حضرت امام محمد تقي عليه السلام

لنډه پيژنګلو نوم: محمد لقب: جواد د پلار نوم: علی د مور نوم: خيزران زوکړه: د رجب لسمه امامت: اوولس کاله شهادت: د ذی قعدې ورستۍ نيټه قاتل: معتصم زيارت: کاظمين(عراق) اولاده: څلور زامن اوۀ لوڼه حضرت امام محمد تقي عليه السلام د اتم امام حضرت امام علی ابن موسی الرضا عليه السلام عمر له څلويښتو کلونو اوړيدلی ؤخو تراوسه يې اولاد نۀ لرو، دې خبرې د هغۀ مننوکي انديښمن کړي وو ځکه چې د پيغمبر حضرت محمد(ص) او نورو امامانو په روايتونوه کښې راغلي وو چې نهم امام به د اتم امام بچی وي،نو ډير په انتظار وو چې خدايې امام رضا عليه السلام له ځوې ورکړي، امام به د هغوي د انديښنو په ځواب کښې ويل خدايې پاک به ماته ځوې راکړي چې تر ما ورسته به امام او زما وارث وي.[1] لنډه دا چې د 195هجري قمري کال د رجب د مياشتې په لسمه نيټه امام محمد تقي عليه السلام دنيا ته مخ څرګند کړو.[2] د دوي نوم محمد، کنيت ابو جعفر او مشهور لقبونه يې تقي او جواد دي، د مور بي بي نوم يې بي بي سبيکه دی خو امام رضا عليه السلام پرې خيزران نوم ايښي ؤ. دا بي بي د پيغمبر  حضرت محمد (ص) د بي بي ماريه قبـطيې له نسله وه، دا  د خپل وخت په ښځو کښې د اخلاقی فضيلتونو له نظره لويې مقام لري، امام موسی  بن جعفر عليه السلام تر دې څو کاله مخکښې  چې بي بي خيزران د امام رضا عليه السلام کور ته راشي، د هغې ځينې ځانګړتياوې بيان کړې وې. د امام رضا عليه السلام خور  بي بي حکيمه وايي د امام محمد تقي عليه السلام  د زوکړې په وخت زما ورور له ما وغوښتل چې له خيزران بي بي سره پاتې شم. امام محمد تقي عليه السلام  د زوکړې په دريمه ورځ اسمان ته مخ کړو بيا يې ښي او ګس اړخ ته وکتل او وې ويل: اشهد ان لا اله الا الله و اشهد ان محمدا رسول الله. ما چې دا موضوع وليده نو ډيره حيرانه شوم او خپل ورور امام رضا عليه السلام ته مې قيصه وکړه امام وفرمايل: تر دې ورسته به له دۀ نورې هم حيرانوونکې خبرې وګورې.[3] نوفلی وايي: خراسان ته د امام رضاعليه السلام د سفر په وخت مې له هغو وپوښتل زما سره خو دې څه کار نشته؟ امام وفرمايل: زما د ځوي محمد پيروي کوه زۀ په داسې سفر روان يم چې ستنيدل پکښې نشته. محمد بن ابی عباد وايي له امام رضا عليه السلام مې واوريدل چې تر ما ورسته به زما ځوې محمد زما وصي او زما په کورنۍ کښې زما ځاي ناستی وي. خيراني له خپل پلاره نقل کړې ده چې وې ويل په خراسان کښې له امام رضا عليه السلام سره ؤم چا له امام تپوس وکړو که تا ته څۀ پيښه يا غميزه راپيده شوه نو چا ته رجوع وکړو؟ وې فرمايل: زما ځوی ته.(ګوندې پوښتنه کوونکی د امام محمد تقي عليه السلام  عمر کافی نۀ ګڼلو او په دې خيال کښې ؤ چې يو ماشوم څنګه د امامت ذمه واری په غاړه اخستلی شی) امام رضا عليه السلام وفرمايل: خدايې پاک عيسی عليه السلام نبی او رسول وګرځولو په داسې حال کښې چې عمر يې د حضرت امام محمد تقي عليه السلام  له عمره کم ؤ. عبدالله بن جعفر وايي: له صفوان بن يحي سره يو ځايې د امام رضاعليه السلام په خدمت کښې حاضر شوم. امام محمد تقي عليه السلام  هم چې درې کلن ؤ،هلته ناست ؤ. له امامه مې تپوس وکړو: که تاسو ته څۀ پيښ شو نو ستا ځای ناستی څوک دی؟ امام محمد تقي عليه السلام  ته اشاره وکړه او وې ويل :دی: ومو ويل: په دې کم عمر کښې؟ وې ويل: هؤ په همدې عمر کښې. خدايې پاک حضرت عيسی عليه السلام خپل حجت وټاکلو حال دا چې لا د دريو کالو هم نۀ ؤ. امامت هم د نبوت په شان خدائی تحفه او هديه ده چې خدايې پاک خپلو غوره او خوښو بندګانو ته ورکړې ده او په دې کښې د عمر هيڅ شرط او دخالت نشته،هغه کسان چې د يو ماشوم امامت او نبوت ناممکنه اولرې خبره ګڼي حال دا چې داسې نۀ ده بلکې امامت او نبوت د خدايې په خوښې پورې تړلی دی. او خدايې يې په خپل علم سره چاته چې غوره ګڼی ورکوي يې. له ټولو علمونو او عيبونو خبر خدايې که دا دنده د ځينو مصلحتونو په وجه يو ماشوم ته وسپاري او هغه نبي او امام کړي نو څۀ غلطه خبره نۀ ده. نهم امام محمد تقي عليه السلام  قابو په نهه کلنۍ کښې د امامت درجې ته ورسيد. معلی بن محمد وايي د امام رضا عليه السلام له شهادته ورسته مې امام جواد عليه السلام ليدۀ او د هغۀ کړو وړو ته ځير شوم چې د هغۀ نورو منوونکو ته يې ووايم. امام جواد عليه السلام کيښناست او وې ويل: ای معلی خدايې پاک د امامت  چاره هم د نبوت غوندې ګرځولې ده کله چې فرمايي: و اتيناه الحکم صبيا (يحي عليه السلام ته مو په وړوکوالي کښې نبوت ورکړ) عمر بن فرخ وايي: له امام جواد عليه السلام سره يو ځاې د دجلې د سيند په غاړه ولاړ ؤم وته مې وويل: ستا منوونکی ادعا کوي چې تاته د دجلې د اوبو وزن معلوم دی؟ وې فرمايل: ايا خدايې دا وس لري چې د دجلې ده اوبو وزن يو مچ ته وښائی؟ ومې ويل: هؤ خدايې قادر دی. وې فرمايل: زۀ په خدايې باندې له مچه او نورو ډيرو مخلوقاتو ګران يم. د امام ځينې معجزې 1:د امام رضا عليه السلام له شهادته وروسته د بغداد او نورو ښارونو اتيا عالمانو او فقيهان د حج لپاره مکې ته لاړل. په لاره کښې په مدينه کښې هم ايسار شول چې له امام جواد عليه السلام سره کتنه وکړي. په دې غرض د امام صادق عليه السلام په کور کښې ديره شول. امام جواد عليه السلام چې وړوکی ؤ د هغوي محفل ته داخل شو. د موفق په نامې يو سړي هغه نورو ته معرفي کړو. ټول عالمان ورته پاڅيدل او جوړ تازه يې ورسره وکړل. بيا يې له امام ځينې پوښتنې وکړې چې امام يې ځوابونه ورکړل. ټولو پکښې د امامت اثار وليدل. په امامت يې مطمئن شول. خوشحاله شول، امام يې وستايۀ او دعا يې ورته وکړه. په هغوي کښې د اسحاق په نامه يو سړی وايي: ما هم په يو ليک کښې لس پوښتنې ليکلې وې چې له  امامه يې وپوښتم او له ځان سره مې وويې چې که امام زما پوښتنو ته ځوابونه راکړل نو له هغۀ نه به وغواړم چې خدايې ما ته هغه بچی چې زما د ښځې په خيټه کښې دی،نر بچی وګرځوي. محفل اوږد شو، ټولو له امامه پرله پسې پوښتنې کولې او ځوابونه يې ترلاسه کول. زۀ راپاڅيدم چې کور ته لاړ شم. امام چې وليدم نو وې فرمايل: ای اسحاقه خدايې دې دعا قبوله کړه. د ځوی نوم دې احمد کيږده. د خدايې شکر مې وکړو چې دا هماغه حجت دی چې زۀ يې په لټون کښې وم. 2:عمران بن محمد اشعری وايي: د امام جواد عليه السلام خدمت ته ورغلم، له خپلو کارونو ورسته مې عرض وکړو:ام الحسن تاته سلام ويلی او ستا يوه جوړه يې غوښتې چې ځانله ترې کفن جوړ کړي. امام وفرمايل: هغه له دې کاره بې نيازه شوه، زۀ راستون شوم او پوهه نۀ شوم چې له دې خبرې د امام مطلب څۀ ؤ، تر دې چې خبر شوم ام احسن امام ته زما له ورتګه څوارلس پنځلس ورځې مخکښې مړه شوې وه. 3:احمد بن حديد وايي: له خپلو ځينو ملګرو سره حج ته روان ؤم چې څوکمارو راته لاره ونيوله او مال يې رانه واخستو کله چې مدينې ته راورسيدو، امام جواد عليه السلام مو په يوې کوڅې کښې وليد. بيا يې کور ته ورغلو او قيصه مو ورته واوروله. امام مونږ ته جامې او پيسې راکړې بيا يې راته وويې چې دا پيسې په ټولو کښې په هغه اندازه تقسيم کړه چې څومره ترې کمارو اخستی دی. پيسې مې تقسيم کړی او ټولو ته هغومره ورسيدې چې څومره ترې غلو اخستې وې او يوه پيسه هم باقی نۀ شوه. 4:مامون امام جواد عليه السلام بغداد ته راوست او خپله لور يې ورکړه. خو امام په بغداد کښې پاتې نۀ شو او مدينې ته ستون شو. د ستنيدو په وخت ځينې کسان د امام د بدرګې لپاره له ښاره بهر راووتل. د ماښام د مانځه په خت يو زوړ جمات ته ورسيد. امام جمات ته د مانځۀ لپاده ننوت، د جومات په غولي کښې د بيرې يوه ونه وه چې تراوسه يې ميواه نۀ وه ورکړې. امام د هغې ويښ ته وضو (چهار اندام) وکړ او د جمعې مونځ يې هم وکړو بيا يې څلور رکعته نفل او د شکر سجده وکړه او له خلقو رخصت شو. سبا ته هغې ونې ډيره ميوه وکړه او خلق په دې قيصې ډير حيران شول. اروښاد شيح مفيد (رح) وايي ځې په کلونو ورسته ما پخپله دغه ونه وليده او ميوه مې ترې وخوړه. 5:د امام رضا عليه السلام د شهادت اعلان: اميه بن علی وايي چې امام رضا عليه السلام په خراسان کښې ؤ، زۀ په مدينه کښې ؤم او امام جواد عليه السلام کره مې تګ راتګ ؤ، د امام خپلوان به هم تلل راتلل. يوه ورځ امام خپلې وينځې ته وفرمايل: د کورنۍ ښخو ته ووايه چې ځان د وير او غم لپاره تيارې کړي. سبا يې ورته بيا وويل چې ماتم ته تيارې شئ. پوښتنه يې ترې وکړه چې د چا ماتم ته؟ وې فرمايل: د زمکې په مخ د ټولو نه د غوره انسان ماتم ته. څو ورځې پس خبر راورسيدو چې په هماغه ورځ چې امام جواد عليه السلام ويلی وو چې ماتم ته چمتو شئ امام رضا عليه السلام شهيد کړی شوی ؤ. 6: قاضی يحيی بن اکثم چې د نبوت او امامت د کورنۍ دښمن دی. پخپله داده کيږی چې يوه ورځ مې د پيغمبر حضرت  محمد(ص) د قبر په خوا کښې امام جواد عليه السلام وليد. د مختلفو مسئلو په حقله مې ورسره مناظره وکړه. هغۀ د ټولو جواب راکړو.