Drawer trigger

د ښځو د تعليم حق

نارينه باندې لازم دی چې خپلې ښځې او لورګانو ته دديني او اخلاقي مسئوليتونو په ورزده کولو کې خپل ټول کوششونه وکړي ترڅو دناپوهئ تياري له منځه لاړي شي او دپوهې رڼا ئې پر کورنی باندې ( مسلط شی ) اوپه کورنی کې دتفاهم اومحبت او حق شناسی فضا منځته راشي . الله تعالی فرمائی : (( يا ايها الذين امنوا قوا انفسکم واهليکم نارا وقودها الناس والحجارة )) (سورة التحريم ايت ٦ ) ترجمه : ای مومنانو تاسې بچ کړئ خپل ځانونه او خپلې ښځې او اولاد د دوزخ دهغه اور څخه چې دهغه خاشاک خلک او تيږي دي . يعنې خپلو ښځو اواولادو ته صحيح تعليم او تربيه ورکړی داسې تعليم چې ددوزخ داور څخه ددوي دنجات سبب وګرځي چې هغه دقرآن اودسنت علم دی چې دغه دواړو دټولو علومو مرجع او منبع دی . الله تعالی په بل ايت کې داسې فرمائلی : (( وانذر عشيرتک الاقربين )) (سورة الشعرا ايت ٢١٤ ) ترجمه : ای پيغمبره خپل نزدې خپلوان د الله دعذاب څخه وويروه. او په بل ايت کريمه ئي داسې فرمائلی : (( وامراهلک بالصلاة واصطبرعليها )) (سورة طه ايت ١٣٢ ) ترجمه : خپلې کورنی ته په مانځه باندې امر وکړه ( ای پيغمبره ) او دلمونځ په اداء کولو باندې صبر وکړه . ددغوټولو ايتونو څخه دا معلومه شوه چې ښځه پرخپل خاوند حق لري چې هغه ته دينی او اخلاقي او فرهنګي ښوونه وکړي او دخاوند دغه کار نکول به دالله تعالی نافرماني ګڼل كيږى او دګناه سبب به وي . جليل القدر صحابی ابوسعيد خدری رضی الله عنه روايت کوی چه (( قال النساء للنبی صلی الله عليه وسلم غلبنا عليک الرجال فاجعل لنا يوما من نفسک فوعدهن يوما لقيهن فيه فوعظهن وامرهن)) (بخاری جلد ١ صفحه ٢٠کتاب العلم ) ترجمه : نارينه زمونږ په نسبت له تا څخه زيات وخت نيولی دی نو دځان له طرفه يو ورځ مونږ ته وټاکی (دتعليم دپاره) نو رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغوی سره يو ورځ وټاکله او ورته ورغی او هغوی ته يې نصيحت وکړلو او په ښو کارو باندې يې ورته امر وکړلو . همدارنگی جليل القدر صحابيه ام عطيه رضی الله عنه فرمائى(( امرنا رسول الله صلی الله عليه وسلم ان نخرجهن فی الفطر والاضحی العواتق والحيض وذوات الخدور فاماالحيض فيعتزلن الصلاة ويشهدن الخير دعوة المسلمين )) (رواه البخاري صفحه ١٣٣ جلد ١ ومسلم صفحه ٢٩١ جلد ١ ) ترجمه : رسول الله صلی الله عليه وسلم مونږ ته امر کړيدی چې پيغلې او حائضه او دستر او پردې والا ښځې دوړوکی او لوې اختر دلمانځه لپاره دکورونو څخه وباسو خو حائضه ښځې به لمونځ نه کوي البته د خير او دعوت او تبليغ په مجلس کې به ګدون کوی . او جليل القدر صحابي عبدالله ابن عباس رضي الله عنهما روايت کوي : (( خرجت مع النبي صلی الله عليه وسلم يوم فطر او اضحی فصلی ثم خطب ثم اتی النساء فوعظهن وذکرهن وامرهن بالصدقة )) (رواه البخاري صفحه ١٣٣ جلد ١ ) ترجمه : زه درسول الله صلی الله عليه وسلم سره د وړوکې يا لوې اختر په ورځ ووتم نو هغه داختر لمونځ وکړلو او بيا ئې خطبه وويلې او بيا دښځو صفونو ته ورغی نو هغوې ته يې وعظ او نصيحت وکړلو. او هغوې ته ئې دصدقې امر وکړلو . او جليل القدر محدث عبدالملک بن جريج دجليل القدر تابعي عطاء رحمهما الله نه روايت کوي هغه فرمائي چي جليل القدر صحابي جابر بن عبدالله رضي الله عنه داسې فرمائلی : (( قام النبي صلی الله عليه وسلم يوم الفطر فصلی فبدابالصلاة ثم خطب فلما فرغ نزل فاتی النساء فذکرهن قلت ( القائل بن جريج ) لعطاء اتری حقا علی الامام ذ لک