Drawer trigger

قرآنی روغتيا (دويمه برخه) ( سريزه )

 ليک: استاد جمشېد خدادادی

 ژباړه: انور شاهين خانخېل

يَا مَنِ اسْمُهُ دَوَاءٌ وَ ذِکْرُهُ شِفاءٌ

(( اے هغه خدايه! چې نوم يې درمل او ذکر يې شفا ده ))

 ټول ثنا صفتونه هغه پاک رب لره دی چې زمونږ انسانانو د هدايت لپاره يې زمونږ په شکل کښې پېغبران عليهم السلام راولېږل. الهی پېغمبران د انسانانو د هدايت او د افکارو د ودې لپاره  مبعوث کړې شوی دی. د هر انسان ارزښت او مقام د هغۀ د فکر او سوچ د طرز په مطابق دے. د خداے پاک ذاب د لايزال او بې انتها قدرت خاوند دے. هغۀ په مونږ باندې خپل بې شمېره نعتونه پېرزو کړی دی او په مونږ يې ډېر لوے احسان کړے  دے او دغه ستر احسان د پېغمبراکرم ( صلی الله عليه و آله وسلم ) نعمت دے چې په دې حقله قرآن مجيد داسې فرمائی:

 لَقَدْ مَنَّ الله عَلَي المُومِنينَ اِذْ بَعَثَ فِيهمْ رَسُولاً مِنْ اَنفُسِهمْ يَتْلوا عَلَيْهمْ آياتِهِ وَ يُزَكّيهمْ وَ يُعَلّمُهُمْ الكِتَابَ وَ الحِكْمَةَ وَ اِنْ كَانُوا مِنْ قَبْل لَفِي ضَلَالٍ مُبين (سوره آل عمران آيه ۱۶۴).

 (( يقيناً چې خداے پاک په مومنانو باندې احسان کړے دے چې د هغوی ترمېنځ يې له هغوی څخه يو رسول ولېږۀ چې هغه په هغوی باندې د خداے ايتونه تلاوتوی او هغوی پاکوی او ورته د کتاب او حکت تعليم ورکوی که څه هم له دې مخکښې دغه خلق په ښکاره ګمراهۍ کښې وو ))

 پېغمبری يو هغه لوے نعمت دے چې خداے پاک زمونږ انسانانو د عقلی ودې او فکری بشپړتيا لپاره په مونږ پېرزو کړے دے چې په هغو پېغبرانو عليهم السلام کښې تر ټولو اخيری د خداے ګران رسول حضرت محمد مصطفی ( صلی الله عليه و آله وسلم )  دے. هر پېغمبر د خپل حقانيت د ثابتولو لپاره مجزه لرلې ده او د خداے ګران رسول ( صلی الله عليه و آله وسلم ) هم له دې قائدې نه مستثنی نه دے او د هغۀ معجزه قرآن مجيد دے چې په حقيقت کښې يو ابدی او همېشنۍ معجزه ده. په حقيقت کښې د هر انسان سلامتيا او نېکمرغی د قرآن مجيد له پوهې او په خپل روزمره ژوند کښې د هغه له کارولو سره تړاؤ لری.

      نن په مونږ مسلمانانو کښې دوه مورده مظلوم ګرځېدلی دی او همدا چاره د مسلمانانو د شا ته پاتې والی سبب ګرځېدلې ده. او دغه دواړه موردونه د ذوالجلال والاکرام خداے پاک ذات  او قرآن مجيد دے. خداے پاک په دې لړ کښې په قرآن مجيد کښې داسې فرمائی:

  اَفَلَا يَتَدَّبَرُونَ القُرْآنَ ( سورۀ نساء ٨٢ ايت )

 (( ايا دوی په قرآن مجيد کښې فکر نۀ کوی؟ ))

 نو اے قدرمنو لوستونکو! اے ګلالو! ايا تر اوسه مو په دې لړ کښې څه فکر او تدبر کړے دے يا نه؟ ايا داسې يو پرېکړه او فېصله مو په ذهن کښې راغلې ده يا نه؟ البته انسان يو داسې حقيقت دے چې خداے پاک د ټولو موجوداتو له خلقت نه پس پېدا کړ، په حقيقت کښې انسان د نورو مخلوقاتو په پرتله يو جديدالخلقت ( ماډرن ) مخلوق دے او خداے پاک د انسان په پېدا کولو باندې ډېر خوشحال شو چې په قرآن مجيد کښې يې په دې حقله د دې خوشحالۍ څرګندونه په دا ډول کړې ده:

 فَتَبَارَكَ الله اَحْسَنُ الخَالِقِينَ (سورۀ مومنون ١٤ ايت )

 (( نو څومره برکت والا دے هغه خداے چې دومره ښه ( د انسان ) پېدا کوونکے دے ))

 نو له دې رويه انسان څومره عجيبه مخلوق دے چې خداے پاک هم يې په پېدا کولو باندې د خپلې خوښۍ او خوشحالۍ څرګندونه کوی؟ له نورو موجوداتو سره د انسان ترټولو مهم او غوره تفاوت او فرق په دې برتريو کښې دے چې دې يې پکښې ځانګړې او ممتاز ګرځولے دے:

 *(( تکلم )) يعنې د خبرو کولو توان

 * (( تفکر )) يعنې د فکر او غور کولو توان

 * (( خلاقيت، ابداعات او اختراعات )) يعنې د تخليقاتو، ايجاداتو او نوښتونو توان لرل

 په دې دريو چارو کښې په لږ غور کولو سره په دې پوهېږو چې انسان په حقيقت کښې يو عجيبه او خارق العادت مخلوق دے. دې کولې شی حېرانوونکی کارونه ترسره کړی او په نړۍ کښې ستر ستر بدلونونه راولی، د فطرت او طبيعت قوانين کشف کړی، په ادب، کلتور او هنر کښې اغېزمن وګرځی او په فکر او غور سره مجهولاتو او پټو رازونو ته ځان ورسوی.

