د امام موسی کاظم عليه السلام مناظرې او علمي مذاکرې

امام موسی کاظم عليه السلام بلکې ټولو امامانو په خپل خدايې ورکړي علم سره د هرې پوښتنې ځواب د تپوس کوونکي له علم او پوهې سره سم ورکولو او ټولو کسانو حتی دښمنانو هم د هغوي د تفکر د قدرت او پوهي په وړاندې په خپلې عاجزۍ او بې وسۍ اعتراف کولو. هارون امام موسی کاظم عليه السلام له مدينې څخه بغداد ته راوغوښت او خبرو اترو ته ورسره کښيناست. هارون: زما په زړۀ کښې له ډيره وخته ځينې پوښتنې دي. تر اوسه مې له چا نۀ دي پوښتلی، غواړم چې تۀ يې ځواب راکړې ځکه چې اوريدلي مې دي، تۀ دروغ نۀ وايې. نو زما ځواب سم او رښتيا راکړه. امام: که د بيان ازادي راکړې نو ستا د پوښتنو سم ځوابونه به درکړم. هارون: د بيان ازادي لرې، څۀ چې غواړې ويلې شې. لومړۍ پوښتنه دا چې ولې تۀ او نور خلق عقيده لرئي چې تاسو د ابو طالب اولاده زمونږ نه يعنې عباس له اولاد غوره او بهتر يئ، حال دا چې مونږ او تاسو د يوې تنې يو. ابو طالب او عباس دواړه د پيغمبر(ص) ترونه وو او له پيغمبر(ص) سره د خپلوۍ له نظره څۀ توپير نۀ لري. امام: مونږ پيغمبر(ص) ته تر تاسو نزدې يو. هارون: هغه څنګه؟ امام: ځکه چې زمونږ پلار يعني ابو طالب د خدايې د رسول د پلار سکه ورور ؤ(يعني له يوې مور او پلار وؤ) خو عباس يې ناسکه ورور ؤ ځکه چې يوازې مور يې يوه وه خو پلاران يې جدا وؤ. هارون: بله پوښتنه مې دا ده چې ولې تاسو ادعا لرئ چې له پيغمبر(ص) ارث هم وړئ، حال دا چې کله پيغمبر(ص) وفات شو نو ترۀ يعني عباس (چې زمونږ پلار دی) ژوندې ؤ خو بل ترۀ يې يعني ابو طالب چې ستا سو پلار دی، نۀ ؤ ژوندې او دا خو معلومه ده چې کله ترۀ ژوندې وي د ترۀ ځوي ته ميراث نۀ پاتې کيږي. امام: د بيان ازادي راکوې؟ هارون: اول مې وويل چې ازاد يې. امام: امام علي بن ابي طالب  فرمائي کله چې اولاد موجود وي نو له مور، پلار، ښځې او خاوند پرته نورو ته ميراث نۀ رسيږي. او چې اولاد وي نو د ترۀ لپاره نۀ په قران کي ميراث ثابت شوی دی او نۀ په روايتونو کښې (نو څوک چې وايي ترۀ د پلار په شان دی چټي او بې ځايه خبره ده او دليل نۀ لري) نو چې کله بي بي فاطمه زهرا(س) يعني ده پيغمبر(ص) لور موجوده وه د هغۀ ترۀ عباس ته ميراث نۀ راسيږي. هارون: بله پوښتنه دا چې تاسو ولې خلقو ته دا اجازت ورکړي چې تاسو د پيغمبر(ص) له کورنۍ او نسله وبولي او د رسول بچي درته ووايي حال دا چې تاسو د حضرت امام علي عليه السلام بچی يئ ځکه چې نسل په پلار پسې ځي، نۀ په مور پسې، او پيغمبر(ص) خو ستا سو مورينې نيکه دی. امام: که پيغمبر(ص) راژوندي شي او ستا لور وغواړي نو ورکوي يې؟ هارون: سبحان الله ولې يې نۀ ورکوم بلکې په دې خبره خو په عربو عجمو او قريشو کي وياړ هم کوم. امام: خو پيغمبر(ص) زما لور نۀ غواړي او زۀ يې هم نه ورکوم . هارون: ولې؟ امام: ځکه چې هغه زما پلار دی (که څه هم د مور لخوا) خو ستا پلار نۀ دی، نو ځان ته د رسول بچی ويلې شم. هارون: نو تاسو ولې ځانته د خدايې د رسول نسل وايې، حال دا چې نسل او ذريت د ځوي لخوا  وي، نۀ د لور لخوا. امام: ما له دي ځوابه معاف کړه. هارون: نۀ پکار ده چې ځواب راکړې او له قرانه دليل راوړې. امام: "... وَ مِن ذُرِيَةِ دَاودَ وَ سليمانَ وَ ايوبَ وَ يُوسفَ وَ هارون و کَذالِکَ نَجزی المُحسِنِين. وَ ذَ کَرِيا وَ يَحيَي وَ عِيسَی...." (د انعام سوره 83 و 84 ايتونه) اوس له تا پوښتنه کوم عيسی چې په دې ايت کښې د حضرت ابراهيم ذريت او نسل بلل شوي د پلار لخوا له حضرت ابراهيم سره نسبت لري که د مور لخوا؟ هارون: قران  وايې چې د عيسی پلار نۀ ؤ نو ضروري خبره ده چې ده مور لخوا. امام: نو د مور لخوا يې د حضرت ابراهيم نسل بللی دی مونږ هم د خپلې مور بي بي فاطمې (ع) لخوا د پيغمبر(ص) نسل او اولاد ګڼل کيږو. بل ايت هم درته ووايم؟ هارون: ووايه. امام: د مباهلې ايت خو به دې لوستې وي: فَمَنْ حَاجَکَ فِيهِ مِنْ بَعدِ مَا جَائَکَ مِنَ العِلمِ فَقُل تَعَالَوا نَدْعُ اَبْنَائَنَا وَ اَبنَائکُم و نِسائَنَا وَ نِسَائکم وَ اَنفُسَنا وَ اَنفُسَکُمْ ثُمَ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَلْ لَعْنَةَ اللهِ علیَ الکَاذِبين. (سوره ال عمران ايت 61 ) يعني… تاسو خپل زامن راولئ مونږ به خپل راولو تاسو خپلې ښځې راولئ مونږ به خپلې او تاسو خپل نفسونه راولئ مونږ به خپل، بيا به مباهله وکړو او په هغه چا به د خدايې لعنت وکړو چې دروغجن دي" هيچا نۀ دي ويلي چې پيغمبر(ص) د نجران له نصاراوو سره مقابله کښې له امام علي، فاطمې ، حسن او حسين عليهم السلام پرته بل څوک له ځان سره بوتللي وو، نو دا ابنائنا(يعني خپل زامن ) مصداق حسن او حسين عليهما السلام دي يعني پيغمبر(ص) د خپلو زامنو په ځاي حسن او حسين عليهما السلام بوتللي وو، سره له دې چې دوي د مور لخوا د پيغمبر(ص) زامن دي او دګران رسول د لور زامن دي. هارون: زمونږ نه څۀ غواړې؟ امام: نه. هيڅه يوازې غواړم چې کور ته لاړ شم. هارون: په دې حقله به فکر وکړم.