Drawer trigger

فساد

فساد معنی: فساد په لغت کی ویجاړولو، ګنده ګی او تباهی په معنی دی. فساد چی په انګلیسی کی ورته Corruption وایی د لاتینی کلیمی Crupper څخه مشتق شوی چی د ماتولو په معنی دی. د فساد مفهوم: فساد د یو ویجاړونکی او ماتوونکی پدیدی څخه عبارت دی. یا فساد هغه پدیده چی د هغی پواسطه یوشی ماتیږی، کیدای شی چی دا ماتیدونکی شی اخلاقی ارزشونه وی، یاهم ټولنیز اساسات وی یاهم اداری اصول وی. د فساد کلیمه په ابتداء کی یوازی د اخلاقو په ساحه کی په کار وړل کیده او هرکله به چی یو شخص د اخلاقی ارزښتونو څخه سرغړونه کوله نو بیا د اخلاقی فساد لفظ استعمالیده او ویل کیده به چی شخص د اخلاقی فساد مرتکب شوی دی، خو دوخت په تیریدو سره دغه دفساد لفظ د اداری او مدیریت بخش دپاره هم په کار یوړل شو، او هرکله چی شخص د اداری او مدیریتی اصولو څخه سرپیچی کوله نو بیا د اداری فساد لفظ ورته استعمالیده. نن ورځ دغه لفظ تر ډیره بریده د اداری فساد دپاره استعمالیږی نه داخلاقی فساد. فساد په اداری بخش کی د مشخص تعریف درلودونکی دی چی د همدی تعریف په اساس مونږ کولای شو چی اداری فساد د فساد د نورو انواعو ځینی جدا کړو. د اداری فساد په اړه علماو مختلف تعریفونه وړاندی کړی چی ددغی ټولو تعریفونو هدف اومطلب یوشی، اوس ددغه تعریفونو د جملی څخه یو څه تعریفونه ذکر کوو. نړیوال بانک فساد په لاندی ډول تعریفوی: ددولتی صلاحیتونو او امکاناتو او عمومی قدرت څخه سؤ استفاده د شخصی او خصوصی منافعو د تامین لپاره عبارت دی له اداری فساد څخه. د ویبستر Webster د لغاتونو قاموس اداری فساد داسی تعریفوی: اداری فساد عبارت دهغه نامشروع ورکړی(تحفی) څخه دی چی یو شخص ته ددی لپاره ورکول کیږی چی د خپل ورسپارل شوی وظیفی څخه تخلف وکړی. د نړیوال شفافیت سازمان اداری فساد داسی تعریفوی: د ورکړل شوی صلاحیت او قدرت څخه سؤ استفاده د شخصی منافعو د تامین لپاره. سامویل هانتینګتون بیا اداری فساد داسی تعریفوی: اداری فساد د عامه اداری د کارکونکو هغه رفتار ته وایی چی دخپلو شخصی او خصوصی منافعو لپاره منل شوی اصول او قواعد تر پښو لاندی کوی. بناً ویلی شو چی: اداری فساد دشخصی منافعو د تامین لپاره ددولت دقدرت اود قدرت دمنابعو څخه سؤ استفادی څخه عبارت دی. یا د ثروت او قدرت لاس ته راوړل د غیر قانونی لارو څخه عبارت دی داداری فساد څخه. لاندی اعمال د اداری فساد په تعریف کی شامل دی رشوت، د اصولی لاری څخه د یو فرد د منحرفولو لپاره د تحفی ورکړه، د خپل موقف څخه سؤ استفاده، قوم ګرایی او د شخصی مناسباتو په اساس خلکو ته امتیاز ورکول پرته لدی نه چی دهغوی لیاقت او شایستګی په نظر کی ونیول شی. د شخصی منافعو د تامین لپاره د عامه منابعو څخه غیر قانونی استفاد.

سیداحمدخان پیمان -کنړ ولایت