Drawer trigger

دنبوي غزاګانو لړۍ

دنبوي غزاګانو لړۍ

(0 Votes)

QRCode

(0 Votes)

دنبوي غزاګانو لړۍ

د نبوي غزاګانو لړۍ مي د بېشماره عالي مقاصدو ،  منافعو او ګټو په خاطر وتاسي محترمو ته پيل کړه ، چي يوه برخه د هغو مقاصدو په دې شرحه ده  : اول     :  چي مسلمانان پدې په ښه توګه پوه سي چي په اسلام کښي د جهاد او غزا مشروعيت د څه مقصد لپاره سوئ دئ ؟  . دوهم   :    چي مسلمانان له دې څخه اګاه سي چي مسلمان د خپل دين د حفاظت دپاره ، او دارنګه د دين د دښمنانو د شر او فساد د شنډولو او خنثاکولو دپاره څه مسؤليت لري او څونه پدې لار کښي بايد زړه ور ، دلاور او فداکاره وي . دريم     :    چي د دين  د دُښمنانو د داسي ناروا اعتراضو جوابونه د هر مسلمان په ذهن کښي قرار ونيسي چي دوۍ وايي چي اسلام يو خونريزه مذهب دئ او ويني تويول يې مقصد دي ، او د وينو تويولو له لاري په جامعه کښي و خپلو أهدافو ته ځان رسونکئ دئ  .