Drawer trigger

د حب لله او بغض لله شرعی اهمیت

بسم الله الرحمن الرحيم قدرمنو اسلامی وروڼو د اسلام پاک اوبې عیبه دین مسلمانان د هر قسم فساد پېشه بداخلاقه او ناروا انسانانو له اختلاط، تشبه، دوستی، اعانت او هر قسم فاسدو اړیکو څخه په ډېر شدت او ټینګارسره را منع کړیدی او په حب فی الله او بغض فی الله سره ئې مامور ګرځولی دی او دغه دواړه سترکارونه ئې د کامل ایمان له اجزا وو څخه بللی دی لکه چی په یوه حدیث کښی چی په مشکوة وغیره کښي ئې روایت سویدۍ داسی راغلی دی (من احب لله و ابغض لله و اعطی لله و منع لله فقد استکمل الایمان) یعنی هرڅوک چی دوستي او محبت کوی له پاره دخدای او بغض کو ي د پاره دخدای اوورکړه کوی د پاره خدای او منع دور کړی کوی د پاره د خدای نو په تحقیق سره کامل کړ دغه سړی ایمان خپل ـ دحب لله ،بغض لله ،ورکړه لله ،منع لله مطلب ،: محترمو مسلمانانو که مسلمانانو پدغه يوه حديث عمل کړَیْ وای نو هيڅ کله بې دغه د لعنت طوقونه وغاړو ته نه وای ورلوېدلي کوم چي اوس ور لوېدلي دي ، دحب لله مقصد دادۍ چي مسلمان چي له هر چا او له هر شي سره مينه او محبت کوي او خوښه وي يې نو دا به د الله جل جلاله د رضا د پاره وي نوڅرنګه چي الله جل جلاله د نيکوکارو او د نيکو بندګانو په محبت او خوښولو راضي کيږي نه د بدو کارو او نه دبدو انسانانو په محبت او په تعلق سره نوکوم مسلمان چي حب لله کوي نودَیْ مجبور دۍ چي له هغو شيانو له هغو کارو له هغو خلکو سره به محبت کوي کوم چي د الله پاک خوښ دي نه له هغو سره چي الله ته مبغوض دي ، او د بغض لله مطلب دا دۍ چي مسلمان چي له هر شي، له هر شخص سره بغض کوي نو مقصود بې د الله جل جلاله رضا وي نو څرنګه چي الله جل جلاله له بدو شيانو بدو کارو بدو انسانانو سره د بغض کولو په وجه راضي کيږي نه د نيکو شيانو او نيکو انسانانو په بغض سره نو کوم مسلمان چي بغض لله کوي نو حتما بې دغه بغض له بدو شيانو او بدو انسانانو سره وي او ورکړه لله او منع لله هم په همدغه ډول باید وفهموۍ، الله د نېکو کارو لکه لمونځ زکات، جهاد وغیره او دارنګه د نېکو اخلاقو او نېکو انسانانو په محبت راضی کېږی نو مسلمان باید له نېکو کارو سره او له نېکو خلګو سره لکه حق علماء دینداره مسلمانان مجاهدین وغیره محبت کوی او دارنګه الله له بدو اوناروا انسانانو سره په بغض کولو راضی کېږی نو مسلمان باید له هر ناروا کار او ناروا انسان سره بغض کوونکی وی او له هر قسم تعلق او اختلاط څخه ئې ځان ګوری، له ناوړه انسانانو سره چی مسلمانو له ډیره وخته پر یوه کاسه باندی خورک شروع کړیدۍ نو د هغه حاصل اوس د هر بخته مسلمان په جېب کښی پراته دی ،لکه مولانا رومی رحمه الله تعالي چی فرمايلي دي : ،،صحبت صالح ترا صالح کند ،، صحبت طالح ترا طالح کند،، او یا لکه شيخ سعدي رحمه الله تعالي چی فرمايلي دي: پسرنوح بابدان بنشست ، خاندان نبوتش ګمشد ، سګ اصحاب کهف روزي چند ، پئ نيکان ګرفت مردم شد ، تمت ومن الله التوفیق