د کربلا حماسه الهام بخښونکی نظریه

د حضرت امام حسين (ع) غورځنګ یوه هغه پيښه ده چي د اغیزو او الهام بخښنې لپاره ډیر ظرفیتونه لري . دغه غورځنګ دومره قدرت لري چي خلک هر وخت او هر ځاي په حرکت او هڅه کښې راوستلاي شي . بې له شکه دغه ځانګړنه د هغو پایداره مفکوروپامته داره ده چي د امام حسین پاڅون پرې بڼه وموندله . په دغه غورځنګ کښې د حضرت امام حسین (ع) اصلي هدف او مفکوره په الهي دندوعمل ؤ . هغه څه چي د الله تعالی لخوا د یوه انسان لپاره د یوي دندي په توګه ټاکل شوي دي مصلحتونو ته پام او له فسادونو مخنیوی دی .هغه انسان چي د عبودیت مقام ته رسیدلی دی او خپل ویاړ د الله تعالی بنده ګی بولي د الهي دندي له ترسره کولو او د هغه د خوښۍ او رضایت له ترلاسه کولو پرته د بل څه فکر نه کوي . د حضرت امام حسین (ع) په وینا او چلندکښې هغه څه چي له ورایه ښکاري د تاریخ په هغه حساس وخت کښې مناسب اقدام او په دندې عمل ؤ . ددغه هدف په لاره کښې امر با المعروف و النهی عن المنکر د حضرت امام حسین (ع) د هڅو چورلیز بلل کیده د حضرت امام حسین (ع) یو هدف له هغو بهیرونو سره مقابله وه چي دین او اسلامي امت یې ګواښه . هغوئ له هغه جبهي سره مخالفت ته پاڅیدل چي له ټولنې د دین او لوړو ارزښتونو په ختمولو پسي ؤ . دغه بې لارې بهیر له دي سره سره چي له دین او داسلام له سوچه ارزښتونو سره پردی ؤ ځان د دین د ظواهرو تر شا پټوو . حضرت امام حسین (ع)ډیر ښه پوهیده چي که د واکمنې ډلي فسادونه او انحرافات یا کږلارۍ دوام وکړي نو د دیني معارفو زیاته برخه به له انزوا سره مخ شي او له اسلام څخه به یوازې ظاهر پاتي شي . له دي کبله د یزید د حکومت له نفاق او فساد سره مبارزې ځانګړې تدبیر او هوښیارۍ ته اړتیا درلوده . حضرت امام حسین (ع)د خپل حرکت د پیل په ورځو کښې له مدیني د وتلو په مهال وفرمایل : زه د امر باالمعروف و نهی عن المنکر لپاره له مدیني وځم . د حضرت امام حسین (ع) په مفکوره کښې د ظلم د حکومت پرضد پاڅون او د عدالت او حق پر اساس د حکومتي جوړښت او د ټولنې د سیاسي جوړښت د اصلاح لپاره هڅې د امر باالمعروف و نهی عن المنکر ښکاره بیلګې وي . استاذ او متفکر شهید مطهري ددغه مفکوري د ارزښت او اهمیت په باب وايي : د امر باالمعروف و نهی عن المنکر مفکورې د حضرت امام حسین (ع) غورځنګ ته اهمیت ورکړ ، حسین بن علی په دي لاره کښې یعنی د هغه اساسي اصل په لاره کښې چي د اسلامي ټولنې ضمانت کوونکی دی شهید شو . دا هغه مهم اصل دی چي که نه وي ټولنه به له نفاق سره مخ او له مینځه ولاړه شي . حضرت امام حسین (ع) د ویښ مصلح په توګه ځان مکلف باله چي د ظلم ،فساد او تیري وړاندې چوپ پاتي نه شي .بنی امیه وو په کلتور جوړونې سره له ځان څخه داسي څیره غوره کړي وه چي په شام کښې ناخبرو خلکو هغوئ د الله تعالی رسول ته تر ټولو نږدې کسان بلل او دا ګومان یې کاوه چې په راتلونکې کښې به هم بنی امیه د پیغمبر د ځاي ناستي لپاره غوره کسان وي . حضرت امام حسین (ع) باید له دغو غلطو ګومانونو سره مقابله کړي واي او د اسلامي امت د چارو د اداره کولو لپاره یې باید د پیغمبر د اهل بیتو حقانیت روښانه کړی واي . په همدي اړه وه چي حضرت امام حسین (ع) د بصري خلکو ته په لیک کښې د خپل پاڅون د مفکورې د روښانولو په اړه ولیکل : مونږ اهل بیت د پیغمبر د ځاي ناستي توب لپاره غوره خلک ؤ . خو دغه حق له مونږه واخیستل شو او په خپلي وړتیا په پوهي د ټولنې مصلحت او له هر ډول فتنې او بلوا د مخنیوې لپاره مو د خدای د دین احیا او د ټولنې آرامښت په پام کښې ونیوو . خو اوس تاسو د قرآن او د پیغمبر د سنت په لور راغواړم . ځکه په داسي شرایطو کښې