محاسن الإسلام د اسلام د مقدس دین ښېګڼي

محاسن الإسلام د اسلام د مقدس دین ښېګڼي

محاسن الإسلام د اسلام د مقدس دین ښېګڼي

Publish number :

دوهم

Publication year :

2011

Number of volumes :

1

(0 Votes)

QRCode

(0 Votes)

محاسن الإسلام د اسلام د مقدس دین ښېګڼي

محترمو مسلمانانود اسلام د مقدس دين له محاسنو او ښیګڼو څخه اول دادئ چي اسلام د انسان د ويني او ژوند په بې مثاله ډول سره احترام او قدر کوي ، ترداسي حده چي اسلام د هغو فاسد و أغراضو په خاطر هیڅ کله د انسان د ويني د تویولو اجازه نه ورکوي کوم چي له اسلام څخه پرته نور اسماني تحريف سوي مذهبونه او يا غير اسماني مذهبونه د هغو فاسد و أغراضو د لاس ته راوړلو په سبب د انسانانو د ويني توبول جائز بلكي ضرور كني. ځکه اسلام دانسان په تمدني حقوقو کښي دانسان دجان اوخون تحفظ ترټولو حقوقو أهم او ضروري حق بولي ،اودانساني خون داحترام په لاره کښي ترټولو اجتماعي فريضور ومبنى فريضه دا بولي چي يو انسان دبل انسان دروح او ژوند احترام ولري ، اودهغه وژوند ته هر قسم وده ورکړی او انسان باید ضرور دیل انسان دژوند له مخالفو لارو سره هيڅ تعلق ونه ساتي بلکي نه تنها دا چي اسلام صرف یو انسان د بل انسان د ويني له تویولو راګرځوي ، اسلام هر انسان د خپل ژوند پر تحفظ لازيات مكلف بولي. دا ځکه چي د انساني جامعې ټول حقوق او ټول فرائض د انسان پر ژوند موقوف دي. همدا سبب دئ چي اسلام یو انسان د بل انسان له ضرر رسولو بي احترامي کولو او د هغه د حقوقو له ضائع کولو په پوره ټینګار او تأكيد منع کوي. البته اسلام د انسان د نفس ، مال او ناموس قدر او ارزښت مطلق العنان نه دئ بللئ، بلکي د هغه لپاره يې حدود وضع کړيدي ، تر څو چي انسان په هغو حدودو کښي داخل وي نو د هغه نفس ، مال او ناموس احترام لري. بالمقابل که یو انسان له هغو حدودو څخه خارج شي ، نو بيا دده نفس ، ناموس او مال هدر او بې ارزښته بولي. خو تر کومه حده چي د انسان د ژوند او د هغه د ژوند د ټولو حقوقو تحفظ کوي ، او په کوم ډول يې کوي ؟ هغه پرته له اسلامه په بل تهذيب كښي نه درك سوي او نه شویدي، او نه به يې درك وشي، او نه به د نړۍ په عقل کښي ( که چيري له تعصب او عناد څخه صرف نظر شي او صحیح تدبر وكړي ) پر همدغه تحفظ باندي اعتراض پیدا نه شي . او نه به تر هغه حد پورته چي اسلام د انسان د ژوند د خوندي ساتلو په لاره کښي ټاکلی دی ، بل حد او اندازه روا ويولي. اسلام نه يوازي د انساني نفس احترام لري، بلکي د هر جاندار حیوان و نفس او ژوند ته په خپلو ارزښتناکه حدودو کښي قدر او أهميت وركوي.