Drawer trigger

د ښځو اوچت مقام د نبوي احاديثو په رڼا کې

د نبوی احاديثو په ذخيره کې داسې ډير روايتونه موجود دي چې په هغې کې د ښځو اوچت مقام ذکر شوی دی خو زه په دغه لويه ذخيره کې صرف يو څو روايتونه ذکر کوم چې د هغې څخه د ښځو اوچت مقام په اسلام کې ډير ښه معلوميږي چې هغه په لاندې ډول دى: ١-امام بخاري او امام مسلم رحمهما الله د ابوهريرة رضي الله عنه څخه روايت کړی چې هغه ويلی دي : (( اتی جبريل النبی صلی الله عليه وسلم فقال يا رسول الله هذه خديجة قد اتت معها اناء فيه ادام وطعام فاذا اتتک فاقرا عليه السلام من ربها ومني وبشرها ببيت فی الجنة من قصب لا صخب فيه ولا نصب )) ( متفق عليه مشكوة صفحه ٥٧٣ ) ژباړه : جبريل عليه السلام نبی عليه السلام ته راغی او هغه ته يې وويلې چې ای رسول الله صلی الله عليه وسلم خديجة تاته راتلونکې ده او د هغې سره يو لوښی دی چې په هغه کې قتغ او دخوراک څه شی دی نو چې کله تاته راغله نو په هغې باندې د هغې د رب له طرفه او ځما له طرفه سلام ووايه او هغې ته زيری ورکړه په يو کور سره په جنت کې چې دمرغلرو څخه جوړ دی او په هغه کې شور او تکليف نشته سبحان الله ! يوه ښځه په اسلام کې دومره اوچتې مرتبې ته رسيږي چې رب العالمين او د هغه مقرب ملائک جبريل عليه السلام په هغې باندې سلام وائی او هغې ته په دنيا کې د جنت زيری ورکوي. يقينا دغه ټولو ښځو ته لوې افتخار او دير لوې عزت دی. ٢-امام ترمذي رحمه الله د انس رضي الله عنه څخه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی دی: (( حسبک من نساء العالمين مريم بنت عمران وخديجة بنت خويلد وفاطمة بنت محمد وآسية امراة فرعون ) (مشكوة صفحه ٥٧٣) ژباړه : کافي ده تاته پيژندل دفضيلت دمريم لور دعمران او دخديجې لور دخويلد او دفاطمې لور دمحمد صلی الله عليه وسلم او داسيه ښځه دفرعون . يعنې دغې ښځې داسې اوچتو مرتبو ته رسيدلي دي چې ډير نارينه هغې ته نه دی رسيدلي . ۳-امام بخاري او امام مسلم رحمهما الله دعائشة رضي الله عنها څخه روايت کړيدي چې هغې فرمائلی دی: (( کان رسول الله صلی الله عليه وسلم يکثر ذکرها( خديجة) وربما ذبح الشاة ثم يقطعها اعضاء ثم يبعثها في صدائق خديجة )) (متفق علیه مشكوة صفحه ٥٧٣ ) ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم به خديجة رضي الله عنها ډيره يادوله او ډير کرتې به يې چې کله ګډ حلاله کړه نو دهغه اندامونه به ئې جداجدا کړله او بيا به ئې دخديجې رضي الله عنها په دوستانو تقسيموله . ۴-امام بخاري او امام مسلم رحمهما الله دعلي رضي الله عنه څخه روايت کړيدي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی دی : (( خير نسائها مريم بنت عمران وخير نسائها خديجة بنت خويلد)) (متفق علیه مشكوة صفحه ٥٧٣) ژباړه : مريم لور دعمران د خپلې زمانې بهتره ښځه وه او خديجه لور دخويلد دخپلې زمانې بهتره ښځه ده . ۵-امام بخاري او امام مسلم رحمهما الله دعائشة رضي الله عنها څخه روايت کړی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فاطمه رضي الله عنها ته وويل : (( يا فاطمة الا ترضين ان تکوني سيدة نساء اهل الجنة )) (مشكوة صفحۀ ٥٦٨ ) ژباړه : ای فاطمې ايا ته نه خوشحاليږی چې د جنت د ښځو سرداره شی. او په بل روايت کې امام ترمذی دعائشة رضي الله عنها روايت کړي دی چې فاطمة رضي الله عنها داسې فرمائلی دی : (( واخبرنی انی سيدة نساء اهل الجنه )) (متفق علیه مشكوة صفحه ٥٧٤ ) ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم ماته خبر راکړه چې زه د جنت د ښځوسرداره يم . ۶-امام بخاری او امام مسلم رحمهما الله دمسوربن مخرمة رضي الله عنه څخه روايت کړيدی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی : (فاطمة بضعة منی فمن اغضبها اغضبنی وفی رواية يريبنی ما ارابها ويوذيني ما آذاها ) ( متفق علیه مشكوة صفحه ۵۶۸ ) ژباړه : فاطمه ځما د بدن ټوټه ده او چاچې هغه په غصه کړله نو زه ئې په غصه کړلم او په بل روايت کې ئې داسې ويلی دی : (( ما خفه کوی هغه شی چې فاطمه خفه کوی او ماته تکليف او ضرر رسوی هغه شی چې فاطمه ته تکليف او ضرر