Drawer trigger

په اسلامي تفکر کښې کار او کاریګر

آیا تاسو تر اوسه دا فکر کړی،چې که بیکاره وئ  او کوم عاید مونه درلودلاي،نو څنګه به مو ژوند تیر اوه ؟ که د یوه کار د ترسره کولو لپاره مو کوم فکر او جسم نه درلوده ،نو خپل ژوند به مو څنګه تیراوه؟ آیا دا منئ که کاریګر نه واي ،نو کومه  لاره اوکور به نه جوړیده ،د ژوند اړتیاوې به نه تولیدیدي، او مونږ به د اوبو ،بریښنا،ګازو،خوړو  او د دې ته ورته  امکاناتو څخه بې برخې ؤ ،حقیقت دادی چې باید دا ومنو چې په ټولنه کښې د انسانانو ژوند  په کار پورې اړه لري ،په دې پروګرام کښې  غواړو د کار او کاریګر د نړیوالې ورځې په مناسبت ،چې د مي لومړۍ نیټه ده تاسو د اسلام له نظره د کار او کاریګر له ارزښت سره بلد کړو،هیله ده تر پایه راسره مله اوسئ . د کار او د کار د اهمیت په اړه چې د ژوند یو مهم اړخ دی، په درستو دینونو  په تیره بیا اسلام او  آسماني کتاب قرآن کښې  او ائمه اطهار علیهم السلام په روایتونو او سیرت کښې ډیري سپارښتنې شوي دي ،الله تعالی د نجم سورت  په ۳۹  آیت کښې فرمايي: او د انسان لپاره د هغه د هڅو له پایلو پرته بل څه نشته. یعنې انسان یوازې په کار او هڅو سره  یو څه ترلاسه کولاي شي . باید ووایو چې بیکارې،سستې او تنبلې د انسان د بې وزلۍ او انحطاط سبب کیږي  او انسان د نورو په وړاندې خواروي . هغه کسان چې په ټولنه کښې   د مسئولیت او کار  له منلو ځان خلاصوي   او په  ټولنه او کورنۍ پیټی دی ، د اسلام لخوارټل شوي دي ،لکه څنګه چې د اسلام  ګران پیغمبر حضرت محمد (ص) فرمايي: تر ټولو بد هغه کس دی،چې په نورو پیټی  دی . د دې په مقابل کښې کار کول عبادت بلل شوی دی، او د نورو عبادتونو په څیر د انسان روزونکی او د ودې او پرمختګ  لامل دی ،نبی کریم (ص)  فرمایلي دي: عبادت اویا ډوله دی چې تر ټولو غوره یې د حلالي روزۍ د پیداکولو لپاره  کار کول دي . د اسلامي روایتونو له مخې که کار د ټولنیز او وګړنیز ژوند  د لوړولو او د ژوند د اړتیاؤ  د تامینولو لپاره د حلالي روزۍ د ترلاسه کولو په خاطر وي ،سپيڅلی او د ستایلو دی ،خو که له کار او هڅو هدف د ویاړ پلورلو  او په نورو د ځان لوړ بللو  په خاطر  د شتمنۍ  د ترلاسه کولو لپاره وي ،خو اخلاقي فضلیت او شرافت ونلري  د غندلودی . وروسته له دې چې  الله تعالی انسان په ځمکه خپل استازی  وګرځاوه،نو د هغه نیکمرغې یې هم د استعدادونو د غوړیدو لپاره په هڅو،کار اود عقل په کارولو پورې اړونده کړ ،کله چې یو انسان د خپلو استعدادونو په کارولوسره یو کار وکړي ،نو په حقیقت کښې د خپل وجود ګوهر روزي او روزنه ورکوي . انسان د خپل کار د ډول او څرنګوالې سره  خپل برخلیک ټاکلاي شي ،نو باید د غوره کارونو لپاره   ډير هڅې وکړي  څو د ځان لپاره غوره برخلیک وټاکي . انسان باید د هغو