Drawer trigger

د کربلا حماسه د لمر کاروان

؛منهج بن سهیّم ، له نیل سینه دموسی دتیریداپه څیرله سینونوپورې غاړې وتهّ اوځان ئې دښمن ته رسوهّ اوپه مّځکه ئې راګوزارکاوهّ .دجنګ په وخت دهغه مورحُسنیهّ دڅوشیبولپآره میدان ته ورغله ،دمنهج دالله اکبر چغه ئې ترغوږو شوه،مور ئې شاباسی ورکړ او هغه ئې جهاد ته هڅوهّ .کله د منهج بن سهم د شهادت خبردهغه مور ته ورسیدهّ ،نود شکرسجده ئې وکړه اوله کوم شکایت پرته ئې وویل :، له حسینه صدقه شه ،ائ کاش دمنهج په څیر زرزامن مې درلودلی څو د حسین په پښو کې مې قرباني کړي وائ؛. د حضرت امام حسین علیه السلام په سرښیندونکو وفادارو ملګرو کې یوه څرګنده ځانګړنه له باطله دحق دپيژندګلوۍ لپاره له سم معیاره برخمنیدا وه ،ددوي دداسې تفکرلرونکي انسانان ووچې دځان په باب له حالاتوئې ډير ژورتحلیل درلود.که دخپلومسئلو په باب دهغوي پيژندګلوي جامعه او ژوره نه وائ ،نودومره په خلوص سره ئې دامام حسین په لاره ګامونه نه شول کیښودلئ او د مقاومت او میړنتوب ولولناکې صحنې ئې نندارې ته نشوائ وړاندې کولئ .له باطله د حق د بیلولو لپاره دهغوي معیار پر قراني لارښونو سربیره داهل بیت علیهم السلام سیرت اوقولونه هم وو .دوي دخپل وخت د ټولنیزواوسیاسی بهیرونودپيژندګلوۍ اوجاجونې لپاره دپيغمبردکورنۍ دریځونوته پام کاوهّ اوله هغوي ئې لارښونې غوښتنلې .د حضرت امام حسین علیه السلام دامامت په دوران کې او په هغه دور کې چې پر اسلامی ټولنې له هرې خوافتنواوبلواؤسیوری غوړولی ؤ،دپیغمبراکرم داهل بیت علیهم السلام څخه دپيروۍ ضرورت لازیات احساسید . ځکه چې په هغو شرائطو کې ډيروځانونه دحق پرمداربلل اودپيغمبر اکرم له سنتو ئې دپيروۍادعا کوله،خوپه عمل کې دالهي ارزښتونوپه اپوټه ئې ګام پورته کولو . دکربلاپاڅون دبرخلیک ټاکونکي ټاکنې لپاره له یوه موقیعیت اوباطله د حق دجبهې دجلاکونکی ؤ.دذلت اوپستۍدرې ته نسکوریدااویا دکرامت او لوړتیاڅوکې ته رسیدا،دوي چې دامام حسین په رکاب کې ئې پښه کیښودله،په ښه توګه ئې موقیعیت وپيژنهّ اوپه خوراحساس وخت کې ئې د حقیقت ملګرتیاوکړه .ممکنه ده که دوي په هغه خاص وخت کې دحق دجبهې ملګری شوی نه وائ ،نودومره اغیز شیندونکی نه شول کیدلئ . لکه څنګه چې ګوروهغه پاڅونونه چې دعاشوراله واقعې وروسته رامینځته شوی دي،لکه چې دتوابیّنوپاڅون یادمختیارپاڅون ،دایوپاڅون هم ونه توانیدهّ د کربلادپاڅون په څیراغیزشیندونکی شي .دامام حسین علیه السلام د پآڅون په وخت کې ډيروپردین خپلې دنیااو معیشت ته ترجیح ورکړ . امام بزرګوار دهغوي په باب وفرمایل :،دغه خلک ددنیابندګان دي اودین یوازې د هغوي په ژبه یوه لوبتکه جوړ شوی دی .