امام موسی کاظم عليه السلام

لنډه پيژنګلو حضرت امام موسی کاظم عليه السلام په "ابوا" نومې کلي کښې چې د مکې او مدينې په منځ کښې پروت دی، د هجرت په يو سل اتۀ ويشتم کال د صفرې د مياشتې په اوومه نيټه وزيږيده. د مور نوم يې بي بي حميده او پلار يې شپږم امام جعفر صادق عليه سلام دی نوم يې موسی، لقب کاظم او کنيت ابو جعفر دی. امام او د بني عباسو حکومت امام موسی کاظم عليه السلام څلور کالن ؤ چې د امويانو د ظالم حکومت ټغر ټول شو. د امويانو مغربي ځپلي سياست، لوټ مار او زور زياتي خلق د امويانو په خلاف راوپارول، په دې منځ و مان کښې د وخت سياسي کار کوونکو د حٍضرت امام علي عليه سلام له کورنۍ سره د خلقو له مينې او دلچسپۍ څخه ناوړه استفاده وکړه او  حقدار ته د حق ورکولو په نامه يې د ابو مسلم خراساني په مرسته د امويانو تخته نسکوره کړه خو د شپږم امام جعفر صادق (عليه السلام) په ځايې يې ابو العباس سفاح د خلافت په ګدۍ او په حقيقت کښې د باچاهۍ په تحت کيښنولو.[1] او په دې ډول د هجرت په 132 کال د پيغمبر د جاشينۍ او خلافت په جامه کښې د باچاهۍ يوه نوې لړۍ پيل شوه چې نۀ يوازې په ظلم دوه ګونۍ او بې دينۍ کښې له امويانو کمه نۀ وه بلکې په ډيرو بدګڼو کښې ترې مخکښې هم وه. فرق يې يوازې دا ؤ چې امويان ډير پاتې نۀ شول خو دوي په هم دې طريقې سره د هجرت تر شپږ سوه شپږ پنځوسم کاله پورې يعني 524کاله په بغداد کښې سلطنت وکړو. اووم امام خپل عمر د ابوالعباس سفاح، منصور دوانقي، هادي، مهدي او هارون د ساډوبۍ دباو او زور زياتي په حکومت کښې تېر کړو دغو ټولو په امام سخت ظلمونه وکړل. ابوالعباس سفاح په يو سل شپږ ديرشم هجري قمري کښې مړ شو او ورور "دوانيقي" په ځايې کښناست هغۀ بغداد ښار جوړ کړو او ابو مسلم يې وواژۀ او چې کله يې خلافت ټينګ شو نو د حضرت امام علي عليه السلام د کورنۍ او بچو په مړينې ظلم، ځورولو او د هغوي د مالونو په نيلامولو کښې يې خلافت هيڅ کوتاهي ونۀ کړه. او ددې کورنۍ ټول مشران په تيره بيا امام جعفر صادق عليه سلام يې شهيدان کړل. دي يو خونړي، ظالم، مکار، بخيل، حاسد،حريص او بې وفا سړي ؤ. له ابو مسلم سره د هغۀ بې وفايي چې د ډيرې مودې په کړاوونو سره يې دې ګدۍ ته رسولي ؤ، يو متل جوړ شوی دی. کله يې چې د امام موسی کاظم عليه السلام پلار شهيد کړ نو د هغوي عمر شل کاله ؤ او تر ديرش کلنۍ پورې منصور د رعب او ساډوبۍ له فضا سره مخامخ ؤ. منصور په 158 هجري کال کښې مړ شو او حکومت يې ځوي مهدي ته ورسيد. د مهدي عباسي سياست هم د دوکې او چل ول سياست ؤ. د خپل پلار اکثره سياسي بنديان يې چې د امام موسی کاظم عليه السلام ملګري ؤ خوشي کړل او سرکاري شوي مالونه يې ورله ستانۀ کړل خو هماغه شان يې د هغو څارنه کوله او دښمني يې ورسره  لرله. د مسلمانانو د بيت المال په خرچ عيش وعشرت، شراب خورې او زنا کښې يې پنځوس ميليونه درهمه خرچ کړل. د مهدي عباسي په زمانه کښې امام ډير مشهور شو او خلق به جوپې جوپې د تقوی، علم او فضيلت د اسمان دغه ځلاوند ستوري ته په پټه ورتلل او د معنوي فيض له دغې چينې  به خړوبيدل، د مهدي جاسوسانو هغۀ ته ددې هر څۀ رپوټونه ورسول هغه غصه شو او حکم يې ورکړو چې امام موسی کاظم عليه السلام له مدينې څخه بغداد ته راولئ او  بندي يې کړئ د "زبالې" اوسيدونکي ابو خالد وايي: له دې حُکمه ورسته هغه پوځيان چې مدينې ته په امام پسې تللي وو، په واپسۍ کښې له امام سره زما کور ته راغلل، امام ماته په پټه غوندې وويې چې ځينې څيزونه ورله له بازاره واخلم، زۀ ډير غمجن ؤم، امام ته مې وويل: ويريږم چې دا ظالم دې ونۀ وژني. وې فرمايل: زۀ له هغۀ هيڅ ويره نۀ لرم، تۀ په پلانکي ځايې کښې له ما سره  پلانکي وخت وګوره. امام موسی کاظم عليه السلام بغداد ته بوتلل شو او ما د هغې ورځې انتظار کولو، چې راورسيدۀ نو هغه ځايې ته لاړم لا ډيره انتظاره په اور باندې د سپيلنو په شان سوزيدم چې کله  ښۀ ناوخته شو او شپه شوه نو امام مې وليد چې په يو خچر باندې راروان دی، کله يې چې زۀ وليدم نو وې فرمايل: د خالد پلاره شک مۀ کوه، زۀ يم، بيا يې نورې خبرې وکړې او دا يې هم وويل چې ما به بيا بغداد ته راولئ او بيا به نۀ ستنيږم، افسوس چې هماغه راز وشوه چې امام فرمايلي وؤ.