ومې ويل: په خدايې قسم غواړم چې يوه پوښتنه درنه وکړم خو شرميږم، امام وفرمايل: زۀ ستا له ويلو بغير ستا د پوښتنې ځواب درته وايم. ايا پوښتل نۀ غواړې چې څوک امام دی؟ ومې ويل هؤ همدا تپوس مې درنه کولو. وې فرمايل: زۀ امام يم. ومې ويل: د خپلې ادعا لپاره درسره څۀ نخښه شته. په دې کښې هغې امسا چې د امام په لاس کښې وه، وويل: زما مولا ددې زمانې امام دی او د خدايې حجت دی. 7: د ګاونډي ژغورل: علی بن جرير وايي: د امام جواد عليه السلام په خدمت کښې حاضر شوم. امام له کوره يوه ګډه ورکه شوې وۀ. د امام خدمتګارو يو ګاونډی د غلا په تور امام ته راوست. امام وفرمايل: افسوس دې وی په تاسو. دی پريږدئ، دۀ ګډه نۀ ده پټه کړې. د پلانکي کور ته ورشئ ګډه هلته ده. خلق هغه کور ته ورغلل او ګډه يې ومونده د کور مالک يې د غلا په تور ونيوۀ وې وهلو او جامې يې هم ورله وشلولې خو هغه قسم خوړو چې ګډه ما نۀ ده پټه کړې. هغه يې امام ته راوست. وې فرمايل: په دې مړي مو ظلم وکړ. ګډه پخپله  ددۀ کور ته تللې وه او دې ترې خبر هم نۀ ؤ. بيا امام د هغۀ د زړۀ ساتنې لپاره څۀ پيسې هغۀ ته ورکړې. 8:علی بن خالدوايي: په سامرې کښې خبر شوم چې يو سړی يې په بند کښې له شامه راوستی او دلته يې بندی کړی او وايي چې دۀ د پيغمبرۍ دعوی کړې ده. بند ته لاړم او د بند له مالکه مې وغوښتل چې هغۀ ته مې ورولی کله چې ورغلم نو هغه راته يو پوهه او عقلمند سړی ښکاره شو. ورته مې وويل: قيصه څۀ ده؟ وې ويل: په شام کښې مې په هغه ځاې کښې چې خلق وايي هلته يې د امام حسين عليه السلام مبارک سر ځوړند کړی ؤ، عبادت کوؤ. يوه شپه چې په عبادت لګيا ؤم، ناڅاپه مې خپلې مخې ته يو سړی وليد، ما ته يې وويل پاڅه. پاڅيدم او له هغۀ سره څو ګامه لاړم تر دې چې د کوفې جمات ته ورسيدم. له ما يې وپوښتل: دا جمات  پيژنې؟ ومې ويل: هؤ د کوفې جمات دی. هلته مو مونځ وکړو او راووتو، بيا لږ لاړو او ناڅاپه مې وليدل چې په مدينه کښې مسجدالنبی ته رسيدلی يم. د پيغمبر د قبر زيارت مو وکړو، په جمات  کښې مو مونځ وکړو او راووتلو. لږ غوندې بيا لاړو او ځان مې په مکې کښې د خدايې په کور کښې وليدۀ. طواف مو وکړو او راووتلو. لږ څۀ مزل مې چې وکړو  بيا په شام کښې په هماغه ځايې کښې ؤم او هغه سړی مې له سترګو پناه شو. دا قيصه چې مې وليده نو ډير حيران شوم تر دې چې يو کال تېر شو اوبيا هماغه سړی راغی او د تير کال قيصه او مسافرت يې هو بهو تکرار کړو. خو دا ځل چې کله له ما جدا کيدو نو قسم مې ورکړو چې ځان راته وښائ. وې ويل: زۀ محمد بن علی بن موسی بن جعفر بن محمد بن علی بن الحسين بن علی بن ابيطالب يم. دا قيصه مې ځينو کسانو ته واوروله او خبر يې د معتصم عباسی وزير محمد بن عبدالملک زيات ته ورسيدو. حکم يې ورکړو چې ما په بند کښې دلته راولي او بندي مې کړي او په دروغو سره يې دا اوازه خپره کړه چې ما د پيغمبرۍ ادعا کړې ده. علی بن خالد وايي هغۀ ته مې وويل چې غواړې ستا دا قيصه زيات ته وليکم چې له حقيقته خبر شي. وې ويل: هؤ، وې ليکه. د هماغه ليک په بل مخ يې راته ځواب وليکۀ چې هغۀ ته ووايه له هماغه سړی چې د شپې له شامه کوفې، مدينې او بيا مکې ته بوتلی، وغواړي چې ازاد يې کړي. په دی ځواب ډير غمژن شوم او سبا له بند ته ورغلم چې ورسيدم نو ومې ليدل چې د بند څارونکی او نور ټول ډير خفه او سرګردانه دي. ورته مې وويل څۀ چل شوی دی؟ وې ويل چې کوم سړي د پيغمبرۍ ادعا کوله بيګا له بنده وتلی دی. او نۀ يو خبر چې څنګه له جيله ووت. زمکې وخوړو که اسمان ته والوتلو؟ تر اوسه مو چې څومره تحقيق او پلټنه کړې ده د هغۀ هيڅ نخښه نښانه مو په لاس نۀ ده راوړی. 9: زرقان چې د ابن ابی داؤد نزدې او د زړۀ ملګری ؤ، وايي: يوه ورځ مې ابن ابي داؤد وليد چې ډير غمژن او خفه دهان له محفله راووت. تپوس مې ترې وکړو چې ولې؟ وې ويل نن مې ارمان وکړ چې کاش شل کاله مخکښې مړ وی. ومې پوښتل ولې؟ وې ويل: د هغې پيښې او کانې په خاطر چې نن راباندې امام جواد عليه السلام د معتصم په محفل کښې وکړه. ورنه مې وغوښتل چې ټوله قيصه راته ووايه. وې ويل: يو سړی په غلا داده شو او له معتصم خليفه يې وغوښتل چې د خدايې پاک د حد په جاری کولو سره مې پاک کړه. خليفه ټول فقيهان راغونډ کړل چې محمد بن علی امام جواد عليه السلام هم پکښې ؤ. زمونږ نه يې تپوس وکړ. د غل لاس له کوم ځايه پرې کړم؟ ما ويل له بنده. وې دليل څۀ دی؟ ومې ويل ځکه چې د تيمم په ايت کښې چې فرمايي: فامسحو بوجوهکم و ايديکم[1] (په خپل مخ او لاسونو مسح وکړئ ). دلته د لاسونو نه مطلب تر بندوو پورې دی (يعنی تر بندونو پورې مسح وکړئ). ځينې نور فقهانو هم زما په خبرې موافق وو او ويل يې چې د غل لاس بايد له بنده پرې شي. خو ځنو نورو ويل: نۀ، پکار ده چې له څنګلې پرې کړی شي ځکه چې د وضو او اودس په ايت کښې، فاغسلو وجوهکم و ايديکم الی المرافق[2](خپل مخونه او لاسونه تر څنګلو پورې ووينځئ، له لاسه مطلب تر څنګلې پورې دی.) بيا معتصم له محمد بن علی امام جواد عليه السلام وپوښتل چې ستا نظر په دې مسئلې کښې څۀ دی؟ وې فرمايل: دوي خپل نظر ورکړ، ما معاف کړه. معتصم ټينګار وکړ او امام ته يې قسم ورکړ چې خپل نظر څرګند کړي. امام وويل: قسم دې راکړو نو خپل نظر درته وايم. دوي په غلطۍ دي ځکه چې پکار ده د غل يوازې ګوتې[3] پرې کړې شي او نور لاس دې پريښودل شي. معتصم وويل: په کوم دليل؟ وې فرمايل: ځکه چې د خدايې رسول فرمايلي دي سجده په اوو غړو کيږی، تندی، د دواړو لاسونو(يعنی په د ننه مخ)، دوو زنګونونو، او دوو پښو، نو که د غل لاس له بنده يا څنګلې پرې کړې شي، هغۀ ته خو هيڅ لاس نۀ پاتې کيږی چې سجده پرې وکړي. همداراز خدايې پاک فرمايي: وان المساجد لله و لا تدعوا مع الله احداً[4](هغه اوۀ غړی چې سجده پرې کيږی د خدايې پاک دي نو له خدايې پاک سره هيڅ مۀ شريکوئ، او د هيچا عبادت مۀ کوئ) او کوم غړي چې د خدايې وي، نۀ پريکول کيږي. ابن ابي داؤدوايي د امام جواد عليه السلام ځواب د معتصم خوښ شو او حکم يې ورکړ چې دغل ګوتې پرې کړئ. نو مونږ هلته موجودو کسانو ته ډير پيکه او سپک شو او ما هم هلته د شرم په وجه د مرګ ارمان وکړ.[5] [1]  . د مائدی سورة 5 ايت [2]  . د مائدی سورة 5 ايت [3]  . له ګوتو مطلب يوازې څلور ګوتې دي ځکه چې غټه ګوته نۀ پرې کيږي. [4]  . دجن سورة 18ايت [5]  . تفسير عياشی ج 1ص319 د وادۀ غوښته او سازش د امام رضا عليه السلام د ژوند په باب کښې مې وويل چې مامون د ټولنې له ګډوډيود ژغورنې د علويانو د بلوا د مخ نيوی او ځان ته د امام دوستانو د نږدې کولو لپاره ځان د اهلبيتو مينه وال او ليوال ښودلو. او په امام رضا عليه السلام باندې يې د ولی عهدۍ په تپلو سره غوښتل چې هم خپل دا مقصد عملی کړی او هم امام له نږدې وڅاري، له بلې خوا د بنی عباسو کورنۍ د مامون په دې عمل او په دې چې احتمالا خلافت له بنی عباسو څخه علويانو ته منتقل شي سخته غصه او خفه وه او ځکه يې د مامون مخالفت ته ملا وتړله. خو چې کله مامون امام رضا عليه السلام ته زهر ورکړل نو خوشحاله شوه او بيا يې مامون ته مخه کړه. مامون ډير په پټه امام ته زهر ورکړي وو او کوشش يې کوؤ چې ټولنه له دې پيښې خبره نشی او په خپل جرم باندې د پردې اچولو لپاره يې ماتم وکړ او درې ورځې د امام په زيارت کښې پاتې شو او يوازې په مالګې او ډوډۍ يې ګزاره وکړه. خو له دغه ټولو تدبيرونو او پرده اچولو سره سره علويانو ته حقيقت ښکاره شو او پوهه شول چې د امام قاتل مامون دی نو سخت قهرژن او په کينه کښ شول او د مامون حکومت ته يو ځل بيا خطره ورپيښه شوه. ددې خطرې د مخنيوی لپاره يې يوه بله دسيسه او سازش جوړ کړو او هغه دا چې له امام جواد عليه السلام سره يې ډيره مهربانی پيل کړه او د نورې استفادې لپاره يې خپله لور هغۀ ته ورکړه او غوښتل يې چې کومه استفاده يې په امام رضا عليه السلام باندې د ولی عهدۍ له تپلو اخستې وه له دې واوۀ هم واخلي، امام جواد عليه السلام يې د هجرت په 204 کال يعنی د امام رضا عليه السلام له شهادته يو کال ورسته له مدينې، بغداد ته راوست اوخپله لور ،ام الفضل يې ورته وادۀ کړه. ريان بن شبيب وايي کله چې عباسيان د مامون له دې فيصلې چې خپله لور امام جواد عليه السلام ته وادۀ کول غواړي، خبر شول نو ويريدل چې داسې نۀ وی چې حکومت د عباسيانو له لاسه اوځي او هماغه حالت چې د امام رضا عليه السلام په زمانه کښې راغلی ؤ، تکرارا شي. نو مامون ته جرګه شول او اعتراض يې وکړو. هغۀ ته يې قسم ورکړو چې له دې کاره تير شه او وې ويل تاته ښۀ پته ده چې زمونږه او علويانو ترمينځ څۀ تيريږی او خبر يې چې مخکښينو خليفه ګانو به دوي ته سپک کتل او له ځانه به يې شړل مونږ په دې هم ډير خفه وو چې ولي عهدي دې امام رضا عليه السلام ته ورکړه خو ښه وه خدايې هغه واخستو اوس تاته په خدايې قسم درکوؤ مونږ بيا مۀ غمژنوه له دې وادۀ ډډه وکړه او لور دې په عباسيانو کښې يو کس ته چې يې د دې وادۀ وړ ګڼې ورکړه. مامون ورته وويل: څۀ چې ستا سو او د علويانو ترمينځ تير شوي دي د هغې عامل تاسو وئ که په انصاف