Drawer trigger

په اسلام کښې د مناظرې اهميت

د حقايقو د څرګنديدو او د واقعيتونو د پيژندګلوۍ لپاره له يو بل سره مناظره او بحث (په تيره بيا په دې زمانه کښې چې فکري او علمي وده زيارته شوې ده) کلتوری هدفونو ته د رسيدو تر ټولو غره لا ره ده او که فرضاً د تعصب له وجې يې څوک ونۀ مني ، نو لږ تر لږه خو پرې اتمام حجت کيږي، ځکه څرګنده ده چې عقيده په زوره نهء شی تپل کيدې او که په چاپه زور زياتی هم و منل شی نو د يو څه وخت لپاره به وی . خداې پاک په قران مجيد کې دې مو ضوع ته ډير ارزښت ورکړے او صل يې ګر ځولې دے، او په څلورو ځايونو کښې خپل ګران رسول (ص) ته فرمايي: قُل هَا تُو ا بُرهانَکُم اِن کُنتُم صَادِقِين (اے رسوله) مخالفانو ته ووايه که تاسو ريښتيا وايي؛ نو خپل دليل او برهان راوړئ، [1] نو اسلام چې نور خلک دليل ، برهان او منطق ته رابلي؛ نو پکار دے چې خپله هم په دليل او استدلال باندې تکيه ولري. خداې پاک په قران مجيد کښې خپل پاک حبيب (ص) ته فرمايي: اُدعُ اِلی سَبِيلِ ربک بالحکمه و المو عظه الحسنة و جادلهم بالتی هی احسن . (اے رسوله (ص) خلک په حکمت ، نيک چلن ، ښکلي بحث او مباحثې سره د خداے لوري ته راوبوله [2] له : حکمت : نه مراد هغه پياوړې طريقې دي چې په عقل او علم باندې تکيه لري ، او له :  نيکې موعظې : نه مراد هغه معنوي نصيحتونه دي چې د مهربان او عاطفې اړخ لري او د اوريدونکيو پاک احساسات د حق په لور رابرسيره کوي، او له مجادلې : نه مراد يو بل سره په بحث او مقابله کښي: د بحث ،مباحثې، تنقيد او شننې طريقه او روش دي . د بحث دغه طريقه که د حق او انصاف په بنيادوي ، نو په ځينو موقعوکښي د ضدي مخالفانو دقايلولو لپاره ضروري او لازمي وي مطلب دا چې ځيني انسانان د حقائقو د درک لپاره فکري قوت او مضبوط استعدادلري، چې د داسي کسانو د جذبولو لپاره عقلي دلايل ضروريوي او د ځينو کسانو فکري سويه ټيټه وي او د پيژند ګلوۍ استعداد او وس يي کمزوري وي او ژوند يي له تعصباتو او ځينو نورو عاتونو او جذباتو ډک وي ، نو دغه ډول وګړي په ښه وعظ او نصيحت سره رابلل کيږي . او ځينې کسان کم عقل او ضدي وي او په مخالف لوري باندي د خپلو افکارو د منلو لپاره له هرې خو د ګوزارپه لټه کښې وي . دغه کسان د استدلال، وعظ او نصيحتپه ژبه نه پوهيږي، نو دوي سره بيا مجادله پکار ده ، خو په ښکلې طريقې سره ، يعني داسې بحث او مباحثه چې په انصاف ، ريښتياو او اخلاقو ولاړه وي نو ځکه په مناظروي فن کښي لازم دي ، چې د مناظره کوونکيو تعلقات او ذهني کيفيتونه وتلل شي او په خپله مناسبه موقع کښې ورسره بحث ورشي. د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفے(ص) په مختلفو ځايو نو کښې له همدغو دريو طريقو نه ګټه اخيستې ده او خلک يې اسلام ته رابللي دي. د حضرت