عبدالرحیم هوتک څوک و ؟ دهغه ژونداوشعرته نوې کتنه (دوهمه برخه)

ټبراوکورنۍ ئې : عبدالرحیم هوتک دخپل پلارونیکه په باب وایي : یوبیان به کړم عالمه،که به څـــــــــــــوک نه په رنځیږي له دې خپله اصله نســـــــله،چي خلق ټول په ورسیږي زه فقیرقندهــــــــــــاری یم،اوپه اصل کښي غلجی یم په قلات کښي یم زوکـــــــړی،عمربادغوندي تیریږي په غلجي کښي یــم هوتک،پلارنیکه مي نه ووورک عالـــــــــــــــــم ټوله په خبردئ،که پوښتني پسي کیږي په هوتک کښي ملېزی یم،خوارغریب په زړه بزی یم دهجران له ډېره غــــــــــــــــمه،زړه مي دوه ټوکره کیږي په ملي کښي اتمانخېل یـــــــم،پراتمان بابکرخېل یم پربابکراسماعیل خېل یم،که مو عــــقلونه پرچلیږي دملک سلطان نمسی یـــــــــــــــــم،داتوملېزي زوی یم له دې بیانه څخه پوه سووچي دده دپلارنوم "اتوملېزی" اودنیکه نوم ئې " ملک سلطان" دئ. دعبدالرحیم هوتک دکورنۍ بل غړی ملاخیرالله هوتک لیکي چي دی دملېزیوهوتکودسمایل خېلوپه پښه کي سلطان خېل دئ (وگ : پښتانه شعراء ــ دریم ټوک ــ ۶۸۸مخ). دغه فرعي څانگه همدغه ملک سلطان ته منسوبه ده. علامه رشادپه پښتانه شعراء (۳ / ۶۸۸مخ) کي لیکي چي عبدالرحیم هوتک دملاخیرالله هوتک دپلاراکاکېدئ. دملاخیرالله پلارولي محمداونیکه ئې الهدادنومېدئ. چي په دې ډول بایدالهداداو عبدالرحیم هوتک سره وروڼه وي .(چارټ به ئې وروسته راسي) دعبدالرحیم هوتک په باب ویل سوي دي چي "ده دژوندترپایه پوري واده نه دی کړی..." (دسره غره گلونه ــ ۲۱مخ) خودی پخپل دیوان کي دزوی اولوڼوخبري کوي. پرده باندي چي له ایران څخه دراغلي کاروان دسردارله خولې د"ملاحضرت" او" هاشم" دمړیني ږغ سوی دئ، ده ئې په فراق کي یوه ډېره غمناکه قصیده ویلې ده اودهغې په یوه بیت کي وایي : بې اختیاره یــــــــــــــــــوخبرراباندي وشو بې قوته شــــــــــــــــــــوم ضعیف لکه هرم همېشه یواځي ناست یم په حجره کښي نه له زویه نه له لـــــــــــــــــــــــوره یم همدم (خطي نسخه ــ ۷۰ مخ) له دې یادوني څخه ئې دزوی اولوردرلودلوثبوت ترلاسه کېږي. دی دخپل زوی نوم نه اخلي خودلوڼونومونه دهمدې قصیدې په پای کي راوړي.  دی په قصیده کي خپلي موراوخورته لیکي : بل حاجت مي ددنیاددنیاپه زړه کښي نشته که یوواردمورچـــــــــــــــــــــــاکرشوای یاخدم .................... څوزوندی یم په دنیاکښي ځــــــــــــماخوري ستاله له غـــــــــــــــــــــــــمه به زه کله شم بېغم تردې بیتووروسته وایي : په مولامي دي قســـــــــــــــم وي ستاودیدته ډېریم تږی که باورکـــــــــــــــــــــــــړې په قسم که مي خوریې که مي وروریې ټوله ته یې نشته تاغوندي پرمــــــــــــــــــاڅوک محترم رابــــــــــــــعه وعــــــــــــــــــــایشه راته ووایي چي انا او ترورۍ لــــــــــــــــــــــــــــــــــره به ځم زړه مي وغورځي له ځــــــــــــــایه په ژړاشم پاڅـــــــــــــــــــــــــــــــم ووزم لېونی لکه ادهم (خطي نسخه ــ ۷۰ ، ۷۱ مخونه) له دې