دسيدجمالدين له نظره اسلامي اتحاد

دسيدجمالدين له نظره اسلامي اتحاد ليکوال: عبدالرحيم درانی سيد جمال الدين له دې وروسته چې  سترو اسلامي هيوادونو ته سفر وکړ او له نيژدې ېې دهغوي خراب حالت وليدخپل اصلاحي پروګرامونه ېې پيل کړل ظاهراً په وروستيو پيړيو کې دلويديځ په وړاندې داسلامي ا تحاد لومړني بيرغوال بلل کيږي دهغه له نظره  اسلامي اتحادمذهبي اتحاد نه ؤ چې يوه غير عملي چاره ده  دهغه هدف  دسياسي او جبهه اي اتحاد رامنځته کيدل ؤيعنې مسلمانان دې  ددښمنانوپه ضد يو ه واحده جبهه جوړه کړي سيد جمال الدين باوري ؤ چې مسلمانان ددغسې يوې جبهې دجوړلو وس او وړتياوې لري  دهغه له نظره په يو ځاي کې د اسلامي ټاټوبو موقيعت اووحدت ته دقران مجيد بلنه هغه مهم عوامل دي چې داسلامي ټولنې په وحدت کې اغيزمن ثابتيدلاي شي دغو آرونو ته په پام سره  لومړي خو مسلمانان دخطرو په وړاندې واحد احساس پيداکولاي شي او له هغه وروسته  ددفاع لپاره  بايد واحده جبهه جوړه شي او بيا په ګډه عمل کولاي شي . سيد جمال الدين به خبرداري ورکاوه چې په مسيحي لويديڅ کې صليبي روح هماغه راز ژوندي او غړغړانده دي  له دې سره سره چې لويډيځ  دآزادۍ غوښتنې په ماسک سره تعصب غندي  خو په خپله د تعصب په تيره بيا له مسلمانانو سره له مذهبي تعصب سره مخامخ دي  . له دې چې  لويديځوال دمسلمانانو دينې عقيدې دهغوي ترمنځ استواره تړاو بولي نو هڅه کوي د مخالفت يا تعصب له لارې دغه پيوند کمزوري کړي  له همدې امله سيد جمال الدين باوري ؤ چې که تعصب  په هماغه سم مفهوم يعنې دينې غيرت وکارول شي  دواحدې عقيدې پر چورليز دملتونو داتحاد سبب کيدا ي شي او هغوي به  له دښمنانو سره ګډې مبارزې ته يو موټي کړي .خو  له بده مرغه په اسلامي ټا ټوبو کې دپان عربيزم ، پام ترکيزم ، پان ايرانيزم او نورې دغسې ملت پالې ګروهنې  د لويديځ له لوري تبليغيږي  پردې سربيره ېې په مسلمانانوکې دشيعه اوسني ستونزوپه پيدا کولو سره هڅه کړې ده  له استعار سره مبارزه له ستونزوسره مخامخ کړي او  اسلامي اتحاد ته ستونزې پيدا کړي  . داسلامي اتحادلپاره دسيدجمال الدين هڅه يوازې نظري نه وه هغه   ددغه اتحاد د تحقق لپاره عملي طرحې  هم وړاندې کړي دي سيد جمال الدين هڅه کوله مسلمانان يو ستر او پياوړي هيواد له پردېو سره دمقابلې لپاره ديوې اډې په توګه ومني په لومړي سر کې هغه عثماني هيواد ددغه کارلپاره غوره کړ او هلته ېې داسلامي اتحاد د  جميعت بنسټ کيښود چې  سلطان عبدالمجيد عثماني هم دهغه نظر تايد کړ په سر کې وپتيل شوه چې له هر اسلامي ټا ټوبي دې يو استازي  دحکومت په انتخاب سره او عالمانو له منځه  يو استازي  د دخلکو په خوښه غوره شي او دغې ټولنې ته دې واستول شي او په دغه کانګرس کې دې شتون ولري تر څو داسلامي ټولنې لپاره فيصلې وکړاي شي هغه غوښتل چې ملتونه او حکومتونه دې  دهغو دفيصلو درناوي وکړي  او کله چې يواروپايي هيواد پر کوم اسلامي هيواد ظلم او ناورا کوي  دغه کنګرس او ټولنه دې سمدستي فيصله وکړي  دمثال په توګه ددغه اروپايي هيواد  شيان دې بايکاټ کړي  اويا دې ورسره دجهاد اعلان وکړي  د سلطان عبدالحميد له موافقې وروسته کابو ۶۰۰ ليکونه وليکل شول چې تر دووسو زيات ځوابونه ېې هم ترلاسه کړل خو له دې چې سلطان عبدالحميد ددغه کار داجرا مسوليت شيخ الاسلام ته وسپاره له بلې خوا په ايران کې ددغه فعاليت مسولين دناصرالدين شاه قاجار له لوري ونيول شول نو دسيد جمال الدين دغو هلو ځلو نتيجه ورنه کړه . دجميعت اتحاد اسلامي اصول : هغه اصول چې سيد جمال الدين دجميعت اتحاد اسلامي لپاره غوره کړي وو په هغو کې دغه اصول ديادولو دي : ۱ ـ  دهر هيواد اتحاد بايد د خپل هيواد  دسياسي او ټولنيز نظام داصلاح لپاره وي  ددغې چارې اړتيا دا ده چې تر هرڅه وړاندې دې ددغه هيواد خلک سره متحد شي او بيا دې فاسد ډارن او بېکاره مشران  دخلکو په ملاتړ او عالمانوپه ملاتړ  څنګته شي  . ۲ ـ سيد جمال الدين توکم پالنه او قوم پالنه ددغې ټولنې ستره بلا بلله  ځکه خو يې ځان کله افغان  ،کله ايراني او کله ترکي معرفي کاوه . ۳ ـ  داسلامي هيوادونو پيروان ېې زغم ته بلل  هغه دلويديځ و لو په وړاندې دمسلمانانو تعصب ستايي  خو ديو بل په وړاندې ېې دمسلمانانو تعصب اوفرقه پالنه غندله  هغه يوځل ويلي ؤ داسې ښکاري چې مسلمانانو اتحا د کړي ددې لپاره چې اتحاد به نه کوو .