پيغمبر اکرم(ص) له پاکو اهلبيتونه امام جعفر صادق(ع) تقريباً ځلور زره شاګردان روزلي دي ، چې يوې ډلې په مختلفو علمي څانګوکښې د مناظرې د فن مهارت درلود،کله به چي مخالفان امام صادق(ع) ته دعلمي لپاره راتلل نو که هغۀ به وخت نه لرلو،نو شاګردانو ته به يې ويل چې له مخالفانو سره مناظره وکړي. د :ابن ابی العوجا:ديصانی: او : ابن مقفع : او ... په شان ماده پرستو او له خداے پاک نه منکرو کسانو په څو ځلو له امام صادق(ع) او د هغه له شاګردانوسره مناظرې کړې دي . امام به وړومبې دهغوي خبرې واوريدې او بيا به يې د يوې يوي خبرې ځواب ورکاوۀ ، لکه ابن ابی العوجا چې وايي: امام جعفر صادق ( ص ) به له مونږه غوښتل چې دلايل ووايو مونږ به خپل دليلونه ښه په ازاده توګه بيانول او هغه به راته داسې غوږ ايښې ؤ چې مونږ به خيال کوو چې ګني پړ مو کړو ، خو بيا به چې دهغه وار راغې نو په ډير وقار سره به يې زمونږ د يو يو استدلال شننه کوله او په داسې ډول به ټول ردول ، چې په بحث کښې به يې مونږ ته د هر ډول بانې او پلمې جوړولو لارې بندې کړې : [3] په قران مجيد کښې د حضرت ابراهيم ( ع ) مناظرې په قران مجيد کښې د او لوالعزم پيغمبر حضرت ابراهيم علیه السلام ځينو مناظرو ته اشاره شوې ده او راښئ چې د حضرت ابراهيم ( ع ) لار وي له عقيدتي ، اجتماعي او سياسي مسائلو نه لا تعلقه او بې تفاوته نشي پاتې کيدې او په کلتوري او نورو سنګرونو کښې په خپلو منطقي خبرو او دلايلو سره د حق دفاع کوي . د حضرت ابراهيم علیه السلام لخوا د بتانو د ماتونې په قيصه کښې راغلي دي چې هغه دبتخانې ټول بتان مات کړل خو لوې بت يې همداسې جوړ بريښود ، او چې کله د نمرود د محاکمې اوقضا غونډ ته راوړاندې کړې شو نو ورته يې وويل : چې ولې دې بتان مات کړل ؟ نو په ځواب کښې يې ورته وويل : بَل فَعَلَهُ کَبِير هُم هَذا فآسئلو هُم إن کانو يَنطِقُون : بلکې لوې ( بت ) دا کار کړې دې(بتان) خبرې کولې شي نو پوښتنه ترې وکړي (انبياء 62 ايت ) بت پرستانو ورته وويل : اې ابراهيمه؛ تۀ په خپله ښه پوهيږې چې بتان خبرې نه کوي : :حضرت ابراهيم (ع) له همدې موقې نه ګټه واخيسته او ورته يي وويل : نو بيا ولي ددغو عاجزو بتانو ( چي هيڅ ګټه او تاوان نه لري او ديو کار وس پکې نيشته ) عبادت کوي ، ولي او اخير ولې ؟ افسوس دې وي په تاسو او ستاسو په پستو او ادني معبودانو باندې، ايا غور او فکر نه کوي ؟ [4] د قران مجيد په يو بل ځاې کښې لو لو : نمرود، حضرت ابراهيم عليه السلام ته وويل : ستا خداې څوک دې ؟ حضرت ابراهيم و فرمايل : زما خداې هغه څوک دې ، چې مرګ او ژوند يې په اختيار کښې دې زۀ داسې پروردګار ته سجده کوم، دلته نمرود د ساده و ګړيو د تېر ايستلو لپاره له چل نه کار واخست او وې ويل: اې بې خبره ، دا خو زما په لاس کښې دي هم زۀ خلک ژوند کوم او هم رۀ يې وژنم ، مګر کورې نه چې په مرګ محکوم يو مجرم ازادوم او يو بندي چې په مرګ محکوم نۀ دے هغه وژنم. نمرود حكم وركړ، چې د پانسۍ يوقيدي ازاد كړئ او يوبل قيدي چې د پانسۍ حكم ورته ندے شوے پانسي يې كړئ. حضرت ابراهيم(ع) د نمرود د مغالطې په مقابل كې خپل استدلال داسې وړاندې كړ: "يوازې مرګ او ژوند د خداې په اختيار كې نه دي؛ بلكې د هستي ټول عالم د خداې په اختياركې دے په همدې بنياد زمـا خداې سهارنمرله مشرقه راخيژوي اوماښام يې په مغرب كې ډوبوي.كه ته ريښتيا وايې چې دخلكوخداې يې؛ نونمـر له مغربه را وباسه او په مشرق كې يې ډوب كړه. قران مجيد فرمايي: فَبُهل ِ ت َ الَذ ِ ى كَفَرُ وَاللهُ لا يَهد ِ ى القَومَ الظال ِ م ِ ين. نمرود (د حضرت ابراهيم (ع) د سرګرځونكى  استدلال او  پوښتنې په وړاندې داسې مغلوب او حيران شو) چى د خبرې توان يې ختم شو، خداې پاک ظالمانو ته هدايت نه كوى"  [5] دا وې له مخالفانو سره د حضرت ابراهيم (ع) د مناظرو او استدلالونوبيلګې او نمونې چې په قران مجيد كې راغلي دي او راښيي، چې د مناظرو سمې طريقې زده كړو او د كلتورى او ثقافتي سازشونواو دسيسو په مقابل كښې د ټينګواستد لالونواو مناظرو په وسلې سره وسله وال شواو په خپله موقعه دحق دفاع وكړو، لكه په قران مجيد كې لولُو. يَا ايُهَا الذ ِ ينَ امَنُوا خُذُواح ِ ذرَكُم.  [6] " ای مؤمنانو! (د دښمن په وړاندې) خپله تياري او امادګي ولرئ. دا ايت ښي چې مسلمانانوته پكار دى د ژوند په ټولو ډګرونوكې د دښمنانواو سازش كوونكيو په وړاندې هر وخت تياراواماده اوسي. له دغو ډګرونونه يو ډګر فكري اوكلتورى ډګر دے، چې اغيزه يې له نورو زياتـه او ژَوره ده. څرګنده ده چـې د فـكري امـادګي يو اړخ د علمي شننې د طريقو پيژندل دي چې په كار دي په مناسبو موقعوكـې تـرې ګټه واخستل شي او له حقـه دفـاع وشي. حضرت امـام جعفر صادق (ع) له مخالفانو سره د مناظرې او مباحثې د ضرورت په باب په يوه وينا كښې فرمايي: خاصموهم و بينوا لهم ا لهدى الذى انتم عليه و بينوا لهم ضلالتهم وباهلوهم فى على عليه السلام " له مخالفانو سره مباحثه وكـړئ او د هدايت او لارښوونې لاره  چې تاسو پرې  روان  يئ  روښانه  كړئ او هغوي ته د هغوي بي لاري په ګوته كړئ. اودحضرت امام على (ع) په باره كې ورسره مباهله (د ښيروغوښتنه اود باطلې خوا لپاره دخداې پاک له درګاه نه د مصيبت غوښتنه) وكړئ. [7] په همدې بنياد د اسلام ګران پيغمبر حضرت محمد مصطفی (ص)، د هغه د اهلبيتو امامانو(ع) او د هـغوي لارويانو عالمانو به تل پـه مناسبو موقعوكـې استدلالي او قانـع كوونـكي بحثونه، مقابلې او مناظرې كولې او پـه دې طريـقه يـې ډيرو خلقو تـه سمه لاره وښوده او له بې لارېتوبه يې وژغـورل. ( په دى باب وګورئ: احتجاج طبـرسي