Drawer trigger

موږ دومره کمزوري يو چې خپله رانه شيطانان جوړدي!

صفی الله باران موږ دومره کمزوري يو چې خپله رانه شيطانان جوړدي! د روژې درېمه ورځ وه د کلي جامع مسجد ته لاړم، خطيب صيب ډېر په خوند تقرير شروع کړی وه او د روژې په فضايلو يې خبرې کولې، پس له اوږدې مودې مې د لومړي ځل لپاره له خپل خطيب نه غير سياسي پرته له مرده باد او زنده باد څخه تقرير اورېده. ډېر خوند يې راکړ مولوي د خپل خبرو په دوام کې وويل چي اوو خلکو! روژه ډېره برکتي مياشت ده، د جنت دروازې په کې خلاصې وي د دوزخ دروازې په کې تړلې وي، شیطانان په کې تړل کېږي، لنډه دا چې د عبادت سيزن ده عبادتونه وکړې، خدای جل جلاله نه مغفرت وغواړې، دعا په کې نه رديږي بيا د روژه ماتې دعا! ليله القدر ته اماده ګي ونيسي، اعتکاف وکړي، صدقې ورکړې، نوافل په کې د فرايضو هومره اجر لري. د شيطانانو د تړل کېدو خبره يې بار- بار يادوله فکر کوم په اړه يې ترې د ابو هريره رضی الله تعالی عنه حدیث هير وه اخر ور په زړه شو وې ويل : آوو خلکو دا زما وينا نه ده د حديثو په غټ کتاب مسلم شریف کې راغلي (عن أبي هريرة ـ رضي الله عنه ـ أن رسول الله ـ صلى الله عليه وسلم ـ قال: \"إذا جاء رمضانُ فتِّحت أبواب الجنة وغلِّقت أبواب النار وصفِّدت الشياطين\"). ژباړه: د ابوهريره رضي الله تعالي عنه رانقل کړي حديث شريف کې راځي چې نبي کريم صل الله عليه والسلم وفرمايل: کله چې د روژې مياشت راشي د جنت دروازې به پرانستلی شي او د دوزخ دروازې به وتړلی شي او شيطانان به په زنځيرونو وتړلی شي. له لمانځه وروسته کورته راغلم، په سوچونو کې ډوب وم چې خدايه! سږ اختر به هم د ډېرو خلکو کالی له خياطانو سره پاتي شي! سږ اختر به هم ډېرې ځوانې ناويانې نکروزي په لاسونو نه ږدي! سږاختر به هم ډېر کوچنيان خپل خوږ پلار ته د اختر مبارکي ورکولو نه محروم وي! سږ اختر به هم ډېری ميندی د اختر لومړۍ مبارکۍ خپلو اولادونو ته د خاورو تر انبار لاندې په خيالی اوازونو اوروي!؟؟؟ اوکه نه سږ اختر به لخيره خير خيريت وي، خياطان به لا وارثه کالی په دوکان کې نه ذخيره کوي، ټولې ناويانې به په لاسونو نکروزې ږدي، ټول کوچنيان به د اختر مبارکي اوري او وايي او څوک به هم د اختر ورځ د قبرونو په سر په ژړاګانو نه لمانځي. بيا به مې ويل دا خیال ده ښايي تير کال بيا تجربه کړو او خدای مکړه له تيره هم بد تر اختر نه وي، بيا به مې ويل چې مولوي صاحب خو ويلي چې شيطانان تړل کېږي، نو چې شيطان وتړلي شي بيا خو له انسانانو سره بل څه نشته چې جرمونه دې پرې تر سره کړي. بیا به سوچ راغي چې تير کال خو به هم شيطانان تړل شوی وه ولې ... نور نو رانه ځانه ورک شو چې حقيقت څه شی ده او مجاز څه شی ده، اخرمې د احاديثو يو کتاب را واخيست او په دې اړه مې پلټنه شروع کړه، راته څرګنده شوه چې يواځې متمرد شيطانان تړل کېږي هغه هم په مجازي مانا سره او نور واړه-واړه شيطان ګوټي خوشي وي.(٭) ماويل: ځه که خداي کول واړه – واړه شيطانانو باندې خو مو زور رسيږي انشا الله دا واړه شيطانان به راباندي زورور نه شي چې د ګناهونو مرتکب شو خو خبر نه وم چې موږ دومره بې لارې شوې يو چې شيطانانو ته بيخي اړتيا نشته موږ خپله ټول شيطانان شوي يو، نو ځکه خو سيلاب هم را باندې زړه خوږ نه کړ او په لس ګونه کورنۍ يې راته تر اختر دمخه د وير په ټغر کښينولې. ٭ په حديث کې د شيطانانو تړل کېدل په زنځيرونو دا مانا نه لري چې رښتيا دې زنځيرونه را واخستل شي او شيطانان دې ورباندې وتړل شي بلکه مسلمانان به د ګناهونو د مرتکب کېدو نه په امان وي. همدا راز د مجازی مانا په اساس هم په یو بل روايت کې راځي چې ټول شيطانان به نه تړلی کېږی يواځې سرکښه او زورور شيطانان به تړل کيږي او کمزوري شيطانان به نه تړلي کيږي. \"صفِّدت مرَدَة الشياطين\"