Drawer trigger

اسلام کښې د علم ارزښت

بسم الله الرحمن الرحیم 1.    قرآن کریم که د سوره فاطر ۲۸ آیت کښې الله تعالی فرمايې: إِنَّما يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبادِهِ الْعُلَماءُ؛ حقيقت دادى چې دالله له بندګانو نه يوازې عالمان له هغه نه وېرېږي. 2.    او په روایت کښې له امام صادق علیه السلام نه نقل شوې چې ويفرمايل: كَفَى بِخَشْيَةِ اللَّهِ عِلْما؛ د الله خشیت او ويرې لپاره علم کافی دې. بحارالانوار ج ۲ ص ۲۷ «العِلْمُ نورٌ يَقْذِفُهُ اللهُ في قَلْبِ مَنْ يَشاء» مصباح‏الشريعة، ص16 شیطانی معلومات 3.    وَ لكِنَّ الشَّياطينَ كَفَرُوا يُعَلِّمُونَ النَّاسَ السِّحْرَ-(2)البقرة102 خو هغه شيطانان وو چې خلكو ته يې كوډې ښودلې، د اهل علم لوړوالى په نورو مومنانو 4.    يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجاتٍ‏؛ المجادلة(58)/ آيه11 چې كوم كسان ايمان لرونكي دي او كومو كسانوته چې علم وركړ شويدى ، الله به هغوته لوړې درجې په برخه كړي د دې آیت په تفسیر کښې ابوذر نه روایت دې چې پيغمبر صلی الله علیه و آله وفرمايل: اي اباذر د پوهان په الله، په ملائکو او په پيغمبرانو ګران دي، او علم نه ښوښه وې مګر با سعادته انسان، نو نيکمرغه دې وې پوهان، په ورځ د قیامت کښې. او هغه کس چې د کور نه وځې چې د علم يوه دروازه ځان لپاره خلاصه کړې، نو الله تعالی به د هر قدم په بدل کښې هغه ته د بدر شهيدانو ثواب وليکې، او پوه کس د الله تعالی حبیب دي، او هغه کس چې علم خوښه وې، نو بهشت په هغه واجب دې او په داڅې حال کښې سبا او ماښام کوې چې الله ترې راضی دې، او له دنیا به نه وځې تر دې چې له کوثر نه سیراب نشی، او د بهشت میوه ونخورې او په جنت کښې به د حضرت خضر سره ملګرې وې. بيا يې وفرمايل: دا ټول فضيلتونه د قرآن له دې آیت نه دې چې فرمايلې دې: يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجاتٍ‏؛ المجادلة. بحارالانوار ج ۱ ص ۱۷۸، جامع الاخبار ص ۳۷ 5.    هَلْ يَسْتَوِي الَّذينَ يَعْلَمُونَ وَ الَّذينَ لا يَعْلَمُونَ؛ ايا پوهېدونكي او نه پوهېدونكي يو شانته كېداى شي ؟ او امام صادق علیه السلام هم فرمایلې: فَضْلُ الْعَالِمِ عَلَى الْعَابِدِ كَفَضْلِ الْقَمَرِ عَلَى سَائِرِ النُّجُومِ لَيْلَةَ الْبَدْر؛ الكافي، ج1، ص34، ح1 علامه طباطبائی د پورتنى آيت په تفسیر کښې ليکې: دا آیت دلالت کوې پر دې باندې چې مومنان دوه ډله دې یو ډله هغه چې يواځې مومنان دې او دويمه ډله هغه چې هم مومنان دې او هم عالمان، او دويمه ډله پر وړومبۍ ډله غوره دي لکه څه رنګ چې فرمايلې دې: «هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَ الَّذِينَ لا يَعْلَمُونَ» الميزان في تفسير القرآن، ج‏19، ص188 6.    