بیتوڅخه واضح څرگندېږي چي رابعه اوعایشه دده دلوڼونومونه دي، ځکه دده موریې ددغونجونو"انا" اوخوریې"عمه = ترور" بللې ده. په سره غره گلونه ــ ۲۱مخ کي دولادیمیرکوشیف دلیکني دپښتو ترجمې په حواله رابعه اوعایشه دشاعر" تریندي" بللي سوي دي چي دپورتنۍخطي نسخې دروایت له مخي تېروتنه ده. پښتانه "تریندي" یا "ترندي"  داکاگانوماندینوته وایي ( پښتوپښتوتشریحي قاموس ــ ۲ / ۱۰۰۸مخ)داتېروتنه ماته نه معلومېږي چي ولادیمیر کوشیف کړې ده اوکه دهغه دلیکني پښتوژباړونکي. له امکانه لیري نه ده چي د کوشیف دروسي لغت په پښتوژباړه کي دي غلط فهمي پېښه وه. دا مطلب هغه وخت سپېنېدلای سي چي دکوشیف لیکنه وکتل سي. زه اوس دغه امکانات نه لرم. دپورتنۍ قصیدې ددغه نیم بیتي څخه ،چي وایي" که مي خوریې که مي وروریې ټوله ته یې"، داسي اټکل کېدلای سي چي شاعربه دمور یوزوی وو او وروربه ئې نه درلود. خوداهسي یوحدس دئ. دیقین له پاره ئې نوروشواهدوته اړتیاسته. په دغه قصیده کي "ملاحضرت" او"هاشم" دوه تنه بلل سوي دي . کله چي دکاروان له مشرڅخه ددوی په باب پوښتنه سوې ده ، هغه ورته ویلي دي : ده ویل څه به درته وایم اې دروېشه ملاحضرت وهاشم دواړه شوورمم (خطي نسخه ۷۰مخ) خوپه سره غره گلونه ــ ۱۵مخ کي له دوی دووڅخه یوتن "ملاحضرت هاشم" جوړسوی ؟ اوپه تهران کي دعبدالرحیم هوتک"پیراومربی" بلل سوی دئ. عبدالرحیم هوتک اوملاخیرالله هوتک ځانونه "ملېزي" بولي اود چاپي مهاجرتنامې په پای (۱۲۴مخ) کي ئې " ملاعبدالرحیم هوتکی بازیی" عبارت راغلی دئ. ملیزي هوتک دملکیارپه اولاده کي د ساکزوله ښاخه څخه دي. په دغه ښاخ کي ماته د"بازیی" څانگه نه ده را معلومه. که لیکنه سمه رانقل سوې وي ، نوښایي ډېره فرعي څانگه به وي؟ لنډه شجره : ملک سلطان ا اتو(ملېزی) ا ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ا                                                                                                                                         ا عبدالرحیم هوتک                                                                                          الهداد ا                                                                                                                                         ا ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ                                                   ا ا                                            ا                                    ا                                              ولي محمد رابعه                          عایشه                      زوی                                                     ا ا ملاخیرالله هوتک وایي چي دعبدالرحیم هوتک قبرپه بخاراکي مشهوردئ. دعبدالرحیم هوتک شاعري : دده دشعرپه باب تقریباٌ دنظراتفاق سته چي وایي دي درحمان بابا د سبک پیرو دئ. دی پخپل دېوان کي دغه رازاشارې هم لري : په افغان کښي