[2] مهدي چې کله امام موسی کاظم عليه السلام بغداد ته راوست او بندي يې کړ نو په خوب کښې يې حضرت امام علي عليه السلام وليد چې دا ايت يې ورته ولوست: فَهَل عَسَيتُم اَنْ تَوَلَيتُم اَن تُفسِدو في الارضِ و تَقطعُوا اَرحَامَکم.[3] (ايا تاسو چې واکمنان شئ نو په زمکه به فساد کوئ او رحم به نۀ کوئ) ربيع وايي: نيمه شپه وه چې مهدي عباسي په ما پسې سړی راواستوۀ چې کله ورغلم نو دا ايت يې په خلۀ ؤ"فهل عسيتم...." ما ته يې وويل لاړ شه او امام موسی کاظم عليه السلام له بنده دلته راوله چې کله مې راوست نو مهدي عباسي پاڅيد هغه يې په مخ ښکل کړ او خوب يې ورته واوروۀ" بيا يې حکم وکړو چې هغه مبارک مدينې ته ستون کړئ. ربيع  اووې: له دې ويرې چې څۀ خنډ يا کړچ رامنځته نشي. هماغه شپه مې د تللو تکل وکړو او سبا ته امام په مدينې کښې ؤ...."[4] امام په مدينې کښي د عباسي دربار له سختې ساډوبۍ سره سره د خلقو په تعليم او لار ښودنې مشغول ؤ. تر دې چې په يو سل نهه شپيتم هجري کال مهدي عباسي مړ شو او ځوې هادي يې په ګدۍ کښيناست. هادي د خپل پلار په اپوټه د ډيموکراسۍ خيال هم نۀ ساتلو او په ظاهره او په څرګنده به يې د حضرت امام علي عليه السلام اولاد ځورولو او پلار يې چې دوي ته څۀ ورکړي وو هغه يې ترې بيرته واخستل. د هغۀ تر ټولو شرموونکې پيښه د فخ بوګنوونکې غميزه وه. [1]  . د اموي ضد انقلاب ادعا کوونکو لوئې خيانت وکړو. په دې نه چې د علويانو په ځائې عباسيان راوستل او پرې ئې نۀ ښودلو چې خلافت خپل اصلي مرکز يعني اهلبيتو ته ستون شي. تاريخ يعقوبي  ج 3 ص 89 ، بحارالانوار ج 11  ص  142 چاپ کياني. [2]  . بحار ج 48  ص  72 [3]  . سوره محمد  ايت 22 [4]  . تاريخ بغداد ج 13  ص 30، 31 د فخ غميز د مدينې د علويانو يو کس حسين بن علي چې د عباسيانو د حکومت له سخت ظلمه پوزې ته راغی نو د امام موسی کاظم عليه السلام په خوښې يې د هادي په خلاف پاڅون وکړ او له قابو دريو سوو تنو سره له مکې څخه مدينې ته روان شو، د هادي سپايانو د فخ په نامه يو ځاې کښې هغه کالابند کړ او هغه او ملګري يې شهيدان کړل، دوي سره يې هم د کربلا د پيښې په شان کار وکړ، د ټولو شهيدانو سرونه يې پرې کړل، مدينې ته يې راوړل او په يوې غونډې کښې چې د امام علي عليه سلام ځينې اولاده او امام موسی کاظم عليه السلام چې کله د فخ د پاڅون د مشر حسين بن علي سر وليد نو وې فرمايل: انا لله و انا اليه راجعون والله کان مسلماً صالحاً.... (ټول له خدايه يو او هغۀ ته به ستنيږو. په خدايې قسم دا کس چې شهيد کړې شو مسلمان او نيک ؤ، ډيري روژې به يې نيولې شپې به يې روڼولې، خلق به يې ښو ته رابلل او له بدو منع کول او ددۀ په کورنۍ کښې تر دۀ غوره څوک نۀ ؤ.) هادي له سياسي اخلاقو پرته د وګړنيزو او شخصي اخلاقو له نظره هم بې لارې، شراب خور او عيش کوونکې سړی ؤ."