Drawer trigger

دزړه دارو

مولوي عصمت الله عزام بسم الله الرحمن الرحيم الحمدلوليه والصلاة والسلام علی نبيه وعلی آله واصحابه المتأدبين بآدابه امابعد: حضرت ابراهيم خواص رحمة الله عليه په صوفياءکراموکي دلويي مرتبې بزرگ سړی دی. نوموړي فرمايلي دي:دزړه پنځه دواوي لري(په کوموسره چي دزړه درملنه کېږي) ۱:قرآن کريم په سوچ اوفکرسره لوستل. ۲:خالي نس اوسېدل. ۳:دشپې تهجدکول. ۴:دپېښنمي په وخت کي دالله په دربارکي ژړل. ۵:دنېکانومجلس خوښول. (تجيب المسلمين بکلام رب العالمين ص: ۱۴) داپنځه شيان بايدهرانسان هڅه وکړي چي پلي کړو څودزړونودرملنه مووشي. لومړنی کاردقرآن کريم په سوچ اوفکرسره لوستل: داکارهغه وخت شونی دی کله چي څوک دقرآن کريم په ترجمه اوتفسيرباندي پوهېږي. په دې وخت کي په هرځای کي دقرآن کريم تفسيرونه شروع شوي دي نوله دې موقع څخه په استفادې بايدهرمسلمان داهڅه وکړي چي دې سترهدف ته ځانونه ورسوي چي دقرآن کريم په مقصدباندي ځانونه پوه کړي. ځکه دقرآن کريم اصلي مقصد دادی چي انسانان يې په مقصدځانونه پوه کړي اوعمل ورباندي وکړي. تلاوت کول يې هم ثوابونه لري،دخيراوبرکت سبب دی خواصلي مقصديې په مقصدځان پوه کول او ورباندي عمل کول دي. علماووليکلي دي چي دقرآن کريم پرانسان باندي درې حقونه شته : ۱:دقرآن کريم دالفاظوزده کول. ۲:دقرآن کريم په ترجمه اومقصدځان پوه کول. ۳:دځان له خبرولو وروسته دقرآن کريم مطابق عمل کول. دادرې حقونه که انسان اداءکړي نوداکتاب به دهغه چالپاره دقيامت په ورځ سفارش کوي اودده لپاره به دليل وي اوکه(نعوذبالله)څوک داحقوق پوره نه کړي نودهغه لپاره ډېره خطره شته چي داکتاب دي دهغه په خلاف ودرېږي اوالله پاک ته دي له انسانانوشکايت وکړي چي داددغه چالپاره يقيني بربادي ده. په تاسف سره به ووايوچي نن سبامسلمانانوقرآن کريم ته ډېره شاکړې چي دادبربادۍ لپاره يولوی سبب دي. الله پاک دي موږله داسي بدبرخليک څخه وساتي آمين. وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين