د وینی باران

مونږ باید په پام کې ولرو چې د اروپا تاريخی کتابونو چې دا واقعه يې نقل کړې وې يواځې انګلو سکسو کرونيکل نومی کتاب ته نه محدوديږې د دې واقعه نقل کوونکې له يو کتاب نه زیات دې او له دې دسته کتابونه نه د ورچ لتینک کرونیکل آو پرنسيس نومی کتاب نوم مونږ اخستلې شو.

په دې حقله به جان ودادی مستند جوړونکې او بریتانیایی محقق  به نوزیات تفصیلات راکړې.

زه د خپلی څيړنې چې پر انګلو سکسون نومی کتاب باندې مې کوله يو ډير عجيبه مطلب سره مخامخ شوم په دغه مطلب کښې ليکلې شوې وو چې قابو ۶۸۹ میلادی کال باندې په بریتانیا کښې د وينی باران وريدلې وو، او کوچ(کونداغ) او شوده(پۍ) په وینی کښې بدل شوې وو.

دا ليک په يواځې يو کتاب کې يوه نامانوسه خبره وه، خو ولې له دې کتاب نه علاوه دوو نورو تاريخی وړ کتابونو کښې هم شته، وړومبۍ ولش لتینګ ګرونیکل او دویم کرونیکل آف د پرنسس. چې دواړو کښې دا خبره مطرح شوې ده او د شمال ختيځ اروپا کښې دا موضوع دری نورو کتابونو مطرح کړې نو ځکه دې زمونږ توجه ځان ته جلب کړه او مونږ مجبوره وې چې د دې د دلیل باره کښې تحقیق وکړو.

البته دا کتابونه د منځنيو پيړيو سره مربوط دې.

يعنی د هغه وخت کله چې کلیسا په جامعه حاکم وو او دا بحثونه به په طبیعی ډول کيدل.

اوس د مسیحیت د دینی علم سرچینۍ ګورو چې دهغې نظر نه هم ځان خبر کړو.

د مسیحیت يوې ويب پاڼه له لوستلو سره چې د کتاب مقدس زيريو بيان يې کړې بعضی پيښې يې د عذاب الهی په توګه یادي کړې او د هغې ذکر يې کړې چې يوه ترې په کال ۶۸۵ میلادی د اروپا هیوادونو کښې د ويني باران دي او هغه يې د عذاب الهی په توګه یاد کړي.

دا څه رنګ ممکنه ده، چې د منځني پيړي د زماني مخنيوی او محدوديتونه سره دا مطالب بيا هم ثبت شوې وې او هغه د يو تاريخی سند په توګه ومنلی شي.

نو دې اړنګ مونږ په دې کړو چې د تاريخ سند او د هغه زماني لوې او معتبر فرهنګ ته سترګی وغړه وو: یعنی اسلام ته

اشهد ان علیا حجة الله ...

د نورلسم پيړي فرانسوی مورخ او ټولنپوهاند ګوستاو ليیون وائې:

تر ۱۵ پيړه پورې پوهاندو به هغه مطلب چې د مسلمان عالمانو نه اخستلې شوې نه وو نۀ تایید کولو.

د اسلام پرمختګ په وخت کښې يو نمانځلې او لوې فرهنګ چې د منځني پيړي سره سم همعصر وو او خوندوره خبره دا چې تاريخی کتابونو يې هم دا واقعه د وينی باران تفریبا په هم هغه کال، کال ۶۸۵ میلادی کښې په مختلفو هیوادونو لکه روم، عراق، ایران، یمن او نورو سیمو کې دا واقعه نقل کړې او تایید کړې.

د دې مهم لپاره مونږ د اسلامی فرهنګ د تاریخ پوهاندو ورپسې د نړې مختلف سیمو ته لاړلو چې کيدلې شې د هغوې بیان شوې توضیحات مونږ هغه نقطه پيدا کړو چې هغه د دې ځې رپورټونو او د اروپا په تاریخ ثبت شوې وې.

دا خبره هم ذکر شوې چې په شام، حجاز، خراسان او بیت المقدس کښې د وینی باران شوې وو.

د اهل سنت يو معتبر ترین کتاب بغیة الطب فی تاريخ حلب له جعفر بن سلیمان نومی کس نه داڅې ليکې: دومره د وینی باران ووريد چې تر مودو د هغې آثار په ديوال او کورونو باندې ښکاره وو او هغه د وينو رنګ وو.

د وینی باران بصره، کوفه، شام او خراسان ته هم رسیدلې وو او مونږ په دې کې شک نه لرلو چې څه عذاب راتلوونکې دې.

د اهلسنت منابع ؤ کې دا قضیه په پراخه تو ګه بیان شوې د حدیثی او تاریخی منابع ؤ او کتابونو لکه کتاب ذخائر العقبی طبری شافعی او هم دا رنګ په کتاب تاريخ دمشق، صواعق المحرقه، الخصائص الکبری، ینابیع الموده، تذکره الخواص، سیر اعلام النبلاء ذهبی ، تاریخ الخلفاء ، کتاب احقاق الحق ، الکامل ، کتاب البدایة و النهایة ، اخبار الدول ، المعجم الکبیر طبرانی ، مجمع الزوائد ، کفایة الطالب ، تفسیر قرآن ابن کثیر او مقتل الحسین او هم دا رنګ تهذیب التهذیب ابن حجر چې دا ټول کتابونه د اهل سنت مشهور او معتبر منابع دې.

