امام سجاد علیه السلام او د کربلا د حماسې پیغام رسؤنکی

انسان دخداي په یاد سره خپل ځان اوروح د پیښوله ګرداوباده خوندي کوي،اودویرې او ذلت منلوپه څير له رواني تاوانونوخوندي کیږي.ځکه د حضرت امام سجادع دغه ښکلې جمله نقل شوې چې فرمايي: خدايه دخپل په بې وځلۍ کور کې داسې شی لرم چې ته یې په عرش کبریا کې نلرې . زه ستا په څير لرم او ته یې پخپله نلرې. دحضرت امام حسین او پاکو یارانو له شهادته یې وروسته، د هغه حضرت کورنۍ په سختو او دردناکو شرایطو اسیره شوه . ابن زیاد له دې وړاندې چې اسیران خپلې ماڼۍ ته ویسي، اجازه یې ورکړه هر څوک چې غواړي ماڼۍ ته داخل شي، هغه وخت حکم یې وکړ چې د حضرت امام سین ع کورنۍ قصر تا راولي. شیطان صفتانو د حضرت امام حسین ع مبارک سر ،د ابن زیاد په مخ کې کیښوده، او په بې شرمۍ سره یې په عسا سره دهغه مبارک په سر وهه . دغه وخت یې امام سجاد ع ته مخ واړوه چې له مریضۍ کړیده، او وې ویل، نوم دې څه دی؟ امام وفرمایل : علي بن الحسین یم . ابن زیاد : مګر علي بن حسین یې خداي ونه واژه؟ امام : مشر ورور مې درلود چې هغه هم علي نومیده،خلکو هغه وواژه . ابن زیاد : خلکو هغه ونه وا ژه، بلکه خداي هغه وواژه . امام : البته خداي هر ځان د مرګ په وخت اخلي، او هیڅ څوک دخداي له ارادې او اذن څخه پرته نه مري. ابن زیاد ونشو کړی چې دامام حاضر جوابي وزغمي، نو حکم یې وکړ چې د هغه حضرت سر له بدنه جلاکړي. دغه وخت حضرت زینب س ځان یې د امام ډال کړ. امام سجاد ع په ټينګه ابن زیاد ته وفرمایل، آيا تر اوسه نه یې پوه شوی چې وژل کیدل زمونږ روده ، او شهادت زمونږ کرامت او ویا ړ دی؟ نن د علي بن حسین ع د شهادت ورځ ده چې د له پیښې د حضرت امام حسین ع یواځنې پاتې زوي دی . دغه ورځ ټولو مسلمانانو ته تسلیت وایو. امام سجاد ع دخپل پلار او نیکونو په څير ډير فضیلتونه ، علمونه اوکمالونه درلودل، او خپل پاک او الهي شخصیت یې د شام خلکو ته چې اسلام یې یواځې د امویانو په څيرې کې لیده، داسې معرفي کوي: زه د مکې او منی زوي یم، زه د زمزم او صفا یم، زه د هغه بزرګوار زوي یم چې حجرلاسود یې د عبا په یوې څنډې سره واخیسته، زه دعلي مرتضی زوي یم څوک چې تر هغه له مشرکانو سره وجنګیده، تر څو چې لااله الالله یې ولوستله . زه د فاطمه زهرا زوي یم ،د نړۍ دښځو سرداده، زه د خدیجه کبری زوي یم ، زه د هغه زوي یم چې هغه یې په ستم سره په وینو کې لیت پیت کړ، او سر یې دغاړې له شا پريک کړ ، زه د هغه کس زوي یم چې تږی ساه ورکړه، او تن یې د کربلا په خاورو کې ولویده، او لنګۍ او څادر یې ترې واخیستل، پهداسې حال کې چې دآسمان پریښتې ژړیدلې،زه دهغه چا زوي یم چې سر یې د نیزې په سر کیښوده او کورنۍ یې له عراقه شام ته په اسیرۍ کې ویوړه . دحضرت امام حسین ع او د بزرګوارو یارانو له شهادته وروسته ،په ټولنې سخت شرایط واکمن شول. په داسې تیاره