سره وګورئ نو هغوي تر تاسو وړ او غوره دي او څۀ چې مخکښينو خليفه ګانو وکړل، له خپلو خپلوانو پرې کيدل او د قطع رحم و، زۀ له دې کاره خدايې ته پناه وړم او د رضا په ولي عهدۍ هم پښيمانه نۀ يم. ما له هغۀ وغوښتل چې خلافت ومني خو هغۀ ونۀ منله او د ابو جعفر امام جواد عليه السلام په حقله به درته ووايم چې ما ځکه هغه خپلې لور له خوښ کړو چې په وړوکوالی کښې هم په علم پوهې او فضيلت کښې په ټولو فاضلانو او عالمانو لوړ ؤ او همدا د حيرانتيا او تعجب خبره ده او هيله من يم لکه څنګه د هغۀ علم ماته ښکاره دی ټولوخلقو ته هم ښکاره شي چې پوهه شي چې زما خيال او کار سم دی. عباسيانو وويل: کۀ څه هم دا ماشوم ځينې حيرانتياوې او برياوې  لري خو تر اوسه ډير وړوکی دی او سبق يې نۀ دی ويلی، لږ صبر وکړه چې د ادب او دين علم زده کړي بيا دې لور ورکړه. مامون وويل: افسوس دې وي په تاسو! زۀ دا ماشوم تر تاسو ښۀ پيژنم دی له داسې کورنۍ دی چې علم يې خدائی دی او زده کړې ته حاجت نۀ لري. ددۀ پلار او نيکانو تل په علم او پوهه کښې بې ساري او بې نيازه وو که يقين مو نۀ راځی نو وبه يې ازمايو چې هر څۀ په ډاګه شي. وې ويل: دا ښۀ وړانديز دی. ستا په مخکښې به له هغۀ د فقهې يوه پوښتنه وکړو که ځواب يې راکړو نو ستا خبره سمه ده او لور دې ورکړه که پاتې راغی نو له دې وادۀ به  تيريږې. مامون وويل: ټيک ده کله چې وغواړئ ازمايلی يې شئ. عباسيان د هغه وخت قاضی يحي بن اکئم ته ورغلل او د ډيرو پيسو وعده يې ورسره وکړه چې له امام جواد عليه السلام داسې پوښتنه وکړي چې هغه يې ځواب ونۀ ويل شي. يحي ومنله او ټول په جمع مامون ته ورغلل. مامون د ازميښت لپاره يوه ورځ وټاکله. په هغه ورځ ټول راغونډ شول. مامون حکم ورکړ چې د امام جواد عليه السلام لپاره د غونډې په سر کښې يو اوچت ځايې جوړ کړئ چې د پوښتنې او ځواب په وخت يې ټول وکتی شي. امام راغی په هماغه ځايې کښيناستو. يحي بن اکئم يې هم مخې ته کښيناستو. مامون د امام په څنګ کښې او ټول خلق په خپلو خپلو ځايونو کښيناستل. يحي بن اکئم له مامونه وپوښتل: اجازت شته چې له ابو جعفره پوښتنه وکړم؟ مامون اجازت ورکړو. يحي بن اکئم امام ته وويل: له تا ځار شم، د هغه سړي حکم څۀ دی چې د احرام په حالت کښې ښکار وکړي، او مړ يې کړي؟ امام وفرمايل: ددې مسئلې ډير ډولونه و شکلونه دي، ايا دغه سړی په حرم کښې دننه ؤ او که بهر، په  دې خبر ؤ چې د احرام په حالت کښې ښکار حرام دی او که نۀ، په غلطۍ سره يې ښکار وژلی دی او که په کس، دا سړی مريې او غلام دی او که ازاد، وړوکی دی که غټ،دا يې لومړی ځل دی چې دا کار کوی، که نه مخکښې يې هم کړی دی، کوم شی چې ښکار کړی دی مارغه دی او که بل ځناور، ښکار وړوکی دی که غټ، د شپې يې ښکار کړی که د ورځې، او دې سړي حج ته احرام تړلی ؤ که عمرې ته؟ يحي بن اکئم چې ددې نهه کلن امام د علم دا طاقت او د هغۀ د پوښتنې داسې سپړدنه او تشريح وليده، نو لا لهانده شو، لاره ورځنې ورکه شوه، ژبه يې تته شوه، هيڅ ځواب يې ورنۀ کړی شو او په مخ يې د ماتې نښې څرګندې شوې او ټول حاضرين د امام له علمي قدرته او طاقته خبر شول. مامون وويل: خدايه ستا لاک لاک شکر دی په دې نعمت او په دې چې زما خبره رښتيا شوه، بيا يې عباسيانو ته مخ کړو او وې ويل: ومو منله او که نۀ؟ مامون په همدې مجلس امام ته د خپلې لور وړانديز وکړ، امام ومنله، د نکاح خطبه يې پيل کړه او وې فرمايل: اَلحَمدُ للهِ اِقراراً بِنِعمَته، وَلا اله الا الله اخلاصاً بِوَحدانِيته و صلی الله...( د خدايې پاک په نعمت باندې د اعتراف او داده کيدو لپاره د هغۀ منندوی يم او د هغۀ په وحدانيت او يووالی کښې د اخالصو لپاره د توحيد کلمه لا اله الا الله وايم، د خدايې سلام او درود دې وی په محمد(ص)او د هغۀ د کورنۍ په غوريزو کسانو باندې. بې شکه دا په خلقو باندې د لويې خدايې رحمت او فضل دی چې هغوي يې د حلالو په ذريعه له حرامو بې نيازه کړي او د وادۀ حکم يې ورکړی او فرمايلی يې دي: تاسو کښې چې کوم بې وادۀ ښځې او سړي دي او ستا سو په مريانو او وينځو کښې چې کوم د وادۀ صلاحيت او غوره والی لري هغوي يو بل ته وادۀ کړئ چې د فقر او غريبانې په وجه يې  وادۀ پاتې نه شي، که دوي فقيران او غريبان وي نو خدايې هغوي ته په خپل رحمت سره عطا کوي. او بې نيازه کوي يې.