يذکرهن قال انه لحق عليهم ومالهم لا يفعلون )) ( رواه البخاري صفحه ١٣٣ جلد ١) ترجمه : نبی عليه السلام دوړوکی اختر په ورځ اول ئې داختر لمونځ اداء کړلوبيائی خطبه وويلي او چې کله دخطبې نه فارغ شو نو دمنبر نه کوز شو او دښځو صفونو ته ورغی او هغوی ته ئې نصيحت وکړلو . ابن جريج فرمائی چې ما دعطاء څخه پوښتنه وکړلو چې ايا ستا په نزد په امام او مشر باندې لازم دی چې ښځو ته وعظ او نصيحت وکړی نو هغه په جواب کې وويلې چې هو پر امام دا کار لازم دی او څه وجه ده چې اوس خلکو دا کار پریښی دی؟ او په يو بل حديث کې راغلی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم جليل القدر صحابيه شفاء رضي الله عنها ته وفرمائيل : (( الاتعلمين هذه ( حفصه ) رقية النملة کما علمتيها الکتابة )) (ابوداود صفحه ٥٤٢ مشكوة صفحه ٢٩١ ) ترجمه : ای شفا ولې ته حفصی ته دتخرګونو ددانو دم نه ښائی لکه څرنګه چې هغې ته دې ليک ښودلی دی ؟ ددغه حديث څخه معلوم شو چې دليک زده کړه لکه چې نارينه وته ضرور دی همدارنګې زنانه و ته هم ضرور دي او لکه چې نارينه دعلم زده کړه کوي او دکتابونو دتاليف او تصنيف له لارې خپل علم خپروي نو ښځې هم بايد علم حاصل کړي او دتاليف او دتصنيف له لارې خپل علم خپور کړي ترڅو خلک ددوي دعلم څخه استفاده وکړي او دغه کتابونه ددوي لپاره صدقه جاريه وګرځي . امام خطابي رحمه الله دشفاء رضي الله عنها دحديث په باره کې داسې فرمائی : (( فيه دليل علی ان تعلم النساء الکتابة غير مکروه )) (مرقات شرح مشكوة صفحه ٣٢٦ جلد ٨ حاشية ابوداود صفحه ٥٤٢) ترجمه : دغه حديث ددې لپاره دليل دی چې ښځو ته دليک زده کړه مکروه نه دی . خو بعضې خلک وائی چې ښځو ته روا نه دی چې ليک زده کړي او دليل کې يې دغه حديث ذکر کوي چې (( لا تعلموهن الکتابة )) (مرقاة صفحه ٣٢٧ جلد ٨ تذکرة الموضوعات صفحه ١٢٩ ) ترجمه : ښځو ته ليک مه ورزده کوئ . خو دغه خبره غلطه ده او دمنعې دغه حديث ثابت نه دی ځکه چې ددغه حديث په سند کې يو دروغجن او بل په دروغو متهم راويان دي او داسې حديث مردود وي . (تذکرة الموضوعات صفحه ١٢٩ ) همدارنګې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلی : (( ايما رجل کانت له جارية فادبها فاحسن تاديبها وعلمها فاحسن تعليمها ثم اعتها فتزوجها فله اجران )) ( بخاري ج ١ صفحه ٢٠ وصفحه ٣٦٤ باب تعليم الرجل امته و اهله ) ترجمه : هر يو سړی چې وينځه ولري او هغې ته ښائسته ا دب او ښائسته تعليم ورکړي او بيا ئې ازاده کړي او ځان ته ئې په نکاح کړي نو دغه سړی ته دوه اجرونه دي . نو چې کله ديوې وينځي په تعليم او تربيه کې دومره ثواب دی نو ديوې اصیلی مسلمانې ښځې په تعليم او تربيه کې به ددې نه زيات ثواب او اجر وي . او ام المومنين عائشة رضي الله عنها فرمائی (( نعم النساء نساء الانصار لم يمنعهن الحياء ان يتفقهن فی الدين )) (بخاري صفحه ٢٤ جلد ١) ترجمه : دانصارو ښځې نيکې او بهترې ښځې دي ځکه چې هغوې ددين په پوهه کې شرم او حياء نه کوي . او جليل القدر تابعي عروة بن الزبير رضي الله عنه فرمائی : (( ما رايت احدا اعلم بفقه ولا طب ولا شعرمن عائشة )) (اسلامنا للسيد سابق صفحه ٢١٦ ) ترجمه : ما داسې هيڅ يو کس نه دی ليدل چې دعائشة رضي الله عنها څخه په فقه او طب او شعر کې ډير پوه وي . يعنې عائشة رضي الله عنها په علم فقه او طب او شعر کې هغه اوچتې مرتبې ته رسيدلې وه چې دهغې په زمانه کې څوک ورسره برابرنه وه . د دغه روايت څخه دا معلومه شوه چې ښځې کولای شي په علم کې اوچتو