دوهم ټوک، بحار 9  او 10 ټوكونه) حـضرت امام محمـد باقر عليه السلام فرمايي: علماء شيعتنا مرابطون فى الثغر الذى يلى ابليس و عفاريته يمنعونهم عن الخروج على ضعفاء شيعتنا، و عن ان يتسلط عليهم ابليس و شيعته النواصب الا فمن انتصب كان افضل ممن جاهد الروم و الترك والخزر الف الف مره، لانه يرفع عن اديان محبينا و ذلك يدفع عن ابدانهم. " زمونږ لارويان عالمان او پوهان د هغو پاسوالانو او پولوساتوونكيو په شان دي چې د ابليس او د هغۀ د لښكريانو په مقابل كې يي صف جوړكړے وي او زمونږ په هغو لارويانو باندي چي دخپلې دفاع طاقت نه لري د هغوي د بريدونو او حملو مخ نيوې كوي او همدا رنګه د ابليس او د هغۀ د ناصبي لارويانو لخوا په هغوي باندې د تسلط مخه نيسي، پوهـ شئ چې د دغو عالمانو ارزښت، قدر او قيمت له هغو سپايانو زر ځلې غوره دے، چې د روم، ترک او خزر د كفارو بريدونو په مقابل كې جنګيږي ځكه چي هغوي د اسلامى عقائدو او كلتور ساتندوې او زمونږ د مينه والو د دين څارندوې دي په داسې حال كښې چې مجاهدين د جغرافيائي پولوساتندوې دي.  [8] د الازهر پوهنتون د ستر مفتى او استاد اوراښاد شيخ محمود شلتوت وينا د مصر د الازهر پوهنتون ( جامعه الازهر) سترمفتى او استاد شيخ محمود شلتوت چې د اهلسنتو يو ستر عالم ؤ په يوه مركه كې وايي: والباحث المستوعب المنصف، سيجد كثيراً فى مذهب الشيعه ما يقوى دليله و يلتئم مع اهداف الشريعه من صلاح الاسره و المجتمع، و يدفعه الى الا خذه و لاارشاد اليه "يوڅيړونكې چې دانصاف په بنياد د اسلام په ټولو اړخونو كې څيړنه كوي نو د شيعه مذهب له ډيرو مواردو سره مخ كيږي او دې نتيجې ته رسي چې د دې مذهب دليل مضبوط دے او د ټولنې او كهول د اصلاح او سمونـې په لـړ كې د اسلامى شـريعت له هـدفونو او مقصدونو سره سمون خوري او پدې ډول انسان د تشيع او د هغه  د لارښونو په لور ګروهنه پيدا كوي. " شيخ محمود شلتوت بيا ورپسې څو كورنۍ او ټولنيز مسايل يادوي. او بيا وايي: " كله چې په دې چارو كې له مانـه پوښتنـه كيږي نو زۀ د شيعه فتوو په بنياد ځواب وركوم." د اهلسنتود يو داسـې ستر عالم او د قاهـرې د الازهرپوهـنتون د مشرداسې اعتراف ډيرپه زړۀ پورې او اميد بخِښونكې دے چې شيعه مذهب د برهان او استدلال په بنياد او د صحيح اسلام له هدفونو او مقصدونوسره  هماهنګ مذهب ګڼي. د شيعه مـذهب د پـيروي د  سموالي په لړ كې د هغۀ تاريخي فتوا او د قاهرې د سترو عالمانو لخوا د هغې د تائيد په باب تفصيل، به په راتلوونکو مناظرو كې بيان شي. [1] . (بقره،111....) [2]  . ( سوره نحل 125 ايت ) [3]  ( و ګوري : بحار 3 ټوک ، 58 مخ ) [4]  ( سوره انبياء ايت 65 ) [5]  ( بقره 260 ايت [6]  ( نساء ايت 71 ) [7]  (وګورئ: بخارى 10 ټوک 452 مخ) [8]  (وګورئ احتجاج طبرسى 1ټوک 155 مخ)