او خدايې پاک د بندګانو د روزۍ پراخوونکی او په هر څۀ پوهه دی. بيا امام د بي بي فاطمه الزهرا(ع) له مهر سره په برابر مهر (پنځو سوو درهمو) باندې د مامون لور سره وادۀ ته چمتو شو. مامون د خپلې لور لخوا نکاح ولوسته او امام جواد عليه السلام قبوله کړه او د مامون په حکم سره حاضرانو ته ډيرې تحفې او ډالۍ ورکړل شوې. دستر خوانونه وغوړول شول، خلقو ډوډۍ وخوړۀ، خواره شول او يوازې د مامون خپل خپلون او درباريان پاتې شول بيا مامون له امامه وغوښتل چې د هغې مسئلې د ټولو شکلونو ځواب ورته ووايي. امام ورته په تفصيل سره د هر شکل او بڼې ځواب ووايو. مامون د ځواب په اوريدلو سره امام ډير وستايۀ او ورته يې وويې چې اوس تۀ له يحي بن اکئم د يوې مسئلې پوښتنه وکړه. امام يحي بن اکئم ته وويې وپوښتم که نه؟: يحي بن اکئم چې پاتې راغلی او پيکه ؤ، وويل ستا سو خوښه. که راتللو راته خو ځواب به يې درکړم کۀ نۀ راتللو نو له تاسو به يې زده کړم. امام وفرمايل: دا څنګه کيدی شي چې يو سړي سهار مهال يوې ښځې ته دشهوت په نظر وکتل او دا نظر د هغۀ لپاره حرام ؤ، کله چې نمر راوختۀ نو همغې ښځې ته په شهوت سره کتل ورباندې حلال شول چې کله ماسپښين شو نو بيا پرې حرام شو، او د شپې د ماسخوتن د مانځۀ په وخت پرې حلال شو، او نيمه شپه پرې حرام شو او چې کله سهار شو نو هاغې ښځې ته کتل ورته بيا حلال شول. نو اوس ووايه چې ولې داسې وشول او دې ښځې ته په شهوت سره کتل په هغۀ باندې ولې حلاليږې او حراميږی؟ يحي وويل: په خدايې قسم خورم چې ځواب يې نۀ راځی او نۀ پوهيږم پرې، که تاسو يې پخپله ځواب ووايئ نو مونږ به يې درنه زده کړو. امام وفرمايل: دا ښځه د يو سړي وينځه وه، يو نامحرم سړی ورته سهار د شهوت په سترګه وکتل حال دا چې دا کتنه په هغۀ حرامه وه. کله چې نمر راوختۀ نو هغه وينځه يې له مالکه واخسته نو  حلاله شوه پرې،کله چې ماسپښين مهال شو نو وينځه يې ازاده کړه نو بيا پرې حرامه  شوه. مازيګر يې ورسره بيا نکاح وتړله او حلاله شوه. د نمر پريوتو په وخت يې ظهار ورکړ نوحرامه شوه پرې، د ماسخوتن د مانځۀ په وخت يې د ظهار کفاره ورکړه بيا پرې حلاله شوه، نيمه شپه يې طلاق ورکړ نو حرامه شوه پرې او سهار يې ورته بيا رجوع وکړه او جاروتۀ  ورته، نو بيا پرې حلاله شوه. مامون ډير په حېرانتيا سره خپلو خپلوانو ته وکتل او وې ويل: په تاسو کښې څوک شته چې ددې مسئلې ځواب يې په دا رنګه زده وی يا ورله د مخکينۍ ځواب په دومره تفصيل سره ورتلو؟ ټولو وويل: نه. دې ټکی ته پام ضروری دی چې مامون له دومره دوستانه تظاهر او رياکارۍ سره سره له دې وادۀ يوازې سياسی غرضونه لرل. او ويلی شو چې لوي موخې او هدفونه يې دا وؤ: 1: د امام کور ته لور په استولو سره يې امام څارلو چې د امام له مصروفياتو بې خبره نۀ وي، د مامون لور هم خپله دنده په ښۀ توګه ترسره کوله او د مامون لپاره يې د يوې څاريګرې په حيث کار کول. (تاريخ د دې خبرې شاهدت ورکوي) 2: په دې وادۀ سره امام د خپل لهو و لعب او عيش و عشرت دربار ته راکاږی  چې له دغو سپکو کارونو سره يې بلد کړي او د امام عظمت داغي کړي چې د نورو په نظر کښې خوار او سپک شي. محمد بن ريان وايي: مامون چې هر څومره هاند وکړ چې امام لهوو لعب او عيش و عشرت ته و هڅوي خو کامياب نۀ شو. په هغه محفل کښې چې د امام د وادۀ د جشن په نامه يې جوړ کړی ؤ، سل وينځې کيښنولې، په لاسونو کښې يې ورته د سرو زرو ډک جامونه ورکړل او وې ويل چې کله امام راننوځی نو ټولې يې هر کلی ته پاڅئ. امام چې کله راننوت نو ټولې وينځې د هر کلی لپاره د امام په لور ورغلې خو امام ورته هيڅ پام ونۀ کړ. او وې ښودله چې له داسې کارو نه ويزاره دی.[1] 3: لکه څنګه مې چې مخکښې هم وويې په دې وادۀ سره يې د علويانو د پاڅون مخه نيول غوښتل او دا چې ځان د هغوي ملګری څرګند کړي. 4: د عوامو او اولس د غولولو لپاره يې دا کار کړی ؤ کله کله به يې وويل ما دۀ ته خپله لور ورکړه چې خدايې ابو جعفر ته زما له لورې اولاد ورکړی او زۀ د داسې ماشومانو نيکۀ شم چې د پيغمبر(ص) او علی عليه السلام له نسله وي. خو د مامون دا چل هم ناکام شو ځکه چې د مامون لور د بچو ميرمنه نۀ شوه او د امام جواد عليه السلام بچی(امام هادی، موسی، مبرقع، حسين، عمران، فاطمه، خديجه، ام کلثوم او حکيمه ټول د امام له بلې ښځې ؤ چې د سمانه مغربيه په نوم يوه نيک خويه کنيزه وه.) غرض دا چې دا وادۀ بشپړ يو سياسي وادۀ ؤ او سره له دې چې د ارام ژوندورسره تړلی ؤ خو د امام لپاره يې هيڅ ارزښت نۀ لرلو بلکې له مامون سره ګډ ژوند د امام لپاره د ناچارۍ او مجبورۍ ژوند ؤ. حسين مکاری وايي: په بغداد کښې د امام جواد عليه السلام په خدمت کښې حاضر شوم. د هغوي ژوند مې وليد او ذهن ته مې دا خبره راغله چې امام يو راحته او اسان ژوند ته رسيدلی دی او هيڅ کله به خپل وطن (مدينې) ته راستون نۀ شي. امام د څو شيبو لپاره سر ښکته کړو بيا يې سر اوچت کړ، رنګ يې له غمه زيړ ؤ او وې فرمايل: ای حسينه، تر دې ژونده مې د رسول الله په حرم کښې له مالګې سره اوربشينه ډوډۍ خوښه ده.