او خوندوره خبره دا چې د اورپا د کتاب مخالف يې په کې د دې باران وريدلو علت هم ښودلۍ.

په ټولو کتابونو کې او د اسلامی ټولو مذهبونو منابع ؤ په اتفاق سره لیکلی چې د وينی باران پس د امام حسین علیه السلام له شهادت نه چې د پيغمبر اکرم صلی الله علیه و آله نمسۍ او د شیعیانو دریم امام دې وو، چې په ناروا او بې انصافی سره د کربلا په مځکه شهید شو او کورنۍ يې ورله بندیوانه کړه چې خور زینب یې د ورور قاتلینو ته په خپل خطاب کښې هم دې واقعه ته اشاره کړې.

هم دا رنګ چې کله حضرت زینب سلام الله علیها د یزید دربار ته لاړه او هلته يې هغه مشهور خطبه ولوسته چې د خطبه په آخر کښې وفرمایل تعجب مه کوه که په دې مصیبت د آسمان نه وینه ووریږې او که وله د وينو ډکه شې او که ستاسو کوهی د وینی باران سره د وینو نه ډک شې. دا روایات د صواعق المحرقة کتاب په ۱۱۶-۱۱۶ صفحه او د تفسیر ابن کثیر ۹ جلد ۱۶۲ صفحه باندې ذکر شوې.

نو بس دا واقعه د عاشوره په ورځ د شیعه او سنی سرچينو له مخه متواتر نقل شوې ده.

هم دا رنګ په عیون اخبار الرضا کتاب کښې د شیعیانو د اتم امام حضرت امام رضا علیه سلام نه نقل شوې چې د هغوې نيکه امام باقر علیه السلام فرمايل دي:

لما فتل جدی الحسین امطرت السماء دما و ترابا احمر

کله چې نیکم امام حسین علیه السلام شهید شو(چې پخپله امام باقر علیه السلام هم په دغه پيښه کښې موجود وو) آسمان وینه ووروله او خاوره سره شوه.

او بیا دا پيښه د زهری چې په بنی امیه باندې خپل سر ورکوونکې غوندې کس وو او د ابن عبد ربه آندلسی په خپل کتاب العقد الفرید کښې دې نکته ته اشاره کړې چې هغه هم په اندلس کښې اموی ژوند لرلو او د بنی امیه طرفداره وو، خو بیا هم دا خبره يې نقل کړې او د دې پيښه اعتراف يې کړې.

هر څومره چې مخې ته قدم اخلو نورې خوندوری خبری زمونږ مخې ته راځې لکه د اسلام د تاريخ سرچينو کښې دا پيښه چې د وینه باران د مخ کې اسلامی رهبرانو او د ښاغلو له طرف پېشګويي شوې وا او د هغې د کفیت خبره يې رامنځته کړې وا.

په بخارالانوار کښې علامه مجلسی ۴۵ جلد کښې د آسمان ژړا په نوم يو باب لرې او دا چې دا سوروالې د څه وو او په ۵۷ کښې بيا په دې روايتونه بيانه وې او په ۷۹ جلد کښې بیا نور زوايات راوړې نو دا پيښه د شيعيانو په کتاب کښې په پراخه توګه نقل شوې ده.

مونږ د دې څيړنه په دوام کښې یعنی د وينی باران د پېشګويي په حقله يو روایت سره مخامخ شو.

ام سلمه يعنی د پيغمبر ميرمن په کربلا مځکه کښې د شیعیانو د دریم امام د شهادت او د دې پيښېدنه پېشګويي د رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم نه نقل کړي چې دا مطلب په المجمع الکبیر، مجمع الزوائد او کنزالعمال کتابونو کښې نقل شوي.

میثم تمار د حضرت امیرالمومنین علی علیه السلام نه په يو حديث کښې داڅې نقل کوي، چې کله پيغمبر د ځوی حسین علیه السلام د شهادت خبر راکړو نو ویفرمايل: چې د هغه شهادت باندې به هرڅه ژړا کوې، و تمطر السماء دما و رمادا، او هغه وخت به آسمان نه وينه او ایره ؤ وره وي.

همدارنګ شیخ صدوق د شیعه عالم خپل کتاب امالی کې ذکر کړی چې کله د شیعیانو دویم امام امام حسن علیه السلام خپل آخرې ويناوې کې ورور حسین علیه السلام ته وفرمایل: يو ورځ د ستا د شهادت غوندې نشته هغه ورځ چې آسمان نه به وينه راوريږې او دا پېشګویی د پيښه نه څو کاله وړاندې بیانه شوي.

اوس له تحقیق او څيړنه نه ورسته سره دې یو څو وتلی نکتو ته پام وکړو.