 نو اوس انسان د فکر او خلاقيت  په دومره زيات توان او طاقت لرلو سره ايا کولې شی چې ځان د حالاتو په بهير کښې په خپل حال پرېږدی؟!، د حيات او ژوند د دوام لپاره څه پروګرام و نۀ لری؟ په لږ غور او فکر سره په دې پوهېدې شو چې خداے پاک انسان په خپل حال نه دے پرېښودے او د هغۀ د ودې ترقۍ او د ژوند د ښۀ کېدو لپاره يې يو لړ پېغبران عليهم السلام رالېږلی دی. هر پېغبر د خپل د خپلې دعوې د ثابتولو لپاره  معجزه لرلې ده او په دغو پېغمبرانو عليمهم السلام کښې تر ټولو اخيری د خداے پاک ګران رسول ( صلی الله عليه و آله وسلم ) دے او خداے پاک هغه په (( رحمت للعالمين )) باندې ونومولو او هغه يې د قرآن مجيد په نوم په يوې ابدی او تل پاتې کېدونکې معجزې سره سنبال کړ.

 دا کتاب په حقيقت کښې د پنځون په نړۍ د موجودو ټولو انسانانو لپاره کافی دے او کولې شی د هغوی د نېکمرغۍ او سلامتيا ضمانت ورکړی او د عقل او نېکۍ سرچينې ته يې ورسوی. د دې کتاب يوه حېرانوونکې چاره د دۀ بشپړوالے او د هر انسان د اړتياؤ پوره کول دی چې د سورۀ لقمان په ٢٧ او د سورۀ کهف په ١٠٩ ايت کښې بيان شوی دی. د دې کتاب په درکولو او ورباندې په پوهېدلو يو انسان کولې شی د ژوند په ټول اړخونو کښې ژوره او منظمه پروګرام سنجونه ولری او يو لړ په زړۀ پورې برياليتونه ترلاسه کړی او په نړۍ کښې د وړومبی ټکی اعلان وکړی.

 د خداے ګران رسول ( صلی الله عليه و آله وسلم ) علم دوه ډوله بيانوی او فرمائی:

 العِلمُ عِلمَانِ: عِلمُ الاديَان و عِلمُ الابْدَان

 (( يعنې علم دوه ډوله دے يو د دين علم دے او بل د روغتيا او طب علم دے ))

 په حقيقت کښې هغه کسان چې د طب او روغتيا له علم سره څه تعلق نه لری نو په اسانتيا سره ځان پېژندنه نه شی لرلې. په حقيقت کښې ځان پېژندنه د دين باورۍ بنياد او ستنه ده. حضرت  علی (ع) د خداے له ګران پېغبر ( صلی الله عليه و آله وسلم ) څخه  په دې اړه داسې نقلوی:

 مَن عَرَفَ نَفسَهُ فَقَد عَرَفَ رَبّهُ

(( يعنې چا چې خپل ځان وپېژندو نو بسهغۀ رب وپېژندو ))

 په زړۀ پورې خبره دا چې دا دواړه علمونه په قرآن مجيد کښې په واضحه توګه بيان شوی دی چې له دې نه په ښه او غوره توګه استفاده کېدې شی او انسان خپل ژوند ورځ په ورځ لا زيات خوږولې او  له ژوند نه خوند اخېستې شی او ارامښت، راحت او امنيت ته رسېدې شی.

 تر ټولو وړومبنی دوه مبارک ايتونه چې د خداے په ګران رسول ( صلی الله عليه و آله وسلم ) باندې نازل شول د طب او روغتيا په حقله ايتونه دی چې فرمائی:

 اِقرَا باسْمِ رَبّكَ الذي خَلَقَ ، خَلَقَ الانسَانَ مِن عَلَقَ (سورۀ علق ا او ٢ ايتونه )

 (( د هغه خداے په نامې سره ولوله چې پېدا يې کړ، پېدا يې  کړ انسان له علق  نه))

 علق څه ته وائی؟

 علق هماغه (( سپرمېټوزوئيډ spermatozoide  له اوول  ovuleسره )) دے، نو ايا دا د طب او روغتيا علم نه دے؟

په زړه پورې خبره دا چې په قرآن مجيد کښې حتی د بدن بنيادی سېلولونه هم بيان شوی دی چې زۀ عاجز بنده په دې اړه د يوې څېړنې د تدوين په حال کښې يم او که خداے کول په راتلونکو نزديو وختونو کښې به يې خوږو او قدرمنو وروڼو او خوېندو ته وړاندې کړم.