د صوفي عبدالرحمان بابا ژوند او اند
د صوفي عبدالرحمان بابا ژوند او اند
Author :
کاظم بیمار
0 Vote
38 View
عبدالرحمان بابا د مهمندو د بهادر په کلي کي په ١٠٤٢ هجري کال کي زيږيدلى دى، پلا ريي عبدالستار خان نوميده. خپل د هغه وخت ديني تعليمات پخپل ولس کي سرته رسولي دي. رحمان بابا په کال ١١١٨ هجري کي وفات او د پيښور په ښار کي خاورو ته سپارل شويدى.
صوفي عبدالرحمان لکه د نړۍ د نورو لويو شخصيتونو او شاعرانو په څير په نړۍ وال ډګر کي خاص ځاي لري په تقوا او زهد کي لکه د حکيم سناي غزنوي او حافظ شيرازي او سعدي غوندي مقام لري. ده پخپلو اشعارو کي د زهدو تقوي او بشري ښيګڼو په هکله بشر ته لار ښوونه کړي او دايي بيان کړيدي چه د شر څخه د نجات لاره کومه ده او د فساد اود خلکو د ازارولو سزا څه ده. د بابا اشعار پند دې نصيحت دې او د خلاصون لاره ده.
بابا د جهان دخالق د خلقت په هکله په خپله صوفيانه کلام کي داسي وايي;
په نامه د هغه خداي مي دا بيان دى
چه يو نوم يي په نومونو کي سبحان دى
هم بادشاه دې د جمله وو بادشا هانو
هم د هر يوه سلطان په سر سلطان دى
هغه کار چه و هر چا وته مشکل وي
هغه کار واړه و ده وته اسا ن دى
څوک شي رزق و هر مخلوق ته رسولې
دې د هر يوه مخلوق روزي رسان دى
هره ونه په قيام ورته ولاړ ه
هر ګياه يي په تسبيح سره ز با ن دى
نه يي زيان نه يي زوال نه يي نقصان شته
دې بي زيانه بي زواله بي نقصان دى
له هزارو صفتو نو باور وکړ ه
چه يي کړي نيم صفت عبد الرحمان دى
رحمان بابا عاشق و، د هغه عشق مجازي نه وو دې د خداي د نور په عشق کي سر ګردان و لکه چه وايي:
هر زيارت لره چه ځم مراد مي ته يي
زه زاير د بتخاني او حرم نه يم
په بل ځاي کي وايي:
چه په يار پسي تر ځان تر جهان تير شي
په رحمان زمونږه هسي اعتقاد دى
چه دا نور شاعران کاند ي هسي نه کا
رحمان کړي نوي نوي اجتها د دى
رحمان بابا د خداي نور ته د رسيدو په خاطر په دينا کي د ښو کارو نو په انجام توصيه کوي او هغه څوک چه مردم ازاري کوي هغوي ته د ښو اعمالو نصيحت کوي:
کميني يو نادر کار دى چه کما ل ځني اظها ر دى
چه اظهار يي کميني کړه په دانه کي پټ خروار دى
فقيران د ځان اظهارکا شا ه د خلکو تاوان دار دى
د ټولينيزو اصلاحا تو په باره داسي اظها ر عقيده کوي او وايي چه که هر څوک ځان اصلاح کړي د وعظ او نصيحت ضرورت به نه وي:
ته خطبه په منبر څه لولي خطيبه
قدم کيږده په ځا ن باندي منبر دا دى
د کعبي سفر اسان دې مرد هاله يي
چه له ځانه سفر وکړي سفر دا دى
دا هنر نه دي چه خاوري څوک سره زرکا
چه زر خاوري کا رحمانه هنر دا دى
رحمان بابا د کار او زحمت قدرداني کوي او داسي وايي:
لږ راحت په ډير زحمت باندي مونده شي
ددي دهر خس حرام شه که وړيا دى
چه مولا ورسره مل نه وي رحمانه
که لښکري ور سره وي يک تنها دى
په بل ځاي کي دزيار او زحمت په هکله وايي:
عا شقي د خپل نغري په غا ړه نه شي
څو د يار پسي وانه خلي ځلي ځولي
رحمان بابا د فساد کارانو او مفسيدونو په باره کي داسي وايي:
ورک شه ورک شه بد کرداره بد سړې
که دي ورور وي که عزيز وي که پره دى
تر هغه لا بيګا نه نيکو کار ښه دى
چه بد کار شي د چا زوي د چا لمسى
حرام خور د مخنثو په حساب د ې
که په توره يا په تيغ وي ميړنى
ميړنې ويلي بويه و هغه ته
چه بي وجهي ازار نه کا ندي يو شى
رحمان بابا د ظالم او ظلم او استبداد په هکله داسي وايي:
د هغي بنا چه نوم محنت اباد وي
ترو خاطر به په کي څنګه د چا ښادوي
په خواړه او په څښه کله وينه نيسي
هر مرغه چه په قفس کي د صياد وي
پاي بستو لره هر چيري زندان وي
هغه هر چيري ازاد وي چه ازاد وي
ډير ياران ورڅخه بيل شو هيڅ ګرم نه دې
که رحمان له جدايي نه په فر يا د وي
