حضرت محمد (صلي الله عليه و آله وسلم) د بشريت ژغورونكى

رسولان او الهي انبياْ بشريت ته د الله تعالي غوره ډالۍ ده ، څو بشريت د هغوئ په رڼا كښې په ژوند كښې د نيكمرغۍ او كاميابۍ لاره ومومي . ددغو الهي لارښوونكو ظهور د يوه ستر هدف ښودنه كوي چې الله تعالى د انسان په لاره كښې اچولى دى څو هغه خپلو كمالاتو ته ورسيږي . د پنځون په نظام كښې په غور سره پوهيږو چې خداى (ج) د هر موجود د پر مختګ او تكامل لپاره ورته اوزارونه برابر كړي دي . د نړۍ موجودات چې د باطني ځواك له امله چې كمال ته ګروهنه ده د يوه خاص هدف په لور روان دي . هر يو موجود كه په برابرو شرايطو كښي را شي او د هغوئ په لاره كښې كوم خنډونه نه وي نو خپل بالقوه استعدادونه عملي كولاي شي . د بيلګي په توګه غنم يا د ميوي تخم چې په خاوره كښې خپل مراحل تيروي څو غټ شي . د طه سورې په 50 اّيت كښې راغلي دي : قَالَ رَبُّنَا الَّذِي اَعْطَى كُلَّ شَيْءٍ خَلْقَهُ ثُمَّ هَدَى o ويي ويل زمونږ پرورګار هغه څوك دى چې هر موجود ته يې چې د هغه د پنځيدو لازمه وه وركړي دي ، بيا يې هدايت كړي دي . دغه هدايت يوه عمومي لارښوونه ده له وړو ذرو نيولي د نړۍ تر سترو كهكشانو پوري د كائناتو درست موجودات له هغه ګټه اخلي . خو اّيا دغه طبيعي لاره د انسان په څير د يوه موجود لپاره چې اشرف مخلوقات دآ كافي ده ؟؟ په مسلمه توګه نه ، ځكه د انسان ژوند د نباتاتو او حيواناتوپه څيرپه مادي حيات پورې محدود نه دى . يو انسان د معنوي او فكري كمالاتو په لور لاره كښې پروګرام او لارښوونې ته ضرورت لري . لكه څرنګه چې په انسان كښې بيلا بيلې اړتياوې او غريزې موجودي دي نو الله تعالى ورته غوره اوزار وركړي دي څو په سم ډول خپلې باطني ګروهنې او جاذبي منظمې او برابرې كړاي شي . الله تعالى بشر ته دوه لارښوده وركړي دي . يو د انسان عقل دے او بل هم الهي پيغمبران دي . په مسلمه توګه كله ناكله عقل له نيمګړتيا سره مخ كيږي او ځينو مسئلوته ځواب نه شي وركولاي او يا د احساساتو تر اغيز لاندې ورځي . كله كله ګټه غوښتنه هم د سم فكر كولو توان له انسان څخه اخلي . په همدي دليل لارښوونكو ته ضرورت لري څو له خداي سره د ارتباط له لاري د انسان عقل او احساساتو ته روښنايي او بصيرت وركړي او له هغه سره د باطني فضيلتونو په غوړيدو كښې مرسته وكړي . پوهانو په خپل مثال كښې د انسان وجود يوه داسې غره ته تشبيه كړى دى چې پكښې قيمتي كاڼې پراته دي . دغو سترو زيرمو ته رسيدا لپار د پيغمبرانوپه څير كارپوهو او با تجربه انجينرانو ته ضرورت دے . هغوئ په خپلو تعاليمو او پروګرامونو سره د انسان باطني او فطري توانمنۍ غوړوي . حضرت علي (ع) د پيغمبرانو د بعثت د هدف په نهج البلاغى كښې باب فرمايي : الله تعالى دادم له اولادونو پيغمبران وګرځول او له هغوئ يې د وحي د رسولو او ر سالت د تبليغ لپاره ژمنه واخيسته څو هغه ملغلرې چې په عقلونو كښې يي پټي دي راوباسي . پيغمبران هغه