مولانا ابو الكلام ازاد

مولانا ابو الكلام ازاد د ذوالحجې په اتم تاريخ، كال ۱۳۰۵هجري قمري، چې د اګست له ۶۱-۱۷سمې ۱۸۸۸ز د جمعې ورځې سره سمون خوري په مكه معظمه كې زېږېدلې دى. نوم يې احمد، لقب يې محي الدين او كنيت يې ابو الكلام ؤ. ازاد يې تخلص او تاريخي نوم فېروز بخت ؤ. د پلار نوم يې مولانا خير الدين ؤ. تر پينځم نيكه د نصب لړۍ مولانا ابو الكلام ازاد بن شيخ خير الدين بن شيخ محمد هادي بن شيخ افضل بن شيخ محمد حسن. زده كړې مولانا صېب لومړنۍ زده كړې په مكه معظمه كې پيل كړې، سپېڅلې قرآن يې هورې زده كړ. په ۱۸۹۸ز كال يې پلار د هند كلكتې ښار ته راغې، لومړنۍ زده كړې يې له خپل پلار څخه ترلاسه كړې. مولاناصېب په يوه علمي كورنۍ كې سترګې غړولې وى. په دې كورنۍ كې په يوه وخت پينځه كسه درس وركوونكي پوهان، فتوا وركوونكي، د سلوك او طريقې څښتنان پيدا شوې دي. كله چې مولانا شاعري پيل كړه، نو عبدالواحد خان يې تخلص (ازاد) كېښود. ۱۹۹۰ز كې يې پاړسي او ۱۹۰۳ز كې يې درس نظامي ترلاسه كړل. د شاعرۍ سمونه يې مولوي ظفر احسن شوق دنيوي وكړه. ادبي ژوند د (نيرنګ عالم) په نام يې يو كتابګوټې هم خپور كړ، كوم چې دده د ادبي ژوند پيلامه ګڼل كېده. وروسته يې بيا (لسان الصدق) په نامه يوه مياشتينۍ د كلكتې له ښار څخه په ۲۰ د نومبر كال ۱۹۰۳ كې راوكښله. د هند د خپلواکۍ غورځنګ او مولانا ازاد مولانا ازاد د لومړي ځل لپاره په ۱۹۱۶ز کال ونیول شو، او دکلکتې ته نژدې د رانچي په سیمه کې د څلورو کلونو لپاره نظربند و. پدې دوران کې یې خپل کتاب (تذکره) ولیکه. بیا یې د خلافت په غورځنګ کې بشپړه ونډه واخیسته. په ۱۹۲۱ز کال د ترک موالات غورځنګ (Non-Cooperation Movemet) وچلاوه، چې پدې کار کولو سره یو ځل بیا ونیول شو او د یو کال لپاره بند ته ولېږل شو. له سزا اورونې څخه مخکې مولانا ازاد په عدالت کې یو جرات مندانه او بېباکانه بیان ورکړ، چې دا وینا او بیان د حق ویلو یو تلپاتې مشال په څۍر ترنن ورځې پورې ژوندې پاتې دی. دانګرېز ښکېلاکګرو لخوا دې پد تور نیول شوې و،چې ده په دوه ځایونو کې داسې ویناوې کړي، چې د ۱۲۴ انګریزي قانون د مادې له مخې دې مجرم دی. ددې الزام په ځواب کې مولانا ازاد داسې اعتراف وکړ: (زه اقرار کوم، چې ما یواځې په دې دوه ځایونو کې نه بلکه له تېرو دوه کلونو راهیسې (۱۹۲۰-۱۹۲۱ز) ترمنځ په خپلو بې شمېره ویناوو کې دارګه او د همدې موخې لپاره ددې په څېر نور لدې څخه زیات ښکاره او پرېکنده جملې کارولي دی. سرچينې ګوهر ناياب (د اشخاصو انسائكلوپېډيا)، ليكوال: حفيظ ګوهر. ایمان اور عقل، لیکوال: مولانا ابو الکلام ازاد، مکتبه قرانیات-لاهور