل چې اوبۀ نشته. امام په خپل مبارک لاس سره زمکه وکنله، يوه چينه روانه شوه. او امام او ټولو کسانو د چينې په اوبو اودس وکړو (دا چېنه تراوسه شته) چې کله "سنا باد" ته ورسيد يو غر ته يې ډډه وهله چې د هغه ځايې خلقو ددغه غر له کاڼو لوښي جوړول او وې فرمايل: اي خدايه خلقو ته له دې غرۀ ګټه ورسوه. او په هغو لوښو کښې چې له دې غرۀ يې جوړوي، برکت کيږدې. بيا يې وويل چې زما ډوډۍ په دې کښې پخوئ (امام به ډوډۍ بې تکلفه بې سته او کمه خوړه) بيا په طوس کښې د حميد بن قحطبه طائي کور ته ورغي او هغې ګنبت ته ننوت چې هارون الرشيد پکښې ښخ ؤ.د هارون د قبر يوې خوا ته يې په لاس کرښه راکاږله او وې فرمايل: دا زما قبر دی زۀ به دلته ښخيږم او ډير زر به خدايې پاک دا ځايې زما د مينه والو او ليوالو زيارت او د تګ راتګ ځايې وګرځوي. غرض دا چې امام مرو ته ورسيد او مامون هغه په يو خاص او جدا کورکښې ديره کړ او ډير عزت يې ورکړ. [1]  . بحار  ج  49 ص  91  عيون اخبار الرضا ج 2 ص 178 [2]  . عيون اخبار الرضا ج 2  ص  131 [3]  . عيون اخبار الرضا ج 2  ص  134 د مامون وړانديز، د امام منفي دريځ او د ولي عهدې جشن د مامون وړانديز مرو ته د امام تر رارسيدو ورسته مامون هغۀ ته پيغام وليږۀ چې غواړم له خلافته څنګ ته شم او تا ته يې وسپارم ستا څۀ نظر دی؟ امام ونۀ منله، مامون يو ځل بيا پيغام واستوۀ چې زما لومړۍ وړانديز خو دې ونۀ منلو نو مجبوره يې چې زما ولي عهدي ومنې. امام په کلکه دا وړانديز هم رد کړو. مامون امام ځانته راوغوښت او په يوې ځانته ناستې کښې يې چې فضل بن سهل ذوالرياستين هم پکښې ؤ. امام ته وويل: زۀ غواړم چې خلافت او د مسلمانانو چارې تاته حواله کړم،امام ونۀ منله مامون د ولي عهدۍ وړانديز تکرار کړو بيا هم امام ونۀ منلو. مامون وويل: عمر بن خطاب د خلافت لپاره له ځانه وروسته د شپيږو کسانو يوه جرګه جوړه کړه چې يو پکښې ستا نيکهعلی ابن ابي طالب ؤ. حضرت عمر حکم وکړو چې څوک هم مخالفت وکړي سر دې يې پرې کړی شي. نو تۀ هم بله لار نۀ لرې يوازې دا چې زما يو وړانديز ومنې. مامون په دې مطلب سره امام ته اشارتاً وويل چې که زما وړانديز دې ونۀ منلو نو سر ته دې خطره ده.او امام په زور او مجبورۍ سره ولي عهدي ومنله او وې ويل: ولي عهدي منم خو په دې شرط چې امر کوونکې، منعې کوونکې، مفتي او قاضي به نۀ يم. څوک به نۀ ګمارم، او نۀ به يې لرې کوم او په هيڅ شي کښې به بدلون نۀ راولم. مامون دا ټول شرطونه ومنل او په دې طريقې سره يې په امام خپله ولي عهدي وتپله چې په دې ډول هم امام تر څارنې لاندې وساتي چې خلق ورته رانۀ شي او هم علويان او د امام ملګري په ارام کړي او د خپل حکومت بنيادونه مضبوط کړي. ريان بن صلت وايي د امام رضا عليه سلام خدمت ته ورغلم او عرض مې وکړو ای د ګران رسول الله صلي الله عليه و اله  بچيه! ځنې کسان وايي چې تاسو د مامون ولي عهدي قبوله کړې ده، سره له دې چې له دنيا ډډه کوئ او دلچسپي پکښې نۀ لرئ. وې فرمايل: خدايې ګواه دي چې دا کار زما خوښ نۀ ؤ خو د ولي عهدۍ او مرګ په منځ کښې