پړاو کې، امام سجاد ع باید، اسلام یې له پریکنده او مسلمې ړ نګیدا ژغوره، هغه پوهيده هغه څه چې د بزرګوار پلار یې یعنې د حضرت امام حسین بن علي ع د شهادت سبب شوی ، یواځې یزید او سمبال لښکر یې نه وو، بکله دخلکو د ناندانۍ غفلت ستر مصیبت و. دامويانو جاهلیت، د پیغمبر ا کرم له رحلته وروسته، خپلې ټولې هڅې وکړې ،چې له ټولو سیاسي او ټولنیزه ډګره ، پیغمبر اکرم او کورنۍ یې، په کینې او غلمیتوب سره لرې کړي. ددې خوځښت پایله، د هغې زمانې په ټولنې کې د جاهلیت او شاته تګ دود و. په هغو د ساډوبۍ په شرایطو کې، امام فیصله وکړه چې، له کلتوري انقلاب سره ستر خوځښت پیل کړي، څو ټولنه، دسولې په لور وخوځوي، هغه دغه کار د دعا او لمنځ په وسیله وکړ. بې له شکه دعا یواځې عبادت نه ده، داسې نور دی چې د دعا کونکي له روح څخه رامنځته کیږي، او تر ټولو پیاوړې انرژي ده چې یو کس کولی شي تولید یې کړي. د فرانسې ژوي پیژاندي الکس کارل په وینا، چې د طب نوبل جایزه یې هم ګټلې: دانسان په جسم او روح ددعا ا غیز، د بدن د ترشح کونکوغدو هم زیات د اثبات وړ دی. د هغه نتیجې، د بدن دکارنده کیدا، د فکري قدرت د زیاتیدا، داخلاقي مقاومت ، او له حقیقته د انسان د پوهې دزیاتیدا له لارې اندازه کړو. انسان په دعا سره، خودخواهۍ او ځان منمۍ حماقت او ویره او حرس او تیروتنې کشف کوي. په داخل کې یې اخلاقي او تواضع اړتیا روښانه کیږي، او په دې توګه روح، د الهي لطف او مهربانۍ ټاټوبي ته سفر کوي. زه د یوه ډاکټر په تو ګه وایم، ددعا ځواک، د ځمکې دجاذبې په اندازه حقیقت لري، او یواځنی ځواک دی چې ظاهرا، د طبیعت په قوانینو بریالی کیږي. حضرت امام سجاد ع د دعا او لمنځ په ژبې ، د سالم ژوند ټول عوامل ،په انسجام، جامعیت، ژورې کتنې سره مطرح کړه، ا و انسان جوړونکی کلتور یې پراخ کړ، څو دانسان د رواني او ټولنیزې سوکالۍ وچته کړي، او په ټولنې کې د سلامتۍ د جدي پیاوړتیا سبب شي. په دې لړ کې حضرت امام سجاد ع د سلامت، حکمت ، عافیت او امنیت په څير کلیدي توري په صحیفه سجادیه کې راوړي دي . حضرت امام سجاد ع په خپلو دعا ګا نو کې، په پیل کې د بشپړ انسان بیلګه معرفي کړې، ځکه چې د داسې انسان له پیژندنې پرته، نشو کولی چې ناقص له کامل او سالمې مفکورې له ناروغو تشخیص کړو. ځکه د حضرت امام سجاد ع زیاتره دعا ګانې، په پیغمبر اکرم او دهغه په پاکې کورنۍ، په درود او صلوات سره پیل کیږي چې بشپړ انسانان وو. محمد او آل محمد د الهي فیض واسطه ده او هدایت او رستګاري یا ژغوړیدا، یواځې دهغوي په وسیله امکان لري. دغه کورنۍ، په ټولواړخونو کې تر ټولو ښه وو، او دقرآن ترڅنګ ، د انسان، ژغورنه، حقیقي معنویت، تامینوه . نو هغه وخت امام سجاد ع انسانان ، په خپل وجود کې ځانګړنو ته متوجه کوي، او هغه دخداي پالنې او خداي غوښتنې حس دی . دغه حس د انسانانو دچلند په اصلاح کې اغیز من