د اودس بیان
د اودس بیان
0 Vote
17 View
په حقيقت كې اودس د څلورو څېزونو د وينځلو نوم دے.(لكه مونږ پښتانۀ هم ورته چار اندام وايو) وړومبۍ مخ وينځل په اوږدوالي كې د ويښتو د راوتو له ځاېْ نه تر زنې پورې او په پلن والي كې د مخ هغه برخه چې د مينځنۍ او كټې ګوتې تر مينځ راشي - شكل 1، 2 دويم: د لاسونو له څنګلو نه واخلې د ګوتو تر سرونو پورې وينځل شكل3 ، 4 درېم: د لاسونو هغه لوندوالې چې په لاسونو كې پاتې وي د ښي لاس له هماغه لوندوالي سره د سر د مخكينۍ برخې مسح كول داسې چې په ريښتيا مسح وي چې لوند شي. شكل 5 څلورم: د لاسونو هماغه لوندوالي سره د پښو مسح كول، په اوږدوالي كې د پښو د ګوتو له سرونو نه د پښو تر جرړونو پورې او په پلن والي كې دومره چې په ريښتيا مسح وي په ښي لاس د ښۍ پښې او په ګس لاس د ګسې پښې مسح پكار ده. (د اودس دا طريقه د قران مجيد د سورهْ مائده په 6 ايت كښې بيان شوې ده) شكل 6 نوټ: پاس بيان شوو د بدن د څلورو برخو له وينځلو نه مخكښې تر مړوند پورې دوه ځلې لاسونه وينځل درې ځلې خوله كښې اوبه اچول او ورسره مسواک كه څه هم په مسواكه ګوته ولې نه وي كول او درې ځلې پوزه كې اوبه اچول دا درې واړه عملونه سنت اومستحب دي. د اودس شرطونه د اودس د صحيح كېدو ديارلس شرطونه دي: 1- د اودس اوبه پكار دي چې پاكې وي. 2- د اودس اوبه پكار دي چې مطلقې وي. 3- د اودس اوبه پكاردي چې مباح وي يعني غصب شوې او د چاله اجازت نه بغير نه وي. 4- د اودس د اوبو لوښې پكار دي مباح وي يعنې غصب شوې او د چا له اجازت نه بغير نه وي. 5- د اودس د اوبو لوښې پكار دي د سرو زرو يا سپينو زرو نه وي 6- اندامونه پكار دي د اودس او مسحې په وخت كې پاک وي. 7- د اودس او نمونځ له پاره وخت كافي وي. 8- اودس پكار دے د قربت په ارادې يعنې د خداې پاک د حكم د ترسره كولو په نيت وشي او كه د پاكوالي, ګرمي يا بل كار په نيت وشي نو اودس باطل دے. 9- اودس پكار دي په ترتيب سره وشي يعني وړومبۍ دې مخ، بيا ښې لاس بيا ګس لاس ووينځل شي او بيا دې د سر او ورپسې د پښو مسح وشي. 10- پكار دي د اودس کارونه پکار ده پرله پسې انجام شي يعنې د اندامونو د وينځلو يا مسح كولو تر مينځ دومره وقفه نه وي چې مخكيني اندامونه وچ شي. 11- پكار دي انسان د اودس د اندامونو د وينځلو او مسح كولو كار پخپله وكړي نه د بل په لاس. 12- پكار دي د اوبو له استعمال نه څه شې مانع نه وي. 13- پكار دي يو اندام ته د اوبو په رسولوكې څه شې مانع نه وي. نوټ: په پاسنيو شرطونو كې كه يوهم پورا نه وي نو اودس باطل دے. اودس ماتوونكي څيزونه اوهْ څيزونه اودس ماتوي: 1- تشې ميتيازې 2- ډكې ميتيازې 3- هغه هوا چې د ډكو ميتيازو له لارې اوځي. 4- هغه خوب چې نه پكښې سترګې كتل كوي او نه غوږونه اورېدل- او كه سترګې لېدل نه كوي خو غوږونه اورېدل كوي نو اودس نه ماتېږي. 5- د عقل زائل كوونكي څېزونه لكه ليونتوب نشه يا مستي او بې هوشي 6- د استحاضې وينه. 7- هغه كار چې د څه په وجه غسل لازمي كېږي لكه جنابت.