Drawer trigger

صدقة الفطر او له روزې سره د دې تړون

بسم الله الرحمن الرحیم محترمو اسلامی وروڼو صدقة الفطر یا په پښتو تعبیر سرسایه د مختلفو حکمتو له وجی د اسلام په پاک دین کی مشروع سویې ده چی یوه برخه د هغو په دې شرحه ده، ۱،مسلمان انسان باید لکه څرنګه چی د مال زکوة باسی او ورباندی فرض دۍ دا رنګه باید د خپل ځان او د هغه چی د ده ځان په حکم کښی وی لکه کوچنئ نابالغ اولاد زکوة هم وباسی نو روزه د بدنی عبادت له جملې څخه زکوة دۍ او سرسایه د مالی عبادت له جملې څخه ، ۲،څرنګه چی روزه او تر رمضان پوری د زوند د رازیدل او بیا د رمضان میاست په عبادت کی تېره ول د الله پاک عظیم نعمتونه دی او شکر غواړی نو د اختر لمونځ یې هغه شکر دۍ چی له بدنی او اجتماعی عبادت سره تعلق لری او سرسایه یې هغه شکر دۍ چی له مالی عبادت سره تعلق لری ، ۳،څرنګه چی د اختر په ورځ بنده ګان د الله پاک د عطایاؤ او جائزو طمع او امید کوی نو وس مالداره خلک په سرسایه سره امر کړې سویدی چی هغه ناداره خلک چی ودوی ته طمع کوی خوشحاله کړی تر څو چی دوی بیا د الله پاک له لوری خوشحاله کړه سی، ۴،څرنګه چی د اختر په ورځو کی الله پاک پربندګانو باندی بېحسابه بخششونه کوی نو پر غنیانو خلکو هم سرسایه واجبه سویې ده چی متخلقین بِا خلاق الله وګرزی، ۵، او،۶،په یوه مبارک حدیث کی رسول علیه الصلوة والسلام فرمایلی دی چی سرسایه د روزه دار پاکوونکې ده له چټی او عبثو خبرو او کارو څخه کوم چی په روزه کی یی کړی وی او دارنګه روزه دار له هغو فحشو خبرو څخه هم پاکوی کومی چی په رمضان کی ورڅخه سویې وی او دارنګه سرسایه د مسکینانو خور که ده یعنی یو حکمت د سرسایې د واجب والی دا ده چی پر مسکینانو رحم او مهربانی وکړه سی، حدیث دا دۍ، عن ابن عباس رضي الله تعالی عنهما قال فرض رسول الله صلی الله تعالی علیه وسلم صدقة الفطرطهرة للصائم من اللغووالرفث وطعمةللمساکين فمن اداها قبل الصلاة فهي زکاة مقبولة، ومن اداها بعدالصلاة فهي صدقة من الصدقة ـ رواه ابواداودوابن ماجه والحاکم وقال صحيح علی شرط البخاري ـ دارنګه په یوه بل حدیث کی راغلی دی چی روزه تر هغه پوری د اسمان او د زمکی په منځ کی راځړېږی او د قبول و مقام ته نه پورته کېږی چی روزه دار سرسایه ونه باسی، حدیث دادی، عن جريررضي الله تعالی عنه قال رسول الله صلی الله تعالی علیه وسلم صوم شهر رمضان معلق بين السماء والارض ولايرفع الابزکاة الفطر ـ رواه ابوحفص ابن شاهين في فضائل رمضان ،والسلام ومن الله التوفیق