کارونو په وړاندې چې په غاړه یې  لري   مسئولیت منونکی او  ځواب ویونکی وي  او هغه په ژمنې او کاري وجدان سره ترسره کړي . د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد(ص) فرمايي:  الله تعالی  دا خوښوي چې کله یې  بنده د یوه کار مسئولیت په غاړه اخلي  نو هغه سم او ټینګ ترسره کړي . له دې کبله  په اسلام کښې د مسؤلیت له احساسولو او  تخصص  له نشتوالې پرته د کار ترسره کول ،غندل او  غلط بلل شوي دي  او هر کار باید بشپړ  او له کومې نیمګړتیا پرته ترسره شي . په کار بوختیدل  او  د مسئولیت منل ،د یوه شرافتمند ژوند د درلودلو لازمه ده ،څوک چې  غواړي په حیا او عزت کښې ژوند وکړي ،باید د ټولنې لپاره ګټور وي  او د خپلو توانمنیو او او استعدادونو سره مناسب  یو کار ترسره کړي  او لکه څنګه چې  هغه د نورو کسانو د کارونوله  پایلو ګټه  اخلي ،نو نور دې هم د خپلو ګټورو کارونو له پایلو برخور کړي . له دې کبله د انسانانو ژ،ند  له یوه بل سره په ملګرتیا ،کار او د یوه بل له خدماتو په متقابلې استفاده کښې نغښتی دی .  په  یوه روایت کښې امیر المؤمنین حضرت علی (ع) د  انسانانود پيدایښت د توپیر یو دلیل د یوه بل له خدماتو برخوریدل بللي او فرمايي : هیڅ انسان د دې توان نلري چې ټول کارونه په یوازې ځان  او  د بل انسان له مرستې پرته ترسره کړي . په همدې دلیل وینو چې انسان له کارونو سره د مینې او استعدادونو  له پلوه  سره توپیر لري  او  هر کس یو کار او دنده خوښوي  او پکې بریالی کیږي . کاریګر د هرې ټولنې زیاته برخه جوړوي چې د هیواد په اقتصاد هم زیاتې اغیزې لري ،اسلام کاریګر ته د قدرونې په سترګه ګوري  او هغه په غوره او شریفو صفتونو ستايي . دغه ستر آسماني دین  په ټولنه کښې د کاریګر او ټیکه دار د متقابلو حقوقو او حق په رعایتولو ټینګار کوي  او د شرایطو او قوانینو سپارښتنه کوي  چې ددغه اړیکو د ښه کیدو لامل کیږي  او په کار کښې یې  د کاریګر د رضایت جلبول او د هغه ګټې مراعاتول لازم بللي دي . همدغه راز د کاریګر مشر باید کاریګر د کار په ډول او وخت هغه له مخکې خبر کړي.  د  کار یګر او مالک تر مینځ اړیکه باید دوستانه وي  او له ریښتونولۍ، محبت او درناوې سره یوځاي وي  او له دغو د هر یوه حق او حرمت د ټولنې  په پرمختګ کښې  مهم  دي او باید رعایت  شي . له دې کبله  په اسلام کښې د دواړو لورو  اړیکې  او حساسات ،د مادي مکتبونو خلاف دي . د پانګه وال نظام په شمول مادي مکتب کښې چې یوازې د پانګې پلویان دي  او کاریګر ته د کار د  اوزار  او ماشین په سترګه ګوري ،نو د کاریګر  او د کار د خاوند رابطه هم  استتثماري  رابطه ده ، خو په اسلام کښې  د دغو دواړو اړیکې  د دوو ملګرو دوستانه اړیکې دي . په پانګه وال نظام کښې که مالک کاریګر ته کوم امتیازات هم ورکوي ،یوازې