ابن داب" وايې يوه ورځ هادي ته ورغلم، سترګې يې له شرابو سرې وې، له ما يې وغوښتل چې د شرابو په ستاينه کښې قصيده ووايم، د شعر په ژبه مې ورته قصيده وويله، شعرونه يې وليکل او ماته يې څلويښت زره درهمه راکړل. هادي هم په 170 هجري کال مړ شو هارون باچا شو. په دې وخت د امام موسی کاظم عليه السلام عمر 42 کاله ؤ، د هارون دور د عباسيانو زور،زياتي، بدمعاشي، او د لوټ مار د اوج دور ؤ. هارون د بيعت د مراسمو په پايې کښې يو ايراني يحيي برمکي خپل وزير کړ او هغۀ ته يې د ټولو چارو او په پوسټونو  باندې د خلقو د لګولو او لرې کولو بيشپړ اختيار ورکړ، او ددې اختيار د ملاتړ لپاره يې هغۀ ته خپله ګوتمه ورکړه او په خپله د بيت المال په پيسو په شرابو، کبابو، زنا او د زرو او د لهو لعب د سامانونو په اخستلو مشغول شو. په هغه زمانه کښې چې دوه يا څلور کلنۍ ګډې قيمت يو درهم ؤ، د بيت المال درامد (عايد ) پنځۀ سوه ميليونه دوه لکه او څلويښت زره درهمه ؤ. چې هارون پرې لاس پورې کړ، اشجع نومې شاهر ته يې د يوې مدحې او تعريف په بدله کښې يو ميليونه درهمه ورکړل، شاعر ابوالعتاهيه او موسيقار ابراهيم موصلي ته يې د څو شعرونو او ساز په بدله کښې هر يو ته سل زره درهمه او سل سل جوړې جامې ورکړې. دهارون په ماڼۍ کښې چې ډيرې سندرغاړې او موسيقارې ښځې وې چې د هغه وخت ډول ډول سندرې او موسيقۍ به يې غږولې.هارون له جوهراتو او زرو سره ډيره مينه لرله. يو ځل يې يوه ګوتمه په يو لک دينارو واخسته. هره ورځ به يې په پخلن ځايې کښې لس زره درهمه خرچ کيدې او کله کله به د دۀ لپاره ديرش ډوله خوراک تياريدۀ. هارون به جواري کوله او شراب به يې هم ډير څښل حتی کله کله به يې د مجلس له ټولو ګډونکو سره په ګډه شراب څښل، البته د خلقو د غولولو لپاره به يې کله کله اسلامي کارونه هم کول، حج به يې کولو او واعظانو ته به يې ويل چې ورته وعظ او نصيحت وکړي.  د امام موسی کاظم عليه السلام دريځ او موقف هارون د عباسيانو د حکومت په وړاندې د حضرت امام علي عليه السلام د کورنۍ په مخالفت او سختۍ ډير خفه ؤ او له دې امله به يې په هرې ممکنې طريقې هغوي ځپل. خپلو درباري شاعرانو ته به ېې ډيرې پيسې ورکولې چې د حضرت امام علي عليه السلام په ال(ع) پيسې بد رد ووائي، منصور نمري چې د حضرت امام علي عليه السلام د کورنۍ په هجو کښې يې يوه قصيده ويلې وه، خزانې ته بوتلو چې څومره څۀ يې خوښ وي ورځنې واخلي، حتی په دې هم سخت غصه ؤ چې خلق ولې د امام حسين عليه سلام د قبر زيارت کوي او حکم يې ورکړ چې دا زيارت او ورسره خواوشا کورونه ړنګ کړې شي او د بيرې هغه ونه چې د هغۀ مبارک د مزار په خواه کښې ټوکيدلې وه ووهي.[1] (د اسلام پيغمبر په خپل ژوند کښې درې ځله فرمايلي وو د خدايې لعنت دې وي په هغه چا چې د بيرې ونه پريکوي.[2]) په دې کښې شک نشته چې حضرت امام موسی کاظم عليه السلام له داسې ظالم حکومت سره ژوند نشو تيرولی، ځکه خو د فخ په پاڅون راضي ؤ او پخپله به يې هم د خپلو ملګرو په ملاتړ سره تر ممکنه حده مقابله کوله. امام يوه ورځ خپل يو ملګري صفوان بن مهران ته وفرمايل، تۀ له هر نظره ښۀ يې خو يوازې دا چې اوښان دې هارون له په کرايه ورکوې، عرض يې وکړ: زۀ خو يې د حج د سفر لپاره په کرايې ورکوم او پخپله هم په اوښانو پسې نۀ ځم. امام وفرمايل: ايا تۀ په زړۀ کښې نۀ غواړې چې خدايې هارون ژوندی او سلامت له حجه راستون کړي چې ستا اوښان ضايع نۀ شي او تا ته کرايه هم درکړي. وې ويل: ولې نه. امام وفرمايل: څوک چې د ظالمانو د پاتې کيدواوعمرغوښتونکې وي له هغو شمېرل کيږي. کۀ کله به يې ځينو کسانو ته اجازت ورکولو چې د هارون په حکومت او اداره کښې پاتې شي نو يوازې له دې امله وو چې له سياسي نظره يې صلاح په دې کښې ګڼله او د هارون په حکومت کښې به يې داسې کسان ټاکل چې څوک د مسلمانانو او د دوي د ملګرو لپاره ګټه ور وؤ او د حکومت له مکاريو او چالونو به يې دوي خبرول، ځکه خو چې کله علي بن يقطين غوښتل چې د هارون په دربار کښې له خپل پوسته استعفا ورکړي، امام اجازت ورنۀ کړو. امام موسی کاظم عليه السلام حتی د بندي توب په سختو شرائطو او حالاتو کښې هم د ظلم له حکومت سره له مبارزې او مقابلې لاس وانۀ خستو. هارون ته د امام يو ليک، چې له بنده يې ورته استولي ؤ، ته غور وکړئ څومره په برم، ميړانتيا، ايمان او کلکې عقيدې سره يې ليکلی دی. ".... په ما باندې داسې يوه ورځ هم په سختۍ کښې نۀ تيرږي خو دا چې په تا هغه ورځ ښۀ په اسانۍ او خوند سره تيرږي خو تر هغې ورځې صبر وکړه چې هيڅ پايې نۀ لري او تباه کارانو او ظالمانو ته د تاوان ورځ ده" هارون د همدغو سياسي حالاتو او ويرو په وجه د امام وجود نۀ زغملو نو دا به ډير ساده توب وي چې ووايو هارون يوازې د امام له معنوي مقام او حيثيت سره په زړۀ کښې حسد درلود ځکه يې هغه مبارک بندي کړو. هارون ښۀ پوهيدو چې که هر کله هم امام فضا برابره وويني نو په خپل ياد خپلو اصحابو په پاڅون سره به د هغۀ حکومت نسکور کړي او ليدل يې چې امام هيڅ ساز باز ته راضي نۀ دی. او که غلی دی نو دا هم يو تاکتيک دی. له دغو ويرو هارون رامخکښې شو او بې له دې چې د خلافت د غصبولو  په خلقو باندې د خپلو ظلمونو، د هغوي د مالونو د خوړولو او په سلطنت باندې د خلافت له بدلولو شرم وکړي. پيغمبر(ص) ته وائي: اي د خدايې رسوله! په هغې فيصلې چې ستا د لمسي موسی بن جعفر په حقله مې کړې ده، عذر غواړم، زۀ په باطن کښې نۀ غواړم چې دي بندي کړم خو ويرږم چې ستا په امت کښې به جنګ رامنځته شي او ويني به تويې شي نو دي بندي کوم. بيا يې حکم ورکړو چې امام کاظم عليه السلام چې د پيغمبر(ص) د قبر په خوا کښې په مانځه ولاړ ؤ، ونيسي او په بصره کښې يې بندي کړي. امام د بصرې والي عيسی بن جعفر په بند کښې يو کال تير کړو د هغوي نيکو اخلاقو او عمل په عيسی بن جعفر باندې دومره اثر وکړو چې هارون ته يې وليکل: دي له ما بوزه ګني خوشی به يې کړم "د هارون په حکم امام بغداد ته بوتلل شو او د فضل بن ربيع په بند کښې يې بندي کړ بيا څۀ موده پس فضل بن يحی ته وسپارل شو او بالاخره د سندي بن شاهک بند ته منتقل کړې شو. د بندونو د دغو پرله پسې بدلولو وجه دا وه چې هارون هر ځل د بند له واکمنانو غوښتل چې امام شهيد کړي خو يو هم غاړه نۀ کيښوده. تر دې چې سندي بن شاهک د هارون په وينا هغه شهيد کړ او د هغوي له وفاته مخکښې يې ځينې مشهور کسان راوغوښتل چې ګواهي ورکړي چې په امام باندې حمله نۀ ده شوې بلکه په خپل مرګ وفات شوی دی. په دې چل سره يې غوښتل چې هم د امام د شهادت پړه له عباسي حکومته لرې کړي او هم د امام د پلويانو د احتمالي بلوا او يرغله ځان وساتي. خو د امام وښيارۍ او ټينګتيا هغوي رسوا کړل ځکه چې کله شاهدانو امام ته اوکتل، امام له سخت تکليف او زهر جنيدو سره سره وفرمايل: ما ته يې په نهو کجورو کښې زهر راکړي دي، بدن به مې سبا شين کيږي او بله ورځ له دنيا ځم.[3] او څنګه چې امام ويلي وو هماغه شان وشول. دوه ورځې پس يعني د 183 هجري قمري کال د رجب په پنځه ويشتمې نيټې زمکې او اسمان وير وکړ او ټول مسلمانان د هغه امام د فراق په غم داغي شول.[4] [1]  . امالي شيح طوسي  ص 206 چاپ سنګي. [2]  . امالي شيخ طوسي  ص 206 [3]  . عيون اخبار الرضا ج 1 ص 97 [4]  . کافي ج 1 ص 486، انوار البهيه ص 97 عبادت امام به عبادت ډيرزيات کوؤ او عبادت به يې د ژوند مقصداو موخه ګڼله لکه څنګه چې خدايې پاک په قران کښې هم همداسې فرمايلي دي او کله چې به له اجتماعي کارونو فارغ ؤ نو هيڅ څيز ته به يې په عبادت ترجيح نۀ ورکولو کله چې د هارون په حکم بندي کړې شو نو وې فرمايل اَللهُمَ اِني طالماً کنت اسألک .....