رسوی . د پورتنې احاديثو څخه دا معلومه شوه چې د اسلام مقدس دين پر ښځو څومره زيات اهتمام کړی دی او دا چې ښځې کولای شي هغه اوچتو درجو او مرتبو ته ورسيږي کوم چې دير سړي ورته نه شي رسيدلای البته دغو او چتو مرتبو ته به د تقوی او ديانتداری او خوش اخلاقې له لارې رسيږي. ۷-امام احمدبن حنبل او امام نسائی رحمهما الله دانس رضي الله عنه څخه روايت کړيدی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی دی : (( حبب الی من الدنيا النساء والطيب وجعلت قرة عينی فی الصلاة )) (مشكوة صفحه ٤٤٩ ) ژباړه : ددنيا څخه ماته ښځې او خوشبويې محبوب شويدی او ځما دسترګو يخوالي په لمانځه کې ګرځول شوي دي . ۸-همدارنګې امام نسائی دانس رضي الله عنه څخه روايت کړيدی چې هغه ويلی دی : (( لم يکن شی احب الی رسول الله صلی الله عليه وسلم بعد النساء من الخيل ) ( نسائی صفحه ٩٤ جلد ٢ ) ژباړه : داسې شی چې رسول الله صلی اله عليه وسلم ته پس له ښځو دير خوښ وه هغه اسونه وه ، يعنې په اوله درجه کې ئې دښځو سره مينه زياته وه او دهغوې نه وروسته ئې داسونو سره مينه زياته وه ۹-امام مسلم رحمه الله دعبدالله بن عمرو رضي الله عنه نه روايت کړيدی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی دی : (( الدنيا متاع وخير متاعها المراة الصالحة)) ( مشكوة صفحه ٢٦٧ ) ژباړه : دنيا يوه شتمنې ده او غوره شتمنى ددنيا صالحه ښځه ده . ۱۰-امام ابوداود رحمه الله دابوالطفيل غنوی رضي الله عنه څخه روايت کړی دی چې هغه ويلی دی : (( کنت جالسا مع النبی صلی الله عليه وسلم اذاقبلت امراة فبسط النبی صلی الله عليه وسلم رادءه حتی قعدت فلما ذهبت قيل هذه ارضعت النبی صلی الله عليه وسلم )) ( مشكوة ٢٧٤ ) ژباړه : زه دنبی عليه السلام سره ناست وم چې يوه ښځه راغله نو نبی عليه السلام خپل څادر هغې ته هواره کړه او هغه ورباندې کښيناستله نو هرکله چې دغه ښځه لاړله نويو چا وويلې چې دا هغه ښځه ده چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ئې شيدې ورکړيده . يعنې دهغه رضاعی مور وه . ۱۱-امام بخاری او امام مسلم رحمهما الله دام هانی بنت ابی طالب رضي الله عنها نه چې درسول الله صی الله عليه وسلم دتره لور روايت کړي دی چې هغې په فتح دمکې کې دوو مشرکانو ته چې دده دميړه خپلوان وو امان ورکړې وه او علی رضي الله عنه غوښتل چې دغه کسان ووژنې نو ام هاني رضي الله عنها رسول الله صلی الله عليه وسلم ته دغه خبره وکړله نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمایل :( قداجرنا من اجرت يا ام هانئ ) ( مشكوة صفحه ٣٤٧ ) ژباړه : مونږ امان ورکړيدی هغه چاته چې تاورته امان ورکړيدی ای ام هانئ . سبحان الله ! داسلام په مقدس دين کې دښځې دتصميم او نظر څومره زيات احترام شويدی او په هغه باندې څومره زيات اهتمام شويدی چې يوه مسلمانه ښځه دوو کافرانو ته امان ورکوي او دالله تعالی رسول دغه امان ورکول قبول او نافذوي . ۱۲-امام بخاری او امام مسلم رحمهما الله د ابو هريره رضی الله عنه نه روايت کړيدی چې يو سړی رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وويل : (من احق الناس بحسن صحابتی ؟ قال امک قال ثم من ؟قال امک .قال ثم من ؟ قال امک . قال ثم من ؟ قال ابوک ) (مشكوة صفحه ٤١٨) ترجمه : يو سړی رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وويل چې څوک پر ما باندې ډیر حقدار دی په ښه ملګرتيا کې ؟ نو رسول الله صلی عليه وسلم ورته وويل ستا مور هغه سړی بيا وويل څوک ؟ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل ستا مور هغه سړی وويل بيا څوک ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل چې ستا مور هغه سړی وويل بيا څوک ؟ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل ستا پلار . سبحان الله . دا يو لوې شرف عزت او افتخار دی د ټولو ښځو دپاره چې رسول الله صلی الله عليه وسلم هغوی دری ځلی مکرر زيات حقدار د ښه ملګرتيا او ښې معاملی بولی او نارينه يې په څلورمه درجه کې حقدار ګڼلی دی . ۱۳-امام بخاری او امام مسلم رحمهما الله دابو هريرة رضي الله عنه نه روايت کړی دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی دی : (( استوصوا بالنساء خيرا )) (مشكوة صفحه ٢٨٠ ) ژباړه : ترجمه : يو بل ته دښځو په هکله ښه وصيت او سپارښتنه وکړی . سبحان الله : وګورئ داسلام د مقدس دين کمال ته چې دښځو په خيراو صلاح باندې څومره زيات اهتمام کوی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم خپل ټول امت ته امر کوي چې يو بل ته دښځو په باره کې ښه وصيت وکړئ يعنې يو بل ته پرښځو باندې درحم او دهغوې سره دنيکې رويې په باره کې وصيت وکړئ . ۱۴-امام احمدبن حنبل او امام نسائی او امام بيهقی رحمهم الله دمعاويه بن جاهمه رضي الله عنه څخه روايت کړی دی چې جاهمه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغی نو هغه ته يې وويل چې( يا رسول الله صلی الله عليه وسلم اردت ان اغزو وقد جئتک استشيرک فقال هل لک من ام ؟قال نعم قال فالزمها فان الجنة عند رجلها ) ( مشكوة صفحه ٤٢١ ) ژباړه : ای رسول الله ما اراده کړې چې غزا ته لاړ شم او تاته راغلی يم چې ماته مشوره راکړئ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمایل ايا مور دې شته ؟ نو هغه وويل هو نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل چې دهغې سره دخدمت لپاره اوسیږه ځکه جنت دهغې دخپو سره دی . ۱۵-امام خطيب بغدادی په خپل کتاب الجامع لاخلاق الراوي کې د انس رضي الله عنه څخه روايت کړی دی چې رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمائلی دی : (( الجنة تحت اقدام الامهات )) ( رواه احمد و النسايی و ابن ماجه و الحاکم والقضاعی فی مسنده مشكوة صفحه ٤٢١ حاشيه ٤ واورده الذهبی فی الکبائر و ذکره الساعاتی فی بلوغ الامانی شرح الفتح الربانی جلد ۱۴ صفحه ۵۸ الفتح الربانی ج ۱۴ صفحه ۵۸ کشف الخفاج 1 ص ۳۳۵ ) ژباړه : جنت دمورګانو دقدمونو لاندې دی . سبحان الله ! دايولوې افتخار او عزت دی ټولو ښځو ته چې جنت ته تلل دمورګانو په خدمت او پالنه پورې تړل شوي دي. ۱۶-امام مسلم او امام بخاری او امام ترمذي دانس رضي الله عنه نه روايت کړی دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی دی: (( من عال جار يتين حتی تبلغا جاء يوم القيامة انا وهو کهاتين واشار بالسبابه والوسطی )) (رياض الصالحين صفحه ١٥٥ مشكوة صفحه ٤٢١ الادب المفرد جلد ١ صقحه ٤١ ) ژباړه : چاچې د دوو جنکيانو خدمت او پالنه دهغوې تربالغيدو پورې وکړلو نو په ورځ د قيامت کې به ځما سره دومره نزدې وي لکه څنګه چې منځنی ګوته دشهادت د ګوتی سره نزدی دی . د دغه حديث څخه معلومه شوه چې د ښځو خدمت او پالنه او پرهغوی شفقت د رسول الله صلی الله عليه وسلم د خوشحاليدو او د جنت د داخليدو سبب دی . ۱۷-امام احمدبن حنبل او امام نسائی او امام ابن ماجه رحمه الله د ابوهريرة رضي الله عنه او د ابو شريح خزاعی رضي الله عنه څخه روايت کړي دی چې رسول الله صلی اله عليه وسلم فرمائلی دی: (( اللهم اني احرج حق الضعيفين اليتيم والمراة )) (الفتح الربانی ج ١٦ صفحه ٢٣٢ رياض الصالحین صفحه ١٥٦ ) ژباړه : ای الله زه په سختی سره منع کوم د دوو ضعيفانو يتيم او ښځه د حق د تلفولو څخه يعنې د يتيم او ښځې د حق د پيمالولو څخه خلک سخت ويروم او سخت منع کوم او د يتيم او ښځې د حق پيمالونکې ګنهګار ګڼم . سبحان الله ! وګورئ د اسلام مقدس دين ته چې څومره زيات اهتمام کوی د ښځو په حقونو باندې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغوې دحقوقو د ضائع کولو څخه څومره په سختی سره خلک منع کوي . ۱۸-امام بخاري او امام مسلم د عائشی رضي الله عنها نه روايت کړي دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی دی: (( من ابتلی من هذه البنات بشئ فاحسن اليهن کن له سترا من النار) (مشكوة صفحه ٤٢١ الادب المفرد صفحه ٤١ جلد ١) ژباړه : چاته چې لورګانې ورکړی شوی وي او دې ورسره احسان وکړي ( يعنې د هغوې ښه خدمت او پالنه او تربيه وکړي ) نو دغه لورګانې به د ده او د دوزخ د اور ترمنځه به د يوې پردی په شان وي يعنې دغه لورګانې بۀ د ده د نجات سبب شی د دوزخ د اور څخه . ۱۹-امام بخاري او امام مسلم رحمهما