راګير ؤم، يعني يو اړخ ته مرګ ؤ او بل اړخ ته ولي عهدي. مجبوراً مې ومنله. تاسو نۀ يې خبر چې يوسف عليه سلام د خدايې پيغمبر ؤ او د ضرورت په وخت د مصر باچا د خزانې وزير شو اوس هم ضرورت ؤ او په ما لازمه وه چې زور او مجبورۍ سره د ولي عهد مقام ومنم. پر دې سر بيره ما دا مقام قبول کړی دی خو ددې مقام شرائط مې نۀ دي منلي نو خدايې ته به زاري کوم او له هغۀ به مرسته غواړم. محمد بن عرفه وايي: امام ته مې عرض وکړ: ولې مو ولي عهدي  منله؟ وې فرمايل: په هماغه وجه چې زما نيکهعلی يې مجبور کړ چې په شوره کښې شرکت وکړي.[1] ياسر خادم وايي: وروسته له دې چې امام ولي عهدي منلې وه، ومې ليدل چې لاسونه يې اسمان ته پورته کړي وو او ويل يې: اي خدايه! تۀ خبر يې چې ما له ناچارۍ او مجبوريۍ دا مقام قبول کړو نو ما په دې مۀ نيسه لکه څنګه چې دې خپل بنده او پيغمبر يوسف عليه سلام مواخذه نۀ کړ. د امام(ع) منفي دريځ امام په ظاهره ولي عهدي ومنله خو عملاً يې نۀ وه منلې ځکه چې دا شرط يې لګولې ؤ چې هيڅ مسئوليت او ذمه داري به نۀ لري او په کارونو کښې به مداخله نۀ کوي. مامون دا شرطونه منلي وو خو کله کله به يې کوشش کوؤ چې ځينې کارونه په امام وتپي او امام د خپل لاس اله کړي خو امام به سخته مقابله کوله او له هغۀ سره به يې ملګرتيا نۀ کوله. معمر بن خلاد وايي: امام رضا عليه سلام راته وويل چې مامون ورته وويل ماته داسې باوري کسان وښايه چې د هغو ښارونو حکومت ورته ورکړم چې زما په خلاف پاڅيدلي دي هغۀ ته مې وويل: کۀ تۀ په خپل شرط وفا وکړې نو زۀ به هم په خپلې ژمنې باقي پاتې شم. زۀ په دې شرط ولي عهد شوی ؤم چې څوک په کوم مقام ونۀ ګمارم او لرې يې ترې تۀ کړم او ستا مشاور او صلاح کار هم نۀ ؤم. په خدايې قسم زۀ د خلافت په خيال او فکر کښې نۀ ؤم. کله چې په  مدينه کې ؤم نو په خپلې سورلي به سوريدم او تګ راتګ به مې کوؤ. ښار والو او نورو کسانو به ماته خپل حاجتونه او اړتياوې وړاندې کولې او ما به پوره کولې زۀ له هغوي سره داسې ؤم لکه خپل خپلوان چې په خپلو کښې وي او په ټولو ښارونو او سيمو کښې به زما ليکونو ته په درنه سترګه کتې شول، تا ما ته له هغه نعمته زيات چې خدايې راکړي دي څۀ نۀ دي راکړې او که څۀ راکول غواړې، هغه هم د خدايې لخوا دې" مامون وويل زۀ په خپلې ژمنې ولاړ يم. د ولي عهدۍ جشن ورسته له دې چې امام په دغو شرائطو ولي عهدي ومنله مامون خلقو ته د اعلانولو، د سياسي ګټو او ددې څرګندولو لپاره چې ډير خوشحاله دی، يو جشن جوړ کړ او د زيارت ورځ يې د خپلو درباريانو محفل راوبلۀ ټولو ته يې وويل: چې شنې جامې (چې د علويانو دوديزه جامه وه) واچوئ او د زيارت په ورځ د امام د بيعت لپاره دربار ته راشئ. د زيارت په ورځ درباريان، سپايان، قاضيان او ټولې پرګنې راغونډې شوې او امام هم په خاص ځايې کښې چې د هغوي لپاره يې جوړ کړی ؤ کښيناست. شنې جامې يې اغوستې وې او توره ورسره وه. مامون حکم وکړو چې تر ټولو مخکښې دې د هغۀ ځوي عباس بن مامون د امام بيعت وکړي، امام لاس هسک کړو د لاس مخ يې د خلقو خوا ته ؤ او شا يې د امام د مخ طرفته وه. مامون وويل: لاس دې د بيعت لپاره اوږد کړه، امام وويل پيغمبر(ص) به داسې بيعت کوؤ. خلقو د امام بيعت وکړو امام هماغه راز لاس بره نيولې ؤ. په دې غونډه کښې پيسې وويشل شوې او شاعرانو او وينا کوونکو د امام د فضائلو او د مامون ددې کار په حقله خبرې وکړې. بيا مامون امام ته وويل چې تاسو هم خلقو ته څۀ ووايئ. امام له حمد و ثنا ورسته خلقو ته وفرمايل: مونږ د پيغمبر(ص) لخوا په تاسو حق لرو او تاسو هم د پيغمبر(ص) په خاطر زمونږ په غاړه حق لرئ. نو کله چې تاسو زمونږ حق ادا کړئ، په مونږ هم لازمه ده چې ستا سو حق ته په درنه سترګه وګورو" امام په دې مجلس کښې نور څۀ ونۀ ويل. مامون حکم ورکړ چې په درهمونو باندې دې د امام رضا عليه سلام د نامې مهر ولګول شي. [1]  . عيون اخبار الرضا ج 2  ص  141 د اختر مونځ د يو لويې اختر په موقعې مامون امام ته پيغام واستوۀ چې د اختر مونځ وکړي. امام ورته ځواب ورکړ. تاته پته ده چې زما او ستا تر مينځ څۀ شرائط دي. نو زۀ دا مونځ نۀ شم ورکولي. مامون وويل: له دې کاره مې غرض دا دي چې خلق مطمئن شي او ستا سو په فضيلت هم پوهه شي. د امام او مامون تر مينځ استازي ډير ځله د دوي پيغامونه يو بل ته ورسول کله چې مامون ډير زيات ټينګار وکړ نو امام ورته وويل اوس چې تۀ مې مجبورې نو زۀ به د مانځۀ لپاره د خدايې د رسول الله صلي الله عليه و اله  او د امير المومنين حضرت امامعلی عليه السلام په شان له کوره اوځم. مامون ومنله او وې ويل څنګه مو چې خوښه وي، وې کړئ او حکم يې ورکړ چې د اختر په سهار دې ټول خلق، قوماندانان او درباريان د امام د کور مخې ته حاضر شي. د اختر په ورځ سهار تر نمر خاتۀ مخکښې کوڅې او بازارونه د امام له ليوالو او مئينانو ډک شول. تر دې چې ښځې او ماشومان هم راوتلي وو او د امام انتظار يې کوؤ او سپايان او جرنيلان د امام د کور مخې ته په اسونو سوارۀ ولاړ وؤ. نمر راوختۀ. امام ولامبل، جامې يې واچولې،له مالوچو او بدلې سپينه عمامه يې سر کړه د عمامې يو پلو يې په سينې او بل يې په اوږې واچولو،عطر يې ولګول. اسا يې واخسته اوملګرو ته يې وويل: زۀ چې څۀ کوم تاسو هم هغه شان کوئ." بيا امام پښې ابلې روان شو. څو ګامه وړاندې يې سر اسمان ته اوچت کړو او تکبير يې وويې، ملګرو يې هم تکبير ووې. امام يو چوک ته ورسيدۀ او ودريدۀ. سپيايان او جرنيلانو چې کله امام په دې حالات کښې وليد، له اسونو راکوز شو، پيزارونه يې وويستل او پښې ابلې په زمکه ودريدل. امام تکبير ووې او ټولو خلقو  ورسره په يو هيړ د تکبير نعره پورته کړه. او داسې يو عظمت لرونکې او مبارک منظر پيدا شو چې ګونې اسمان او زمکې هم د تکبير نعرې وهلې. د مرو په ښار کښې د تکبير او جذبې سورې پورته شوې. فضل بن سهل چې کله دا حالات وليدل نو مامون ته يې خبر ورکړو او وې ويل که امام رضا عليه سلام همدغه شان د اختر د نمانځۀ ځايې ته ورسي نو بلوا او فساد به جوړ شي مونږ په ځان ويريږو نو هغۀ ته ووايه چې ستون شي. مامون امام ته پيغام واستولو چې تاسو ته مو خامخا تکليف  