خدايه ما له تا ډير ځله غوښتي چې ماته د خپل عبادت لپاره فارغ وخت راکړه اوس دې زما دعا قبوله کړه په دې باندې ستا منندوي يم"البته له دې جملې څخه له بنده مخکښې په اجتماعي او ټولنيزو کارونو کښې د هغوي د سخت مصروفيت پته هم لګيږي. کله چې امام د ربيع په بند کښې ؤ نو هارون به کله کله د بنديخانې له بامه تماشه کوله او هر ځل به يې ليدل چې امام د بند په يو کټ کښې په سجده پروت دی. امام موسی کاظم عليه السلام به دا دعا ډيره کوله: الهم اني اسالک الراحة عند الموت والعفو عند الحساب (اي زما خدايه ماته د مرګ په وخت اسانتيا او د حساب کتاب په وخت بخښنه راکړې)[1] قران به يې په ډير خوږ اواز لوستۀ او چې هرچا به يې اواز اوريدلو، ژړيدو به، د مدينې خلقو هغۀ ته زين المتهجدين (يعني د شپه روڼوونکو زينت) لقب ورکړې ؤ.[2] [1]  . ارشاد مفيد ص 277 [2]  . ارشاد مفيد ص 279 نرمي سر ښيندنه او زغم د امام عاجزي او سر ښيندنه بې ساري او د نورو لپاره بيلګه وه. د هغوي په نامې پسې د کاظم لقب د همدې خوي بيانوونکي او په عاجزې، د غصې په څښلو، او سر ښيندنې کښې د هغوي د مشهورتيا ښوونکي دي.هغه وخت چې عباسيانو په ټول اسلامي هيواد کښې د ساډوبۍ فضا رامنځته کړې وه، د خلقو مالونه به يې د بيت المال په نامه راټولول او په عيش عشرت به يې لګول، غريبۍ د خلقو ملا ماته کړې وه، اکثر خلق بې تعليمه، بې کلتوراوغريب وو د علويانو په خلاف د عباسيانو پروپيګنډه ذهنونه زهرجن کړي وو او کله کله به ځينو کسانو په امام يرغل کولؤ خو امام به په خپلو لوړو اخلاقو سره غصه شوي خلق ارامول او په خپلې نرمۍ او مهربانۍ سره به يې هغوي ادبول. په مدينه کښې يو کس اوسيدۀ چې امام به يې ازارولو او کله کله به يې امام ته کنځل کول. د امام ځينو يارانو غوښتل چې هغه ووژني خو امام به په کلکه هغوي منعې کول. يوه ورځ امام د هغۀ د ځايې پوښتنه وکړه بيا په اس سور شو او د هغۀ پټي ته ورغي او همداسې سور په پټي ورننوت. سړي چغې کړې چې فصل مې مۀ تباه کوه، امام ورته خاصه توجه ورنۀ کړه اوهمداسې سور د هغۀ خوا ته ورغی، له اسه راکوز شو او په خندا او مسکا سره يې ترې پوښتنه وکړه په دې پټي دې څومره پيسې لګولي دي؟ سړی:  سل ديناره. امام:   د څومره ګټې اميد لرې؟ سړی:  له غيبو نۀ يم خبر. امام:  ومې ويل چې څومره اميد لرې؟ سړی: د دوؤ سوو دينارو اميد لرم. امام ورته درې سوه ديناره  ورکړل او وې فرمايل چې فصل دې هم ستا وي، خدايې به دې خپل اميد ته ورسوي. هغه سړي پاڅيد د امام سر يې ښکل کړ او وې ويل چې زما له ګناهانو او بديو تير شه. امام په مسکا سره راستون شو. بله ورځ هغه سړی په جمات کښې ناست ؤ چې امام ورننوت. دۀ چې کله امام وليدۀ نو وې ويل: الله اعلم حيث يجعل رسالته" (خدايې ښۀ پوهيږي چې خپل رسالت چاته ورکړي) ملګرو يې دوباره امام ته دعا وکړه. امام خپلو ملګرو ته وويل کومه لار ښه ده، ستاسو هغه يا دا چې ما له دۀ سره وکړه. سخاوت و بخښنه امام موسی کاظم عليه السلام دنيا مقصد او موخه نۀ ګڼله او که څه مال به لاس ته ورتللو نو غوښتل به يې چې له چا سره پرې مرسته وکړي، څوک غمجن پرې خوشاله کړي يا وږې پرې موړ کړي. محمد بن عبد الله بکري وائي: له مالي نظره سخت خراب شوې ؤم او د قرضې لپاره مدينې ته لاړم. هرې خوا ته چې مې سر ووهلو فائده يې ونۀ کړه او ډير ستړی شوم. له ځان سره مې وويل ښۀ ده چې امام موسی کاظم عليه السلام ته ورشم او له خپل حاله احواله يې خبر کړم. په پوښتنه مې هغه مبارک د مدينې په خوا کښې په يو پټي کښې په کار مشغول پيدا کړو.امام زما د ميلمستيا لپاره رامخکښې شو او ډوډۍ مو په ګډه وخوړه. له ډوډۍ ورسته يې تپوس وکړو: له ما سره دې څۀ کار ؤ؟ قيصه مې ورته واوروله، پاڅيد د پټي په خوا کښې يوې کوټې ته ورغی، له ځان سره يې درې سوه د سرو زرو ديناره راوړل او ما ته يې راکړل. زۀ په خپل اس او د قسمت په اس راسور راستون شوم. د امام ځينې خبرې 1 : عاجزي دا ده چې له خلقو سره هم هغه شان سلوک وکړې لکه څنګه چې غواړې له تا سره يې وکړي. 2 : د خدايې له پيژندلو وروسته هغۀ ته د نزدې کيدو تر ټولو ښه وسيله مونځ، له مور او پلار سره نيکي کول او د حسد او غرور پريښودل دي. 3 : څوک چې خيانت وکړي او مسلمان ته د څۀ شي عيب او خرابي ونۀ ښائي يا يې له بلې لارې دوکه کړي او چل ول ورسره وکړي خدايې په داسې کس لعنت کوي. 4 : د خدايې پاک د ټولو بد بنده هغه دی چې دوه ژبې او منافق وي، د خپل مومن ورور په مخکښې د هغۀ تعريف کوي او په شا يې بد وائي يا يې چې مسلمان ورور ته څۀ نعمت ورسيږي نو حسد ورسره کوي او کۀ په مصيبت کښې ښکيل شي نو مرسته يې نۀ کوي. 5 : څوک چې د دنيا عاشق شو د اخرت ويره يې له زړه څخه څادر ټولوي. 6 : تر ټولو ښه کار ميانه روي او منځلاروي ده . 7 : خپل مالونه د زکات په ورکولو سره خوندي کړئ. د امام موسی کاظم عليه السلام د امامت غښتلتيا ګرانو امامانو به له خپل ځانه وروسته د امام او ديني او سياسي مرجع مشر د ښودلو او ټاکلو لپاره په څرګنده او جوته توګه د هغۀ نوم اخستلو چې د هغو کسانو لپاره هيڅ لار او بانه پاتې نشي چې له دې لارې يې غلطه او ناوړه استفاده کول غښتل او ددې لپاره چې د امامانو صحيح منوونکو ته خپل امام معلوم شي. له دې امله امام جعفر صادق(عليه السلام) د عباسيانو په هغه سخت دور کښې هم د امام موسی کاظم عليه السلام امامت په څرګنده توګه بيان کړی او له ځانه ورسته يې ټاکلی دی چې څو نمونې يې دا دي: 1 : علي ابن جعفر وايي زما پلار امام صادق(عليه السلام) خپلو ځينو خاصو اصحابو او يارانو ته وفرمايل زما د بچي (اشاره ده امام موسی کاظم عليه السلام ته) په باب زما سپارښتنه ومنئ ځکه چې هغه زما له ټولو بچيو او ټولو پاتې کسانو غوره او لوړ دی. تر ما ورسته به زما ځاي ناستې او د خدايې په بندګانو د خدايې حجت وي. 2 : عمر بن ابان وايي امام صادق(عليه السلام) له ځانه ورسته د ټولو امامانو نومونه واخستل، ما ورته وويل چې اسماعيل هم پکښې دی، وې: نه په خدايې قسم! دا کار زمونږ په لاس کښې نۀ دی. 3 : منصور بن حازم وائي: امام صادق(عليه السلام) ته مې عرض وکړو چې زما مور او پلار له تا ځار شه له مرګه خلاصي نشته خو دا راته ووايه چې تر تا وروسته به امام څوک وي؟ وې فرمايل که ماته څۀ واقعه پيښه شوه دا بچی (امام موسی کاظم عليه السلام طرف ته يې اشاره وکړه) به ستاسو امام وي. د امام موسی کاظم عليه السلام عمر هغه وخت پنځۀ کاله ؤ البته د امام صادق(عليه السلام) يو بل ځوی عبدالله هم په مجلس کښې موجود ؤ. داسې نور ډير روايتونه او قيصې شته چې ټينګار کوي او څرګندوي چې اووم امام موسی کاظم عليه السلام دي نۀ اسماعيل. چې د پلار په ژوند کښې له دنيا لاړ او نۀ د اسماعيل بچې چې محمد نوميدۀ. خو سره له دې د امام له وفاته ورسته ځينې کسان د اسماعيل يا د هغۀ د ځوي محمد يا عبدالله د امامتۍ قائل شول او د رڼا له لارې چې ورته معلومه او روښانه شوې وه بې لارې شول. د امام د مکتب شاګردان دامام علم او پوهه د حضرت محمد (ص)او د خپلو نيکانو د علم او عمل بيانوونکې وه. د علم او کمال تږي به د هغۀ د مکتب له چينې خړوبيدل او داسې علم به يې زده کوؤ چې په ډير کم وخت کښې به يې د ايمان او علم لويې درجې حاصلولې. امام قابو شل کالن ؤ چې ګران پلار يې له دنيا لاړ او د خپل پلار د مکتب اکثرو شاګردانو او زده کوونکو دوي ته مخه کړه چې قابو ديرش کاله يې له دوي ګټه واخسته. د هغۀ حضرت د مکتب شاګردان په فقه، حديث، کلام او مناظرې کښې له نورو سره د پرتلې وړ نۀ وو او په اخلاقو علم او د مسلمانانو په خدمت کې د وخت بيلګه ؤ. د کلام د علم استادانو هغوي سره د بحث طاقت نۀ لرلو او په مناظرو کښې به يې ډير زر پښې سپولې او د خپلې بې علمۍ او عاجزۍ اعتراف به يې کوؤ. د امام  له دغو شاګردانو روحي لوړاوي او د شخصيت عظمت د مخالفانو په تيره بيا د حکومت سترګې بريښولې او سوزولې وې او ويريدل چې داسې نۀ وي امام په خپل محبوبيت او پوزيشن سره پاڅون وکړي. د امام ځينې شاګردان دا دي. 1 : ابي عمير(رح): د هجرت په 217 کال وفات شو. د امام موسی کاظم عليه السلام، امام رضا عليه سلام او امام محمد تقي عليه سلام شاګرد پاتې شوی دی. د امامانو له نزدې يارانو او مشهورو متفکرانو څخه ؤ او د ډيرو مسائلو په حقله يې روايات نقل کړي دي. جاحظ چې يو لوي عالم دی د دۀ په حقله ليکي: ابن ابي عمير د خپل وخت په ټولو څيزونو کښې بيلګه ؤ.