د دې لپاره دي چې  د هغه له کار او  خدمته هماغه راز ګټه واخلي . یا په بله وینا د کاریګر او مالک د اړیکې ستر ګټونکی  تل د شتمنۍ خاوند اومالک دی ،خو په اسلامي نظام کښې  کاریګر او مالک   په ټولنه کښې د تولید د دوو عنصرونو په توګه  باید صمیمانه ملګرتیا ولري  او د هر یوه حق  د انسان  د لوړ مقام  په دلیل  او هم د قانون له مخې باید رعایت کړاي شي . نن سبا په زیاترو اروپايي هیوادونو کښې ناوړه اقتصادي وضعیت ددې لامل شوی،څو د کاریګر او مالک  خرابي اړیکې له مخکې لا ښکاره شي  او ټول په دغه سستې او استثماري اړیکې پوهه شي . هره ورځ په لویدیځو هیوادونوکښې د کاریګرو د حقوقو د کمولو او یا د هغوئ  د ویستلو خبرونه  خپریږي. په دغو هیوادونو کښې  مالکان  او پانګه وال د اقتصادي ریاضت  تر پردې شاته ،په کم عایده پرګنو په تیره بیا په کاریګرو تر ټولو زیات زور  اچوي . له بل پلوه  هغوئ د مصرف پالنې  په دودولو سره  او د زیات پرمختګ  لپاره د زیات  تولید په  توجیه سره ،کاریګر  د خپلې ګټې د زیاتولو  لپاره د یوه ماشین په  توګه کاروي . خو د اسلام د تعالیمو پر اساس ،د ټولنې حقیقي  پرمختګ د کارګرو د سپيڅلي کار  پامته داره دی ،چې کار عبادت بولي  او البته حقوق یې هم خوندي دي .  د کاریګرو هغه مالکان چې د کاریګرو په حقوقو سترګې پټوي ،د خداي د رحمت هیله نه شي کولاي  او دا د اسلامي حکومت دنده چې د زیارکښو کارګرو له حقوقو دفاع وکړي . ځکه که په یوې  ټولنې کښې د ماهر انساني ځواک  او کارندو انسانانو  ملاتړ وشي،دغه ټولنه به پرمختګ وکړي ،کاریګرو ته درناوی ،ویاړ او شرافت تر دې حده دی،چې د اسلام ګران  پیغمبر حضرت محمد(ص) د کاریګر   لاسونه ښکل کړي دي . په  دوو دلیلونو په دې ډول قدرونه شوي ده ،لومړی دا چې  خپله  کار ارزښت او عبادت دی . دوهمه دا چې د هر هیواد   د شتمنۍ او مادي پرمختګ لامل د کاریګرو هڅې دي ،دا کاریګر دی چې شتمني تولیدوی  او اقتصادي وده راولي ،که کاریګر نه وي  نو د اقتصادي روڼ اندو،پلانونو او طراحانو هڅې هم  بې ځایه دي . نو کاریګر د  ملت په درستو پرګنو ستر حق لري  او د  هغه قدرونه د ټولو  دنده ده . د ایران د اسلامي جمهوریت بنسټګر حضرت امام خمینی (رح) د کار د اهمیت او کاریګر ته د درناوې په هکله فرمايي: د یو ملت ژوند د کار او کاریګر پامته داره دی . د کار او کاریګر د نړیوالې ورځي لمانځل تل یو فرصت ؤ ،څو  کاریګر  د نړۍ په ګوټ ګوټ کښې له بندیزونو سره سره،د ناعدالانه اقتصادي نظامونو  پرضد په  تیره بیا  لویدیځو هیوادونوکښې خپل اعتراضونه کوي . خو ظاهرا تر څو چې  نړیوال پانګه وال نظام  دې هڅاندې پرګنې  ته پام بدل نه شي  او هغوئ ته د شتمنۍ د تولید د اوزار په سترګه ونه کتل شي د کاریګرو د وضعیت ښه کیدو ته دومره تمه هم نه شو کولاي .