خاتميت د قران او راويانو له نظره

اوس به ځنو هغو ايتونو ته اشاره وکړم چې په هغو کې د اسلامي شريعت بشپړتيا او د حضرت محمد(ص) خاتنيت ته اشاره شوې ده: و تمت کلمة ربک صدقاً و عدلاً لا مبدل لکلماته و هو السميع العليم[1] "ستا د پرورګار کلام د رښتياوالي او انصاف له نظره کامل شو او څوک يې هم د بدليدو توان نه لري او هغه اوريدونکی او پوه دی". ما کان محمدٌ ابا احدٍ من رجالکم و لکن رسول الله و خاتم النبيين.[2] "محمد(ص) په تاسو سړو کې د هيچا پلار نه دی بلکی هغه د خداي رسول او تر ټولو وروستی پيغمبر دی". د خاتَم يا خاتِم ټکی چې جمعې ته اضافه شي(مثلاً دلته چې نبيين ته اضافه شوی دی) نو د اخر په معنا راځي او دلته د خاتم النبيين معنا اخرالنبيين ده. رسول او نبي دواړو ته شامليږي. يعنې ټول پيغمبران نبيان وو نو د خاتم النبيين مطلب دی چې پيغمبر(ص) وروستی رسول دی. تر دۀ وروسته به نه نبي راځي او نه رسول. ان هذا القران يهدي للتي هي اقوم[3] بې شکه دا قران تر ټولو پروګرامونو زيات مستقل او ټينګ راهنما او لارښود دی. نو څرګنده ده چې له دی حالت سره نورو پروګرامونو ته حاجت نشته.د خاتميت مسئله په اسلامي مدارکو او کتابونو کې دومره زياته راغلې ده چې له څرګندو او روښانه اسلامي مسائلو ګڼل کيږي. په دی حقله ځينې روايتونه دا دي: 1. د اسلام پيغمبر(ص) فرمايي: پوه شئ چې تر ما وروسته به کوم پيغمبر يا دين نه راځي.[4] 2 . امام باقر(ع) فرمايي: خداي پاک په قران مجيد سره کتابونه او په محمد(ص) سره پيغمبران پاي ته ورسول.[5] 3 . امام علي(ع) فرمايي: خداي پاک حضرت محمد(ص) تر ټولو پيغمبرانو وروسته نازل کړو او په هغوي سره وحي پاي ته ورسيده.[6] 4 . پيغمبر(ص) علي(ع) ته وفرمايل: ته زما په نسبت داسې يې لکه هارون چې د موسی(عليه السلام)  په نسبت ؤ. فرق يوازې دا دی چې تر ما وروسته بل پيغمبر نشته.[7] 5 . امام رضا(ع) فرمايي: د محمد(ص) شريعت به تر قيامته نۀ نسخ کيږي او د قيامت تر ورځې به بل پيغمبر رانشي.[8] د دغو او نورو ډيرو احاديثو معلوميږي چې پيغمبر(ص) وروستی رسول او د اسلام پاک دين جامع او تل پاتی دين دی. دې دين د مطالبو عظمت، د مفاهيمو لوړاوی او د قواعدو پراختيا د دې د تازه والي او تل پاتې والي ضامن دي چې تر قيامته به وي. نو له دې ښه خبره کومه ده چې د اسلام د پراختيا او خپرولو کوشش وکړو. [1]  . سوره انعام ايه 115 تفسير الميزان ج7 ص348، تفسير منهج الصادقين ج3 ص439. [2]  . سوره احزاب ايه40. [3]  . لسان العرب ماده خَتَمَ. [4]  . (قال النبي(ص): يا ايها الناس انه لا نبيَ بعدي و لا سنٌةَ بعدي...) مستدرک ج2 ص262. [5]  . اصول کافي ج1 ص177. [6]  . (...فقضی به الرسول و ختم به الوحی، نهج البلاغه فيض الاسلام خطبه133 ص403. [7]  . (قال رسول الله(ص) اما ترضی ان تکون مني بمنزلةِ هارون من موسی الا انه لا نبيَ بعدي) کامل ابن اثير چاپ 1385 ج2 ص278. [8]  . قال علي ابن موسی الرضا(ع): (...و شريعةَ محمد(ص) لا تنسخ الی يوم القيامه ولا نبي بعده الی يوم القيامه...) عيون اخبار الرضا ج2 ص80.