د رمضان دنیوی او اخروی فائدې ،۵برخه مونږ او رمضان
د رمضان دنیوی او اخروی فائدې ،۵برخه مونږ او رمضان
0 Vote
296 View
علامه محمدمعین الدین ابوالفضل دکان الله له دامت برکاته
محترمووروڼووهرروژه دارته په کارده چی دروژې مبارکی روحی اوبدنی حکمتونه ګټی اوفائدې وپېژنی اوپه خپل ذهن کی یې حاضری ولری اودروژې دهرجهت نربوط ټول شرعی امورمراعت کړی ترڅودروژې له ټولوبرکاتواوفائدوڅخه برخورداره سی دمثال په توګه یوجهتوڅخه دروژې پښلېمَئ کول دئ ،په دې باره کی مسلمان بایددشرعی مقررتوخیال وساتی چی په دې اړه ودغوتوصیوته ځیرسۍ،اوله توصیه داده چی ځینی خلګ داسی عادت لری ی چی یاخویوازی دماښام په خورک اکتفاکوی اوپشلیمَئ نکوی اویاناست وی نه ویده کېږی چی دپښلیمی وخت قریب سی نوډوډۍ وخوری دپشلیمی په نیت دادواړه کارونه ناسم اونامناسبه دی ښه کاردادۍ چی یوه اندازه قدرسړَئ بېده سی بیادپښلېمی دپاره راپورته سی اوپشلېمَئ وکړی هوکه یوڅوک بیده نسی ترپشلیمی پوری په عبادت مشغول وی نوداافضل کاردۍ خوپه دۍ شرط چی دسهار ولمانځه اوجماعت ته داکارپه ضررتمام نسی بهرحال روزه نیوونکی دپشلیمی کولوبایدپوره خیال وساتی په دې اړه داسلام دپیغمبر صلی الله علیه وسلم وهدایت ته ګورۍ
- عن انس رضي الله عنه أن النبي صلى الله عليه وسلم قال: تسحروا فإن في السحور بركة " [ رواه البخاري ومسلم ].ژباړه،له حضرت انس رضی الله عنه څخه روایت دۍ چی بېشکه نبی صلی الله علیه وسلم ویلی دی چی پشلیمَئ کوۍ تاسی ځکه چی په پشلیمی کی برکت دۍ ددې حدیث مبارک روایت بخاری اومسلم کړیدۍ متفق علیه حدیث دۍ
- لا تنم عقب وجبة السحور مباشرة فإن ذلك قد يعرضك لاضطرابات هضمية وما يتبعها من اضطراب في النوم، ويخطئ من يطيل السهر في رمضان ثم يجعل سحوره آخر سهرته ثم ينام معرضاً نفسه للتخمة والوهن واضطراب الهضم.)طب جامع ،ژباړه ،دپشلمی په باب دوهمه توصیه داده چی روزه دارداسی بایدونکړی چی دشپې له خوابیداروی دپشلېمې تروخته پوری بیا له پشلېمی کولو څخه وروسته فی الحاله بیده سی ځکه چی له دې څخه دغذادهضمولوپه ارتباط قسم قسم اضطرابات پیداکږی چی په اخیرکی دخوب کولوپه باره کی هم مشکلات پیداکېږی
