Drawer trigger

د قرآن بې احترامي او پوهان

 بسمه تعالی

د نړيوال استکبار يوه  ناوړه دسيسه او چلول د ملتونو سپيڅلتياؤ ته سپکاوي دي  .پر ديني مشرانو د سپيڅلو کتابونو، په مذهبي ځايونو د حملو او د مسلمانو  پوهانو او متفکرانو ترور علتونه  يوه  ژور او تاريخي څيړنې او جاجونې ته اړتيا لري چې بې شکه د تاريخ په اږدو کې يوازې د دغو حملو  د ډولونو شميرل به يوه عبرتناکه ټولګه وي. البته دغه بهيرونه له ننه نه دي پيل شوي چې سبا ختم شي .د اسلام له حقايقوسره مخالفت د اسلام د ګران پيغمبر په وخت کې د دغه الهي دين  د راپنځيدا له هماغه پيله شروع شوي او هماغه راز دوام لري .

 په ۱۹۸۹ کال کې د سلمان رشدي په لاس د :شيطاني آيتونو په  نامه د سپک کتاب د ليکلو سناريو د يوه کس افکار نه وو بلکې د اسلام په خلاف د لړۍ يوه کړۍ وه.سلمان رشدي له دغه ډول سپکو کسانو څخه ؤ چې د امريکا او  انګلستان د شيطاني نقشو د اجرا  لپاره  روزل شوي دي دا دي اوس د تمدن او تيکنالوجۍ په دور کې په اوسنيو خاصو سياسي شرائطو او بهير او د ملتونو د ويښتا په دوران کې د ټيري جونز په څير يوه امريکايي پادرې په يوه سپيره او بې شرم کار لاس پورې کړ ي دي .

 د کارپيژاندو له نظره کله نړيوال استکبار له هر اړخه د خلکو په ضد د خپلو پروګرامونو او پلانونو په  اجرا او  پلي کولو کې له ماتې سره مخامخ کيږي، ڼو د غوسې او قهرجن کيدا له امله د ملتونو له سپيحلتياؤ او  عقيدتي اصولو سره لوبې کوي.

 د قران پاک سپکاوي ، د خداي له رسول سره دښمني او له ديانتدارو کسانو سره مقابله ده ځکه پوهانو،متفکرانو، عالمانواوټولوالهي دينونو ،حضرت محمددالهي نبيانوحرکت بخښونکي دوام ګڼلي اوله يوه پلوه د اسلام د ستر پيغمبر اودهغه دلوئې معجزې قرآن سپکاوي،دنورو نبيانوسپکاوي ګڼل کيږي.له دې امله هرپوه انسان اومتفکردغه ټول اقدامات محکوموي

 د ايران په اسلامي شورا کې د ايران د ارمنيانو استاذي رابرټ ببيګلريان د قرآن په سوځونکي اقدام د خواشينۍ په ښودلوسره وويل ،دقرآن پاک په ځينو آيتونو کې د حضرت عيسي مسيح اوحضرت مريم په باب خبرې شوي دي نوځکه اوس دنړۍ ټول مسيحيان بايد په دې چې دحضرت عيسي او حضرت مريم سپکاوي شوي دي خواشيني شي :.

 په اسلامي شورا کې د اشوريانواستاذي يوناتن بټ کليا هم وويل د قرآن پاک دسوځولوپلانونکي اواجراکونکي د جاهليت دور کې د کتاب سوځونې وخت ته ګرځيدلي دي او په حقيقت کې ئې د حضرت عيسي سپکاوي کړي دي .

 کاش دکليساخاوندانوپه ښه ډول دغه ټکي درک کولئ چې منطق دقرآن سوځول نه دي او هغه څه چې سوځيږي داوور اچونکو هويت دي . ځکه دغه بهيرونه تل دبشريت دوجدان په وړاندې محکوم دي او نتيجه ئې دسپکاوي کونکودتمې په اپوټه د ه . لکه څنګه چې دستمبرديولسمې نيټې له پيښواوپرمسلمانانوپورې ئې له تړلووروسته ډيرباسواده کسانواودمحصيلينو ډلوداسلام مطالعه کولوته مخه کړه اوله دغې پيښې يوکال وروسته قرآن په اروپااوامريکاکې د خورازياتوپيرودونکوکتابونوبرخه شو.څيړاند متوجه شول چې د اسلام دين د سولې او رحمت دين يادانسانانودوژلې مخالف دي .

 يو امريکائي ليکوال اوخبريال ريک سانچزدقرآن کريم له سپکاوي وروسته وائي،مونږ تل خپلوماشومانوته ورزده کوووچې څرنګه خپل اختلافات په دوستۍ سره حل کولي شي اوپه احترام سره ديوه بل نظرونوته غوږ کييږدي .خو له بده مرغه د امريکائي پادري ټري جونزپه څيرځينيو لويانو تراووسه پور ې دغه درس نه دي زده کړي . ما کله چې ورسره وليدل ، نوزماپه ذهن کې داپوښتنه راپيدا شوه چې که مسلمانانودمسيحيانو د سپيڅلي کتاب سپکاوي کړئ وائ نو څه به پيښ شوي وو ؟ بې شکه د تري جونز اقدام په بشپړ ډول جاهلانه کار دي چې له ځان سره دامريکا او د امريکايانو لپاره ډيرې بدې پايلې لري :.

 د جرمني د اسلامي شورا غړي  برهان الدين داغ وائي، د ټولو  هيوادونو په اساسي قانون کې په انساني کرامت د قانون د څلورمې دوهمې او دريمې مادې برخې په ټوګه ټينګار شوي دي . د انساني ارزښتونو او کرامت په بحث کې د انسان باورونو او اعتقاداتو ته پام د چارو  په سر کې راځي نو ځکه د قرآن  او نورو سپيڅلو کتابونو سپکاوي د بشري حقوقو او د بشري حقوقو د نړيوالې اعلاميې خلاف ورزي حسابيږي.

 د کلمبيا د اسلامي کلتور ي مرکز مشر حولين  آرتورزاپا تاپه دې باب وايي ، په لويديځ  کې د ؛ د شخصيت آزادې پراختيا؛ په نامه نوي ليدتوګه د ودې  په حال کې ده . د دغې ليدتوګې  په اساس انسان  د خپلو عقايدو په  بيانولو کې هيڅ محدوديت نه لري .او مونږ  په لويديځ کې ډيرو حسي، ټولينيزو او سياسي مسلوکې د هغو د رامينځته کيدا ليدونکي يوو. هم دغه چاره سبب کيږي چې دښمنان لازيات د الهي پيغمبرانو او سپيڅلو کتابونو په سپين سترګيتوب سره بې احترامي کوي . په هم دې دليل ضروري ده د انجيل او قرآن  په څيرسپيڅلي کتابونه  د بشريت د ميراث په څيرو پيژندل شي او  يونيسکو موسيسه  په اتحاد او نړيوال اقدام سره د الهي پيغامونو د ساتلو دنده په غاړه لري او له دغه ډول سپين سترګيتو ب او بې احتراميو سره مقابله و کړي .

 قرآن پآک د خدا وندمتعال له خوا يوه  پوهه او ستايل شوي ډالې ده او د حق له مشيت او علم آسمانه نازل شوې ده او تر لاسه کونکو ته د نيکمرغۍ او لارښونې ځيري يي ورکړي دي ؟ دغه لويه معجزه د متعصبو او ناپوهو ډلو د هلو ځلو په اپوټه هيڅ کله نه کمه زياته شوې او نه هم کوم تاوان ورسيدلي دي او واحدخداي دغه آسماني کلام د خپلې ژمنې په اساس خوندي ساتلي دي . هغه د حجرسورې په نهم آيت کې فرمايي ،مونږ پخپله دغه قرآن نازل کړ ي او پخپله يي ساتنه کوو؛.د قرآن پآک د فصلت سورې د ۴۱  او ۴۲  آيتونو په يوې برخې کې راغلي دي ؛.دغه کتاب ما ته نه خوړونکي کتاب دي چې هيڅ ډول باطل شي نه په تير وخت کې او  نه هم په راتلونکي کې د دې په وړاندې خنډ نه شي جوړولي ځکه چې د حکيم ا و غوره  خداي له خواساتل شوي او ليږل شوي دي ؛،

