حضرت عيسی عليه السلام او د پيغمبر اکرم صلی الله عليه وآله وسلم دراتللو بشارت

په قرآن کښې راغلې چې حضرت عيسی عليه السلام د ځان نه ورستو د پيغمبر د راتللو بشارت د احمد په نوم ورکړې دے، خو آيا دا خبره په موجوده انجيل کښې هم شته؟

 هغه آيت چې په قرآن کښې د دې باره کښې راغلې عبارت دې له:

وَمُبَشِّرًا بِرَسُولٍ يَأْتِي مِنْ بَعْدِي اسْمُهُ أَحْمَدُ فَلَمَّا جَاءَهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ قَالُوا هَذَا سِحْرٌ مُبِينٌ (۶۱/۶)

او زيرې کوونکې يم په هغه رسول سره چه را به شې وروسته له ما څخه چه  دهغه نوم احمد دے بيا (وائې الله) کله چه راغې هغه (رسول) دوی ته په ښکاره ؤ معجزو سره وويل (بنی اسرائيل) دا (قرآن) سحر کوډی دې ښکاره.

کوم بشارت چې په دې آيت کښې د حضرت مسيح نه نقل شوې دے دا په انجيل يوحنا باب ۱۴، ۱۵، او ۱۶ کښې هم راغلې او هم دا رنګ په انجيل يوحنا کښې حضرت مسيح د فارقليط نومی کس د راتللو خبر هم ورکړې دے چې حالات او واقعيات د دې ګواهې ورکوې چې هاغه هم پيغمبر اسلام صلی الله عليه و آله وسلم دے، نو مونږ هغه متن د انجيل نه سره د باب او پاڼې شميرې سره نقل که وو، انجيل کښې راغلې دې:

که تاسو ما سره مينه لرے، زما احکام ژوندې(باقی) اوساتے او زۀ به له پلار څخه دا درخواست کوم چې فارقليط يي تاسو ته عطا کړې دی، چې تر آخرې پورې به له تاسو سره وې، او روح حق او رښتيا ده چې جهان به يې قبول نکړې ځکه چې هغه نه وينې او نه پيژنې، خو هغه تاسو پيژنې او تاسو سره په وسې او تاسو سره به وې.(۲)

ما دا خبرې تاسو ته کړې وې کله چې زۀ تاسو سره ؤم، خو فارقليط چې پلار به هغه زما په نوم تاسو ته راسته وې، هغه به تاسو ته د هرڅه زدکړه درکوې او هر هغه څه به درته در ياده وې کوم چې ما درته ښودلې دې.(۳)

له دې پيښې نه مخکښې مې درته خبردرکړو ځکه چې کله هغه راشې نو ايمان پرې راوړے.(۴)

چې کله فارقليط د خپل پلار غاړې تاسوته راوسته ووم، چې رښتين روح دے او د پلار له غاړې به راځې په ما به شهادت ورکه وې.(۵)

رښتيا وايم چې ستاسو لپاره په دې کښې سود دې چې زۀ لاړ شم او که زۀ لاړ نشم نو فارقليط به له تاسو غاړې نه راځې خو که لاړ شم نو هغه به ستاسو غاړې راواسته ووم، کله چه هغه راشى نو هغه به دُنيا دَ ګُناه اَؤ دَ صداقت اَؤ اِنصاف په باب کښے ملامته کړى، دَ ګُناه په باب کښے ځکه چه په ما ايمان نۀ راؤړى، اَؤ دَ صداقت په باب کښے ځکه چه زَۀ پلار له ځم اَؤ تاسو به مے بيا ونۀ وينئ، اَؤ دَ اِنصاف په باب کښے ځکه چه دَ دے دُنيا سردار مُجرم کړے شو. او زۀ ډير څه لرم چې درته ووايم او درکړم خو تاسو د هغې توان وس نه لرے، خو چې کله هغه راشې نو هغه به تاسو ته ووائې چې هغه به له ځانه څخه خبرې نه کوې بلکه هغه څه به وائې کوم چې واوريې، او تاسو به د راتلوونکې وخت نه خبره وې، او زما به صفت او تمجيد کوې، ځکه چې هغه څه چې ما څخه دې هغه سره به هم وې او هغه به تاسو ته دهغې خبردرکوې، هر هغه څه چې د پلار له خوا دې ماڅخه دې نو ځکه وايم چې څه ما سره دې هم هغه، هغه سره هم دې او تاسو ته به بيانه وې.(۶)

له قرائنو په رڼا کښې دا خبره واضحه او ښکاره ده چې د فارقليط نه مراد پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم دې چې د حضرت مسيح نه ورستو راتلوونکې دې نه روح القدس.