عبدالرحمان بابا د مستبدو، ظالمو او دکتارانو د ظلم د لاسه هم شکايت کوي او وايي:
په سبب د ظالمانو حاکمانو
کور او ګور او پيښور دري واړه يو دي
په دکان د نا بينا و جوهريانو
خر مهره لا ل و ګو هر دري واړه يو دي
چه دي نه په کي يو يار او نه اشنا وي
هغه ښارو بحرو بر دري واړه يو د ي
غزا وشوه که ځان ستايي و رحمان ته
بي هنر او ګاو او خر دري واړه يو دي
صو في رحمان بابا بيا د بدو خلکو او رشوتخورو د فساد په هکله وايي:
دنيا بده د هغو ده چه يي کسب وي ريا
يا يي کسب د ريا وي يا يي وګټي په غلا
يا يي ټوله کړي په ظلم يا د خمرو په سودا
يا نا حق خونونه کا ندي يا ما لونه خوري دچا
حق باطل کا باطل حق کا په سبب د رو رويا
د يوي ګيډي له پاره هزار خوني کا بيد يا
هميشه يي له ستمه خلقه وي په غو غا
ګوش و هوش يي هر ګز نه وي د مظلومو په ژړا
د فر عون په څير ناست وي بي پروا او کبريا
بت خاني وته يي مخ وي و مسجد و ته يي شا
و رحمان ته يي پيښه مه کړي خدايه هسي رنګ بلا
رحمان بابا دهرچا د کار او عمل او د پوهي په باره کي وايي چه هر څوک بايد پخپل ځان او خپله پوهه متکي وي او د پلار، مور نيا په افتخاراتو د تل لپاره اتکا ونه لري نو وايي:
هغه ناوي چه پخپله ښايسته نه وي
څوک به يي څه کاندي ښايست د مور انا
په عمل د نيکو بدو فهم وکړه
چه په دې کي دي بهبود دې که په دا
سر دننه په ګريوان کړه سترګي روڼي
ډير په پورته پورته مه ځه سر هو ا
رحمان بابا د علم او عالم د اهميت په برخه کي وايي:
عالمان دي روښنا يي ددي دنيا
عالمان دي د تمام جهان پيشوا
په مجلس د علمانو به سره زر شي
که څوک کاڼې وي که لوټه د سا را
زه رحمان حلقه بګوش د هر عالم يم
که عا لي دې که اوسط دي که ادني
صوفي عبدالرحمان بابا د ننګ او غيرت سخت طرفدار دى او په دې مورد کي داسي وايي:
زغره واغونده ملا وتړه په ننګ
پس له دغه معرکه کوه د جنګ
و بي ننګ وته د ننګ خبري مه کړه
يا ځا ن وګڼه پخپلو وينو رنګ
ننګيالې چه يوځل مخ په هغه لور کا
نور هيڅ نه ويني کوهې وي که ګړنګ
هغه ښهرو جوهري لره زندان وي
چه يکسان وي په کي لال او مردار سنګ
رحمان بابا تل د خپل چاپيريال په فکر کي و او خپله ژبه پښتو يي هم هيڅکله له نظره نده ليري کړي نو دې پخپله پښتونولۍ ځان امير بولي لکه چه وايي:
که مي څوک په فقيرۍ شميري فقير يم
که مي څوک په اميرۍ شميري اميريم
هم پند اخلم هم پند وايمه هر چا ته
زه د ځينو يم مريد د ځينو پير يم
خوشالان او دولتان مي غلامان دي
زه رحمان په پښتو ژبه عالم ګير يم
رحمان بابا کله کله د خپلو همسا يه ګانو او ګاونډيو په هکله په خپلو اشعارو کي د زړه خواله کړيده او خپل موقف يي ښکاره کړيدي لکه چه وايي :
لږ تفاوت نه دې د رندۍ د زاهدۍ
چيرته ځلمي نجونه چيرته کونډي يتيمان
نه شي د ملنګو د خانا نو سره کلي
چيرته عزيز خان چيرته ملنګ عبدالرحمان
رحمان بابا لکه چه د صوفي لقب يي اخيستې دې يو بي ازاره انسان و، او خپله دغه بي ازاري پدي شعرکي داسي څرګندوي:
دلته دم او قدم دواړه په حساب دي
پل غلط له لاري مه ږده بي حسابه
ته دا خپل نيک و بد وتله په تله
چه ثواب دې څو تيرې کا له عذابه
په ازار د چا راضي مه شه رحمانه
که خلاصې په قيامت غواړي له عذابه
رحمان بابا خپله قبيله د پښتو ژبي د يوي بلي وتلي قبيلي د شاعر سره پرتله کړي هم ده نو د هغي په بار کي داسي اظهاري نظر کوي:
يو خوشال يو کم سل خټک نور په طبيعت کي
ځار شه د رحمان سړ بني له يوه فرده
رحمان بابا دريا او ريا کارانو څخه بد وړي او دوي ته داسي خطاب کوي او وايي:
د ريا خرقه خداي نه کړه ور په غاړي
رحمان کوږ پټکې تړلي قلندر دې
د رحمان بابا هر فرد پند دى، نصيحت دى اود ژوند لار ښوونه ده. روح دې خو شاله وي، دې د پښتنو په زړه کي هميشه ځاي لري.