[2] ځکه خو امام په بغداد کښې پاتې نۀ شو او له خپلې ماندينې (ام الفضل سره) مدينې ته ستون شو او د هجرت تر220 کاله پورې په مدينې کې پاتې شو. [1]  . تاريخ يعقوبي ج 2ص454 [2]  . خرائج راوندي ص208 د امام محمد تقي(ع) شهادت مامون د هجرت په 218 کال مړ شو او تر هغه ورسته يې ورور ځای ناستی شو. د هجرت په 218 کال معتصم امام له مدينې، بغداد ته راوست چې له نزدې يې تر څارنې لاندې وي. او لکه څنګه چې مخکښې مې هم وويل په هغه محفل کښې يې چې د غل د لاس د پريکولو لپاره جوړ شوی ؤ امام هم راغوښتی ؤ.د بغداد قاضی ابن ابی داود او نور کسان شرمنده او پيکه شول او څو ورځې پس بن ابي داؤد د حسد او ميرڅۍ په وجه معتصم ته وويل: ستا خير غوښتونکی يم ځکه درته يادونه کوم چې د څو ورځو مخکينۍ قيصه ستا د حکومت د لوړ رتبه مقاماتو په مخکښې دې د ابو جعفر(چې نيم مسلمانان يې د خلافت جوګه ګڼی او تا غاصب بولي) فتوا ته د نورو په فتواګانوترجيح ورکړه، دا خبره په خلقو کښې خوره شوه او دا پخپله د هغه د جوګه والۍ او امامتۍ پوره څرګنده نښه ده، معتصم چې د امام سخت دښمن ؤ،د ابن ابي داود په خبرو وپاريد او د امام د شهيدولو نيت يې وکړو، بالاخره يې خپله سپيرۀ فيصله عملي کړه او هجرت د 220 کال د ذی قعدې په اخره کښې يې امام په زهرو شهيد کړو. د امام ابو جعفر جواد عليه السلام د قبر په څنګ کښې خاورو ته وسپارلو. د دغو دوؤ امامانو مزار اوس په کاظمين کې مشهور دی او د مسلمانانو يو لويې زيارت ګڼل کيږی. د امام جواد عليه السلام د مکتب شاګردان پاک امامان هم د اسلام د ګران پيغمبر محمد (ص)په شان تل د خلقو په ښوونې او روزنې لګيا وو خو د هغي کار د زده کړې له مؤسِسو او ادارو سره نۀ شو پرتله کولی. د زده کړې ادارې د تعليم او ښوونې لپاره خاص وختونه لري. په نورو وختونو کښې چټي وي او خدمت نۀ کوي خو معصومينو عليهم السلام د خلقو لارښوونه او تعليم هر وخت په ځان لازم ګڼلو. د هغوي خبرې کړچار ناسته پاسته او د هغوي د ژوند هره يوه ګوښه ښوونکې او روزونکې وه. څوک به چې ورسره کوم وخت هم کښيناستل د هغوي له اخلاقو او کردار به يې زده کړه کولی شوه که څه پوښتنه به يې وه نو کولی يې شوه او د هر مشکل او ستونزې ځواب يې تر لاسه کولی شو. څرګنده خبره ده چې د پيغمبرانو او امامانو له مکتبه پرته د داسې مدرسې بيلګه هچرته نشته او فطري خبره ده چې د داسې مکتب ګټه او فائده به څومره زياته وي. په همدې وجه اموي خليفه ګانو چې په دې خبره پوهيدل چې که خلق دغو خصوصيتونو ته متوجې شي نو الهي لار ښوونکو ته جذب کيږي. او بيا به د دغو غاصبانو حکومت ته خطره ورپيښه شي. تر ممکنه حده کوشش کوؤ چې خلق له دوي سره رابطه ونۀ ساتي. يوازې د امام باقر عليه السلام د ژوند په څو کلونو کښې چې د عمر بن عبدالعزيز د واکمنتيا وخت ؤ او هغه هم لږ انسانيت لرلو خلقو له دغه امامه استفاده وکړه او د امام صادق عليه السلام په وخت کښې چې اموی حکومت په نسکوريدو ؤ او عباسی حکومت لا سم نۀ ؤ ټينګ شوی خلقو له دغه امامه لږ څۀ په ازاده توګه علم زده کړو. په همدې وجه د امام صادق عليه السلام د شاګردانو او راويانو شمېر قابو څلور زره تنه دي خو د نورو امامانو اصحابان راويان شاګردان ډير کم دي مثلا د امام جواد عليه السلام شاګردان او راويان قابو يو سل لس تنه دي چې له دې معلوميږی د دوي په زمانه کښې له دوي سره په رابطې او اړيکو ټينګولو څومره سختی وه خو سره له دې په دغو کسانو کښې هم داسې ځلانده څيرې شته چې ذکر يې مناسب ګنم. 1. علی ابن مهزيار(رح): د امام جواد عليه السلام له خاصو وکيلانو او يارانو څخه ؤ او د امام رضا عليه السلام او امام علی نقی عليه السلام له اصحابو هم ګڼل کيږی. ډير عبادت کوونکی ؤ تر دې چې ډيرو سجدو يې په تندی نښه جوړه کړې وه د نمر د راختلو په وخت به يې په سجدې کښې سر کيښودو او تر هغې به يې نۀ هسکولو چې زرو مومنانو ته دعا وکړي. علی بن مهزيار په اهواز کښې اوسيدو او تر ديرشو زيات کتابونه يې تاليف کړي دي د ايمان او د عمل له نظره په ډيرو لوړو درجو کښې ؤ. 2. احمد بن محمد بن ابی نصر بزنطی(رح): د کوفې اوسيدونکی او د امام رضا عليه السلام او امام جواد عليه السلام له خاصو او عزتمنو ملګرو څخه ؤ. د الجامع په شمول يې څو کتابونه تاليف کړي دي او يو باوري فقيه ګڼل کيږي. 3. ذکريا بن ادم (رح): دی د قم اوسيدونکی ؤ او مزار يې اوس هم په قم کښې معلوم او مشهور دی. د امام رضا عليه السلام او امام جواد عليه السلام له نزدې يارانو څخه ؤ. امام جواد عليه السلام ورته دعا وکړه او هغه يې له خپلو وفا لرونکو يارانو وګرځولو. 