درکړو. مونږ نه غواړو چې تاسو ته تکليف درورسي نو مهرباني وکړئ، کور ته واپس لاړ شئ او د اختر مونځ به بل څوک ورکړي. امام خپل پيزار واغوستل، وايې چول په اس راسور شو او کور ته راغي خلق د مامون په دوکې، چل ول او نفاق پوهه شول او خبر شول چې مامون يوازې خپل سياسي غرضونه لري. بحث او مناظره مامون د امام په خلاف په خپل چل ولي سياست کښې نور سازشونه او غښتې هم جوړې کړې وې. مامون د امام له علمي مقامه او په ټولنه کښې د دوي عظمته سخت تنګ ؤ او هڅه يې کوله چې له نورو پوهانو سره د امام مناظرې کيږدي. امام پړ کړي او په دې طريقې سره په ټولنه کښې د امام عزت او محبوبيت کم کړي. خو په دې چل او مکر د امام د عظمت لا زياتيدو او د مامون له شرمولو پرته بله نتيجه يې ورنه کړه. د امام علمي عظمت به لا څرنګديدۀ او مامون به د حسد په اور کښې سوزيدۀ. نوفلي وايي: مامون عباسي فضل بن سهل ته حکم ورکړ چې د بيلا بيلو مذهبونو مشران لکه جاثليق، رائس الجالوت، د صائبينو لويان، د زرتشتيانو عالمان، رومي نسطاس او متکلمان راغونډ کړي. او بيا يې امام ته د هغوي د چارو د مشر ياسر په خلې پيغام وليږۀ چې د دغو مذهبونو له مشرانو سره خبرې اترې او مناظرې وکړي. امام ورته وويل چې سمه ده. کله چې ياسر لاړو نو امام ماته وويل اي نوفل تۀ عراقي يې او عراقيان وښيار او بيدار دي. له دې کاره د مامون غرض څۀ دی؟ ومې ويل: له تاسو ځار شم غواړي چې تاسو وزماي او د علم اندازه مو معلومه کړي. وې فرمايل: ويريږې خو نه چې ما به پړ کړي؟ ومې ويل: په خدايې قسم داسې هيڅ ويره نه لرم اوهيله من يم چې خدايې تاسو له برې درکړي. وې فرمايل: خبريدل غواړې چې مامون به کله په خپلو کړو پښيمانه شي. ومې ويل: هؤ. وې فرمايل: هله چې زۀ اهل تورات ته د هغوي له توراته، انجيليانو ته د هغوي له انجيله، اهل زبور ته د هغوي له زبوره، صائبانو ته په عبري ژبه، هربذانو ته په فارسۍ سره، روميانو ته د هغوي په خپلې ژبې سره، او ټولو ته د هغوي په خپله ژبه او له خپلې ژبې دليل راوړم او کله چې ټول پړ کړم، دليلونه يې رد کړم، له خپلو عقيدو لاس واخلي او ماته غاړه کيږدي نو مامون به خبر شي چې په کومې ګدۍ ناست دی دا د دۀ حق نۀ دی او پښيمانه به شي بيا امام وفرمايل: وَلا حَولَ ولا قوةَ اِلا بِالله العلي العظيم. بل سبا امام د هغوي غونډې ته ورغی. يهودي عالم راس الجالوت وويل: مونږ به ستا دليل هله منو که له توراته انجيله يا زبوره او د ابراهيم او موسی له صحيفو وي. امام ومنل او هغوي ته يې د اسلام د پيغمبر حضرت محمد(ص)د ثابتولو لپاره د تورات انجيل او زبوره دليلونه راوړل.دۀ دغه دليلونه ومنل او بيا امام له نورو سره مناظره او بحثونه وکړل.