ولومړې دي ته پام وکړو چې د عيسايانو بعضی تاريخونو نه دا خبره په ګوته کښېږې چې د اسلام نه مخکښې د انجيل مفسرانو او عالمانو کښې دا خبره مشهوره وا چې فارقليط پيغمبرموعود صلی الله عليه و آله وسلم دې، تر دې چې بعضی خلکو له دې نه ناوړه استفاده وکړه او ځان ته به يې فارقليط موعود ويلې.

د مثال په توګه منتسر چې يو رياضت ايستوونکې او مرتاض  وو او په دوئم قرن ميلادی کښې ژوند کولو، په ۱۸۷کال کښې د رسالت دعوی وکړه او وويل: ځه هم هغه فارقليط يم چې عيسی عليه السلام يې د راتللو خبر ورکړې، او يو ټولنې د هغه پيروې وکړه.(۷)

او د اسلامی تاريخ نه هم دا استفاده کښېږې چې د مسيحيت نړې سياسی او روحانی ښاغلې د پيغمبرصلی الله عليه و آله وسلم د بعثت په کال د انجيل د موعود په انتظار کښې وو، او هم دا وجه وه چې کله پيغمبرصلی الله عليه و آله وسلم خپل سفير د حبشه باشاه ته وليږلو نو هغه د خط لوستلو نه پس سفير ته وويل: زۀ ګواهی ورکوم چې دی هم هغه پيغمبرصلی الله عليه و آله وسلم دې چې اهل کتاب د هغه په انتظار کښې وو، او څه رنګ چې حضرت موسی عليه السلام د حضرت عيسی عليه السلام بشارت ورکړې وو هم دا رنګ حضرت عيسی عليه السلام د پيغمبرآخرالزمان صلی الله عليه و آله وسلم بشارت ورکړې وو او د هغه نښې نښانې يې ښودلې وې.(۸)

چې کله د رسول الله صلی الله عليه و آله وسلم خط قيصر ته ورسيد او هغه دا ليک ولوستو نو د پيغمبرصلی الله عليه و آله وسلم باره کښې تحقيق شروع کړو او د خط جواب کښې دا څې وليکل:  ستاسو خط مې ولوستلو او ستاسو د بلنې نه خبر شوم، زۀ له دې نه خبر ووم چې پيغمبربه راځې  خو ما ګمان کولو چې دا پيغمبر به د شام په لورې وې ...(۹)

له دې دلائلو څخه دا څرګنده کښېږې چې هغې د پيغمبر په انتظار کښې وو او د دې انتظار بنسټ او اصل له انجيل نه وو.

حضرت عيسیعليه السلام چې فارقليط لپاره کوم امتيازات او د هغه راتللو لپاره کومې نښې نښانې په ګوته کړې وې هغې نه دا ثابته ده چې فارقليط به د پيغمبر موعود صلی الله عليه و آله وسلم نه بل څوک نه وې، مګر دا چې د هغې تفسير روح القدس ته واړه وو، لنډه دا چې:

حضرت عيسی عليه السلام د خپلې خبرې آغاز داڅې کړې وو: که تاسو ما سره مينه لرے، زما احکام ژوندې وساتے او زۀ به له پلار څخه دا درخواست کوم چې فارقليط تاسو ته عطا کړې.

وړومبۍ دا چې عيسی عليه السلام له خپل ځان سره دهغوې مينه هغې ته ورياده وې، ځکه چې هغه سره ويره ده چې داڅې نه وې چې زما د بشارت نه پس په دوې کښې څوک انکار وکړې نو د مينې د لارې يې بشارت منلو او اخستلو ته تيار کړل، او که د فارقليط نه قصد يا نيت روح القدس وې چې د انجيل مفسرانو ترې کوم مطلب اخستلې نو بيا د حضرت عيسی عليه السلام مقدمه جوړولو ته ضرورت نه وو.

ځکه چې د روح القدس د نزول نه پس هغه په زړونو او روحونو دومره اثر کوې چې چاته به د شک او انکار ځيږې پاتې نه وې، خو که مقصود يې ترې پيغمبرموعود وې نو د هغې مقدمه جوړولو شديدضرورت وو، ځکه چې موعود له تبليغ او بيان نه بغير په زړونو او په ارواح باندې اثر نشې اچه ولې، هم دې تبليغ او بيان له ورستو هغه ټولنې چې عدل په کښې وې هغه يې منې او نورې ټولنه ترې ډډه کوې.

حضرت عيسی عليه السلام ورته يوازې دا خبره ونکړه بلکه د انجيل آيت ۲۹ باب ۱۴ کښې ورته وائې: (له دې پيښې نه مخکښې مې درته خبردرکړو ځکه چې کله هغه راشې نو ايمان پرې راوړے)، نو په روح القدس باندې ايمان لرل وينا نه غوستله او بيا يې پرې دومره زور ولې ورکړې دې.

دوئم دا چې حضرت عيسی عليه السلام فرمايلې وو: (فارقليط به تاسو ته د هرڅه زدکړه درکوې او هر هغه څه به درته در ياده وې کوم چې ما درته ښودلې دې)، وائې روح القدس د عيسی عليه السلام  صليب کيدلو نه پنځوس ورځې پس حواريونو باندې نازل شو، آيا دې خلکو په دانه لګو ورځو کښې د عيسی عليه السلام تعليمات هير کړې وو، چې روح القدس ورته بيا ورياد کړل؟

او د عيسی عليه السلام شاګردانو ته د هغه لپاره د شهادت ضرورت نه وو چې ور باندې شهادت ورکړې وې، خو که چرته مقصود يې پيغمبر موعود وې نو بيا دواړه خبرې سمون خورې، ځکه چې له دې وخته پس او د انجيل د علماؤ په انجيل کښې تحريف نه پس ضرورت وو چې د عيسی عليه السلام امت ته د هغه خبرې چې هيرې کړې شوې او مخلوط شوې وې دوباره خلکو ته د رسول الله حضرت محمد صلی الله عليه و آله وسلم په وينا وريادې شې، او هغوې ته د عيسی عليه السلام  په نبوت باندې شهادت ورکړې او ووائې: هغه هم زما غوندې پيغمبر وو د هغه مور پسې ناروا خبرې مکړے او دا رنګ دعيسی عليه السلام شخصيت او اهيت د بهتان نه لرې وساتې.

(که زۀ لاړ نشم نو فارقليط به له تاسو غاړې نه راځې) حضرت عيسی عليه السلام د فارقليط را تګ له خپل تللو سره مشروط ګڼللې، او که مقصود ترې روح القدس وې نو د روح القدس راتلل هغه ته او د هغه ملګرو ته يې مشروط د هغوې په تګ نه وو، ځکه چې مسيحيان دا عقيده لرې چې کله به حضرت عيسی عليه السلام  خپل حواريون تبليغ لپاره نورو ځينو ته ليګل نو روح القدس به په هغوې نازل کښيدو(۱۳)،نو ځکه د هغه راتلل مشروط نه وو، او که مقصود ترې پيغمبرG واخلو نو بيا پيغمبرG راتلل مشروط وو له دې سره چې عيسی عليه السلام لاړ شې او دهغه آئين منسوخ شې.

د فارقليط راتللو لپاره درې مقصده ذکر شوې: کله چه هغه راشى نو هغه به دُنيا دَ ګُناه اَؤ دَ صداقت اَؤ اِنصاف په باب کښے ملامته کړى، دَ ګُناه په باب کښے ځکه چه په ما ايمان نۀ راؤړى، لکه څه رنګ چې بيان شو چې د عيسايانود عقيده په مطابق روح القدس پنځوس ورځې پس په حواريونو نازل شو خو هغوې هيڅ کله دګناه او د صداقت او د انصاف په باب کښې ملامته نه کړل، او د آيت نه دا معلومه ده چې هغه به په منکرانو ښکاره کښېږې، نه په حواريونو چې هغوې هيڅ کله د حضرت مسيح تکذيب نه وو کړې، خو که مقصود ترې پيغمبر اسلام صلی الله عليه و آله وسلم وې نو دا ټول امتيازات د هغوې سره موجود وو.

د پلار له غاړې به راځې په ما به شهادت ورکه وې .