غوره كسان دي چې د باطني پاكوالې او پاكۍ په دليل د وحي له سرچينې سره په ارتباط كښې دي او په انسانانو كښې د الهي حكمونو غوره اجراكوونكې دي . انبياْ د حق غوښتنې او توحيد په اصل په تكيې سره هغه وخت وځليدل او د بشر فطرت يې له غلطو عقيدو او مفكورو پاك كړل چې ټولنې په تورتمونو كښې وي . هغوئ له خرافاتي افكارو او جاهلي ارزښتونو سره مبارزې وكړي او بشريت يې د روڼ اندۍ ، عدالت غوښتنې ، ازادۍ غوښتنې او يوه خداي د عبادت كولو په څير ګران بيه پانګو ته هدايت كړل . له سركښيو ليرې والى ، له ظلم سره مبارزه او د عدالت ټينګول د انبياوو ګډ اهداف وْ چې په قران كريم كښې په ډيرو ايتونو كښې ورته اشاره شوي ده . انبياْ د شرك او خرافاتو له عبادت څخه د انسانانو د خوشي كولو په لټه كښي وْ . دغه ځنځيرونه چې د انسان لاسونو او پښو ته اچول شوي وْ او هغه يې له حركت څخه منع كوو كله باطنى او كله ظاهرى وْ . د اعراف سورې د 157 اّيت په يوه برخه كښې دغه حقيقت ته اشاره شوي ده او د اسلام ګران پيغمبگر د وروستي الهى پيغمبر په توګه داسې يو كس دے چې په بشريت كښې د اسارت ددغو بندونو د خلاصولو لپاره مبعوث شو . د كبر ، غرور، حرص او طمعى په څير منفى ګروهنې باطنى زنځيرونه دى او د انسان د تكامل په لاره كښې ستر خنډونه بلل كيږي . په دي سربيره هغه غلط رسوم او دودونه يا غير انسانى قوانين چې په ټولنو يې سيورى غوړولى دى د انسان د معنوى تكامل په لاره كښې بهرنى خنډونه دى . د اسلام ګران پيغمبر حضرت محمد (ص) د توحيد او روڼ اندو مفكورو په دودولو سره د بشريت د ښوونى او روزنى لپاره ډير لوړ تعاليم وړاندې كړل . فرانسوى ليكوال او محقق درمينګهم وايى : د اصلاح او د ښوونى او روزنى ستر قانون هماغه حقيقت دى چې د وحى په نامه سوكه سوكه په محمد نازل شوي دي او نن سبا د قراّن په نامه په بشر كښې موجود دى . بشريت ته د اسلام د ګران پيغمبر يو ستر خدمت د بشر او خداى تعالى تر مينځ د دوه اړخيز ارتباط ټينګيدل وْ . انبياْوو په صادقانه ډول خلكو ته د خداى كلام ورساوه او انسانانو ته يې دا وروښودل چې چې څه ډول د الله تعالى عبادت وكړى . يا په بله وينا هغوئ په خپلو لارښوونو او تعاليمو سره انسانانو ته د لاري د غوره كولو قدرت وركړ او انسانانو ته يې په نړۍ كښې له نيكبختى د ډك ژوند لاره وروښودله . دا د دينونو ځانكړنه ده چې انسان له الله تعالى سره يو ځاى كوى او د لوړو حقيقتونو د موندلو لپاره روح او روان برابروي . په دې ډول الهى انبياْ د ژوند په لاره كښې د ځلانده څيراغونو په څير لاره ښيي او انسان د هغو د تعاليمو له لارې د ژوند له ګړنګونو په ډكه لاره كښې د لاري په موندلو بريالے كيږي . د پيغمبرانو پرله پسې ظهور او په شريعتونو كښې بدلون او نوښت ټول په دي دليل وْ چې پړاوو په پړاوو د بشر اړتياوْ بدلون كاوه او بشر په هر پړاوو كښې نوي پيغام ته اړتيا درلوده . خو فكري اصول چى پيغمبرانو به خلك وربلل يو وْ او ټولو خلك يوې لارې ته وربلل . بشر د خپل تكامل په لاره كښې د يوې داسي قافلى په توګه دى چې له ټيټو او هسكو په ډكي لاره كې د يوه معلوم هدف په لور روان دى خو دغه لاره ډيره ښه نه پيژني . خو كله نا كله له داسي يوه كس سره ټكر كوى چې لاره پيژنى او له هغه د نښو او معلوماتو په اخيستلو سره په لسګونو كيلومتره واټن وهى څو بيا يوه ځاي ته رسيږي چي نوي لارښود ته ضرورت لرى . هغه خپلې لارې ته دوام وركوى څو سوكه سوكه د تعقيبولو لپاره ډيره وړتيا ترلاسه كوى او يوه كس ته رسيږي چي هغه ته ټوله لاره ورښيي . هغه په دي نقشي سره چي هر چيرته او د تل لپاره كارندوالى لرى په ډاډ سره دتاريخ پړاوونه كچ كولاي شي . د اسلام ګران پيغمبر وروستى الهى پيغمبر دى چې د بشر لپاره يې د ژغورنې او سعادت د لاري درسته نقشه وركړي ده . هغه د هدايت په لوړو څوكو كښې دے او په همدى دليل به يې بشپړ او ښكلى تعاليم د تل لپاره ژوندى وى . لكه څرنګه چې تاسو ته پته ده د اسلام د ګران پيغمبر ميرمنه خديجه بى بى لومړنۍ ښځه وه چې په هغه يې ايمان راوړ او اسلام يې ومانه . له هغو اّيتونو وروسته چې د اسلام په ګران پيغمبر نازل شول الله تعالى ورته حكم وكړ څو خلك وويروي او ورته لارښوونه وكړي او اسلام ته يې وروبولي . كله چى د مدثر سورى له لومړي تر څلورم ايته ايتونه د اسلام په ګران پيغمبر نازل شول نو هغه حضرت پوهه شو چې د خوځښت او هڅو وخت رارسيدلاي دى او الله تعالى غواړى چې په خلكو كښې د هدايت ډيوه وځليږي . په دغو اّيتونو كښې لولو : اى په بستر كښې ويده پاڅه او انذار وكړه ( خلك وويروه ) او خپل پروردګار ستر وبوله او جامې دې پاكي كړه . په سړيو كښې على (ع) لومړنى كس وْ چې د اسلام په ګران پيغمبر يې ايمان راووړ ، په داسي حال كښې چې هغه دغه وخت كابو 11 كلن ځلمى وْ . كله چې نبي اكرم (ص) على (ع) ته اسلام وړاندې كړ ، على (ع) په داسي حال كښې چې ډير ليوال او هوډمن وْ نو خپل واړهْ لاسونه يې د خداى د رسول په توانمنو لاسونو كښې وركړل . پيغمبر په صميمانه ډول د هغه لاسونه كښيكاږل . دغه وخت حضرت على (ع) له ايمانه په ډك زړه داسي وفرمايل : اشهد ان لا اله الا الله و اشهد ان محمد رسول الله حضرت على (ع) د خداى په يووالې او د اسلام د ګران پيغمبر په رسالت په اقرار سره لومړنى كس شو چې په اسلام يې ايمان راووړ او په همدي ايمان د ژوند تر وروستيو سلګيو پورې سرښيندنه وكړه . په دى ډول لومړنۍ اسلامى ټولنه چې دري كسان پكښې وْ په مكه كښې جوړه شوه . ددغه توحيدي او يوه خداي د عبادت كوونكې ټولني دري اصلي چورليزونه د الله تعالى رسول ، على او خديجه وه څو له شرك او جهل سره مبارزې ته پاڅي . د اسلام ګران پيغمبر په ټينګ هوډ او ارادي سره توحيد ته بلنه پيل كړه . د بعثت د پيل له لومړيو ورځو هغه حضرت له على او خديجي بى بى سره هغه لمونځونه كول چې جبرئيل ورته ښودلى وْ . نبي اكرم (ص) درى كاله په پټه توګه خلك اسلام