دین هاله غواړي چې د هغوي دنیا او معاش برابر او ډير کړي او وخت په وخت په بلاګانو کې ښکیلیږي ،دینداران لږ وي البته د امام حسین ابن علی ملګرو په هوښیارۍ سره له ښکلاؤد ډکې دنیاباطلې جبهې ته شاکړه اوهرڅه چې په دیناکې دښکلیدالپاره زنځیر وو،ځانونه ئې ترې آزادکړل څودحق په جبهې کې دشتون فرصت له لاسه ورنه کړي . په بیلا بیلو ډګرونو په تیره بیا د کربلا په میدان کې د امام حسین علیه السلام میړنیو او شجاع ملګرو په ځلونو روښانونو ته مخه کوله . دهغوي په خبروکې له دنیا پرستو ،بایللو او شهرت او قدرت سره اړونده کسانو څخه کرکه اونفرت څرګندیدهّ . دهغوي څرګندونو ته کتنه روښآنوي چې دامام بزرګوار ملګري دښمن پيژاند وو او له هغو پروګرامونو څخه ئې چې له دینه دانحراف لپاره ئې پلان کړي وو ،خبر وو.دوي د خپل امام بزرګوار دا خبرې په ټول وجود سره درک کړي چې فرمایلی ئې دي :؛زه تاسو د خداي دکتاب او د تاسو د پيغمبر د رودې پيروۍ ته بولم .هوښیار ووسئ چې همدااوس ئې د پيغمبراکرم سنت له مینځه وړی او بدعت او دروغ او نارواکارونه ئې ژوندی کړي دي ..که زماپیغام او کلام ته غوږکیږدئ،نوتاسو به نیکمرغۍ ته هدایت کړم ؛. = منهج بن سهّم یو هغه کس ؤچې د امام حسین ابن علی بلنه ئې ومنله او د هغه بزرګوار په پاکې لارې ئې ګام کیښود،منهج یو میړنی ځوان، وفادار اودخپل مولا حسین ابن علی مینه وال ؤ. هغه داویاړدرلودڅوله مدینې له خپل مقتدا اوامام سره ملګری شي منهج دقرآن له معارفوسره بلداودپيغمبراکرم داهل بیت علیهم السلام لیواله ؤ .دمنهج مورحُسنیه نومیدله .هغه یوه ایمانداره میرمن وه چې تر کلونو ئې دامام حسن مجتبی په کورکې خدمت کاوهّ .هغه دپيغمبراکرم د اهل بیتوسخاوت اولویوالی لیدلی ؤ .حُسنیه خپل زوی منهج داسې روزلی ؤچې ژوند ئې داهل بیت علیهم السلام له مینې اومعرفته ډک ؤ .منهج دامام حسین ابن علی یوعاشق ؤ.کله ئې واوریدل چې دمدینې حاکم ولیدامام له یزید سره بیعت کولو ته مجبوروی ،نوډير غوسه شوخودامام بزرګوار ځواب د منهج زړه ته قوت وبخښهّ .کله ئې چې وفرمایل :، زما په څير کس به د له یزید په څیرله هیڅ کی سره بیعت ونه کړي .له یزید سره بیعت کول له اسلام سره خدآي په آماني کول دي ؛. کله امام حسین علیه السلام د مدینې د پریښودوفیصله وکړه ،نو منهج هم دسفرنیت وکړ .ډیرې عجیبه ولولې او شوق د منهج پرزړه سیوری غوړولی ؤ .خوله مورسره خداي په آماني ورته ډيره سخته وه ،منهج په دې فکرکې ؤ چې څرنګه مور له امام حسین سره له ملګري کیدا خبره کړي . په داسې حال کې چې حُسنیهّ زوي ته په لیدوکې د هغه له نیته خبره وه . په همدې دلیل ئې منهج ته وویل ، خوږه زویه له مولا حسین سره ځې ، ما هم له ځان سره بوځه . که له تاسره په سفر کې لاړه شم ،نو خپلې شیدې به درته وبخښم :. دمور له سترګو ئې اوښکې روانې شوې . منهج دخپلې مورداوښکو زغم نه درلود. نه پوهیدهّ څه ووائي،ناڅاپه ئې په ذهن کې راغله اووې ویل مورې غواړم له ماسره په سفر لاړه شې ،خو هماغه ډول چې پوهیږې ته باید د حضرت امام حسین علیه السلام د زوي حضرت سجاد په کورکې شتون ولرې او د هغه په خدمت کې شې .