[1] ابن بکير وائي ابن ابي عمير بندي شو او په بند کښې پرې ډير ظلمونه او کړاونه تير شول. ټول مال او شتۀ يې ترې واخستل او شايد د همدغو بندونو او کړاوونو په وجه د هغۀ د حديث کتابونه له منځه لاړل. 2 : صفوان بن مهران (رح) دې يو پاک او موثق و معتبرسړی ؤ. چې عالمان يې روايتونو ته اهميت ورکوي. په اخلاقو او کړچار کښې تر دې حده رسيدلي ؤ چې امام تائيد کړ(دا هماغه صفوان دی چې د اوښانو قيصه يې تيره شوه) 3 : صفوان بن يحې(رح): دې د امام موسی کاظم عليه سلام په اصحابو کښې يو بزرګ کس ؤ. شيخ طوسي ليکي: صفوان د حديثونو د نقل کوونکو او حديث پوهانو په نزد د خپل وخت تر ټولو عالم يو پاک سړی ګڼل کيږي. صفوان د اتم امام په وخت کښې هم ؤ او لويې مقام يې درلود. امام محمد تقي عليه سلام هم هغه په نيکۍ يادولو او فرمايل به يې: خدايې له هغۀ راضي شو، زۀ ترې راضي ؤم، هيڅکله يې له ما او زما له پلار سره مخالفت ونۀ کړو.[2] 4 : علي ابن يقطين(رح): د هجرت په 124 کال په کوفې کښې پيدا شو، پلار يې د امام صادق(عليه السلام) له ملګرو څخه ؤ او خپل مال به يې امام ته استولو، مروان وڅارولو چې له امله يې هغۀ سره د خپلو دوو بچو علي او عبدالله مدينې ته لاړل. کله چې اموي حکومت دړې وړې شو او عباسي حکومت جوړ شو نو يقطين راڅرګند شو او له خپل ټبر او بچو سره کوفې ته ستون شو، علي بن يقطين له عباسيانو سره بشپړ تماس لرلو او ځينې مهم حکومتي پوسټونه يې نصيب شول، د خپل پوسټ په مهال کښې يې د امام موسی کاظم عليه السلام له منوونکو او ملګرو سره ډيره.مرسته وکړه. هارون الرشيد علي بن يقطين خپل وزير جوړ کړو. او دۀ به ددې مقام په استفادې سره د امام د ملګرو لوټل شوي او ضبط شوي مالونه هغوي ته په پټه ستنول. يو ځل يې امام موسی کاظم عليه السلام ته وليکل چې زۀ له دې کاره تنګ شوی يم او له باچا سره نوره ګزاره نۀ شم کولی کۀ تۀ اجازت راکوې نو زۀ به له دې پوسټه څنګ ته شم. امام ورته په ځواب کښې وليکل چې نه دا کار مۀ کوه. علي بن يقطين د امام د حکمونو په پوره کولو کښې هيڅ سستي نۀ کوله او څۀ به چې امام فرمايل هغه  به يې کول يو ځل هارون الرشيد علي بن يقطين ته ځينې جامې ډالې کړې چې يوه ښکلې چُغه هم پکښې وه. علي بن يقطين ټولې جامې امام موسی کاظم عليه السلام ته يوړې. امام ټولې قبولې کړې خو چُغه يې وانۀ خسته.  علي بن يقطين پوهه نۀ شو چې امام ولې دا چٌغه ستنه کړې ده. څو ورځې پس علي بن يقطين له خپل يو رازدار غلام سره وران شو او هغه يې وشړلو. غلام چې له امام موسی کاظم عليه السلام سره د علي بن يقطين له مينې او له نورو پټو قيصو خبر ؤ،لاړو او هارون الرشيد ته يې هر څۀ ويل او دا يې هم وويې چې کومې جامې تا علي بن يقطين ته وکړې وې هغه يې امام ته ورکړي دي. هارون ډير غصه شو او وې ويل زۀ به تحقيق وکړم که ستا خبره رښتيا وه نو هغه به ووژنم او که دروغ دې ويلي وي نو بيا زۀ پوهيږم او تۀ. هارون الرشيد علي بن يقطين راوغوښت او وې پوښتل ما چې کومه چُغه مې درکړې وه هغه دې څۀ کړه؟ وې ويل هغه مې په عطرو خوشبويه کړې او په حفاظت سره مې ايښې ده. ښه  نو همدا اوس يې راوړه.