د((وجود))او((شهود))په باب دمحدث دهلوي شاه ولى الله پريکړه

شاه ولي الله (رح)دنورو ډيرو مسلمانو پوهانو غوندې دځينو ما بعد الطبيعه مسايلو په باب چې دقران او سنت له چينې خړوبيږي،ژوره ځيرنه لري،او موخه يې داوه چې ددغو متضادو فکري خوځښتونو  تر منځ يو ترکيب، پخلاينه او تلفيق را منځ ته کړي. ده زيار وګاله،چې دابن عربي او حضرت مجدد الف ثاني نظريات تلفيق کړي . دشاه(رح)ددغه تلاش دښه پوهيدنې له پاره به ددغو دواړو مفکرينو نظريات را لنډ کړو. (وجود) په دوو بېلابېلو ماناوو پېژندلای شو : ړومبى دمعرفت دپوهې له نظره به يې صورت يا دهستۍ علمي تصور فرض کړو . دوهم دهستئ پيژندنې له مخې يې پر هغه څه چې وجود يا ثبوت لري ، فرضوونو پدې ډول کولى شو،وحدت وجود يا توحيد دعلمي هستئ په عرفاني وحدت يا في نفسه تعبير کړو. ((مطلق وجود))يا((کلي وجود))دابن عربي دمکتب له مخې هغه حقيقت دى،چې دټولو موجوداتو وروستنى بنسټ جوړوي.له دې عبارته پورتنۍدواړه ماناوې په لاس راځي.خو دابن عربي دليکنو له مخې چې ځينې وخت ډيرې لنډې (موجزې)او ځينې په همدې ډول مبهمې وي،داسې پوهيږو،چې څه وخت دى وايي،چې وجود يو دی، (مطلق وحدت)دى،موخه يې دانده،چې ټول موجودات په انفرادي ډول ،حال يا راتلونکى بالزات يو وجود دى. همدارنګه مطلب يې دا هم ندى،چې وجود په کلي او مجرده مانا په ممکنه عالمونو کې دوجود پر ټولو اشکالو ورګډ دى،بلکې څه وخت چې وايي،چې ګردعالم يو دى،مقصديې دادى،چې ګرد عالم(هستي)په سرچينه کې يو واحد ده په بله وينا خداى(ج) يواځينۍ سرچينه او دهرشي علت دى،(وجود ياثبوت) لري.او دا تش داسانۍ لپاره ده ، چې ابن عربي دخداى(ج) وجود په يوه کل ((مثلا،رنګ))او دهر موجود وجود يا((ذات))دهغه کل له يوه حالت يا تجلى،((مثلا،قرمز))سره پرتله کوي.که دخداى(ج)هراړخيز وجودپه ټولو موجوداتو کې په وړانګو نه وى ،عالم نشو پيدا کيدلى. همدا ډول که کلي معقول حقايق نه وى، دبهرنيو اشياو په باب هيڅ حکم ممکن نه و. په ننۍ ژبه داسې ويلى شو ،چې د((ذات او صفت))داتحاد پر بنسټ يا جوهر او اتحادي صفت چې دخداى(ج) او نړۍ تر منځ شته ،عالم(نړۍ) تش دصفاتو ښکارنديې يا وړانګه ده . په بله وينا دعالم پيدايښت دفيض يو شکل دى .ابن عربي ګروهمن دى ،دپيدايښت چاره چې د((کن))په کلمه سرته رسيدلى،داشياو وجود ته دپروردګار له تنزل پرته بل څه نه ده. خو دغه له تعين سره تنزل پينځه پړاوه لري: ړومبي دوه پړاوه يې علمي او وروستي درې يې خارجي دي. په ړومبي تنزل کې وحدت دوجود له مطلق شتون نه خبريږي،او دا داجمالي صفاتو اګاهي ده . په دوهم تنزل کې وحدت له خپلو تفصيلي صفاتو نه اګاه کيږي ،په څرګنده ابن عربي دتنزل دغه دواړه پړاوه وافعي نه مفهومي تصور کوي .هغه((فرازماني)) دي، اوپدغه مورد کې دذات او صفت تميز تش منطقي دى . واقعي تمايزات دتنزل په دريم پړاو کې پيليږي، چې له روحي تعين عبادت دى،يعنې څه وخت چې وحدت په ګڼو ارواحو لکه ملايکو ويشل کيږي.