Drawer trigger

د اسلام له نظره له خدای سره خلوت کول 1

انسان یو ټولنیز موجود دی او د نیکمرغه ژوند دلرلو لپاره له نورو سره داړیکو ټينګولو ته ضرورت لري . د تاندوالي، ارامښت، عزت نفس او امنیت په سیوري کښې د ټولنیزو اړیکو ټینګول دانسان د رواني او نفسیاتي سلامتیا ضامن کیدلای شي . محققانو دغه خبر ه معلومه کړي ده چې دټولنیزو تعاملاتو زیاتیدل تر پنځوس (۵۰) فیصدو پورې د انسان د عمر د زیاتیدا سبب کیږي . خو هغه کس چې کافي ټولنیز ملاتړ نلري او له یوازې توب سره مخ شوی دی  د عروقي، زړه او دسرطان په شان په ناروغیو د ککړیدا له خطر سره مخامخ کیږي او حتی د خپګان، اضطراب او په نشې د روږدید له خطر سره مخ کیږي . دغه راز د امریکا د شیکاګو پوهنتون څیړاندو په یوه (۱)تحقیق کښې معلومه کړي ده د یوازې توب منفي اغیزونه  د   وینې  په دباو، نا سم ویده کیدا ، د عقل د خرابیدا او په  نورو جسمي مشکلاتو کښې راڅرګندیږي . مشکل دا دی چې  لویدیځ په موډرن وخت کښې دانسان فردیت ته په اصالت ورکولو او له هغه په ګټه پورته کولو سره  هغه له یوبل څخه جلا کوي او ټولنیز کیدا ته یوه(۱) بله معنا ورکوي . سینما، پارک ، کیفي ټیریا او دخوشحالۍ مراسم  ټول داسې ځایونه دي چې دموډرن انسان د یوازې توب له کبله ویره او اضطراب  تر یوه حده  جبران کړي . ځکه چې انسان له نورو کسانو سره کیني چې څو شیبې ځان له یوازي توب او تنهاۍ لیرې کړي . خو انسان دګڼې ګوڼې له چاپیریال په لیرې کیدا سره دوباره له اضطرابونو سره مخامخ کیږي . ټیلي ویژن، اینټرنیټ ، موبایل او  نور شیان   د  مناسب ډله ایز ارتباطات درامینځته کیدا اوزارونه دي چې دغه یوازې او تنها انسان ته د فکر کولو او په نتیجه کښې د اضطراب امکان  ورنکړي . د لویدیځو ټولنو په اپوټه په اسلامي ټولنه کښې الفت، مینه او دټولنې د وګړو ترمینځ ژورې اړیکې اصالت لري . اسلام داسې مذهب دی چې هم  فردي او هم ټولنیز اړخ ته پام کوي ځکه چې اسلام په ټولو کارونو کښې انډول او توازن ته ځانګړی پام لري . له فردي نظره انسان چې پوهیږي خدای پاک ج تل له هغه سره دی یوازې توب او تنهايي نه احساسوي . دقران کریم ایتونه په دایمي ډول دینداره کس ته دغه خبره کوي چې یوازې نه یاست او خدای هغه ته ترټولو نږدی دی . داسې ایتونه چې ټینګار کوي  :«.............. خدای د انسان او دهغه دزړه ترمینځ دی .(د قران کریم د انفال سورې څلورویشتم ایت )او مونږ  انسان  ته دمرې له رګ څخه  زیات نږدې یوو .»  ق سوره  څلورویشتم ایت . خدای پاک د قران کریم په نوراني ایتونو کښې فرمايي ای زما بندګانو اوس چې زه تاسو ته تر ټولو نږدې کس یم نو ما یادوئ چې زه هم تاسو یاد کړم . ( دقران کریم د بقرې سورې ۱۵۲ ایت ) دغه راز خدای پاک دقران کریم په یوه بل ایت کښې فرمايي :«هر سهار او مازیګر خپل پروردیګار ځان سره په ویرې او تضرع او په ټیټ غږ سره یاد کړئ .(دقران کریم داعراف سورې ۲۰۵ ایت  ) . او بالاخره خدای پاک فرمايي ای انسانه ایا خدای د خپل بنده لپاره کافي نه دی .؟» دقران کریم دزمر سورې ۳۶ ایت . ایا انسان دقران کریم د ایتونو په تلاوت کولو او په خپل څنګ کښې دمهربان خدای پاک په شتون اعتقاد سره بیا هم یوازې توب احساسولای شي .؟ ارواپیژاندي له پرودریګار سره ارتباط د هیلې ،تاندوالي، ارامښت  او داندیښنې او اضطراب دختمیدا سبب ګڼي . ارواپیژاندي وايي مومن انسان خپل پروردیګار ته د زړه خبرو او مشکلاتو په بیانولو سره دضایت احساس کوي  او دمشکلاتو احساس نه کوي . له ټولنیز اړخه هم په اسلامي ټولنه کښې انسانان له نورو سره د سالمو او سمو اړیکو ټینګولو ته ژمن دي . داسلام په مبین دین  کښې  ټینګار شوی دی چې په خوشروي . تقوا، ډالۍ ورکولو ، دځان منمۍ په پریښودلو، زغم ، د کورنۍ دغړیو په کتلو ، په خبرو کښې په نرمښت، خاکسارۍ ، انصاف او صداقت سره دنورو خلکو زړونه ځان ته جلب کړئ . هغه ټینګارونه چې دقران کریم په روایتونو کښې د ګاونډیانو دحقونو ، د صله رحم ، ددوستانو ترمینځ دغونډو په جوړیدا او دمومنانو په کتنې شوي دي په نورو ځایونو کښې ډير کم لیدل کیږي . دبیلګې په توګه په اسلام کښې ګاونډیان لوړ حقونه لري دیوې کوڅې وسیدونکي په یوې سیمې کښې له وسیدو وراخوا له معنوي او عاطفي پلوه له یو بل سره ارتباط لري او دیو بل په هکله د مسوولیت احساس هم کوي هغوې د خوشحالۍ او غم په وخت دیوبل په څنګ کښې دي او دیوبل له حاله خبریږي . ددغو ښکلیو او ژورو تعلیماتو په بیانو لو سره ویلای شو چې اسلام د دواړو لورو له ژمنو سره یوځاې د ټولنیزو ارتباطاتو او د فرد ترمینځ  د دوامداره اړیکو غوښتونکی دی . یعني په یو  ډول اګاهانه ، معنالرونکي او  له متقابلو مسوولیتونو سره یوځاې  راغونډیدل . هره ورځ دجامع دلمانځه په ترسره کولو ، د جمعې لمانځه په ښه او پرتمین ډول ترسره کولو او د حج دسترو او پرتمینو دستورو په ترسره کولو د اسلام بیا بیا ټینګار ټول په ټولنه او غونډو کښې  شتون او درهبانیت  او تنهاۍ  پریښودو ته داسلام داهمیت ورکولو ښودنه کوي . داډول تعلیما ت په خپله  مسلمان له تنهاۍ او یوازې توب دټولنې غیږ ته ورکاږي . بل مهم ټکی چې د اسلام په لوړو تعلیماتو کښې لیدل کیږي په انسانانو کښې  له نورو خلکو د تښتې  او څنګ ته کیدا دروحیې ختمول دي  . ډاکټر حسن توانایان فرد  « بهره وري در اموزش های نماز نومې کتاب کښې لیکي دحمد په مبارکه سورې کښې موجود فعلونه او دلمونځ ذکرونه ټول  په ګډه داکیږي ..... دا چې وايي پرستش کوو او پرستش نه کوو او وایو مرسته غواړو او مرسته نه  غواړو یعني دلته دجمع ضمیر کارول شوی دی او وحده متکلم ضمیر نه دی کارول شوی او دلیل یې دادی چې مونږ ته رازده کړي په اسلام کښې ټولنه په  وګړو  لومړیتوب  لري . په اسلامي ژوند کښې په هیڅ شرايطو کښې انسان یوازې نه پریښودل کیږي . یوازې توب او تنهايي ښه شی نه  دی . مجردي یا له ملګري پرته سفر، یا دمومنانو غونډې ته بې پامۍ یا دخپلوانو پریښودل او له هغوې سره داړیکو ختمول وغیره وغیره . لمونځ، حج ، جهاد او اسلامي عبادتونه دانسان لوړو درجو ته د رسیدا لپاره یوه وسیله ده . دغه ډله ایز عبادتونه د خلکو ترمینځ د یوزړه توب او مینې درامینځته کولو په لړ کښې دي په دې ډول چې دمسلمانانو ترمینځ اتحاد او پیوستون پیاوړی کوي . البته باید  دغه غلطي ونکړو چې د یوازې توب او تنهاۍ موضوع  خلوت ونه ګڼو . اسلام  چې انسان   په ټولنه کښې شتون او په ټولنیزو فعالیتونو کښې ګډون ته وروبولي له خدای پاک سره د خلوت کولو لپاره فرصتونه په نظر کښې نیولي دي چې په راتلونکي پروګرام کښې به ورباندې غور وکړو .