علي بن يقطين خپل يو مريې واستوۀ. هغۀ چُغه يې راوړه او د هارون مخې ته يې کيښوده، هارون چې چُغه وليده نو په ارام شو او علي بن يقطين يې په احترام سره ستون کړ او وې ويل چې له دې ورسته به ستا په خلاف د هيچا چغلي ونه منم، بيا يې حکم ورکړو چې هغه غلام دې زر کوړې ووهل شي خو هغه په پنځوسو کوړو مړ شو. علي بن يقطين د هجرت په 182 کال کله چې امام موسی کاظم عليه السلام په بند کښې ؤ، وفات شو.[3] ځنې کتابونه يې هم شته چې نومونه يې شيخ مفيد او شيخ صدوق ياد کړي دي. 5 : مومن طاق: محمد بن علي بن نعمان چې کنيت يې ابو جعفر او لقب يې مومن طاق دي. د امام صادق(عليه السلام) او امام موسی کاظم عليه السلام له اصحابو ځنې ؤ او له امام صادق(عليه السلام) سره يې لويې مقام درلود. مومن طاق دا خصوصيت لرلو چې له مخالف سره په بحث او مناظرې کښې تل بريالې کيده. 6 : هشام بن حکم(رح): په بحث مناظرې او علم کلام کښې نابغه او په نورو لوړ ؤ. ابن نديم ليکي هشام يو لويې متکلم او له هغو کسانو ؤ چې د امامت په حقله به يې بحثونه کول او په علم کلام کښې ماهر او حاضر ځوابه ؤ. هشام ډير کتابونه ليکلي او د دينونو او مذهبونو له عالمانو سره يې په زړۀ پورې بحثونه لرل. يونس بن يعقوب وائي د امام صادق(عليه السلام) ځينې اصحاب مثلاًحمران بن اعين، مومن طاق، هشام بن سالم، طيار اوهشام بن حکم له هغو سره ناست ؤ. هشام ځوان ؤ، امام هشام ته وويل له عمرو بن عبيد سره دې څۀ وکړل او له هغۀ دې څرنګ پوښتنه وکړه؟ هشام ويل له تا شرميږم او ستا په مخکښې مې خلۀ کار نۀ کوي. امام ورته وويل چې نه خير دی ووايه. هشام وويل: اوريدلي مې وو چې عمرو بن عبيد د بصرې په جمات کښې کښيني او خلقو ته خبرې کوي. دا خبره په ما سخته وه. د جمعې په ورځ بصرې ته لاړم او جمات ته ورغلم عمرو بن عبيد ناست ؤ او خلق يې ګېر چاپېره ناست ؤ او پوښتنې يې ترې کولې. په خلقو کښې مې ځايې وکړو او د هغۀ مخې ته کښيناستم او ومې ويل: زۀ يو مسافريم او له تا يوه پښتنه کول غواړم، هغۀ اجازت راکړو ومې ويل: سترګې دې شته؟ وې ويل اې هلکه دا څنګه پوښتنه ده. ومې ويل زما پوښتنې بس همداسې دي تۀ يې ځواب راکوه. هغه هم ومنله.    ومې پوښتل: سترګې دې شته؟ هو. په هغو سره څۀ وينې؟ رنګونه او شکلونه پرې ګورم او معلوموم. پوزه لري؟ هو. په هغه سره څۀ کوې؟ بويونه پرې راکاږم. خله لرې؟ هو. په دې څۀ کوې؟ د خوراکونو مزه او خوند پرې معلوموم. ايا مازغه او د احساس مرکز هم لرې؟ لرم يې. له هغې څۀ کار اخلې. څنګه چې ستا ټول غړي او اعضاء روغ رمټ دي بيا ورته د مازغو حاجت شته ځکه چې کله دا غړي په څه څيز کښې شک وکړي نو مازغو ته ورګرځي او له هغو پوښتنه کوي چې شک يې لرې شي او يقين ورته حاصل شي.     نو مطلب دا چې خدايې پاک مازغۀ د غو غړو د شک د ختمولو لپاره ټاکلي او جوړ کړي دي؟هؤ. نو مازغو او د احساس مرز ته اړتيا او حاجت ضروري دی؟ هو. هشام وائي: ما ورته وويل چې خدايې پاک ستا غړي او اعضاء بې له داسې امامه او مرکزه نۀ دي پريښي چې د شک او تردد په وخت کښې ورته رجوع وکړي او سم له ناسمو وپيژني. نو څرګنه کيدې شي چې دا ټول مخلوق په شک، حيرانتيا او اختلاف کښې پريږدي او داسې يو امام او مشر ورته ونۀ ټاکي چې د شک او اختلاف په وخت ورته رجوع وکړي؟!! عمرو بن عبدود غلی شو او څۀ يې ونۀ ويل بيا يې ماته مخ کړو او وې پوښتل چې د کوم ځايې يې؟ ومې ويل: د کوفې. وې ويل ته هشام يې. زۀ يې له ځانه سره کښينولم او تر هغې يې خبرې ونۀ کړې چې زۀ پاڅيدم. امام صادق(عليه السلام) وخندل او وې فرمايل: دا استدلال درته چا ښودلي ؤ؟ هشام وويل بس همداسې مې په ژبه جاري شو. امام وفرمايل: اي هشامه په خدايې قسم دا استدلال د ابراهيم عليه السلام او موسی عليه سلام په صحيفو کښې شته. [1]  . منتهی المقال ص 254 چاپ سنګي [2]  . رجال کشي ص 503 [3]  . رجال کشي ص 430