4. محمد بن اسماعيل بن بزيع(رح) د امام کاظم عليه السلام، امام رضا عليه السلام او امام جواد عليه السلام له يارانو ؤ او يو صالح، سم لاری او عبادت کوونکی او باوری کس ؤ. چې څو کتابونه يې هم تاليف کړي دي. د عباسيانو په دربارکښې به يې کار کوؤ او امام رضا عليه السلام ورته په دې حقله وفرمايل: د ظالمانو او زور ويونکو په دربارونو کښې د خدايې پاک داسې بندګان شته چې خدايې د هغوي په وسيله خپل برهان او دليل څرګندوي او هغوي ته په ښارونو کښې طاقت او قدرت ورکوي چې په دې طريقه خپل ياران او دوستان د ظالمانو له ظلمه وساتي او د مسلمانانو چارې سمې کړي دوي د خطرو او پيښو په وخت د ايمان لرونکو پناه ځايونه دي. مصيبت زپلی او دړمن د کړاوونو په وخت دوي ته ورځي. خدايې پاک داسې کسانو په ذريعه مومنان له ظالمانو ساتي. دوي حقيقي مومنان او په زمکې باندې د رب امانت لرونکي دي. په خدايې قسم چې جنت د داسې کسانو لپاره تيار شوی دی. د امام ځينې ګټورې خبرې 1: څوک چې په خدايې پاک باندې په توکل او تکيې سره له خلقو د حاجت او نياز مخ واړوي، خلق هغۀ ته محتاجه کيږي او څوک چې تقوی خپله دنده وګرځوي په خلقو کښې محبوبيږي. 2: د انسان کمال او بشپړتيا په عقل کښې ده. 3: د مروت او نرمۍ اخری درجه دا ده چې انسان له هيچا سره داسې سلوک ونۀ کړي چې له ځان سره يې نۀ خوښوي. 4: د کوم کار چې وخت نۀ وي رارسيدلی، هغه مۀ شروع کوئ ځکه چې د پښيمانۍ سبب کيږي او اوږدې اوږدې ارزوګانې او اميدونه مۀ لرئ چې زړۀ مو سخت او ظالم نشي، په بې وسو رحم وکړئ چې خدايې پاک درباندې خپل رحمت نازل کړي. 5: څوک چې د چا بد کار ته ښۀ ووايي په هغه کار کښې شريک دی. 6: د ظالمانو مرستيال او په ظلم باندې غلی پاتې کيدونکی دواړه په ظلم کښې شريک دي. 7: څوک چې خپل مومن ورور ته په پټه نصيحت  وکړي په اصل کښې ېې هغه ښکلی کړی او سينګار کړی دی او څوک چې ورته د نورو په مخکښې نصيحت کوي نو د هغۀ اجتماعی څيره بدرنګوي. 8: په زړۀ سره خدايې ته توجه او پام کول عمل ته د غړو له هڅولو او تشويقولو بهتره او غوره دي. 9: د عدالت او انصاف ورځ به ظالم لپاره په مظلوم باندې د ظلم کولو له ورځې سخته وي. 10: د قيامت په ورځ د عمل نامې سر ليک نيک اخلاق وي. : درې څيزونه بنيادم د خداي خوشحالۍ او رضا ته رسوي. له خدايه ډيره بخښنه غوښتل، له خلقو سره نرم خوي او ډيره صدقه ورکول. او درې داسې خصلتونه دي چې په هر چا کښې وي، پښيمانيږي نه. په کارونو کښې بيړه او تادي نۀ کول، په کارونو کښې مشوره او د کار د کولو په وخت په خدايې توکل. 12: څوک چې له خدايه بل چاته اميد او طمع وکړي خدايې يې هم هغۀ ته پريږدی او څوک چې بې له علمه او پوهې کوم کار وکړي تر ابادۍ زياته خرابي او وراني کوي. 13: څوک چې فاسق ته اميد ورکړي، تر ټولو کمه سزا يې محروميدل دي. 14: عفت او پرهيزګاري د فقر ښکلا ده، شکر د توانمنۍ ښکلا ده، عاجزي د بزرګۍ او شان ښکلاده، صبر د مصيبتونو ښکلا ده، تواضع د علم ښکلا، ادب د عقل ښکلا، روڼ تندی د سخاوت او بخښنې او احسان نۀ اړول د نيکۍ او احسان ښکلا ده، توجه او د زړۀ حاضرول د مونځ ښکلا او د چټی او سپکو کارونو پريښودل د پرهيزګارۍ او تقوی ښکلا ده. 15: څوک چې په خداي اعتماد او توکل وکړي خدايې يې له هرې بدۍ ژغوري او له هرې دښمنۍ يې ساتي. 16: دين د سرلوړۍ تومنه ده، علم خزانه ده، چپتيا نور دی او هيڅ يو شی د بدعتونو په شان دين له منځه نۀ وړي. او هيڅ يو شی د طمعې په برابر بنيادمان نۀ فاسدوي، د لائق او صالح چارواک او مشر په وسيله خلق سميږي او له خدايه په دعا سره بلاګانې ختميږي. 17: څنګه ممکنه ده چې هغه کس چې خدايې يې ولي او سرپرست دی تباه شي او څنګه ممکنه ده چې خدايې ورپسې وي، وژغورل شي. 18: يو سړی له امامه وغوښتل چې په لنډه جمله کښې ورته نصيحت وکړی امام ورته وفرمايل: له داسې کارونو ځان وساته چې په دنيا کښې د شرم او په اخرت کښې د عذاب سبب شي.