علم او الهی خلافت قرآن کریم د سوره بقره ۳۱ نه تر۳۵ آیتونو کښې د حضرت آدم علیه السلام د خلقت او هغه ته د خلیفة الهی مقام ورکولو بیان کړي، چې په دې آیاتو کښې ډيري مهمي نکته او د علم او علم زدکړي او د معلم د مقام او د متعلم په حقله وجود لري، وړومبۍ مونږ دهغه آيتونو او دهغې ترجمه ته کتنه کوو، او بیا يو څو نکتوته اشاره کوو: وَ إِذْ قالَ رَبُّكَ لِلْمَلائِكَةِ إِنِّي جاعِلٌ فِي الْأَرْضِ خَليفَةً قالُوا أَ تَجْعَلُ فيها مَنْ يُفْسِدُ فيها وَ يَسْفِكُ الدِّماءَ وَ نَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَ نُقَدِّسُ لَكَ قالَ إِنِّي أَعْلَمُ ما لا تَعْلَمُونَ (30) وَ عَلَّمَ آدَمَ الْأَسْماءَ كُلَّها ثُمَّ عَرَضَهُمْ عَلَى الْمَلائِكَةِ فَقالَ أَنْبِئُوني‏ بِأَسْماءِ هؤُلاءِ إِنْ كُنْتُمْ صادِقينَ (31) قالُوا سُبْحانَكَ لا عِلْمَ لَنا إِلاَّ ما عَلَّمْتَنا إِنَّكَ أَنْتَ الْعَليمُ الْحَكيمُ (32) قالَ يا آدَمُ أَنْبِئْهُمْ بِأَسْمائِهِمْ فَلَمَّا أَنْبَأَهُمْ بِأَسْمائِهِمْ قالَ أَ لَمْ أَقُلْ لَكُمْ إِنِّي أَعْلَمُ غَيْبَ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ وَ أَعْلَمُ ما تُبْدُونَ وَ ما كُنْتُمْ تَكْتُمُونَ (33) وَ إِذْ قُلْنا لِلْمَلائِكَةِ اسْجُدُوا لِآدَمَ فَسَجَدُوا إِلاَّ إِبْليسَ أَبى‏ وَ اسْتَكْبَرَ وَ كانَ مِنَ الْكافِرينَ (34) » البقرة(2) هغه وخت په زړه كړه چې كله ستا رب پرښتو ته ويلي وؤ چې " زه په ځمكه كښې د يو خليفه پيدا كوونكى يم "، هغو عرض وكړ :" ايا ته په ځمكه كښې داسې يو څوك ټاكې ، چې د هغې نظم خراب كړى او وينې توى كړي ؟ ستا له حمد و ثنا سره تسبيح او ستا له پاره سپېڅلې ستاينه خو مونږ كوو"ويې ويل:" زه پر هغه څه پوهېږم چې تاسې پرې نه پوهېږئ" له هغه وروسته الله ادم ته د ټولو شيانو نومونه وښودل ، بيا يې هغه پرښتو ته وړاندې كړل او ويې ويل " كه ستاسې دا ګومان صحيح وي (چې د خليفه په ټاكنه كښې به نظم وران شي ) نو ددې شيانو نومونه راوښيئ"هغوې عرض وكړ : له نيمګړتيا نه پاك يوازې ستا ذات دى ، مونږ خو صرف دومره علم لرو چې تا مونږ ته راكړى دى ، په حقيقت كښې په هر څه پوهېدونكى او د حكمت خاوند يوازې همدا ته يې.الله ادم ته وويل:"اى ادم! دوى ته ددې شيانو نومونه وښيه ، كله چې هغو ته يې د هغو ټولو نومونه وښودل، نو الله وويل "ايا ما تاسې ته نه و وويلي چې زه د اسمانونو او د ځمكې پر هغو ټولو حقيقتونو پوهېږم چې له تاسې نه پټ دي او څه چې تاسې ښكاره كوئ هغه هم ماته معلوم دي او څه چې تاسې پټوئ پر هغو هم زه پوهېږم"او كله چې مونږ پرښتو ته امر وكړ چې د ادم په وړاندې سر ونه په سجده ښكته كړئ ، نو ټولو سرونه ښكته كړل ، خو ابليس انكار وكړ ، هغه د خپلې لوئۍ په غرور كښې اخته اود كافرانو له ډلې څخه شو. 7.    