عاشقان ډېردي تېرشوی اې رحیمه زه غـــــــــلام دعبدالرحمان یم (خطي نسخه ۷۳مخ) په بیت راغلی (عبدالرحمان) بایدله عوامي تلفظ سره سم درې څپې د (عبدرحمان)وویل سي. بل ځای وایي : له خــــــــــوشحال و له میرزاښه یم رحیمه ولي ډېرمخلص په زړه کښي درحمان یم (۷۴مخ) ځای ځای خوئې درحمان باباپه اقتفاء بیتونه هم ویلي دي : رحمان باباوایي : الهي دخـــــــــــــــــــپل حبیب له برکته داساده انشاء رنگینه درحمان کړې (دېوان ۲۲۲مخ ، د۱۳۵۶ش چاپ) رحیم وایي : الهي دخپل حبیب له برکته دوصال طمع له تاڅخه لرمه (۷۵مخ) کله خولاځان تررحمان بابا هم وړاندي بولي : رحمان باباوایي : په غزل کې خودوه بیته انتخاب وي درحمان تـــــــــــمام غزل دی انتخاب (۳۷مخ) رحیم وایي : په غزل کښي خوڅوبیته منتخب وي د رحیم  فقیردېوان ټول انتخاب دئ (۱۲۴مخ) دده اشعارسلیس اوخوندوردي.په شعرکي ئې ترکیبونه اوکلمات خورا محدوددي اوبیابیا ئې کاروي. دترکیبودغه رازتکرارته ئې گوته نیول کېدای سي. دپښتوشاعرۍ مطالعه لري اوزماترمطالعې لاندي دېوان کي ئې د خټک (چي مرادئې خوشحال خان دئ)،میرزا،بابوجان،بای خان یادونه سته. ښاغلی رفیع صاحب لیکي چي :" ... دپښتو دڅو نومورکو شاعرانوچي دده دعصردي ویناوي وررسېدلې وې اوداوو: عالم گل، مومن،بای خان،ابراهیم اوعمر." (مهاجرتنامه ۱۰ مخ). په دغه دېوان کي چي زمامخي ته پروت دئ، له بای خان پرته ددانورونومونه نسته. اوداسي ښکاري چي دانسخه به دعبدالرحیم هوتک ټول کلام نه لري. په دغونوموورکونومونوکي له ابراهیم پرته دانورشاعران اوس نوموورکي نه دي.دمومن،عالم گل اوبای خان یادونه په ادبي ستوري لومړي ټوک کي راغلې ده. دبای خان نوم چي په نومورکوشاعرانوکي راوړل سوی دئ، یوڅه دشنلووړخبره ده. په دغه نامه یوشاعرپه پښتانه شعراء لومړي ټوک کي دمېجرراورټي دپښتوگرامرپه حواله معرفي سوی دئ. په (فرهنگ زبان وادبیات پښتو۱ / ۷۱مخ) او(ادبي ستوري ۱ / ۶۷مخ) کې هم یادوني راغلي دي. په دواړوځایوکي دعبدالرحیم هوتک په دېوان کي له راغلي بای خان سره په ارتباط کي  بیانونه پر سته. دمهاجرتنامې په سریزه کي دنومورکوشاعرانوپه لړکي دبای خان نوم راوړل چاته داسي ورفهموي چي گویادلیکوال په نظردعبدالرحیم هوتک په دېوان کي یادسوی بای خان به کوم بل بای خان وي؟ چي داسي نه ده. دعبدالرحیم هوتک ددېوان په دغه نسخه کي چي ماته ئې دکتلوموقع برابره سوې ده،د(په) او(پر) استعمال په خورادقت سره سوی دئ. که څوک غواړي چي په دغه برخه کي غلطي ونه کړي، دعبدالرحیم هوتک دېوان دي وگوري. البته شرط ئې دادئ چي دغه دېوان دخطي نسخې له ثبت سره کټ مټ چاپ سي اودچاخبره دمعیارپه نیامت له ځانه لاسوهنه پکښې ونه سي. مادغه دېوان ترتیب کړی دئ .که ئې دچاپ زمینه میسره سوه، لوستونکي به بیاوگوري چي عبدالرحیم هوتک په دومره اوږده پردېسي کي لاهم دخپلي مورنۍژبي اساسي پرنسیبونه هېرکړي نه دي. زه به که دپاک خدای رضاوه، دعبدالرحیم هوتک دپیرشیخ املا بخارایي په باب یوه بله لیکنه سرښته کړم. اوشاوا ــ انټاریو