د خوشحال خان خټک شعرونه

خوشحال خان خټک

پښتو کښې خوشحال خټک يو لوې اديب، عالم، فاضل او ننګيالے انسان ؤ. مونږ پرې فخر کوو. د لولاک په صفت موصوف فخر موجودات حضرت محمد صلی الله عليه و اله وسلم په باره کښې يې داسې خيالاتو اظهار کړے دے

په طفيل يې پيدا شوي دوه جهانه  -  په مازاغ يْې د نظر وته مذموم دے

هم دا شانې د حضرت اولاد دولس امامان د ټول جهان مخدوم بولي او د الله په بارګاه کښې سوال کوي چې ما د هغوي په دوستانو کښې محشور کړي

له امت يې  برګزين دي اثنا عشر  -  بزرګۍ كښې د همه جهان مخدوم دي د خوشحال خټک د حشر له هغو شي چې دوستدار د پنجتن پاک چارده معصوم دي

امام معنى دے هادي او پيشوا . د بيلا بيل مسلكونو او فرقو خپل خپل امامان شته . چې هغو ته لاره ښايي او هدايت وركوي _ لكن بني نوع انسان راهنمائي صرف دولس امامان كولې شي چې هغه د جناب  حضرت محمد صلی الله عليه و اله وسلم، حضرت  بي بي فاطمه الزهرا او د حضرت امام على اولاد دے خوشحال بابا مو ته د هغوې نومونه  او اوصاف داسې ښايلي دي _

د جهان دولس امام دي په حديث كښې نام په نام دي

يو على دويم حسن دے بل حسين پاكيزه تن دے

چهارم زين العابدين دے بل باقر ستنه د دين دے

بل جعفر ورپسيگ هم دے بل امام موسى كاظم دے

بل امام على رضا دے محمد تقى بل بيا دے بل امام على نقى دے بل حسنِ عسكرى دے

بل امام، امام مهدى دے چې د ټول جهان هادى دے

د بىبى زهرا اولاد دے پشت په پشته داسې ياد دے

پاک سني هغه اّدم دے چې د اّل په عشق محكم دے

غزل

خوشحال خان خټک چې کله سپين ګيرے شو او په خپلو اعمالو باندے يې نظر واچوۀ نو مايوس شو خو بيا تسلي يې وشوه او داسې اظهار يې وکړو.

چې خپل عمل ياد كړم خاورې په سر لرم ډک له ګناهه تمام دفتر لرم

وخت د حساب راغے بله تكيه نشته تكيه د خداي لرم د پيغمبر لرم

كه نور په نورو چارو جلي ستايم زۀ به  د تورو په كار على ستايم

ورور د رسول دےورباندے ښايې كه يې له فرقه  بيا تر تلي ستايم

نظام الدين اولياء دهلي کښې اعلان وكړو چې زۀ د شرميږم چې ووايم چې زۀ دحضرت امام علي غلام يم لكن زه د هغۀ غلام قنبر د در يو ناچيزه ګدا يم _ همدا شانې خوشحال بابا هم اووائيل محمد د علم شهر دا يې ور دے تر قنبر يې شه خوشحال خټک فداک

خوشحال بابا د عقيدت په ګلشن ګرځيده نو دا حقيقت يې په لاس راغلو

چې په رو به يې بخښل شي پاک نا پاک بل سړے نه دے، صاحب دے د لولاک

د بوذر او د سلمان يې در ويزګر يم تل د دوئ په محبت دے زما ژواک

ذوالفقار يې اژدها وو دوي يې ژبې چې د دين مخالفان يې وو خوراک

په دا هسې مړنتوب يې افرين ؤ چې په کار يې محمد شو فرحناک

که سوارۀ يې ميړني د لښکر ډير دي لاس حما د دلدل سوار د زين فتراک

په يوه بله موقعه خوشحال خان باباچې د وِلايت امام على (ع) په لباس، ملبوس ؤ داسې اعلان يې وكړو