کله چې ټول پړشول نو امام وفرمايل: که په تاسو کښې څوک هر ډول پوښتنه لري نو شرميږي دې نه، ودې وايي. عمران صابي چې په علم کلام او بحثونو کښې بې ساري ؤ، وويل: که پخپله دې راته بلنه نۀ وې راکړې نو پوښتنه مې نۀ کوله ځکه چې زۀ کوفې، بصرې شام او جزيرې ته تللي يم او ددغو ټاټوبو له متکلمانو سره مې بحثونه کړي دي خو هيچا راته د خدايې يووالی او وحدانيت نۀ دي ثابت کړی. امام عليه السلام په تفصيل سره هغۀ ته د خدايې د ثابتولو دليل بيان کړ. عمران قانع شو او وې ويل ای زما سرداره! ورسيدم او ګواهي ورکوم چې خدايې هماغه شان دی چې تاسو وفرمايل او محمد د هغۀ بنده او استازی دی. او د هدايت او سمې لارې لپاره راستول شوی دی. بيا يې قبلې ته مخ کړ او سجده يې وکړه. متکلمانو چې کله د عمران صابي خبرې واوريدې نو نور څۀ يې ونۀ ويل. په پايې کښې ټول لاړل او مامون له امام سره لاړو په داسې حال چې ډير پښيمانه ؤ. د امام شهادت بالاخره مامون د امام د شهيدولو نيت وکړو ځکه چې پوهه شوی ؤ په هيڅ ډول امام د خپل لاس وسيله نشي ګرځولی. د امام عظمت او هغوي د ټولنې پام هم مخ په زياتيدو ؤ او د امام د شخصيت د داغي کولو لپاره د مامون له ټولو هلو ځلو سره سره د امام شخصيت احترام او عزت مخ پر وده ؤ او مامون پوهه ؤ چې د وخت په تيريدو سره د امام حقانيت او د مامون زور زياتي او ويرول زياتيږي. له بل خوا عباسيان او د هغوي پلويان د مامون لخوا امام ته د ولي عهدۍ په ورکولو غصه وو، تر دې چې د مخالفت په توګه يې په بغداد کښې د ابراهيم بن مهدي عباسي بيعت وکړ او په دې ډول له بيلا بيلو اړخونو د مامون حکومت ته خطره پيښه شوه. نو په پټه يې امام ته زهر ورکړل چې هم امام له مخې يوسي او هم د بني عباسو او د هغوي د پلويانو پام ځانته راواړوي. د امام له شهادته ورسته يې بني عباسو ته وليکل تاسو په ما نيوکې کولې چې ولې مې د ولي عهدۍ مقامعلی ابن موسی الرضا ته ورکړو خبر شئ چې هغه له دنيا لاړو نو اوس زما اطاعت وکړئ. [1]مامون کوشش کوؤ چې د امام عليه السلام منونکي او پلويان د امام له شهادوه خبر نشي او په تظاهر او عوام غولونې سره يې غوښتل چې خپل جرم پټ کړي او داسې وښئ چې امام په خپل مرګ مړ شوی دی. خو حقيقت پټ نۀ شو او د امام ملګري او خپلوان له حقيقته خبر شو. ابا صلت هروي(رح) چې د امام نزدې ملګری ؤ او د امام او مامون ترمينځ له شوو قيصو او پيښو خبر ؤ وايي: مامون چې د امام عظمت او بزرګي يې ليدلې وه،په ظاهره د هغۀ احترام او ورسره دوستي کوله او هغه يې ولي عهد کړو چې خلقو ته وښئ چې هغه د دنيا ليوال دی او دنيا يې خوښه ده چې د خلقو له سترګو پريوځي. خو چې کله يې وليدل چې د امام تقوي او پاکۍ ته هيڅ تاوان ونۀ رسيد او د خلقو په نزد د امام فضيلت ورځ په ورځ زياتيږي، مامون د بيلا بيلو ښارونو متکلمان راغونډ کړل، په دې اميد چې په علمي بحثونو کښې امام پړ کړي. د محققانو او پوهانو په سترګو کښې د امام علمي مقام پريوځي او خلقو ته د امام خامي او کمي څرګنده شي خو امام په يهوديانو، مسيحيانو،اور منونکو، صائبانو، برهمنو، ملحدانو، دهريانو، او د مسلمانانو د بيلا بيلو فرقو په ټولو عالمانو او پوهانو بری وموند. هغوي يې پړ کړل او د ځان ليوال يې کړل. خلقو چې دا وليده نو وې ويل چې په خدايې قسم امام د خلافت لپاره تر مامونه غوره دی. د مامون جاسوسانو به چې هغۀ ته دا خبرونه رسئول نو هغۀ به له حسده لمبه کيدۀ. امام هم د مامون په وړاندې د حق له ويلو دريغ نۀ کولو او حق خبره به يې کوله چې په دې وجه هم له هغۀ سره د مامون کينه او ميرڅي  زياته شوه او بالاخره يې امام ته زهر ورکړل. ابا صلت چې د امام ملګرې و او د امام په جنازې کښې يې هم ګډون کړې ؤ وايي: له مرو څخه بغداد ته د ستنيدو په وخت مامون امام ته په انګورو کښې زهر ورکړل.