الله دابو هريرة رضي الله عنه روايت کړيدی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی دی: (( الساعی علی الارملة والمسکين کالمجاهد في سبيل الله وکالقائم الذي لا يفتر وکالصائم الذي لا يفطر )) ( مشكوة صفحه ٤٢٢ رياض الصالحين صفحه ١٥٥ ) ژباړه : څوک چې دکونډو ښځو او مسکينانو په مرسته او خدمت او پالنه کې کوشش کوي په درجه او ثواب کې د هغه چاسره برابر دی چې د الله تعالی په لار کې جهاد کوي او د هغه چاسره چې هميشه په لمانځه ولاړ وي او نه ستړي كيږي او د هغه چاسره چې هميشه روژه نيسي او نه بوزه كيږي. سبحان الله ! وګورئ د اسلام مقدس دين ته چې د ښځو خدمت او پالنی ته ئې څومره اوچته مرتبه ورکړيدی چې د هغوې دخدمت او پالنې ثواب ئې دجهاد او دایمی تهجد او روژه دارې د ثواب سره برابر کړی دی حال دا چې جهاد او هميشه تهجد او روژه نيول سخت عبادت دي . ۲۰-امام احمد بن حنبل او امام ابو داود او امام ابن ماجه او امام دارمی د اسماء بنت يزيد رضی الله عنها نه روايت کړيدی چه هغې ويلی دی (مر علينا رسول الله صل الله عليه وسلم ونحن فی نسوه فسلم علينا ) (الفتح الربانی ج ۱۶ ص ۲۲۹ مشکاه ص ۴۰۰ ) ژباړه : رسول الله صلی الله علیه و سلم د ښځو پر یوه ډله تیریده چې زه هم پکی ووم نو پرمونږ يې سلام واچاوه. يقينا دا د ټولو ښځو د پاره يو لوې عزت او افتخار دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم پر دوی باندې سلام اچوی . ۲۱-امام ابو داود او امام نسائی د ابو هريره رضی الله عنه نه روايت کړيدی چې رسول الله صلی عليه وسلم فرمائلی دی: رحم الله امراة قامت من اليل فصلت و ايقظت زوجها فصلی فان ابی نضحت فی وجهه الماء) (مشكوة صفحه ۱۰۹) ترجمه : الله تعالی دی رحم کړی په هغه ښځه باندې چې د شپې د خوبه پاڅيږی او لمونځ کوی او خپل خاوند هم پاڅوی او که خاوند يې پانڅید نو د هغه په مخ اوبه شيندی . په دغه حديث کې رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه ښځې ته چې خپل رب سره مينه لری او دهغه تابعدارى کوی په خصوصی توګه د رحمت دعا کوی او د رسول الله صلی الله عليه وسلم هره دعا مقبوله ده . ۲۲-امام بخاری او امام مسلم رحمها الله د عبدالله بن عباس نه روايت کړيدی چې يو سړی رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وويل :( يا رسول الله امراتی خرجت حاجه واکتتبت فی غزوة کذا و کذا قال ارجع فحج مع امراتک ) (مسلم صفحه ۴۳۴ جلد ۱ ، بخاری صفحه ۷۸۷ جلد ۲ ) ترجمه : ای رسول الله صلی الله عليه وسلم ځما ښځه حج ته روانه ده او زه د فلانی غزا په لښکر کې ليکلی شوی يم نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل غزا پريږده او ښځې سره حج ته لاړ شه . سبحان الله ! دغه دي په اسلام كې د ښځو اوچت مقام، چې د حج په سفر كې د هغې د ملګرتيا او د هغې د ځان او عزت د ساتنې لپاره فرضى جهاد د خاوند څخه ساقطيږي او په هغه باندې دا لازميږي چې جهاد پريږدى او د هغې سره حج ته لاړ شي. ۲۳-امام ترمذی د عائشه رضی الله عنها نه روايت کړيدی چه رسول الله صلۍ الله عليه وسلم فرمائلی دی : (ان من اکمل المومنين ايمانا احسنهم خلقا والطفهم باهله ) (مشكوة صفحه ٢٨٢) ترجمه : په مومنانو کې پوره ايمان والا هغه څوک دی چې د ډيرو ښو اخلاقو خاوند وی او په خپله ښځه باندې ډير شفقت کونکی وی . ۲۴-امام ترمذی د ابوهريره نه روايت کړی دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی دی (اکمل المومنين ايمانا احسنهم خلقا وخيارکم خيارکم لنسائهم )) (مشكوة ٢٨٢) ترجمه: په مومنانو کې پوره ايمان والا هغه څوک دی چه دډيرو ښو اخلاقو خاوند وی او په تاسو کې غوره خلق هغه دی چه د خپلو ښځو سره غوره معامله او چلند كوي. ۲۵-همدارنګی امام ترمذی او ابن ماجه د عايشه رضی الله عنها نه روايت کړی دی چې رسول الله فرمائلی (خيرکم خيرکم لاهله) ( مشكوة ٢٨١) ترجمه : په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې د خپلې ښځې سره غوره اخلاق او معامله ولرى. ۲۶-امام ترمذی او ابوداود او نسائی د سعيد بن زيد رضی الله عنه نه روايت کړی دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی دی (( من قتل دون اهله فهو شهيد )) (مشكوة ۳۰۶) ترجمه : څوک چې دخپلې ښځې او محارمو څخه په دفاع کې ووژل شی نو هغه شهيد دی نو ددغه حديث څخه معلومه شوه چې ښځه په اسلام کې‌ دومره او چته مرتبه لری چې دهغې د عفت نه دفاع په هر مسلمان باندې فرض کړی شويدی او هر مسلمان ته امر شويدی چې د خپل عفت او ناموس نه په دفاع کې تر مرګه وجنګيږ‌ی او که په دفاع کې ووژل شی نو شهيد دی يقينا دا د ښځو د پاره لوې عزت دی مو نږ بايد زرکرته د اسلام مقدس دين باندې شکر وباسو او په هغه باندې افتخار وکړو خصوصا د اناثو طبقه . ۲۷-امام ابو داود د ابوهريره نه روايت کړی دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی دی (( ليس منی من خبب امراة علی زوجها )) ترجمه : هغه کس ځما د ډلی څخه نه دی چې د ښځې او خاوند ترمنځ علاقات خرابوی يعنې حرام دی چې يو کس دی د ښځې او خاوند تر منځ شيطانت وکړی تر څو هغوی سره جدا کړی . يقينا دغه فرمان کمال ترحم او شفقت دی پر ټولو مسلمانو ښځو باندې . ۲۸-امام مسلم (رح) د ابو هريره نه روايت کوی چې رسول الله صلی عليه وسلم فرمائلی دی چې (( لا يفرک مومن مومنة ان کره منها خلقا رضی الله منها آخر) )) (مشكوة ٢٨٠) ترجمه : مومن سړی دی د مؤمنې ښځې سره بغض نه کوی که د هغې کوم خصلت يې خوښ نه شی نو بل خصلت به يې خوښ شی . ددغه حديث څخه معلومه شوه چې د ښځې د يو بد خصلت په وجه د هغې نور ښه خصلتونه باید نظر انداز نه کړی شي يعنې دښځې يو بدخصلت بايد د هغې سره د بغض سبب نه شي حال دا چې نور ښه خصلتونه هم ولري چې دا يو کمال ترحم او شفقت دی پر ښځو باندې . ۲۹-امام ابوداوداو ترمذي او نسائي او ابن ماجه دانس بن مالک الکعبي رضي الله عنه نه روايت کړی دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلي : (( ان الله وضع عن المسافر الصوم و شطر الصلاة و عن الحبلى و المرضع الصوم ) (مشكوة ۱۷۸) ژباړه : الله تعالی مسافر ته د فرضې څلور رکعتې لمونځ نيمائی معاف کړی دی او همدارنګه روژه ئې مسافر ته او هغې ښځې ته چې ماشوم ته شيدی ورکوي او حامله ښځې ته معاف کړی دی . وګورئ داسلام دمقدس دين دغه ترحم او شفقت ته پرښځو باندې چې هغې ته ئې دحمل او ماشوم ته د تی ورکولو په حالت کې روژه معاف کړی دی البته دحمل او د ماشوم درضاعت د مودې څخه وروسته يې ورباندې قضا لازمه کړيده. ۳۰-امام احمدبن حنبل او امام نسائی د عبدالله بن عمر رضي الله عنه روايت کړی دی چې رسول الله صی الله عليه وسلم فرمائلی دی : (( ثلاثة قد حرم الله عليهم الجنة مدمن الخمر والعاق والديوث الذي يقر اهله الخبث )) (مشكوة ٣١٨ ) ژباړه : د دريو کسانو الله تعالی جنت حرام کړی دی شراب خور او هغه کس چې مور اوپلار خفه کوي او هغه ديوث چې دخپلې ښځې او محارمو عفت ته توجه نه کوي سبحان الله ! وګورئ د اسلام د مقدس دين دغه عظيم اهتمام ته د ښځو د شرف او عزت په باره کې چې څوک د ښځې او محارمو د عفت څخه دفاع نه کوي او د هغوې په ساتنه او خدمت کې کوشش نه کوي او هغوې خفه کوي او هغوې ته ضرر رسوي هغه دالله تعالی د رحمت او د جنت څخه محروم دي . ۳۱-امام بخاري او امام مسلم رحمهما الله تعالی د عبدالله بن عمر رضي الله عنه روايت کړی دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلي دي : (( المراة راعية علی بيت زوجها وولده وهي مسئولة عنهم )) (مشكوة ٣٢٠ ) ژباړه : ښځه دخپل خاوند د کور او اولاد ساتونکې ده او د هغوې په باره کې ورڅخه پوښتنه كيږي يعنې ښځه دخپل خاوند په کور کې د هغه څخه وروسته د مسئوليت مرتبه لري دا د ټولو ښځو لپاره يو شرف او عزت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم هغوې ته د مسئوول خطاب کړی دی او دا هم معلومه شوه چې ښځې کولای شي د داسې کاروو مسئوليت په غاړه واخلي چې د هغوې د طبيعت او فطرت سره برابروي او د هغوې د تحمل وړ وي . ۳۲- انس رضي الله عنه داسې روايت کوي : (( کان النبی صلي الله عليه وسلم يجلس عند بعيره فينصب رکبته فتضع صفية رجلها علی رکبته حتی ترکب )) (متفق عليه فتح الباري صفحه ٥٣٢ جلد ٤ کتاب البیوع و مسلم