سلمان فارسي رضی الله تعالی عنه

جلیل القدراو مشهوروصحابه ووکې شمار دی ، دنوموړي دژوندحالات په "مسنداحمد" ، "حلیة اولیاء"،" جمع الفوائد"اودحدیثو په نورو کتابونو کې په ښه تفصیل راوړل شوي دي ، سلمان فاررسی(رض ) صهیب رومی(رض) اوبلال حبشی(رض ) دریواړه عربا ن نه وه، دحدیثو کتابونو کې ددریواړو دفضیلت په اړه د رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) ګڼ ارشادات خوندي شوي او دریواړه  (رض )دډیرو لویو تکلیفونو اوازمایښتونو له زغملووروسته رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) ته رسېدلی ،البته سلمان فارسی رض  پخپل  ژوند کې ګڼي  حیرانوونکې پېښي هم لېدلي  او تراوږدي مودي ژوندی هم و. داسلام دځلانده لمرراختو په مهال نورادیان: سلمان فارسی (رض )ایرانی و، پخوا ایران ته فارس ویل کېده ، په دي وجه نوموړی په " سلمان فارسي" (رض )  بلل کېده ، دنېږدي زرکاله قدیم فارس  پلازمېنه "مدائن" و، ددي سېمې خلک مجوسیان وه او داورعبادت یې کاوه ، څوک چې ځانونه دابراهیم (علیه السلام ) دزماني یوه مشهور سړي (زردشت) (یارزتشت) ته منسوبوي ،په دي  ورته  زردشتي یا زرتشتي ویل کېږي ، زردشت دیوه کتاب  (یندراوستا) څښتن و،  خدای(') ښه پوهیږې چې هغه څنګ کتاب و، داهم  کېدای شي چې اصلي کتاب به صحیح  و، وروسته پکې تحریف شوی وي ، څنګ چې په  تورات کې یهودو اوعیسایانو بې شمېره تحریفونه کړي ، هم داسي دهندوانو کتاب "ګیتا"دی کوم چې" رام چندرجی اوکرشن" ته منسوب دی، پکې دتوحید ذکر هم و، خو پیروانویې پکې وروسته  مشرکانه عقاید ننویستل ،خوبیا هم په بشپړ وثوق نشي ویل  کېدای چې  دهند وانو کتابونه لکه "ګیتا،منوسمرتی، اوچاروید" کوم اصلیت هم لري اوکه نه  ؟ داپنځه شپږزره پخوانۍ خبري  دي ،مونږ یې نه تصدیق کولای شو  اونه تګذیب ، په همدي توګه د"مها تما بده"په باره کې څه نشي ویل کېدای چې ایا هغه دهري و، اوکه دکوم دین تابع و ، په حقیقت الله(')  ښه پوهیږي ، "لانصدقهم ولانکذبهم"مونږ نه ددغو کتابونو دصحت په باره کې څه وایو اونه یې دناسموالي په اړه؛ تورات اوانجیل الله (') په پیغمبرانو (موسی اوعیسی) باندي نازل کړی وه ،خوپکې تحریفونه  وشول، چې دتاریخي اسنادوله مخي یواځي په انجیل کې یې دري زره  محرفي  خبري ننویستې، غرض داچې سلمان (>) په نسل ایرانی و، اوپلارنیک یې مجوسیان ول . دسلمان (>) دزوکړي  وطن : سلمان فارسی (>) پخپله خپل حالات ویلي دي ، چې په بېلا بېلو روایتونو کې راغلي ، هغه دایران داصفهان ولایت اوسېدونکی و، دکلی نوم یې "جئ" ، چې د"رام " په نوم  سېمې  هرمز( اوسني بندر) ته نېږدي پروت دی ،  ورته په  دي وجه "هرمزي اواصفهانی"  هم