داسلام په رڼا کي معاصر بانکي مسایل
داسلام په رڼا کي معاصر بانکي مسایل
Author :
Publisher :
Publish number :
لومړی
Publication year :
2009
Publish location :
پېښور پاکستان
Number of volumes :
1
(0 Votes)
(0 Votes)
داسلام په رڼا کي معاصر بانکي مسایل
پرته شک له نه چي نړۍ پدي وروستيو کي دومره پرمختګ کړي چي د بشریت په تاريخ کي ساري ندي ليدلي شوي، او که په درسته توګه ووایو نو دوروستۍ پیړۍ په اخري څلورمه کي دژوند په بیلابیلو ډګرونو کي دومره ترقي او پرمختګ شوي چي دبشریت په ټول تاريخ کي ندي شوي او دغه پرمختک دژوند اقتصادیو، کلتوري ټولنيزو او سياسي ټولو چارو ته شامل دي، نن له دنيا څخه يو کلي جوړ شوي که دنړۍ په لري پرته سيمه کي کومه پیښه را منځته شي نو په څو دقیقو کي خبر ټولي نړۍ ته رسيږي، دغه رنګي اقتصادي چاري دومره پرمخ تللي چي دټولو خلکو سوداګري یو له بل سره تړلي ده، اقتصادي وده او پرمختګ هغه څه دي چي ځواکمن هيوادونو ئي دنورو داستعمار لپاره کاروي، په معاصر وخت کي دهيوادونو ترمنځ شخړي او کشمکشونه ټول په اقتصار را څرخي، او د مسلمانانو له کمزورتيا نه راپديخوا او په ټوله کي داسلامي خلافت له نړیدو څخه وروسته په نړۍ کي ددوو اقتصادي نظامونو ترمنځ سيالي رواني وي چي يو ئي لويديځ سرمايه داري نظام و، او بل ئي ختيځ سوسیالستي نظام و، چي دپخواني شوروي اتحاد له سقوط څخه راپديخوا وروستي اقتصادي نظام په نړیواله کچه خپل حیثیت تر ډیره بریده له لاسه ورکړيدي مګر ددي په څنګ بیا اسلامی اقتصاد دیام وړ برياوي لاسته راوړي، چي اوس مهال دسرمایه داري نظام او اسلامي اقتصادي نظام ترمنځ شخړه روانه ده، لويديځوال زيار باسي چي خپلي اقتصادي پالیسي په اسلامي نړۍ کي هم پلي کړي او لدي لاري وکولاي شي دهغوي شتمني لاسته راوړي، چي غوره بيلګه ئي د امريکا له لوري په اسلامي هیوادونو يرغل دي، ځکه دګڼ شمیر سیاست پوهانو له انده ددغو يرغلونو او بريدونو تر شاه اقتصادي موخي او اهدف دي، خو ددي ټولو پرمختګونو او شخړو سره سره څه ډول مونږ (مسلمانان کولاي شو داسي اسلامي اقتصاد را منځته کړو چي پخپلو پښو ودریږو او دنورو له محتاجي څخه خلاص شو، پدي ډګر کي يو هم دبانکونو مسله ده، په معاصر وخت کي دغي مسلي لويديځ ته ډير څه ورپه برخه کړي، ځکه مسلمانو شتمنو هم خپلي شتمنۍ دهغوي په بانکونو کي ايښي دي او ترینه كتبه لاسته راوړي، ديادوني وړ ده چي استعمار د معاصر نقدي (پيسو) نظام څخه دوه برياوي لاسته راوړي، یو داچي پيسي د سرو او سپينو برعکس خپل ارزښت له لاسه ورکوي او له يو کال نه بل ته ډيري تيتييږي نو دغه کړنه ددي لامل ګرځي چي خلک سود ته مخه کړي او هغه ارزښت چي پیسو له لاسه ورکړي په ګټه ئي پوره کړي او له بلي خوا ځواکمن هیوادونه چي کله غواړي يو هيواد تر خپلي ولكي لاندي راولي نو د اقتصادي بنديزونو سره ئي مخ کړي چي دغه کړنه خپله ددي جوګه کيږي چي د هغه هیواد پيسي وغورځيږي او بيا ددي وړ نوي چي مقاومت وکړي، مګر ددي ټولو ستونزو برسيره پدي وروستيو کي يو شمير مسلمانانو داسلامي بانکونو دجوړوني هڅي اوهاندي پیل کړيدي ترڅو پدي سره له یوی خوا مسلمانان د ناوړه عمل سود څخه وژغوري، او داسي ګټه دهغو پيسو په مقابل کي ورکړي چي په بانکونو کي ږدي چي دسودي بانک دکتي څخه که ښه وي خو کمزوري نوي، او له بلي خوا وکولاي شي چي دمسلمانانو شتمني چي اوس مهال دلويديځ په بانکونو کي ده ځانته را جذب کړي او دغه کړنه به پخپل وار سره داسلامي هیوادونو اقتصاد ته دپام وړه پرمختیا ورپه برخه کړي البته اوس اسلامي علماو دنده لري چي داسلامي شريعت په رڼا کي داسي لاري چاري ولتيوي چي بانکونه ئي پرته دسود نه وکاروي او فايده ئي دسودي بانکونو په پرتله بهتره وي نن سبا ګڼ شمير مسائل دي چي نويو پلټنو او اجتهاداتو ته اړتيا لري تر څو دولس هغه ستونزي هواري کړي چي هره ورځ ورسره مخامخ کيږي.