فلسفه څه ده؟

،،و من يوتى الحكمه فقد اوتي خيراً كثيراً،، د بقرې سورت، ۲۶۹ ايت ژباړه: څوك چې د حكمت (فلسفې) له نعمته برخمن شو، بېشكه، چې ډېر لوى خېر وركړ شو. خداى تعالى انسان ته دوه ډوله پېغمبران وركړي دي، يو ظاهري پېغمبر، چې له ادمه تر خاتمه صلى الله عليه وسلم په انساني بټو راغلي دي او يو باطني پېغمبر، چې عقل دى. د دواړو كار هم د انسانانو لارښوونه ده او دواړه له يو بل پرته كارندوالى نه لري، كه خو دا د علم، پوهې او تفكر خاوندان دي، چې د سم لارو او نېكمرغانو په ټولي كې راځي او خداى تعالى ړانده مقلدان غندي. فلسفه او منطق انسان په تكفر او سوچ كولو كې له خطا ساتي او هغه ته د سم تعقل او فكر كولو لاره ښي. نن سبا چې ختيځه او لوديځه فلسفو ماتې خوړلې ، شوروي دړې وړې شوې اود لوديځ كبر ماڼۍ او ايډيالوجي په شړېدو ده، د متمدنې نړۍ بنيادم د كمونېزم، سوسيالېزم، ماده پرستۍ، پانګه وال نظام او ننورو ډډ، نظاموو په پوچوالي په پوهېدلو سره يو ځل بيا د حقيقت او حق د لارې تږي او په لټون دي. په دې پېچلې نړۍ كې چې د حق او حقيقت پېژندل دومره ګران دي، لكه په توره شپه كې په توره كاڼې د تور مېږي ليدل، نو انسان بايد هرګام په پام اوچت كړي، چې د ښوېدو وېره ده. دلته دم او قدم دواړه په حساب دي، او د سم تعقل او د هر دي، مذهب او لارې د پېژندلو لومړې شرط د عقل او تفكر د لارو او روشونو زده كول دي. فلسه دې ته ملا تړي، چې انسان ته د سوچ كولو او تفكر سيخه لاره په ګوته كړي، فلسفه موخه (هدف) نه دى، وسيله ده، لار ده او عينكې دي، چې بنيادم ته په لارې د تلو چل ورښيي او د سترګو د سمو غړولو او د حقيتق د لارې په يون كې د تللو او سمون ګامونو د اخيستلو لاره په ګوته كوي. نن چې لوديځې، ختيځې او مادي فلسفې ماتې خوړلې له اسلامي فلسفې سره د پېژندګلوۍ ضرورت تر پخوا زيات احساسېږي. اسلامي فلسفه او نړۍ ليد زموږ د نورو اسلامي معارفو بنياد دى. موږ كه خپل فلسفي اصول او مكتب، راښكونكې بيان، منطقي تړاو او ساده او رواني قلم يا ژبې سره نړۍ او حقيقت پالو ته وړاندې كړى شو، اسلامي كولتور او اصول په نړۍ كې خپل مقام بيا ترلاسه كولاى شي. د مسلمانانو لويه ستونزه دا ده، چې تراوسه نه دي توانېدلي د اسلام فلسفې او معارفو بدايه محتوا، ژورتيا او ډكه لمن په ساده او روانې ژبې نړۍ ته وړاندې كړي، او هغه په بېلابېلو انساني علومو كې دود كړي، چې د لالهانده انسان له سرګردانۍ وژغوري. البته فلسفه او منطق د نورو تر پوهولو مخكې د ځان د پوهولو لپاره ضروري ده او لازمه ده، هر انسان د منطق او فلسفې بنيادي او لوى ټكي لكه علت معلول، ماده مجرد، جوهر عرض، وجود ماهيت، وجوب امكان او امتناع وغېره زده كړي. د خداى فضل دى، پښتانه پر دين مين خلك دي، او ښايي تر هرچا زياتې ديني مدرسې په پښتنو كې وي، د يو ديني طالب لپاره خو د فلسفې د بنيادي اصولو زده كولو نور هم ضروري دي، ځكه چې انساني شعور پرمختګ كړى او نننۍ انسان بې منطقه او بې ربطه وعظ نه مني. دغو ضرورتونو ته په پام سره ما هڅه كړې د فلسفې لومړي اصول او ټكي په ډېره ساده او روانې ژبې سره په ۱۷ درسونو كې ستاسو د تندې ماتولو لپاره راغونډ كړم..... دا چې په پښتو كې د هر علم ضرورت دى، او د پښتو لمنه د نثر په برخه كې تر سيالو ژبو سپكه ښكاري، دا به په پښتو كې يوه ښه او ګټوره اضافه وي، او يو څه تنده به مو ماته كړي. په درناوي عبدالرحيم درانې تهران، پښتو خپرونه د فلسفې اهميت او ضرورت د فلسفې د پيلولو په لومړي ګام كې غوره ده بنيادم په دې پوه شسي، چې فلسفه كومو پوښتنو ته ځوابونه وايي او د فلسفې د زده كولو ګټه څه ده. او كومې اړتياوې پوره كوي؟ او كه انسان فلسفه ونه وايي څه كمې به ولري؟ كه د فلسفې د زده كولو په پيل كې په دغو خبرو فكر وكړئ او دغو پوښتهنو ته ښۀ ځير شئ او غور پرې وكړ، په تاسو كېپخپله د فلسفې د زده كولو او تحقيق محرك پيدا كېږي او په مينه او دلچسپۍ سره به د فلسفې زده كول پېل كړئ. د فلسفې د اهميت د روښانه كېدو لپاره ښه ده په لاندينيو پوښتنو فكر وكړئ: ايا زه او تاسو وجود لرو؟ يانې موجود يو؟ وجود يانې څۀ (وجود څۀ ته وايي) ايا موجودات بې انتها دي؟ موجودات ولې پدا شوي (په وجود كې راغلي دي)؟ تېر حال او راتلونكې يانې څۀ؟ او زمان او (وخت) څه ته وايي؟ ايا ټول موجودات مكان (ځاى) لري؟ خداى تعالى څڼګه موجود دى؟ ايا ماده د خپل ځآن خالقه (پنځوونكې) نه شي كېداى؟ ايا غير مادي موجود هم شته؟ خداى ولې نه ليدل كېږ؟ د ورح مطلب څه دى او څنګه موجود دى؟ دا د هغو پوښتنو يوه بېلګه ده، چې فلسفه يې د ځواب وركولو هڅه كوي. ايا تاسو ته ددغو پوښتنو ځواب درځي؟ ايا تاسو ددغو پوښتنو د ځوابونو زده كولو ضرورتنه اساسوئ؟ كه داسې احساس لرئ او په رتيا د دا ډ،ل پوښتنو له ځواب سره مينه لرئ، په حقيقت كې د فلسفې په اهميت او ضرورت پوه شوي ياست.