ویل شوي ، پلاریې مجوسي ، اودخپل کلي مشر کروندګر و چې په دي ورته  ددنیاوي اودیني  دواړو پلوه اثرو رسوخ په برخه وه ، هغه ددي څخه علاوه چې د کلي مشر هم و ، د"اتشکدي " واک هم ورسره و ،هغه غوښتل  خپل یوسر ځوی ته   ددیني اودنیاوي دواړو پلوه ښه روزنه ورکړي ، لومړی یې دسیمې په کچه دمجوسیت روزنه ورکړه ، اوتل یې ورته په مجسویت دعمل اواستقامت توصیه هم کوله . دمجوسیت نه دعیسویت  په لور: پلار یې هره ورځ  د کرهڼي دڅار لپاره له کوره وت ،یوه داسي مرحله راغله چې هغه دکور جوړولو کار پيل کړ ، دکرهڼي او ځمکودڅار ذمه واري د سلمان په  غاړه کېښوده ،خپله دکور جوړولواوترمیم به چارو لګیاشو،سلمان چې  ځمکوته دکار اوڅار لپاره په کومه لار تېریده، هغه  دعیسویانوپه یوه ګرجاتيره وه ، یوه ورځ  ددې لپاره چې  ځانته دهغوئ دعبادت  کولوطریقه  معلومه کړي،هغي ګرجی  ته دننه  ورغی ، هلته ورته دعیسویانو دعبادت طریقه دمجسویانودطریقي نه ښه ښکاره شوه ، لږ  ځنډهلته  تم شو، بیا خپلو ځمکوته روان شو خو په زړه کې یې  دعیسویانو عبادت ځای ونیوه  ،  بیرته کورته په ستنیدو کې یې ناوخته کړه ، پلار تري دناوخته کولو وجه وپوښتله  وی  ویل : په لار ه کې دعیسویانو ګرجی ته لاړوم،ځکه  ناوخته شوه ، پلارچې  وړاندي هم ددیني رجحان په اړه یې  ډاډمن نه و، ددي په اوریدویې دا اندېښنه نوره هم سیواه شوه ، هسي نه چې سلمان عیسویت قبول کړي ؟ اخر تري وي پوښتل :ځویه ته  خودمجوسیت  په سیوري کې  روزل شوی یې، اودعسویانوګرجي ته هم لاړیې په دواړو کې درته کوم دین غوره  معلوم شو؟ سلمان په ډاډ سره  وویل :راته دعیسویانو دعبادت طریقه ښه ښکاره  شوه ، ددي په  اوریدوسره   پلارتري ناراضه شو ، اوورپورته شوډیرزیات یې  وواهه ، خوسلمان له خپل  دریځه  ونه ګرځید ،  اخر پلار په پښو کې ورته زولني واچولي ،اوبندي یې  کړ،سلمان هڅه او کوښښ  وکړ څو په یوه نه یوه تو ګه ځان له قید ه  خلاص کړي ، ددی لپاره یې  عیسایانوته  پیغام ولیږه : زه ستاسي د دین غوره کو له امله په سخت قید اوبند کې یم  ،ماسره  مرسته وکړئ ، عیسوي پادریانو ورته  په ځواب کې  وویل:ستاپلار لوی سړی دی مونږ یې دمقابلي څخه عاجزیو یو البته مونږ له تاسره یوکومک کولای شو ،چې له دي ځایه تا  شام ته ولیږو ، هلته دعیسوي زدکړولپاره لوی لوی مرکزونه جوړدي ،هلته  به په ازاده اوخلاصه  فضا کې عیسویت زده کړي ،  که دتلو هوډ لري دشام سوداګریز کاروانونه دلته  ځي راځی مونږبه دي دیوه کاروان سره  ملګری کړو اوهم به درته دقافلي دتګ  اطلاع درکړو! څه وخت پس  عسایې راهبانو خبر ورکړ  چې شام ته  تجارتي قافله  په  پلانۍ ورځ روانیږي ، ته کولای شی  چې ورسره ځان  