دی. خداي پاله انسان دخپل خداي غوښتنې دفطرت په اساس، تل د خداي په یاد کې دی، او د همدې پام له کبله، له ستم او ګناه څخه لرې کیږي. امام سجاد ع پوهیده چې که خلک په خداي د ایمان او عقیدې له ځواکه کار واخلي، نو له شک څخه لرې کیږي او په ژوند کې بشپړه مقاومت او پایداري ترلاسه کوي، او په سستۍکې نه ګیریږي. انسان د خداي په یاد سره خپل ځان او روح د پیښو له ګرد باده خوندي کوي، او د ویرې او ذلت منلو په څير له رواني تاوانونو خوندي کیږي. ځکه د حضرت امام سجاد ع دغه ښکلې جمله نقل شوې چې فرمايي: خدايه دخپل په بې وځلۍ کور کې داسې شی لرم چې ته یې په عرش کبریا کې نلرې . دحسادت،غرض ، برترۍ غوښتنه او سلطه غوښتنې په څير ځينې غیر اخلاقي صفتونه، هغه داخلي خصلتونه دي چې د انسان په روان اغیز دباو اچوي، او روح روست کوي. امام سجاد ع انسان له داسې خصلتونو خبروي، او ورسره د مقابلې لپاره ډيره مناسبه لارې ورښيي. دمثال په توګه، د انسان یوه ځانګړنه، دنیا دوستي ده. د دې چارې علت ، دانسان د ژوند په چوکاټ کې د دنیا د کارندوالي روښانه اوسیدل، او د هغه داړتیاوو پوره کیدل دي. امام سجاد ع په خپل روزنیز فرهنګ کې، په پیل کې دنیا دهغې د تاوانونو لپاره رټي، او ورپسې له خداي څخه غواړي چې، دنیا دعبادت اوبندګۍ ځاي وګرځوي. هغه حضرت دصحیفه سجادیه په ۴۷دعا کې فرمايي: خدایه، د خوارې دنیا دوستي چې ،له هغه څه چې ستا په نیست نیکرغي ده، منع کوي او تا ته له نږدې کیدا غافل او بې خبره کوي، زما له زړه لرې کړه . او د صحیفه سجادیه په ۲۰ دعا کې فرمايي : خدايه، له کړاو سره د روزۍ له ترلاسه کولو مې بې نیازه کړه، او بې حسابه روزي راکړه، څو دروزي دترلاسه کولو لپاره ، ستا له بندګۍ او عبادته پاتې نشم، او دکسب او کار د بدو پایلو دروند بار لاندې نشم . ګوینده: انسان ذاتا داسې دی چې یوې چارې ته له حده زیاته پام سره، له نورو چارو پاتې کیږي، او غافل کیږي. په انسان کې دغه ځانګړنه، زیاتره د فرصتونو د له لاسه ورکولو، او د انحرافاتو په لور دتلو او نسکوریدا او هلاکت سبب کیږي. امام سجاد ع په زیاتو دعاګانو کې ، له ځانه دغفلت ، د دندو په اجرا کې غفلت، له مرګه وروسته د عالم دهیرولو او له خدايه غفلت، او د هغه نعمتونه بیانوي اوفرمايي: او مونږ له ځان له لوري په غفلت او نادانۍ کې مه ګیروه . ځکه چې مونږ ستا په لور لیواله او له ګناهونو توبه ګاره یو. دغه دعا د صحیفه سجادیه په ۳۴ دعا کې راغلې ده . په حقیقت کې مام سجاد ع انسان ته داسې روزنه ورکوي چې وکړی شي ، خپل روابط له ځان، ټولنې ، ‎طبیعت او خداي سره برابر کړي آو په دې زمینې کې غږملتیا رامنځته کړي. کله چې دغه غږملتیا رامنځته شوه، په انسان کې داخلي سوله رامنځته کیږي او په نظر، د ژوند په رودې کې خداي ته تسلیم کیږي، او یو معنی داره او نیکمرغه ژوند ته رسیږي او له معنوي خونده برخور کیږي.