علم د خلافت او خلیفه له الله ته مخکينی شرط «وَ عَلَّمَ آدَمَ الْأَسْماءَ كُلَّها» البقرة(2)/ آيه31. 8.    علم د خليفة الله د لوړتيا سبب «أَنْبِئُوني‏ بِأَسْماءِ هؤُلاءِ إِنْ كُنْتُمْ صادِقينَ؛ «سُبْحانَكَ لا عِلْمَ لَنا إِلاَّ ما عَلَّمْتَنا إِنَّكَ أَنْتَ الْعَليمُ الْحَكيمُ؛21 9.    د آدم علیه السلام برتيا په پرښتو باندې په سبب د علم او د پرښتو آدم ته سجده په سبب د علم «قالَ يا آدَمُ أَنْبِئْهُمْ بِأَسْمائِهِمْ؛ 23 ويفرمايل:"اى ادم! دوى ته نومونه وښيه ، «وَ إِذْ قُلْنا لِلْمَلائِكَةِ اسْجُدُوا لِآدَمَ فَسَجَدُوا إِلاَّ إِبْليسَ أَبى‏ وَ اسْتَكْبَرَ وَ كانَ مِنَ الْكافِرينَ؛24 كله چې مونږ پرښتو ته امر وكړ چې د ادم په وړاندې سر ونه په سجده ښكته كړئ ، نو ټولو سرونه ښكته كړل ، خو ابليس انكار وكړ ، هغه د خپلې لوئۍ په غرور كښې اخته اود كافرانو له ډلې څخه شو. سجده د تواضع او د تسلیم تر ټولوجګپوړي نښه ده 10.    علم ښودنه د انبیاؤ د بعثت هدف لَقَدْ مَنَّ اللَّهُ عَلَى الْمُؤْمِنينَ إِذْ بَعَثَ فيهِمْ رَسُولاً مِنْ أَنْفُسِهِمْ يَتْلُوا عَلَيْهِمْ آياتِهِ وَ يُزَكِّيهِمْ وَ يُعَلِّمُهُمُ الْكِتابَ وَ الْحِكْمَةَ وَ إِنْ كانُوا مِنْ قَبْلُ لَفي‏ ضَلالٍ مُبينٍ» آل‏عمران‏(3)/ آيه 64 په حقيقت كښې خو الله پر مؤمنانو دا ډېره لويه لورېنه كړېده چې په هغو كښې يې په خپله له هغو نه يو داسې پېغمبر را پورته كړ چې د هغه ايتونه ورته لولي ، د هغو ژوند سوتره كوي او هغو ته د كتاب او پوهې ښوونه كوي ، په داسې حال كښې چې له دې نه مخكښې همدا خلك په څرګنده ګمراهۍ كښې غورځېدلي وو. 11.    قرآن د علم کتاب الرَّحْمنُ عَلَّمَ الْقُرْآنَ خَلَقَ الْإِنْسانَ عَلَّمَهُ الْبَيانَ؛ رحمٰن (مهربان خداى)د دې قرآن ښوونه كړېده همغه انسان پيداكواو ده ته يې غږېدل ورزده كړل. 12.    د زدکړې وجوب «وَ ما أَرْسَلْنا قَبْلَكَ إِلاَّ رِجالاً نُوحي‏ إِلَيْهِمْ فَسْئَلُوا أَهْلَ الذِّكْرِ إِنْ كُنْتُمْ لا تَعْلَمُون‏؛ اى محمده ! له تا نه مخكښې هم چې كله مونږ پېغمبران لېږلي دي د هغو خلكو لوري ته چې مونږ خپل پيغامونه ليږل له سړيو پرته مو بل څه نه دى ليږلى. له با خبرو خلكو نه پوښتنه وكړئ كه تاسې په خپله نه پوهېږئ، 13.    زدکړه حد نه لري پاسنی حدیث کښې وړاندې پيغمبر فرمايې: أَلَا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ بُغَاةَ الْعِلْمِ پوهه شي چې الله تعالی هغه کسان چې له حد نه زیات زدکړه کوې خوښه وې، بغاة جمع ده د بغي په معنی د (د يو شي طلب د حد نه زیات) قاموس قرآن، ج‏1، ص207 14.    د ښځو زدکړه: طَلَبُ الْعِلْمِ فَرِيضَةٌ عَلَى كُلِّ مُسْلِمٍ وَ مُسْلِمَة د علم زدکړه په هر مسلمان نر او ښځه واجب دې.