د اسلام له نظره له خدای سره خلوت کول ۲
د اسلام له نظره له خدای سره خلوت کول ۲
0 Vote
73 View
په تیره برخه کې مو اشاره وکړه چې د اسلامي ژوند په طرز کې انسان یوازې نه پریښودل کیږي او یوازیتوب یو غندلی څیز دی او داسلام ډیر عبادتونه په دې ډول دي چې په ګډه ترسره کیږي او د وګړو تر مینځ د مینې محبت او یووالي سبب ګرځي. سره له دې اسلام له خپل رب سره د انسان د خلوت او راز و نیاز کولو لپاره هم ځینې فرصتونه په نظر کې نیولې دي دغه خلوت په حقیقت کې یوازیتوب نه دی بلکه له خپل محبوب سره د انسان د لا زیاتې مینې او عشق لپاره ځینې فرصتونه دي ، له خدای تعالی سره خلوت د انسان لپاره ډیر ښه فرصت دی چې د مادي ژوند په شورماشور کې ډوب انسان ځان بیا مومي یو څو شیبې له خپل پالونکي سره خلوت وکړي او دخدای د مینې او رحمت له بې پایه سمندر سره یو ځای شي . انسان په دغه خلوت کې خپل اخلاق او اعمال جاجولی شي ځان پیژندلی شي او د ځان پیژندلو په رڼا کې خپل خدای پیژندلی شي. ×××× دخدای ګرانو استازو او پیغمبرانو هم د خپل برکتناک ژوند په ځینو برخو کې له خپل رب سره راز و نیاز او خلوت کړی دی . لوی عالم علامه مجلسي په بحار الانوار کتاب کې راوړې دي چې حضرت سلیمان علیه السلام به مسجد الاقصی کې اوږده موده خلوت کاوه . هغه حضرت ته به یې ډوډۍ او اوبه وروړلې او هم هلته به یې عبادت کاوه . حضرت مریم بي بي هم کله چې د خدای پرښته ورباندې نازله شوه له خلکو یې ځان ګوښه کړ او خلوت یې غوره کړ چې په یو تش او خلوت ځای کې له هر ډول فکرونو لرې له خپل پالونکي سره راز ونیاز وکړي . له همدې امله یې د بیت المقدس ختیځ چې ښآیی زیات کرار او مناسب ځای و د ځان لپاره خوښ کړ. د حضرت موسی علیه السلام په ژوند کې هم سره له دې چې دوي د امت د هدایت لویه دنده په غاړه لرله خو یوه موده له خلکو لاړ او له خپل محبوب سره دخلوت کولو لپاره یې ځان طور غره ته ورساوه او وې فرمایل : ای پالونکیه ! ځان مې تاته رسولی دی چې له ما راضي شې.(طه، ۸۴) ××× د خدای په یاد کې د تمرکز او مداومت یوه مهمه لاره داده چې انسان د ځان او خدای تر مینځ د راز ونیاز لپاره ځینې وختونه بیل کړي . نو ځکه کله چې د پیغمبرانو او الهی ولیانو په تیره بیا د رسول الله مبارک (ص) ژوند ته ګورو ، په دې خبره رسیږو چې دغو لویو شخصیتونو له یوازیني خدای سره راز ونیاز لپاره ځینې فرصتونه بیل کړې وو. په غار حرا کې د پیغمبر عبات د دغه سپیڅلي او نوراني ارتباط ډیره ښه بیلګه ده پیغمبر اکرم د جاهلیت په هغه زمانه کې چې فساد او اخلاقي پریوتا په اوجې کې وه د دغه غار په یو ګوټ کې له خپل معبود سره د زړه خواله کوله او عبادت او تفکر به یې کاوه . ×××× له خدا ی سره انس یو لوی الهی نعمت دی چې یوازې ځینو خاصو بندګانو ته حاصلیږي. له همدې امله خدای تعالی ته « انیس المومنین» هم ویل شوې دي . له خدای سره دخلوت لپاره د اسلام یو ډیر ښکلی تعلیم «اعتکاف» دی. اعتکاف د عبادت لپاره په جومات کې پاتې کیدلو ته وایي چې لږ تر لږه وخت یې درې ورځې دی او شرط یې د روژې نیول او د ځینو دنیاوي خوندونو پریښودل دي. اعتکاف د روح د صیقلولو او له یوازیني خالق سره د مینې پیدا کولو لپاره ډیر مناسب فرصت دی او په حقیقت کې له دنیاوي تعلقاتو د سترګو پټولو او خدای ته دپناه وړلو په معنا دی . ډیر عبادتونه لکه مستحبي لمونځونه او د دعا او قرآن تلاوت هم په یو ډول له پالونکي سره خلوت کول دي او خالق او مخلوق تر مینځ د یو پل په شان دي چې په دې مینځ کې بیا تهحد یا د شپې لمونځ د شپې د چوپتیا او د نورو له نظرونو د لمونځ کوونکي د پناه کیدو په وجه ځانګړی اهمیت لري. ×××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××××× ټولو الهی دینونو ټولنیز ژوند ته د انسان د هڅولو ترڅنګ څو شیبې له خدای سره د