شفاعت د محمد ثابت په نص دے دا په دا چې دآ د درست جهان اخص دے

د موسى د عيسى كله دا صفت وْ د لولاك لغت په ده باندے مختص دے د رستم د ميړنتوب خبرې هيڅ شوے ذوالفقار چې يې ياد شوے په قصص دے

دوستداران د اهلِ بيت له اوره خلاص دي بې دوستئ يې عالم كله مخلص دے

په وِلا كه د على (ع) رافضي كيږي ځكه خوشحال يې په وِلا کښې مشخص دے

امام الانبياء جناب محمد مصطفی (ص) ارشاد دے د الله تعالی معرفت هيچا ته نه دے حاصل شوې سوا د ما او د علي (ع)، او زه هيچا نه يم پيژندلې سوا د الله پاک او علي، او علي هيچا نه پيژندلې سوا د الله پاک او ما، که څوک دا غواړي چې د خالق کائنات، رسول اکرم او د حضرت علي عليه السلام معرفت خپل عقل په مطابق حاصل کړي نو هغه ته پکار دي چې د پيغمبر(ص) او د هغه وصي (امام علی عليه السلام) لمن دِ ونيسي خوشحال با باهم دغې نقطې ته اشاره کړے ده.

که پکارد وي د خداي پيژندګولي پيروي د محمدکړه د علي

محمد چې هغه راز يېْ په معراج كړه يكايك وْ و على وته جلي

د رسول مقبول د مقدسې خولې بيان دے چې زه د علم شهر يم او على د هغه دروازه دے _ كه څوک علم حاصلول غواړي نو په دروازه دِ راشي

د علم بي شماره قسمونه دي _ بني نوع انسان ته چې د كوم قسم علم ضرورت وي هغه به دې ته د نبوت مبارکې سينې نه ملاويږي. ليكن اول به حاضري د على مرتضى په بارګاه كوي _ همدا شانې علمي خزانې او علمي ګلدستې چې كله جبرائيلِ اّمين د رحمت العالمين په حضور کښې پيش کولو. نو د علم په دروازه به راتلو _ پدغه لړ کښې خوشحال بابا مو ته داسې  پويه راکوي _

هر اّيت چې به راتلو پاسه له عرشه لا په عرش به يې على وو متلي

تاريخ ګواه دے چې كله حضرت امام على دنيا ته تشريف راوړو نو سترګې يېْ بند وې _ مور يې خفه وه چې ګويا نقص دے څه خرابي ده ليکن چې د رسول مقبول په غويږې راغلو نو سترګې يې پرانستلې او اول يې د محمد مصطفی ښکلې جمال وليدل. تاريخ پاڼې په ده هم ګواه دے چې د دۀ پرورش رسول الله وکړو. د حضرت علي په کلام کښې موته دا وينا هم په نظر راځي چې زه د رسول يو ادنی غلام يم ما به رسول الله علمونه داسې عطا کړي دي لکه چې يوه مرغے په خوکې کښې خپل بچي ته دانه ورکوي، بل خواه رحمت العالمين داسې اشارات هم په کتابونو کښې شته،