څلورم تنزل مثالي دى ،چې دعالم مثال له لارې منځ ته راځي .پنځم جسدي تعين دى ،چې محسوس يا جسماني موجودات رامنځته کوي. له پورتنيو ټکو نه څرګنديږي،چې دابن عربي په اند،دخداى(ج)ذات عين صفات دي،او دغه صفات خپل ځان په وړانګوچې اشيا او پديدې يي حالات دي،ښکاره کوي .پدې ډول څرګنديږي،چې دابن عربي په ګروهه دهستۍ پيژندنې له مخې فقط يو حقيقت وجود لري ،چې دوه سيما(رنګه) لري، ١- داسى يو حقيقت چې پر محسوس عالم لوړاوى (استعلا) لري. ٢- له ذهنيتونو يو تکثر چې بنسټ او وروستى څرګنداوى يې دحق په ذاتي وحدت کې قرار لري، جهان لکه څنګه چې مشاهده کيږي ،او کوم تکثر چې پکې ښکاري ، دوحدت دحالاتو له تکثر پرته بل څه ندي. جهان (عالم) له ځانه وجود نلري.ابن عربي اعلان کوي ،چې((موجود شيان له اړوند حقيقت سره ډير وړوکى تماس هم نلري)) دى خپله وينا دهېندارې او انځور په استعاره کې څرګندوي.محسوس عالم په هېنداره کې انځور دى،يعنې دشي سيورى دى،واقعي هغه خوا.ټول عالم دسيورو دلوبو په شان دى.ابن عربي بل ځاى دانتثار او ((معنوي غذا))له استعارو ګټه اخلي،کثرت وحدت خوروي، په هماغه ډول چې کيفيات لکه ((رنګونه))جوهر منتشر کوي. خداى(ج)زموږ معنوي غذا او ساتونکى دی.زموږ دوجود دګوهر غوندې دى همدارنګه دمحسوس عالم معنوي غذا ده. او په همدې ترتيب ده، چې خداى(ج)ذاتي صفات لري. پدې ډول کولى شو دابن عربي ټول فلسفي تفکر په دوو قضيو کې رالنډ کړو. ١-دخداى(ج) هستي او ماهيت يا وجود اوصفات د يو بل عين دي. ٢- عالم انعکاس يا کم رنګه فيض يا دصفاتو له يوه جالته نور څه نه دى. شيخ احمد سرهندي مجدد الف ثاني دابن عربي په فلسفه سخته نيوکه کوي. دى وايي:له وجود سره دصفاتو ديووالي ګروهه خطا ده، قران کريم فرمايي:ان الله لغني عن العالمين .(عنکبوت) دده په نظر دغه ايت په څرګنده دا حقيقت ښکاره کوي، چې خداى(ج)دخپل ظهور له پاره په عالم اتکا نه لري. هغه صفات چې پرې عالم ته پام اړوي،او هغه رامنځ ته کوي، له ذاته غير دى.مجدد الف ثاني همدا ډول دابن عربي دغه نظريه چې جهان دصفاتو تجلا ده ، مردوده ګڼي، ځکه که چيرې جهان فقط دصفاتو تجلى وي ، پکار ده، چې له هغه سره يو وي.خو دخداى(ج) صفات کامل دي، او جهان له نواقصو ډک دى .لکه چې دانسان سيوري ته وجود نه شو ويلى ،چې پر همدې وجود متکى هم دى، نو دغسې دغه استنتاج هم ښه دى،چې خداى دخپل ظهور له پاره په عالم متکي دى.بشري پوهه دخداى(ج) له علم سره هېڅ ورته والى نه لري.نو ځکه بشري پوهه دخداى(ج) دعلم تجلى نشو ګڼلى. هغه ډول چې ابن عربي پوهيده ،دوحدت او کثرت تر منځ هيڅ تقابل وجود نه لري،خداى(ج) عيني حقيقت او دجهانونو دمخلوق له وجود نه مستقل دى .نو دالهي او بشري صفاتو تر منځ هيڅ ډول ورته والى او شباهت نشته. دغه مبارک آيت په ښکاره ډول دې ټکي ته اشاره کوي: سبحان ربک رب العزت عما يصفون، پداسې حال کې چې ابن عربي دخپلې وحدت الوجودي نظريې اساس داصل او سيوري په يووالي ږدي