ته راوبلل . په دغو ورځو كښې مصلحت دا وْ چې هغه حضرت خپل بلنه ښكاره نكړى او د پټو تماسونو له لارې يوه ډله خلك خپل دين ته وروبولى . له على (ع) وروسته زيد بن حارثه دوهم كس وْ چې په نبى اكرم (ص) ې ايمان راووړ او نورو خلكو هم سوكه سوكه اسلام قبول كړ . پيغمبر اكرم (ص) په غور او دقت سره د خپل دين په تبليغولو كښې ډيرې هلى ځلې وكړى او هرڅوك چې به يې له روحى پلوه سمبال او چمتو ليده نو هغه ته به يې د اسلام د منلو بلنه وركوله . د قريشو مشرانو په دغو دريوو كلونو كښې په مسلمانانو دومره تيرى نه كاوه چې شمير يي كم وْ. خو كله چې د اسلام د ګران پيغمبر لخوا عمومى او خپلو خپلوانو ته بلنه پيل شوه او په شرك او بت پرستۍ يې نيوكه وكړه نو ورسره پټ او ښكاره مخالفتونه پيل شول . بي له شكه هر ډول ژور او جرړه ايز اصلاحات ددې لپاره چې وتوانيږي چې د خلكو په درست ژوند اغيز وكړى او د ټولنې لاره بدله كړى نو دوو مهمو عاملانو ته ضرورت لرى . لومړے د وينا او بيان توان چې حقيقتونه په روښانه ډول بيان كړاى شى او عامو خلكو ته يې وركړى خو د خلكو په فكر او ذهن كښې د بدلونونو لپاره مناسبې زميني جوړي شي . دوهم منظم دفاعى تشكيلات دى چې په خطرناكو وختونو كښې د مخالفانو د يرغل په وړاندې مناسب غبرګون وښيي . د اسلام ګران پيغمبر په يونا او ګفتار كښې لوړ كمال ته رسيدلاي وْ . هغه ډير توانمن ويناوال وْ چې د فصاحت او بلاغت په كمال سره يې خلكو ته د قراّن زړه راښكونكې ايتونه بيانول . دغه اّيتونه دومره ښكلى وْ چې كله به ځينى قريش مشران هغه ته ورغلل نو خپل غوږونه به يې بندول څو ددغو زړه راښكونكو اّيتونو تر اغيزو لاندي را نه شي . خو د بلنو په لومړيو ورځو كښې مسلمانانو مناسب دفاعى ځواك نه درلوده . ځكه د پټې بلنې په دريو كلونو كښې يوازې 40 كسانو اسلام ومانه . د اسلام ګران پيغمبر چې كله د خداى په حكم عمومى بلنه پيل كړه نو لومړے يې خپل خپلوان اسلام ته وروبلل او ددغه اقدام لږ ترلږه ګټه دا وه كه په پيغمبر يې ايمان نه راوړو خو د خپلوئ د احساساتو او قومي پيوندونو په دليل د هغه دفاع ته پاڅيدل په تيره بيا دا چې د محمد مصطفى (ص) زياتره خپلوان د مكى بانفوذه خلك وْ . الله تعالى خپلوانو ته د پيمغبر اكرم (ص) د بلنې په باب د شعرا سورې په 214 اّيت كښې داسي وفرمايل : َاَنذِرْ عَشِيرَتَكَ الْا َقْرَبِينَ o (او خپلو نږدې خپلوانو ته لارښوونه وكړه او ويي ويروه) . له دغه اّيت وروسته نبى اكرم (ص) د خپل قوم له 45 زيات مشران وروبلل او هوډ يې وكړ چې هغوئ ته د ملمستيا په ترڅ كښې خپل ستر راز ووايي . هوا سوكه سوكه تورتم كيدله ورو ورو د مليمنو د راتګ وخت هم نږدې كيده . حضرت على (ع) د ميلمنو د ناستې ځاى ته وكتل هر څه برابر وْ . د بني هاشمو د كورنۍ مشران چې د اسلام د ګران پيغمبر ترونه هم پكښې وْ په يوه بل پسې راغلل . ابوطالب ، حمزه ، عباس ، ابولهب او حتى د اسلام د ګران پيغمبر تر ټولو