یم چي نبوي سنت له مینځه تللی دی او ځاي یې بدعت نیولی دی . که زما بلنه ومنئ نو د نیکمرغۍ او ودي لاره به دروښیم . د کربلا په پاڅون کښې د حضرت امام حسین (ع) مفکورې ددي ښودنه کوله چي اسلام یو هغه دین دی چي د معنوي ګټو تر څنګ په ټولنیز او سیاسي ډګر کښې هم ډیرې وړتیاوې لري . د حضرت امام حسین (ع) په مفکوره کښې د دین او سیاست تړاوو ددغه غورځنګ په هر ځاي کښې لیدل کیږي . په حقیقت کښې دغه پاڅون د ظالمو واکمنانو د دیني او سیاسي انحرافاتو پرضد یو انقلابي حرکت ؤ . دحکومت ، رهبرۍ او په خپل ټولنیز برخلیک کښې د خلکو د رول د اړتیا موضوع په اسلام کښې ډیر اهمیت او حسیاست لري . له دې کبله کله چي د حکومت د چارو په سر کښې یو نالایقه کس واکمن شي چي دیني تعالیمو او ارزښتونو ته پام نه کوي د الهي حکمونو اجراکیدا به هیڅ ضمانت ونلري او بدعت او تحریف به د دیني مفاهیمو او ارزښتونو لمن ونیسي . حضرت امام حسین (ع) له دغه ډول شرايطو سره د مبارزې په مفکورې سره د جهاد او پاڅون په لاره کښې ګام پورته کړ ، ځکه چي لیدل یې د الله تعالی د رسول سنت هیر شوي دي او په دغه دین کښې بدعتونه ښکاره شوي دي . دحضرت امام حسین (ع) له نظره حکومت د الهي او انساني معیارونو پر اساس د ټولنې د چارو د اصلاح لپاره غوره زمینه او اوزار دی . په دي بڼه کښې رڼي الهي مفکورې په ټولنه کښې پراخیږي او د ټولنیز عدالت په څیر ایډیالونه تحقق مومي . د عاشورا په تاریخي پاڅون کښې دحضرت امام حسین (ع) د مفکورې یو بل اساس عدالت غوښتنه او له ظلم سره مبارزه وه . عدالت د دین یو ښکاره حکم دی چي د بشر د ژوند په درستو چارو کښې پراخه دی . د اموي حکومت یو فساد په خلکو ظلم او د هغوئ په حقوقو د سترګو پټول ؤ . مسلمه خبره ده د حضرت امام حسین (ع) په څیر یو شخصیت ددغه مسئلي په وړاندي چوپ نه شو پاتي کیدلاي ، ځکه چې د هغوئ له نظره چوپتیا او بې پروايې له ظالم سره یو ډول ملګرتیا او د هغه تائیدول ؤ . دغه ستر امام په دي اړه د حر د لښکر په وړاندې په یوه وینا کښې وفرمایل : ای خلکو! د خداي رسول وفرمایل که څوک یو ظالم واکمن وویني چي د خداي حلال حراموي ، الهي وعده او ژمنه ماتوي ، د خداي د رسول له سنتو سره مخالفت کوي او ظلم کوي ، که په خپلي وینا او عمل سره د هغه په مقابل کښې ونه دریږي نو خدای به دغه کس هم له هماغه ظالم سره محشور کړي . ای خلکو! بنی امیه وو فساد او تباهي ښکاره کړي ده ، الهي حدود یې بند کړي او د خلکو مالونه یې ځان ته بیل کړي دي . د حضرت امام حسین (ع) په منطق کښې د ظالم واکمن په وړاندې چوپتیا یوه ستره ګناه ده . د هغوئ په تګ لاره کښې د نفس عزت او پتمنې څپي وهي . دغه ځانګړنه د امام بزرګوار شخصیت له نورو بیلوي . په حضرت امام حسین (ع)کښې د عزت او کرامت روح دومره زیات ؤ چي ددي مخه به یې نیوله د یزید په څیر له ظالم او فاجر واکمن سره بیعت وکړي . د حضرت امام حسین (ع) له نظره له هغه واکمن سره بیعت چې د الهي حقوقو او د خلکو د حقوقو ساتونکی نه دی له ذلت او سپکاوي پرته بله ګټه نلري . له دې کبله په پریکنده ډول او میړانې سره د ظلم او زور د بیلګې د بیعت په وړاندې ودریږي او ددغه ذلت تر منلو مرګ غوره بولي . د حضرت امام حسین (ع)په مفکوره کښې انساني کرامت او شرافت دومره ارزښت لري چي که اړتیا وي نو انسان یې د ساتنې لپاره باید له ځانه تیر شي . په دي ډول د حضرت امام حسین (ع) په غورځنګ کښې دومره رغنده او په زړه پورې مفکوري لیدل کیږي چي دغه غورځنګ له نورو تاریخي حرکتونو بیلوي . له همدي کبله ده چي د حسین بن علي آزادی غواړی حرکت د پیړیو پیړیو په اوږدو کښې اغیزمن او الهام بخښونکی پاتي شوی دی .