يا علي لحمک لحمي و دمک دمي د مو لوي پښتون خوشحال بابا وايي

محمد علي چې دوه وينې په سترګو په دا کار کښې احولي ده احولي

احولي د سترګو هغه بيماري ده چې مريض ته يو څيز دوه کتلې شي،د خندق جنګ ابتدا دې عمروبن عبدود چې يوازې د زر کسانو برابر کڼلې شو اهل اسلام نه مبارزه اوغوښت د رسول الله صحابه کرامو خاموشي اختيار کړه حضرت علي عليه السلام پاڅيد او رسول الله نه يې د جنګ اجازه اوغوښته حضرت وويل صبر وکړه بيا عمربن عبدود مقابلې ته سړې اوغوښت د صحابه ؤ خاموشي بيا حضرت علي ماته کړه خو پيغمبر(ص) علي ته بيا د صبر تلقين وکړ دريم ځل عمربن عبدود وويل چې تاسو خو دا وايئ چې د خداي په لاره کښې  که څوک مړ شي نو شهيد باللې شي او جنت ته به ځي. اې محمده! څوک راوليږه چې زه يې جنت ته واستوم دريم وار هم امام علی عليه السلام پورته شو نو رسول الله حضرت امام علی عليه السلام ته د جنګ اجازه ورکړه کله چې حضرت امام علي عليه السلام د عمرو په مقابله اووت نو د رسالت  ژبې د حضرت علي او د عمرو بن عبدود پيژندګولي په دغه لفظونو کښې وکړه. بَرَزَ الاِيمَانَ كُلُه اِلَى الكُفرِ كُلِه

" كل ايمان د كل كفر په مقابله جنګيږي "

په جهاد کښې د ايمان ډير لوې كردار دے خواه هغه د كفارو په مقابله وي يا د نفس په مقابله وي _ په دې حقله خوشحال خان بابا داسې وايي

د على د اّل دوستي د ايمان زړهْ دے څوک دِ شک په دې په زړه نه راولي

د اسلام تاريخ ګواه دے چې حضرت ابراهيم (ع) او د حضرت اسماعيل عليهم السلام جوړه کړي کعبه جناب محمد مصطفی او د هغه وصي حضرت امام علی عليه السلام بتانو نه صفا کړه. همدا شانې د زړه کعبه چې جن و انس شياطينو زنګ الوده کړي وي هغه به د رسول او د علي ولا سره صفا کيږي خوشحال بابا دا نقطه داسې واضحه کړي ده

د زړه زنګ په بل صيقل نه لرې كيږي په دوستۍ يې د على دے مصقلي

زړه يې چې صفا شو نو د على د اّل په مدح کښې يې جنت وليدو او اعلان يې وكړو د على د اّل په مدح کښې جنت دے د خوشحال خټک په ده دے تسلي

او په يو بل مقام خوشحال خان با با داسې وايي

چې په جنګ کښې د على له لوريه وُمړل په هغو باندے ګواهي ده چې مرحوم دي

په يزيد باندې لعنت شه په اعوان يې چې په تيغ يې د نبى نمسي مظلوم دي

په يوه موقعه خوشحال بابا د خپلې عقيدې اظهار په اتهويشت بيتونو کښې کړے دے _ په اّخر کښې د اهلِ بيتو په حقله داسې وايي _

امامان يې د اولاد واړه برحق دي تر مهدي پوري د واړو خدمتګار يم

د بي بي فاطمه الزهرا عظمت ، بزرګي او طهارت لپاره حسب ذيل حقائق كافي و شافي دي :-

(1)  بىبى فاطمه الزهرا سلام عليها د هغو كسانو مركزي  كردار دے چې د چا په شان کښې اّية تطهير نازله شوې دے _

(2) د هغو مقدسو هستيانو مركزي نقطه دے چې چا عيسايانو عالمانو نه د مباهلې ميدان وګټلو _

(3) كله چې بىبى فاطمه الزهرا د رسول الله كور ته سلام لپاره راغلۍ نو حضرت رسول به د دي تعظيم لپاره پاڅيدل او په خپل نشست به يې مطهرې بىبى ته ځايې وركړو

راځئ چې وګورو چې خوشحال خان خټک د بىبى بزرګي او د ده اولاد په حقله څه وائي _

بزرګه لور يې فاطمه دے د بزرګۍ پرې خاتمه دے

مرتضی د دې شوهر دے چې تربور د پيغمبر(ص) دے

امامان دي ترو زوولي پاک نبي واړه ستائيلي

شواهد د نبوت دي ښائسته د امامت دي

صلواة له ما په واړو تحيات له ما په واړو

زه دوستدار د ده د آل يم په دوستۍ کښې يې خوشحال يم

چې دښمن يې د اولاد دي هغه کل په بلا ياد دي