صفحه ۷۷۵ جلد ۲) ژباړه : نبي عليه السلام به دخپل اوښ سره کښيناست او بيا به يې خپل مبارک زنګون ودراوه نو صفية بی بی رضي الله عنها به خپله خپه دده په زنګون باندې ايښودله چې په اوښ باندې سوره شي . سبحان الله ! وګورئ داسلام د ستر پيغمبر دغه شفقت او ترحم ته چې يوې ښځې ته یې خپل مبارک زنګون زينه جوړه کړه ترڅو په اوښ باندې سوره شي . ۳۳-يوبل صحابي رضي الله عنه روايت کوي : (( کانت زوجة عثمان بن عفان رقية بنت رسول الله صلی الله عليه وسلم مريضة في غزوة بدر فقال رسول الله صلی الله عليه وسلم : اقم معها ولک اجر من شهد بدرا و سهمه )) (بخاري صفحه ٥٧٤ جلد ٢ ) ژباړه : بي بي رقية رضي الله عنها چې دعثمان رضي الله عنه ښځه وه او درسول الله صلي الله عليه وسلم لور وه د بدر د غزا په وخت کې مريضه وه نو رسول الله صلی الله عليه وسلم عثمان رضي الله عنه ته وفرمایل چې ته د خپلې ښځې سره اوسيږه او غزا ته مه ځه او تاته به د هغه چا په اندازه ثواب او د غنیمت برخه ورکول كيږي چې څوک د بدر په غزا کې شريک شوی وي. وګورئ په اسلام کې دښځې دغه عظمت او عزت ته چې دهغې دخدمت ثواب دجهاد دثواپ يو برابر ګرځولی شوی دی . ۳۴-امام بخاري او امام مسلم د عبدالله بن عباس رضي الله عنهما څخه روايت کړی دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی دی : (( لا يخلون رجل بامراة ولا تسافرن امراة الا ومعها محرم )) ( مشكوة صفحه ٢٢١ ) ژباړه : هيڅکله دې اجنبی سړی د اجنبي ښځې سره يوازی والی ونکړي او هيڅکله دې کومه ښځه سفر ونکړي مګر چې محرم ورسره وي ، وګورئ چې د اسلام مقدس دین دښځو په عفت او شرف او عزت باندې څومره اهتمام کړی دی او دکوم عمل نه ئې چې په دغه حديث کې منع فرمائلي دي دا د دې لپاره نه دی چې په ښځو سختي راولې بلکه دا د دې لپاره دی چې د ښځو عزت او عفت ته څوک ضرر ونه رسوي چې دا پر ښځو باندې كمال ترحم او شفقت دى. ٣۵-امام احمدبن حنبل رحمه الله دعرباض بن سارية رضي الله عنه څخه روايت کړی دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلي دي : (( ان الرجل اذا سقی امراته من الماء اجر )) (الفتح الربانی جلد ١٦ صفحه ٢٢٣ ) ژباړه : سړی چې کله خپلې ښځې ته اوبه ورکړي نو هغه ته اجر ورکول كيږي . ددغه حديث څخه معلومه شوه چې د ښځو خدمت د الله تعالی په نزد يو ښه عمل دی او ډير ثوابونه لري . ٣۶-امام ابن ماجه دسراقة بن مالک رضي الله عنه څخه روايت کړی دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلي دي : (( الا ادلکم علی افضل الصدقة ابنتک مردوده اليک ليس لها کاسب غيرک )) (مشكوة صفحه ٤٢٥) ژباړه : آيا زه تاسې ته بهترينه صدقه ونه ښايم بهترينه صدقة داده چې ستا لور د خاوند د کور څخه ستا کور ته راغلی وي او بل کوم کسب ګرونه لري او ته ئې خدمت او پالنه کوي او نفقه ورکوي يعنې ستا لور کونډه شوی وي او يا خاوند طلاقه کړی وي او ته يې ساتنه او خدمت کوی. د دغه حديث نه معلومه شوه چې خيرات پرښځو پاندې دبل هر خيرات څخه غوره ده . ٣۷-امام مسلم رحمه الله دابوهريرة رضي الله عنه څخه روايت کړی دی چې رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمائلي دي : (( دينارا نفقته في سبيل الله ودينار انفقته في رقبة و دينار تصدقت به علی مسکين ودينار انفقته علی اهلک اعظمها اجرا الذين انفقته عی اهلک )) ( رياض الصالحين صفحه ١٦٨ ) ژباړه : هغه دينار ( اشرفی ) چې ته دالله په لار کې خرچ کوی او هغه دينار چې ته ديو مريې دازادولو لپاره خرچ کوي او هغه دينار چې ته يو مسکين ته صدقه ورکوی او هغه دينار چې ته پخپل ښځه او اولاد باندې خرچ کوی په دې ټولو کې هغه دينار ډير زيات ثواب لري چې کوم دې پخپل ښځه او اولاد باندې خرچ کړی وي . سبحان الله ! دغه دی د اسلام د مقدس دين ترحم او شفقت پر ښځو پاندې چې که څوک سخاوت کوي نو اول دې پخپله ښځه او اولاد باندې وکړي . ۳۸-امام حاکم دعائشة رضي الله عنها څخه روايت کړی دی چې هغه ويلی دی : (( جاءت عجوز الی النبی صلی الله عليه وسلم فقال : کيف انتم ؟کيف حالکم ؟ کيف انتم بعدنا ؟ فقالت بخيربابي انت وامي يا رسول الله )) ( رواه الحاکم في المستدرک والبيهقي فی السنن الکبری ) ژباړه : يوه بوډ‌‌‌ۍ ښځه نبي عليه السلام ته راغله نو نبي عليه السلام هغې ته وويل : تاسو څنګه ياستئ؟ ستاسو حال څنګه دی؟ د دې نه مخکې تاسو څنګه وی؟ نو هغې وويلې زه ښه يم ځما دې مور او پلار درنه قربان شي يا رسول الله صلی الله عليه وسلم . د دغه حديث نه معلومه شوه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم څومره زيات متواضع او خوش اخلاقه او مهربان وه چې د يوې عادي بوډۍ ښځې سره ئې داسې يو رفتار وکړلو چې د احترام او محبت او شفقت څخه ډکه وه چې دغه ټولو ښځو ته يو لوې عزت او لوې افتخار دی همدارنګې د دغه حديث معلومه شوه چې زنانه لکه د نارينه و غوندې لائق د احترام دی او بايد د هغوې عزت او احترام وشي او د هغوې بې احترامي ونشي او د هغوې سره ښه رفتار وشي . ۳۹-امام مسلم او امام ابوداود د عائشة رضي الله عنها څخه روايت کړی دی چې هغې ويلي دي : (( کنت اشرب وانا حائض فيضع رسول الله صلی الله عليه وسلم فاه علی موضع في فيشرب واتعرق العرق ثم اناوله النبي صلی الله عليه وسلم فيضع فاه علی موضع فی )) (صحيح مسلم صفحه ١٤٣جلد ١ سنن ابي داود صفحه ٣٤) ژباړه : زه به د حيض په حالت کې وم او چې کله به مې په کوم لوښي کې اوبه وڅښلې نو رسول الله صلی الله عليه وسلم به خپله خوله ځما د خولې په ځاې کيښوده او د هغه لوښي څخه به يې اوبه وڅښلې او چې کله به ما په يوه غوښه لرونکی هډوکې باندې خوله ووهله نو بيا په مې هغه هډوکی رسول اله صلی الله عليه وسلم ته ورکوله نو هغه به خپله خوله ځما دخولې په ځاې ايښوده . سبحان الله ! داسلام ستر پيغمبر صلی الله عليه وسلم ديوې ښځې پس خورده په کمال محبت او لذت او تواضع سره خوري نو معلومه شوه چې ښځه په اسلام كې څومره اوچته مرتبه لري . ٤۰-امام احمدبن حنبل رحمه الله دربيع بنت معوذ رضي الله عنها څخه روايت کړی دی چې هغې ويلي دي (( دخل علي رسول الله صلی الله عليه وسلم يوم عرسی فقعد في موضع فراشي هذا وعندی جاريتان تضربان بالدف)) (الفتح الرباني صفحه ٢١٤ جلد ١٦ ) ژباړه : زما دواده په ورځ رسول الله صلی الله عليه وسلم زمونږ کور ته راغی او ځما سره نژدې کښيناست او لما سره دوه جينکی وې چې هغوې به داريا وهلې. دغه دی داسلام دستر پيغمبر تواضع او شفقت چې جينکی دهغه په وړاندې په کمال جرئت او خوښې سره داريا وهي .. ٤۱-امام ابوداود رحمه الله دعوف بن مالک الاشجعي رضي الله عنه څخه روايت کړی دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلي دي (( انا وامراة سفعاء الخدين في الجنة کهاتين وجمع بين اصبعيه السبابه والوسطی امراة ذات منصب وجمال آمت من زوجها حبست نفسها علی ايتامها حتی ماتوا اوباتوا )) ( مشكوة صفحه ٤٢٣) ژباړه : هغه کونډه ښځه چې خاونده دمنصب او ښائست وي او د خپلو يتيمو بچيانو د ډير خدمت له وجې نه ئې پرمخ باندې توروالی پيدا شوی وي او د خپلو يتيمو بچيانو په خدمت کې ئې د هغوې تر وفات يا جدایې پورې صبر کړی وي نو دغه کونډه به لما سره په جنت کې داسې نزدې وي لکه چې منځنی ګوته او د شهادت ګوته سره نزدې دی وګورئ د ښځې عظمت ته په اسلام کې چې د يو نيک عمل په وجه داسې اوچتې درجې ته رسيږي چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره به په جنت کې نزدی وي . ٤۲-امام ابوداود او امام ترمذي وغيره دعائشة رضي الله عنها څخه روايت کړی دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی دی : (( ان النساء شقائق الرجال )) (مشكوة صفحه ٤٨) ژباړه : ښځې دسړو پشان دي په پيدائش او طبيعت کې . يعنې ښځې او نارينه ټول د ادم او حواء عليهما السلام څخه پيدا شويدي نو نارينه و ته روا نه دي چې پر ښځو کبر او لوئی وکړی او هغوې ته په سپک نظر وګوري بلکه زنانه هم لکه د نارينه و غوندې د قدراو احترام وړ او مستحق دي . ٤۳-امام ابونعيم په حلیه الاولياء کې د انس رضي الله عنه څخه روايت کړی دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلي دی : (( المراة اذا صلت خمسها وصامت شهرها واحصنت فرجها واطاعت بعلها فلتدخل من ای ابواب الجنة شاءت )) (مشكوة