خلوت کولو لپاره هم په نظر کې نیولې دي . دا ښیي چې انسان تر کومه حده دغه فرصت ته اړتیا لري چې ددنیا له مادي فکرونو او اندیښنو لرې شي. دانسان و جودي جوړښت په دې ډول دی چې له نورو سره د اړیکوپه وخت له روحي ، نفسیاتي ، اخلاقي او عملي نظره له نورو اثر اخلي او کله کله له ناوړه کسانو سره اړیکي د انسان ارامښت او کرار له مینځه وړي او له خدای سره د هغه د ارتباط مخه نیسي. انسان دې ته اړتیا لري چې یو څو شیبې د نورو له سترګو لرې له خدای سره خلوت وکړي ، د انس او مینې دسترخوان خپور کړي او خپل رب ته په مینه او عشق سره مخ واړوي. ځکه چې پالونکی ذات تر بل هر چا په خپل بنده زیات مهربانه دی . د خپل بنده غږ اوري او ځواب ورکوي او هیڅ کله یې بې پناه او یوازې نه پریږدي دغه روحاني خلوت د انسان لپاره تر بل هر څیز زیات خوندور دی . ××××× بې له شکه خلوت کول او له خپل رب سره راز ونیاز د انسان په ژوند مهمې اغیزې لري . ذکر کوونکی انسان همیشه احساس کوي چې د نړۍ تر ټولو د لوی طاقت پام ورته اوړیدلی او ورسره مینه کوي . نور نو په هغه مشکلات او غمونه غلبه نه شي کولی . له بلې خوا هغه په دغه روحیې سره کولی شي د زمانې په ناخوالو برلاسی شي او په ژوند کې ترقۍ او ودې ته دوام ورکړي. څوک چې دخدای په یاد کې وي حتما یې خدای مرسته او ورته هدایت کوي غمونه یې لرې کوي او په ستونزو کې یې بیله نه پریږدي. الهي سالکان، د خدای جلال او جمال ته رسیدل او پیژندل یې له خدای سره د خلوت په سیوري کې ممکن ګڼي. خدای تعالی هغو کسانو ته خاص نظر لری چې له هغه سره په خلوت کې او دراز و نیاز او لمنځ لپاره ناست وي . که یو انسان دغه مرتبې ته ورسیږي نور نو د ژوند په چارو کې حیرانه او لالهانده یا خوار او بیچاره نه پاتې کیږي. او همیشه یوه رڼا له هغه سره وي چې د ژوند په ټولو پړاوونو کې ورته لاره ښیي او مرسته یې کوي. ××× کله کله د خلوت کولو په مفهوم کې له دې امله چې صحیح درک ورځنې نه دی شوی ، افراط شوی دی . د اسلام دین خلوت ګزیني او ګوښه توب د خپلو پیروانو لپاره د یوې همیشنۍ طریقې په توګه نه خوښوي. پیغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم له ټولنیز ژونده له ګوښه کیدو سره مخالف وو. په دې ډول چې ځینې اصحاب چې کله له ټولنې او له خپلو کورنیو لرې شول او ځانونه یې ګوښه کړل ، دخدای رسول ملامته کړل او له هغوی سره له کتنې یې ډډه وکړه . اسلام خلوت ګزیني او ګوښه والی مني خو په ځینو شرطونو. دغه ګوښه توب او له خدای سره خلوت کول په هغه بڼه کې چې له ظلم او فساده د لرې والی یا په انسان کې دمعنوي اړخ د پیاوړتیا او یا د اخلاقي رذالتونو د ختمولو لپاره وي د اسلام له خوا ښه او خوښ کار ګڼل شوی دی . له خلکو همیشنی لرې والی او پوره ګوښه توب د اسلام له ځینو دیني تعلیماتو لکه د جمعې او جمعې د لمانځه ، حج ، له دیني وروڼو سره له راشه درشه ، د خلکو تر مینځ له اصلاح ، د مسلمانانو د چارو له سمولو او صله رحم او داسې نورو دندو سره ټکر لري. ××× عزلت او ګوښه توب ځینې مراتب او پړاوونه لري ؛ کله کله ضروري وي چې انسان یوه موده له ټولنې ځان څنډې ته کړي . کله کله انسان په ټولنه کې دننه موجود وي خو له مذمومو او بدو فکرونو ، عقایدو او دودونو ځان لرې کوي. کله ، ضروري نه وي چې دغه لرې والی له ټولنې د لرې کیدو سبب شي بلکه له ځینو کسانو سره د ټولنیزو اړیکو محدودول، د عزلت له مراتبو او مصداقونو دي چې ډير مهم دي. د اوسمهالې زمانې مشهور عارف او عالم آیت الله حسن زاده آملي بیانوي چې له عزت او ګوښه والي مطلب، له بد کرداره او بد ګفتاره خلکو سره له ناستې پاستې او معاشرته ډډه کول دي ، یعنې باید له ګناهکارو او بې لارو کسانو سره له ناستې پاستې ډډه وشي که نه وي اسلام له صالحانو او اولیاوو سره په همنشینۍ ټینګارکړی دی .