فارقليط تاسو به د راتلوونکې وخت نه خبره وې، او زما به صفت او تمجيد کوې.

د فارقليط په حضرت مسيح باندې شهادت ورکولو نه هم دا معلومه ده چې هغه روح القدس نه دې ځکه چې حواريونو ته د دغه  شهادت او تصديق ضرورت نه وو او دا چې هغه ته به جلال وروبښې دا هغه څه دې کوم چې پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم د عيسی عليه السلام باره کښې وکړل چې د هغه آئين يې تکميل کړو، له دې نه به لوې جلال بل څه وې.

دې نښو او ښودونکېو باندې دقت سره مونږ هغه حقيقت ته رسيدلې شو کوم چې اسلامی محققان نظر کښې لرې، خو دا نښې او ښودونکې يوازې دغه څه سره چې بيان شو خاص نه دې، او په غوره توګه مونږ نور ډير څه  معلومه ولې شو.

په آخره کښې به زۀ د فرانس لوې دايرت المعارف نه قابل توجيه مطلب خپلو لوستونکو ته ولاندې کړم:

محمد د دين اسلام مؤسس او د خدائ راليګلې آخری پيغمبردې، محمد معنا يعنی ډير حمد شوې او مصدر يې له حمد چې د تمجيد او تحليل معنا ورکوې دے، مشتق دے، او ډيره عجيبه دا ده چې يو بل نوم چې هم دا دې مصدر نه دې او د محمد مترادف دے هغه احمد دے، چې احتمال قوی دا دې چې د عرب عيسايانو به هغه د فارقليط په معنا ګڼلو، احمد يعنی ډير نامتو او ناميالی، چې د پريکليتوس ترجمه ده، او ترې دا خطا شوې ده چې پاراکليتوس يې دهغې په معنا اخستلې، او هم دارنګ مسلمانان ليکوونکو تکرار کړې چې له دې لفظ نه مقصد د رسول الله صلی الله عليه و آله وسلم بشارت دې، قرآن مجيد هم په ډاګه دا خبره په سوره صف کښې کړې ده.

د دې قسمت سمون کښې د ښاغلې فخرالاسلام صيب کتاب انس الاعلام نه استفاده شوې ده.

سرچينې:

[1] . سوره صف، آيه 6.

[2] . انجيل يوحنّا، باب ۱۴، ۱۵، ۱۷، چې په ۱۸۳۷م کال لندن کښې چاپ شوې او نور مطالب هم له دې نه اخستلې شوې.

[3] . انجيل يوحنا، باب 14، جمله 25 - 26.

[4] . انجيل يوحنا، باب 14، جمله 29.

[5] . انجيل يوحنا، باب 15، جمله 26.

[6] . همان، باب 16، جمله 7 - 15.

[7] . انيس الاعلام، ج 2، ص 179، نقل شوې له تاريخ «ليم ميور» په کال 1848 کښې چاپ شوې.

[8] . طبقات كبری، ج 1، ص 259 و سيره حلبی، ج 3، ص 279.

[9] . تاريخ كامل، ج 2، ص 44.

[10] . انجيل يوحنا، باب 26، جمله 14

[11] . هم هغه، باب 15، جمله 26

[12] . هم هغه ، باب 7، جمله 15.

[14] . په نو ډيرو زاړو اناجيل کښې د ملامته په ځې رټل راغلې دې چې دا دوئم لفظ ترې ډير ښکاره او معنا ورکوونکې دې او ډير د انجيل مفسران او ليکوونکې چې کله دې کلمه ته راورسې او چې په دې پوهه شې چې دا کلمه روح القدس سره سمون نخورې نو تعجب کوې او وائې له دُنيا سردارهم هغه شيطان دې چې خلک په ګناه ملامته کوې او په دې مطلب باندې د عيسی عليه السلام هغه وينا شهادت ورکوې چې په کښې فرمائې: د دنيا سردار به راځې خو هغه په ما کښې برخه نشته يعنی په عيسی عليه السلام باندې به غلبه نه کوې.

 [13] . انجيل متی، باب 10، جمله 29، و لوقا، باب 10، جمله 17.

[15] . هم هغه ، باب 18، جمله 9 و 10

[16] . هم هغه ، باب 15، جمله 27

[17] . هم هغه، باب 16، جمله 14 و 15

[18] . محمّد خاتم پيامبران، ج 1، ص 504.