مرتبو ته ورسيږي او معلومه شوه چې ښځې کولای شي چې دطب دعلم زده کړه وکړي . او دا هم معلومه شوه چې ښځه کولای شي داسې اشعار وليکي او خپور ئې کړی چې ديانت او خوش اخلاقي او عفت ته دعوت کوي . او جليل القدر صحابي ابوموسی رضي الله عنه فرمائی (( ما اشکل علينا اصحاب رسول الله ؛صلی الله عليه وسلم حديث قط فسالنا عائشة الا وجدنا عندها منه علما)) ( ترمذي صفحه ٢٢٧ جلد ٢ مشكوة ٢صفحه ٥٧٤ ) ترجمه : چې کله هم درسول الله صلی الله عليه وسلم په صحابوو باندې دکومې خبرې پوهيدل مشکله شوه نو مونږ به دعائشة رضي الله عنها څخه دهغې په باره کې پوښتنه وکړله نو دهغې سره به دمسالې په باره کې خامخا علم او پوهه وه او مساله به ئې حل او روښانه کړه . نو ددغه حديث څخه معلومه شوه چې دښځو څخه دنارينه و په زده کړه کې څه عيب نشته چې کله دشريعت دحدودو رعايت پکې وشي . او امام ابن شهاب زهری رحمه الله فرمائی : (( لو جمع علم الناس کلهم وامهات المومنين لکانت عائشة اوسعهم علما )) (مستدرک الحاکم صفحه ١١ جلد ٤ ) ترجمه : که دټولو خلکو علم او درسول الله صلی الله عليه وسلم دنورو بيبيانو علم يو ځاې کړی شي بيا هم دعائشة رضي الله عنها علم ددې ټولو څخه زيات دی . او امام ذهبی رحمه الله فرمائی : (( وما علمت من النساء من اتهمت ولا من ترکوها )) ( ميزان الاعتدال صفحه ٢ جلد١ ) ترجمه : دحديث په ښځو راويانو کې ماته داسې ښځه معلومه نده چې دحديث په روايت کې په دروغو متهمه شوی وي او يا دحديث علماوو دهغې حديث پريښي وی . ددې څخه معلومه شوه چې پخوا بۀ دمسلمانانو ښځې دحديث په زده کړه او روايت کې څومره کوشش او احتياط کاوه خو اوس ډیرې مسلمانې ښځې قران هم نشی لوستلی . او رسول الله صلی الله عليه وسلم بۀ چې کله صحابه کرامو ته وعظ او نصيحت کولو نو بيا به ئې هغوې ته وويلې : (( الا فليبلغ الشاهد الغائب )) (بخاري صفحه ٢١ جلد ١ ) ترجمه : خبردار حاضر خلک دې ځما خبرې غير حاضرو خلکو ته ورسوي . په دغه حديث کې ديته اشاره ده چې نارينه دې ځما خبرې زنانو ته ورسوي ځکه چې زنانه به زياتره په خپلو کورنو کې په خدمت مشغولې وې . او جليل القدر صحابی عرباض بن سارية رضي الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل چې : (( ان الرجل اذا سقی امراته من الماء اجر قال فاتيتها فسقيتها وحدثتها بما سمعت من رسول الله صلی الله عليه وسلم)) (رواه احمد الفتح الربانی صفحه ٢٣٣ جلد ١٦ ) ترجمه : چې کله سړی خپلې ښځې ته دڅښاک اوبه ورکړي نو هغه ته ثواب ورکول كيږي . عرباض فرمائی چې ددغه حديث داوريدو څخه وروسته زه دخپلې ښځې څنګ ته لاړم او هغې ته مې دڅښاک اوبه ورکړې او درسول الله صلی الله عليه وسلم حديث مې ورته وويلې ددغه حديث څخه معلومه شوه چې صحابه کرامو به کله ددين او ثواب کومه خبره درسول الله صلی الله عليه وسلم څخه واوريدل نو هغه بۀ ئې خپلو ښځو ته هم سمدستی ورښودل نو معلومه شوه چې صحابه کرامو به دښځو په تعليم او تربیې باندې زيات اهتمام کاوه. او په يو روايت کې داسې راغلی دی : ((طلب العلم فريضة علی کل مسلم )) ( مشكوة صفحه ٣٤ تذکرة الموضوعات صفحه ١٧ ) ترجمه : طلب دعلم پرمسلمان نارينه او مسلمانه ښځه باندې فرض دی. ددغو ټولو احاديثو څخه دا معلومه شوه چې داسلام مقدس دين دښځو په تعليم باندې زيات اهتمام کړی دی خو دښځو په تعليم کې دا شرط دی چې دهغوې عفت او عزت ته کوم خطر متوجه نه وي او که دتعليم په لار کې دهغوې عفت او شرف ته کوم خطر متوجه وي بيا ئې تعليم ضرور نه دی .