 د اسلام د ګران پيغمبر له هجرته ۵۳ کاله مخکې کله چې د پيغمبر اکرم نيکه عبدالمطلب د کعبې ساتونکي ؤ ، د يمن د لښکرمسيحي قوماندان ابرهه په پياوړو فيلونو او بشپړ سنبالو وسلوسره د کعبې د ورانولو  لپآره په هغه ځاي حمله وکړه او د عبدالمطلب ۲۰۰ اوښآن يي له ځان سره بوتلل .‎

 عبدالمطلب هغه لښکر ته ورغي او ترې يي وغوښتل د هغه اوښان بيرته ورکړي ، ابرهه کله  دا خبره واوريدله  ڼو ډير حيران شو او وې پوښتل، زه د کعبې د ورانولو لپآره راغلي يم او ته چې د کعبې کليد درسره ده او ساتونکي يې، د خپلو او ښانو په  فکر کې يې ،؟  عبد المطلب  په مسکا سره ورته ووييل زه د اوښآنو خاوند يم دغه کور هم خپل مالک لري او هغه پخپله پوهيږي چې څرنګه يې ساتي :. څه وخت نه ؤ تير چې ابرهه او د ټول لښکر د خداي  په  حکم د وړوړو مرغانو په وسيله ووژل شول او کعبه هماغه راز په عظمت سره پخپل ځاي پاتې شوه .

 په زړونو کې د قرآن پاک معجزناک  نفوذ او محتوا د هغه تل پاتې يو مهم راز دي .په دې باب د قرآن کريم د علمي جاذبې يو مثال ته اشاره کولي شو. د جنين   د نړۍ  پيژندنې  پلار  ډاکترکيت مور چې په ۱۹۸۴ کال کې يې د بدن د څيرلو (پوسټ مارټم)په اړه دکينيډا هيواد خورا لويه چايزه هم ګټلې، عربستان  ته وبلل شو څو د هغه آيت په باب چې د جنين په باب په قرآن پآک کې ذکر شوي دي،خپل نظرونه وړاندې کړي . ډاکټر صيب په پيل کې له دغه سفر سره ګروهنه نه درلوده او ډآډمن ؤ چې له څوارلس پيړې وړاندې سره اړونده کتاب بايدد جنين د نړۍ په باب کوم جالب او خاص شي ونه لري .نو ځکه  يې د مسلمانانو د  آسماني کتاب د کمزورو ټکو د موندلو په موخې او په عربي هيوادونوکې د وخت تيرولو په نيت يې دغې بلنې ته مثبت ځواب ورکړ.خو ډاکټرمور د جنين په باب د قرآن پآک د آيتونو له څيړلو وروسته دومره حيران او حق بک پاتې شو چې وې وويل،هيڅ امکان نشته چې دغه کتاب څوارلس پيړې وړاندې د يوه انسان او يا انسانانو په ولاس ليکل شوي وي . بلکې دا د خداوند متعال کلام دي چې پر ټولو چارو  پوه دي . هغه نه يوازې د مسلمانانوآسماني کتاب  تر پوښتنې لاندې رانه وستل شو بلکې له قرآن څخه د پوهې ترلاسه کولوته په پآم سره يې پخپلو ځينو مشهورو کتابونو کې اصلاحات راوستل او نوي نظرونه يې پکې ورځاي کړل .

 له دې وروسته هغه په زياتره هغو سيمينارونو کې چې د قرآن پاک د علمي معجزو په باب ترسره کيدل ګډون کاوه  .په هغو کې يو کنفرانس په ماسکو کې   ؤ چې غونډې يې د ماسکو له يوه ټيليويژني چينله خپرې شوې .په اسلامي او غيراسلامي بحثونوکې د روسيې ۳۸پوهان اسلام ته ګروهمن شول او اسلام يې ومانه .په دغه کنفرانس کې ډاکټرکيت مورڅخه وپوښتل شول ،آيا ته مسلمان شوي يې ؟  هغه ځواب ورکړ  نه ، خو ګواهي ورکوم چې  قرآن   د خداي کتاب او  محمد د خداي پيغمبر دي .البته په دې حيرانيږي مه چې يوه ورځ واوري ، ډاکټر مور مسلمان شوي دي،له دې يوکال وروسته هغه اعلان وکړ چې مسلمان شوي دي