[2] د امام پاک جسد په هماغه زيارت کښې چې هارون پکښې ښخ ؤ د هارون د قبر مخې ته خاورو ته وسپارل شو د امام د شهادت نيټه د هجرت د 203 کال د صفر د مياشتې ورستۍ ورځ وه په دا وخت د امام عمر 55 کاله ؤ. د هغۀ په پاک روح دې سلام وي. د تاريخونو چپتيا او تحريف ددې سبب شوی چې د مامون عباسي په شمول د ځنو ظالمانو واکمنانو ظلمونه راتلونکو نسلونو ته ښکاره نشي. مامون په خپل رذالت او چل ول سره نۀ يوازې امام ته زهر ورکړل بلکې د امام ډير خپلوان پلويان او علويان يې هم ختم کړل يا يې دشتو، غرونو او نورو ښارونو ته وشړل او ژوند يې پرې دومره سخت او تنګ کړو چې هغوي پټ په پټه يو خوا بلخوا وتنبيدل او ځينې شهيدان شول د هغوي د اکثرو د ژوند د تاريخ هيڅ پته نشته. [1]  . تاريخ طبري ج 11 ص 1030 البدايه والنهايه ج  10 ص  249. [2] . عيون اخبار الرضا  ج 2  ص 245 د امام رضا عليه السلام څو مطلبي خبرې 1: انسان د خپلې ژبې لاندې پټ دی او په خپلو خبرو سره پيژندې شي. 2: له هر يو کاره مخکښې غور تدبير او پلان جوړول انسان له پښيمانۍ ساتي. 3: له بدو او خرابو کسانو سره ملګرتيا او ناسته پاسته په ښو او نيکو خلقو باندې د بد ګمانۍ سبب کيږي. 4: څوک چې د ځان قدر وپيژني نۀ هلاکيږي. 5: هديه او تحفه، کينې او دښمنۍ له مينځه وړي. 6: په قيامت کښې به هغه کس ماته ډير نزدې وي چې اخلاق يې ښۀ وي. او له خپلې کورنۍ سره نيک وي. 7: د خداي له بندګانو سره دښمني د اخرت لپاره ډيره بده توښه ده. 8: څوک چي يو مسلمان سره خيانت وکړي، زمونږ نه نۀ دی. 9: مومن چې کله غصه شي نو غصه يې د حق له خيال ساتلو او د خدايې له حدونو نۀ تيروي. 10: خدايې پاک قيل و قال (چټي بحث)، د مال بې ځايه خرچ کول، بې ځايه پوښتنې نۀ خوښوي. 11: له خلقو سره مينه کول نيم عقل دی. 12: تر ټولو سخت کارونه درې دي. انصاف او حق خبره(که څه هم د ځان په خلاف وي) په هر حالت کښې خدايې ياد ساتل، له ايماندارو وروڼو سره په مال کښې مرسته کول. 13: قران د خدايې کلام او خبرې دي، له دې مۀ تيريږئ او په بل څۀ کښې هدايت مۀ لټوئ ګمراه به شئ. څو پوښتنو ته د امام ځوابونه له امامه پوښتنه وشوه خدايې پاک څنګه دی او کوم ځايې دی؟ امام وفرمايل: بنياداً دا غلط تصور دی ځکه چې خدايې پاک مکان او ځايې پيدا کړ او پخپله يې مکان نه لرلو او څرنګوالی يې پيدا کړو او پخپله يې څرنګوالی او ترکيب نۀ لرلو. نو خدايې پاک په څرنګوالی او مکان(ځاې) سره نشو پيژندلې او احساس يې نشي درک کولې او له کوم څيز سره ورته قياس او ورته والې هم نشو ورکولې. خدايې کله پيدا شوی اوموجود شوی دی؟ امام وويل: دا وايه چې کله نۀ ؤ. د دنيا په حادث والي (يعني دا چې دنيا مخکښې نۀ وه او بيا پيدا شوه) څۀ دليل شتۀ؟ امام ځواب ورکړو چې تۀ نۀ وې بيا پيدا شوې او خبر يې چې ځان دې پخپله نۀ دی پيدا کړې او هغه چا چې ستا په شان دی هم تۀ نۀ يې پنځولې. ممکنه ده چې خدايې مونږ ته توصيف او تشريح کړې؟ امام وويل څوک چې خدايې پاک په قياس سره توصيف او بيان کړي، تل په ګمراهۍ او تيارو کښې دی او غلطه خبره کوي. زۀ خداي هماغه شان چې ځان يې توصيف کړې او بيان کړي بيا نوم بې له دې چې په ذهن کښې مې د هغه څۀ تصوير يا شکل وي "لا يدرک بالخواص" خدايې پاک د مخلوقاتو په حواسو سره نۀ درک کږي. "ولا يقاس باالناس" په خلقو نۀ قياس کيږي. "معروف بغير تشبيه" بې لا شباهته او ورته والي پيژندلې شي. سره له دې چې ذات او مقام يې ډير لوړ دی. ټولو ته نزدې دی. خو د هغۀ مثال نۀ پيدا کيږي يعني نشو ويلی چې مثلاً نعوذ باالله خداي پاک د پلانکي په شان دی "ولايجوز في قضيه" په خپل حکم او فيصله کښې په چا ظلم او زياتي نۀ کوي او په خپلو نخښو او نښانو پيژندل کيږي. ايا ممکنه ده چې زمکه بې له حجته او امامه پاتې شي؟ امام ځواب ورکړو که د سترګې د يو رپ لپاره هم زمکه بې حجته او امامه شي نو ټول مخلوق او انسانان به ونغري او تير به يې کړي. ايمان او اسلام څۀ دي؟ امام وويل: امام باقر عليه سلام فرمايي چې ايمان د اسلام لوړه درجه ده، تقوي د ايمان راوړلو درجه ده او يقين د تقوي لوړه درجه ده او له يقينه لاندې او کم څيز په خلقو کښې تقسيم شوې نۀ دی. يقين څۀ ته وايي؟ په لويې خدايې توکل او د هغۀ ارادې او غوښتنې ته غاړه کيښودل. د خداي پاک په قضا راضي کيدل او هغه ذات ته د خپلو چارو پريښودل. عجب (ځان خوښول او ځان منل) چې د انسان عمل له منځه وړي څۀ څيز دي؟ د عجب درجې دي. يوه درجه يې دا ده چې انسان ته خپل بد کارونه ښه ښکاري او په هغو خوشحاليږي او ګمان کوي چې ښه کار يې کړې دی. بله دا چې بنده په خپل خداي ايمان راوړي بيا په خدايې احسان اړوي (چې ما په تا ايمان راوړی دی) حال دا چې منت او احسان اړول د خدايې حق دی. حضرت ابراهيم ولې وويل "ولکن ليطمئن قلبي" (ددې لپاره چې اطمينان مې وشي) ايا د حضرت ابراهيم په زړۀ کښې شک ؤ؟ نه. حضرت ابراهيم عليه سلام په خدايې يقين لرلو او مقصد يې دا ؤ چې خدايې يې يقين ورزيات کړي.خلق ولی له حضرت امامعلی عليه السلام لرې شول او نورو ته يې مخه کړه، سره دې چې د حضرت امامعلی عليه السلام فضيلتونه او د پيغمبر(ص) په نزد د هغۀ مقام و شان ورته معلوم او څرګند ؤ؟ امام ورته وويل: ځکه چې حضرت امامعلی عليه السلام د هغوي پلاران، وروڼه، ترونه، ماماګان او داسې نور ډير خپلوان چې له خدايې او هغۀ له رسول سره په جنګ وو، وژلي وؤ. دا خبره له حضرت امامعلی عليه السلام سره د هغوي د دښمني، ميرڅۍ او کينې سبب شوه او دا يې نه وه خوښه چې حضرت امامعلی عليه السلام هغوي مشر او لارښود شي خو له نورو سره يې دا دښمني نۀ وه ځکه چې نورو ته د پيغمبر(ص) په نزد او د خدايې له دښمنانو سره په جنګ کښې دا مقام نۀ ؤ حاصل. ځکه خلق له حضرت امامعلی عليه السلام لرې شول او نورو ته يې مخه کړه.