که هغه د سفر اجازه درکړي نو بیا له کاروان سره تللی شې . حُسنیه دامام سجاد خدمت ته ورغله اوله هغه بزرګواره ئې په کاروان کې د شتون اجازه واخسته . هغه ډيره خوشاله وه اودمنهج وخوآ ته ورغله او وې ویل ، زویه ، مولا علی ابن الحسین په دغه سفر کې د ما ملګري کیدا ومنله . په دې توګه حسنیه هم له مدینې د امام حسین له کاروان سره یو ځای مکې ته روانه شوه . منهج هره ورځ دکعبې تر څنګ دریدهّ څو دخپل مولا حسین خبرې واوري. ورځې تیریدې ،په یوه بل پسې لیکونه رارسیدل ،له کوفې ښآره اتلس زره لیکونه چې په هغو کې له امام حسین ابن علی سره ژمنه او تړون شوې ؤ. د ذی الحجه په اتمه امام بزرګوار له مکې کوفې ته د تلو نیت وکړ . هوډمنې میرمنې او سړي له هغه سره ملګري شول . هرڅومره مخکې تلل ،د پيښې افق لاڅرګندید ،منهج چې دامام حسین د مینې له جامه خړوبه کیدهّ او دهغه د معرفت له لمره ګرمیدهّ ، هره ورځ له بلې پرې ښه او په زړه پورې وه .د محرم په دوهمه د امام حسین کاروان کربلا ته ورسیدهّ . امام بزرګوار حکم وکړ چې کاروان په دغه ټاټوبی کې تم شي او بیا ئې وفرمايل چې دلته د خدآي دخاصو بندګانو قتلګاه ده . د محرم په دریمه عمرسعدکربلاته ورسیدهّ اوورپسې ورځوکې ددښمن دلښکر شمیرنوره هم زیاتیدهّ تردې چې دامام حسین د ډيرو لږوباوفاملګروپه وړاندې دیرش زره کسیزلښکر ودرید.له حقه ددفاع شوق او ولوله منهج بې تابه کړی ؤ ،هغه د خپل مولا حسین دحکم په تمه ؤ دعاشورا په شپه منهج د امام حسین علیه السلام د نورو ملګروپه څیر د قرآن تلاوت او دعاپه اوښکو سره زمزمه کول.سهار وختي چې د عمرسعد دلښکریانو په غشو ویشتوسره پیل شو ،دمنهج توره دهغه په لاسونو کې د بریښنا دپړک په څیر ځلیدله څوله حقیقته دفاع وکړي . منهج دومره زړوراو د جنګ لپاره چمتو ښکاریدهّ چې د ټولو له خوا هغه ستایل کیدهّ . د نیل له سینه دموسی په څيرله سینونو تیریدهّ او ځان ئې دښمن ته رسوهّ او پرمځکې ئې راګوزاروهّ . د جنګ په وخت دهغه مورحسنیه دڅوشیبولپاره میدان ته ورغله او کله د هغې غوږونو ته د خپل زوي منهج دالله اکبر چغه ورسیده نو مور ئې بې له ځنډه ورته شاباسی ورکاوهّ او هغه ئې جهاد ته هڅوهّ .منهج یو ځل په داسې حال کې چې پربدن ئې زخمونه وو بیرته راستون شو او د مور په څنګ کې تیرشو .مور ته ئې سلام وکړ بیا د دښمن د لښکر په لور لاړ . لږ وروسته دامام حسین سرښیندونکی او میړنی ملګری هم د محبوب په لور لاړ .کله د منهج بن سهم د شهادت خبر د هغه مور ته ورسید،نو هغې د شکر سجده وکړه او له کوم شکایت پرته ئې وویل ،د حسین په نامه قربان شو ، ائ کاش دمنهج په څير مې زر زامن درلودلئ څو د حسین په پښو کې مې قربان کړي وائ .