صفحه ٢٨١) ژباړه : کومه ښځه چې خپل پنځه وخته لمونځ اداء کړی وي او خپل عورت یې ساتلی وي ( دحرامو څخه ) او دخپل خاوند تابعداری ئې کړی وي ( په نيکو کارونو کې ) نو په ورځ د قيامت کې به هغې ته اختيار ورکړی شي چې جنت ته په کومه دروازه داخليږی داخله دې شي . وګورئ چې د اسلام مقدس دين د ښځې په عزت او شرف باندې څومره تاکيد کړی دی چې ښځو ته ئې دخپل عفت او عزت ساتل د جنت د داخليدو يو سبب ګرځولی دی يعنې کومه ښځه چې د خپل عفت او شرف او عزت خيال نه ساتي هغه جنت ته نشي داخليدی ٤۴-امام ابوداود دعبدالله بن عباس رضي الله عنهما نه روايت کړی دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی دی : (( من کان له انثی فلم يادها ولم يهنها ولم يوثرولده يعنې الذکور، عليها ادخلها الله الجنة )) (مشكوة صفحه ٤٢٣ ) ژباړه : د چاچې لور وه او هغه ئې ژوندی ښځه نه کړه او د هغې سپکاوی ئې ونکړلو او خپل ځامن یې ورباندې غوره ونه ګڼلو نو الله تعالی به ئې جنت ته داخل کړي . دغه دي د ښځې اوچت مقام په اسلام کې چې د هغې احترام او پرهغې شفقت کول ئې د جنت د داخليدو سبب ګرځولی دی. نو هر هغه څوک چې ځامنو ته پر لورګانو باندې غوره والی ورکوي او هغوې ته ميراث نه ورکوي نو هغه ظالم دی او د الله تعالی د رحمت نه به محروم وي او د دۀ دغه کار د جاهليت د زمانې د خلکو د کار سره مشابه دی . چې هغوې به خپلې لورګانې ژوندی ښخول ځکه خو الله تعالی د هغوې په باره کې داسې فرمائلي دي : (( واذا الموءودة سئلت بای ذنب قتلت)) ( سورة التکويرایت ٨-٩) ژباړه : او کله چې د ژوندی ښخې شوې جينکو څخه پوښتنه وشي چې دوي په کومه ګناه وژلي شوي وو . ٤۵-امام بخاري او امام مسلم دانس رضي الله عنه څخه روايت کړيدی چې نبي عليه السلام په يو سفر کې خپلې بيبيانې په اوښانو سورې کړی وې او يو صحابي چې انجشه نوميده دغه اوښان چوکاوه نو نبي عليه السلام دغه صحابي ته وويلې (( يا انجشه رويدک سوقا بالقوارير )) (صحيح مسلم صفحه ٢٥٥ جلد ٢ مشكوة صفحه ٤١٠) ژباړه : ای نجشه په ارام سره دغه اوښان چو کوه او په دغه ښځو باندې چې د شيشې غوندې نازک دي شفقت وکړه . نو په دغه حديث کې رسول الله صلی الله عليه وسلم ښځې دشيشې سره مشابه کړيدی يعنې لکه څرنګه چې شيشه يو نازک شی دی همدارنګې ښځې هم يو نازک مخلوق دی نو بايد دهغوې سره زياته نرمي وشي او دهغوې په حفاظت کې دې زياته پاملرنه وشي همدارنګې لکه څرنګه چې شيشه يو ښائسته او صفاشی دی او درڼا لپاره استعماليږي نو ښځې هم يوصفا او ښائسته مخلوق دی اوپه هريو کور کې ديوې ډيوی مثال لري چې کور والا ئې درڼا څخه ګټه اخلي او چې په کوم کور کې ښځه نه وي نو هغه کور برباد او په تيارو کې ډوب وي . ٤۶-امام مسلم او امام احمداو امام ترمذي د اسماء بنت يزيد رضي الله عنه څخه روايت کړی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی دی : (( لا يحل الکذب الا في ثلاث کذب الرجل امراته ليرضيها والکذب فی الحرب والکذب ليصلح بين الناس )) (مشكوة صفحه ٤٢٨) ژباړه : دروغ ويل روا نه دی مګر په دريو شيانو کې يو د ميړه دروغ ويل د خپلې ښځې د خوشحالولو لپاره او بل کافرانو سره د جنګ کې په حالت دروغ ويل او بل د خلکو ترمنځ د اصلاح لپاره دروغ ويل سبحان الله ! سره د دې نه چې دروغ ويل په اسلام کې يوه لويه ګناه ده خو د ښځې د خوشحالولو لپاره روا شوی دی چې د دې څخه په اسلام کې د ښځو اوچت مقام او لوې عزت دير ښۀ معلوميږي . ۴۷ : جلیل القدر صحابی سعد بن ابی وقاص رضی الله تعالی عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم نه روایت کړیدی چې هغه فرمایلی دی: (( اربع من السعاده المراه الصالحه و المسکن الواسع والجار الصالح والمرکب الهنیء )) ( رواه الحاکم فی مستدرکه و ابو نعیم فی الحلیه و البیهقی. کشف الخفاء ج ۱ ص ۱۰۷ ) ژباړه : څلور شیان د نیکبختی شیان دی دینداره ښځه، پراخ کور نیک ګاونډی او د سورلی ښه وسیله. نو د دغه حدیث څخه معلومه شوه چې د ښځو نه بغیر نارینه نیکبخت کیدی نشی او د نارینه و سعادت د ښځو پوری مربو‌ط دی چې دا د ټولو ښځو د پاره د عزت او شرف خبره ده.