امیر حمزه بابا

چې بې تا چاته ټيټ نه شي ننگيالى زما ژونــدون كـړه زړه زما دې مسلمــــان وي تفـــكر مې دپښتــــــــون كړه زه له وخته ګيله نـــــــــه کړم چې ښادي يې له ما يـــــوړه خوکاروان مې د همت او استقلال بېرته راستون کړه کوم( ســـبا) چې راروان دى چې د(نن )سره ګډ نـــه شي زما(نن )واخله (پرون)کړه اود(نن)په ځاى (پرون) کړه په تبجـــــــــنه زمانــــــه کې دحــــــــالاتو زبــېرګي اورم ته حکمت زماد خضـــــــــــــــــر،اندېشه دافلاطون کړه خدايه زيات کړې يو په لسه د پښــتو دليلا حسن بيا زما مينه هم زياته يوپه لسه تر مجنـــــــــون کړه راعطا لکه دګل کړې جميـــــعت په پريــــــشانۍ کې چې حاصله ترې خنداوي،خــوښ مې هغه زړه چاودون کړها په ګلـــشن يې کړې بدلې ،دا زما واړه شـــــــــــډلې هريو زړى دملت مې،تيغ په لاس کې رازرغون کـړه زه دې وچ هډوكي شپېلم خو ملت مې دې سلطــان وي دا زمـا د سخــــن سيـــورى په مـــانا كې همايـــــون كړه چې احــــــــساس دکمترۍ مې شو د غـــــير له تهذيبونو دا چمجى د دق او سل مې ،د کالبوت ځنې بېرون کړه ما حمــــزه ته يثـــــــربي بــــاده خاونــده په ښاغلــــې پيمــــانه كې د افغـــــان را ستا په اننګو كې د حمزه د وينو ســـــــره دي ته شوې د پښتو غزله ځوان زه دې بابا كړمه