د اروپا تاریخی کتابونو ته پام سره دا مو ترلاسه کړل چې په ۶۸۴ او ۶۸۵ میلادی هغه کلونه دې چې د وینی د باران ذکر په کښې شوې خو ولی د عاشوره واقعه په ۶۸۰ کښې شوې ده.

نود کلونو دا فرق به څه رنګ توجیه کړو؟

ځواب يې ډير ساده دې، د پروفيسور ريچارد نورس د وينا په رڼا کښې د اورپا دا تاریخی کتابونه دری سوه کاله پس له عاشوره پيښه ليکلې شوي نو د دې لیکلو څرچينه ويناوې وې، نو د ۴يا ۵ کاله اختلاف لرلو احتمال ورکول طبیعی دې او دا هغه وخت چې کله اسلامی سرچينو کښې د وينی باران کيدلو ورځ يو ورځ ښودلې شوې.

او هم دارنګ د میلادی تاريخ بدليدلو سرچينه ورځ ده او د قمری تاریخ سرچينه شپه ده نو هم د اختلاف سبب کيدلې شې.

او دا چې کوم د وينی باران د اروپا تاريخ کښې یا اسلامی تاريخ ذکر شوې په رښتیا وينه وه که سور رنګ وو.

ډير لوې اختلاف دې په دغه وينی باران کښې چې کوم کتابونو نقل کړې او کوم چې په هند کښې د سور رنګ باران شوې وو چې هغه په حقیقت کښې د سور رنګ ګل وو.

خو ولې فرق د هغه پيښه چې کوم اروپايې کتابونو او اسلامی نړې نقل کړو او د هند هغه سور باران چې کوم کسانو نقل کړې هغه ټول دانشمندان وو او هغوې کټ مټ د وينه باران نقل کړې نه دا چې د وينی غوندې يو څه او ډيرو د تازه وينه کلمه یاده کړې نو مونږ دا نتیجه اخستلې شو چې کوم څه هغوې ليدلې وو هغه هم وينه وه نه د وينی غوندې یو څه.

صواعق المحرقه له ابی سعید نه نقل کوې: او آسمان هم وينه وروله او د هغې اثر پر جامه تر ډيره ليدلې شو تر دې چې هغه جامې زړې شوې، یعنی دا وينه ترې نه تلله که هرڅومره به يې وينځلې تر دې چې دا جامې زړېشوې او وشليدلې.

او کيدېشي چې دا نکته مونږ نور هم دې ته متوجه کړې چې د وينې د باران علت اروپایي کتابونو د امام حسین علیه السلام شهادت ندې نقل کړې.

ولې؟

په مغربی اروپا کښې د روم نسکوريدلو نه پس مغربی سيمې چې د ایتالیا نه مغربی اروپا ته راغلې د يو والې نه ووتې او ټوټی ټوټی شول او محلی حکومتونو کښې تقسیم او خپلو کې سره دښمنان شول او د علم او کلتور رڼا پر کښې ګل شوه، نو ځکه د جهالت تورې کندي ته ورپريوتل اروپا هغه وخت په علمی توګه ورستو پاتی وو، او انګلستان هم له دغه اروپا برخه وه او په سبب له دې چې جزیره وه له نورې اروپا يې اهمیت کم وو.

کارپوهه او ماهر ربط لروونکې کسانو له خبرو نه ښکارې چې د اروپا تاریخ لیک وخت کښې له اصل کلتور نه د لرې کيدلو په سبب په هغه وخت کښې دقیق ثبت کول او د علمی پيښو لیک وجود نه لرلو نو دا پيښه به يې څه نقل کړې وا.

او اوس د تحقیق اوڅيړنه په آخر کښې چې دا تحقيق او څيړنه سبب جوړه شوه د دې مستند دې خبرې ته ورسيدلو چې يواځې يوه ورځ د شرق نه تر مغربه د وينې باران شوې او هغه ورځ د امام حسین علیه السلام د مظلومانه شهادت ورځ وا ټولو خلکو او ټولو مقکرانو او د نړې ټولو دينونو له مخې دا ورځ د بشری تاریخ په اوږدو کښې يو تاثیر لرونکې ورځ او کس وو.

سلام ډکټر باران شکلا

سلام ځه باران شکلا یم.

بښنه غواړم دا خبره ټيک ده چې ته هندو مذهب يې؟

هو! زه هندو يم.

غواړم چې ستاسو نظر د امام حسین باره کښې معلوم کړم.

ګوره امام حسین په هندوستان او هندوانو کښې يو ډير با عظمته کس دې، لپاره د دې چې هغه شهید شوې د حق تعالی او زمونږ لپاره، او فکر کوم چې اما حسین علیه السلام لپاره د ټول انسانیت او له ټولو لپاره رهبر دې.

يوه پوښتنه لرم؟ آيا د امام حسین علیه السلام شخصیت دومره مهم دې د شهادت له وجه چې د هغه لپاره د آسمان نه د وينې باران وشې؟

کله چې د الله بندګانو سره ظلم او زیاتی وشې نو ټول عالم ژړا کوې په دې کښې هیڅ شک نشته او ټول کاينات په وينه ژاړې.