د امام مهدی(عج) ژوند لیک
د امام مهدی(عج) ژوند لیک
Author :
Interpreter :
Publisher :
Publish number :
لومړی
Publication year :
2009
Number of volumes :
1
(0 Votes)
(0 Votes)
د امام مهدی(عج) ژوند لیک
د مهدويت بحث له هغې موضوعاتو څخه دے چې د انسان په ژوند کښې ډير لوي رول لري او د انسان د ژوند بيلا بيلو زاويو سره نيغ په نيغه اړيکه او رابطه لري، دې ته په پام سره له ډېر کوښښونو باوجود بيا هم دا موضوع ډېرې داسې خبرې لري چې لا تراوسه بيان نه دي شوي نو پکار ده چې څيړونکي او عالمان دې په دې لاره کښې نور هم کوښښ وکړي.
محمد د حسن عسکري (ع) زوی چې په امام مهدي (ع)، صاحب الزمان او حجت بن الحسن مشهور دی، په ۲۵۵ هجري قمري کال کښې د دولسم او اخري امام او د دولسو امامانو په توګه وزیږید. . د هغه د امامت پیل په ۲۶۰ هجری قمری کال کښې د خپل ګران پلار امام حسن عسکری (ع) له شهادت وروسته وشو. د شیعه ګانو د عقیدې له مخې هغه هماغه شخص دی چې د اسلام په ښکاره دین او په ټولو الهی دینونو کې یې وعده شوې ده چې له اوږدې مودې وروسته به راڅرګند شی.