ملګری کړي  ،ددي پیغام په رسیدو سلمان فارسی(>) په څه چل  دپښو زولني پریکړي ،اوله کوره ووت، د قافلي سره شام ته روان شو ، درسیدو وروسته هلته  دیوه لوی عیسایې عالم  درک  یې معلوم کړ او  ورغی ، دخپل حالت نه یې  خبر کړ ، داچې  هغه   دعیسوي زده کړي ښوونځی و،له وړاندي پکي  نورزده کوونکې هم وه ،عیسوي راهب پخپله مدرسه کې قبول کړ، او په زدکړو لګیاشو هلته ورته  داستوګني په ورځو کې جوته شوه چې  پادري دنیا پرست دی، له   صدقو اوخیراتونویې خپل صندقونه ډکول ، اوهلته  دمیشتودرویشانو داړتیاووخیال یې نه کا و،څه موده پس هغه مړشو په ځای یې بل کیناست هغه نسبتا ښه سړی و ، سلمان (>) دهغه په خدمت کې لګیا و،تري علم یې کاو، کله چې دهغه دمرګ وخت راغی نوسلمان (>) خپل استاد ته وویل : ماته څه مشوره راکوي چې زه له تا وروسته کومه لار ونیسم ؟ هغه ورته وویل دلته زمونږ  ددین سهي پیروان نشته، که ته غواړي چې سهي عیسویت زده کړي نودعراق موصل ښارته لاړشه هلته دعیسویت پاخه عالمان شته دي له هغوئ نه  دي پاتي زدکړي پوره  کړه. سلمان (>) دهغه دهدایت سره سم دشام نه عراق ته لاړ ، اوهلته دکوم لوی پادري سره دیره شو، اخر دهغه دمرګ وخت هم نیږدي شو ،سلمان (>) هغه ته هم وویل :بابا زه ستا دمرګ وروسته څه وکړم اوله چا نورعلم حاصل کړم ؟هغه وویل : دلته یوهم ښه سړی نشته، ښه داده چې ته "نصیبین"ته لاړشي !هلته زمونږ ددین ښه عالمان  دي دهغوئ نه پاتي علم پوره کړه، داسېمه هم په عراق کې ده د"حرماس" بحیري  په څنډه پرته ده ، دهغه دمشوري سره سم داستاذ دوفات وروسته سلمان (>) نصیبین ته لاړ ، هلته یې هم دیوه لوی پادري  نه زدکړي کولی ،  څه موده وروسته دهغه دمرګ وخت هم راغی ، هغه ته  یې وویل : زه ستا دمرګ وروسته څه وکړم ؟  هغه دسلیم فطرت خاوندو ،هروخت په عبادت اوریاضت  لګیا و ،  ویلي: دلته ځما نه وروسته تاته ښه معلم  به په لاس درنشي ،ښه دا ده چې ته "غموریا" ته لاړشي ، اوهلته لوړعلوم ولولي ، غموریا په اسیائي کوچک(اوسنۍترکیه کې راځي ) یوښار و چې  وړاندي ورباندي "  بازنطین یان"  واکمن و ، اوبیا دعبا سیانو په دوره کې معتصم بالله فتحه کړ ه دوروستي پیغمبر دري نښي : دسلمان فارسی = جومات داستاد سره دسلا وروسته  سلمان (>) غموریاته لاړ ، هلته دیوه لوی پادري نه یې  زدکړي  پيل کړي ، کله چې دهغه پادري دژوند وروستئ شیبي راغلي ، نوسلمان (>)هغه ته وویل:استادزه ستانه وروسته څه وکړم ؟ اوله چا زدکړي وکړم ؟ پادري وویل :ځما نه  وروسته دلته راته یومعقول انسان هم په نظر نه راځي ، ټول دنیا پرست خلک دي ته له دوئ نه څه  نشي یادولی ، خو ماتهله قرائنو معلو میږي ، چې دوروستی پیغمبر دراتلو وخت دی ، اوهغه به په نیږدي وخت کې ظهوروکړي ، زه تاته دهغه وروستي پیغمبر دنبوت نښي درپېژ نم ، که ته هغه  ومومي ،  داتاته ترټولو  غوره وي ، دالله تعالی وروستی پیغممبر به دعربو په هیواد کې پیدا کېږي ، دهغه دهجرت ځمکه  ریږ ژنه ده ، چیري چې به  دخرماوو وني وي ، ، هغه به صدقه نه خوري ، اوهدیه به قبلوي ، هم داراز دهغه ددواړو ولیو په منځ کې دنبوت مهردی ، که ته وس لري له ما وروسته دغه هیوادته لاړشه ! دغلامۍ په اغزنه وادي کې : پادري ددي علاماتو دښودو وروسته ومړ ، په دي منځ منځ  کې سلمان (>)  دومره تجارت اوکار وکړ چې لږه پانګه یې پیدا کړه ، په هغه یې وزي اومیږي وپیرلي   ، اتفاقا  دي وخت کې دبني کلب یوه تجارتي قافله  هلته راغله، سلمان (>) دقافلي دخلکو وغوښتل چې ما دځان سره عربي هیواد ته بوځئ ، ددي لپاره یې دقافلي خلکوته څو غوایان ، وزي اومیږي ، دهدي په ډول ورکړي ، سلمان (>) دقافلي دګډونوالو نه  داهم معلومه کړه چې ددوئ هیواد ریږژن دی ؟ اوهلته په لوی شمېردخرماوو باغونه هم شته ؟په دي سره زړه یې ګواهي ورکوله چې داهم هغه زمکه ده چيري چې دالله (') وروستی پیغمبر راتلونکی دی،په هرصورت نوموړی دقافلي سره روان شو،خودمکی مکرمی په لاره کې  (وادی القری) په رسیدودقافلي خلکوهغه دځانو غلام کړ، ورسره پاتي څاروي  اوپیسي یې تري په زور غصب کړي ، اوخپله دی  یې باذار کې دغلام په نوم وپلوره. مدیني منوري ته نیږدي دیهودو یوه  مشهوره قبیله "بنوقریظه " اوسیده ، په دغو ورځو کې دهغي ځینې کسان په مکه مکرمه کې وه ، هغوئ سلمان (>) دبني کلبله خلکو څخه وپیره ، او له ځانوسره یې مدیني منوري ته یې بوته ، کله چې نوموړی مدیني منوري ته ورسید ،وي لېدل  چې په دي زمکه کې هغه دریواړه نښي نښانې موندل کېږې  کومي چې ورته پادري ښودلی وي ، دهغونښو سره سم زمکه ریږژنه وه، پکې   دخرماوو ګڼ باغون وه ،عین ممکن چې الله (') خپل وروستی استازی هم دلته  راولېږې! یوه ورځ  یې دیهودي په باغ کې کار کاو،مالک هم ورسره و، دي کې وچې  دیهودي ځوی په منډه تیز راغی اوپلارته یې خبرراوړ چې هغه کوم سړي په مکه مکرمه کې دنبوت دعوه کړي ،هغه هجرت  وکړ مدیني منوري ته راغلی ،اوس په قبا کې دی ، سلمان فارسی (>) دخپل ځای نه لږ دهغوئ  په خوا نیږدي شو ،څو د یهودي نه  ددغه سړي په اړه معلومات واخلي ، خوهغه وراټه ستا ددي خبرو سره څه ؟ځه خپل کارکوه ،دسلمان (>) باورراغی ، چې داهم هغه  د ی ، چې دموندلوپسي یې زه راوتی یم ، کله چې دکار نه وزګار شو قبا ته روان شو ، درسول الله (2) په خدمت کې حاضر شو ، پادري چې کومې نښي ور  ښودلي وي دهغو معلومولولپاره  یې دا طریقه  غوره کړه.... نوربیا