بوډا تره حارث هم ګډون درلوده . په كوټْه كښې يو ستر دسترخوان اوارشو او پكښې فيرړزه اى رنګه خاورين لوښې كښيښودل شوي وْ. على او زيد په خوندورو خوړو سره خو ساده د مليمنو قدر وكړ . له ډوډي وروسته اوس ددې وخت راسيدلاى وْ چې نبى اكرم (ص) خپله اصلي خبره وكړى . هغه حضرت پاڅيده او په ښكلى غږ سره يې داسي وفرمايل : لومړے د لوى خدا شكر اداْ كوم او د هغه مرسته غواړم او شاهدى وركوم چې له هغه پرته بل خداى نشته . هغه يو دى او كوم شريك نلرى . اى زماخپلوانو! خبر اوسئ چې زه ستاسو خير غواړم او ستاسو له بريا پرته بله هيله نلرم . په هغه خداى مي قسم چي زه يې پيغمبر يم چې په تاسو او ټولوسړيو ته راليږل شوے يم . په خداى مي دي قسم وى چې مړه به شئ لكه څرنګه چې ويده كيږئ / او وبه ټاكل شئ كه له خوبه پاڅئ او د خپلو كړدو پر اساس به سزا ووينئ او دا د خداى جنت دآ د تل لپاره د نيكو خلكو او دوزخ د تل لپاره ځاي دى بدكارانو ، ما خپل قوم ته تر ټولو غوره لاره راوړي ده . خداى تعالى ما ته حكم كړى دى تاسو د هغه لور ته وروبلم . په دي وخت كښې ابولهب د اسلام د ګران پيغمبر خبرې غوڅې كړى او په ملنډو سره يې وويل : مونږ ستاد ډالۍ سخت ليواله يو . پيغمبر اكرم وفرمايل : ماتاسو ته ددغه دنيا او د هغې دنيا نيكمرغۍ راوړي دي . زه تاسو دوه خبرو ته وربولم . شاهدى په دي چې له يوه خداى پرته بل پنځونكى نشته او دوهمه دا چې زه د هغه لخوا راليږل شوى يم . دا چې له تاسو څوك له ماسره مرسته كوئ څو له ما وروسته زما ځاي ناستى او ورور وى ؟ په مجلس كښې چوپه چوپتيا شوه او په دغه وخت كښې يوازې على (ع) د اسلام له ګران پيغمبر سره د ملګرتيا اعلان وكړ . نبى اكرم (ص) درى ځله دغه پوښتنه وكړه او هر ځل يوازې حضرت على (ع) د ملګرتيا اواز وكړ او پيغمبر اكرم (ص) داسې وفرمايل : اى خلكو! دغه ځوان په تاسو كښې زما ځاي ناستى وروراو وصى دى . په ميلمنو كښې اواز شو ، ابولهب بيا د ملنډو وهل پيل كړل . په دغه مينځ او مان كښې د اسلام د ګران پيغمبر تل پاتي ملګرى او ملاتړې ابوطالب خلك چوپتيا ته وروبلل او پيغمبر اكرم (ص) ته يې وويل : اى ځويه ! تا د خپل پروردګار پيغام راورساوه او مونږ هم واوريده نو مونږ ته وخت راكړه څو غور پرې وكړو . ابو لهب بيا ګډوډي جوړه كړه او ابوطالب ورته په غوڅ ډول په ځواب كې وويل : اى د كورنۍ شرمه ! د كعبى په خدا مي دې قسم وى چې د هغه مرستې لپاره برابر يو او تر اخره به هم ورسره يو . روښانه ده هغه وخت توحيد ته بلنه د بت پرستۍ او شرك د نظام ختمول كوم اسان كار نه وْ . په همدې دليل له پيله دغه مسئله روښانه وه چې يوه ډله به مخالفت وكړى . خو الله تعالى له پيغمبر اكرم (ص) څخه غواړې چې له ملنډه وهونكو اودښمنانو ونه ويريږي او خپل بلنه روښانه او په ډاګه كړى . د حجر سورې په 94 او 95 اّيتونو كښې لولو: فَاصْدَعْ بِمَا تُوْمَرُ وَاَعْرِضْ عَنِ الْمُشْرِكِين َo اِنَّا كَفَيْنَاكَ الْمُسْتَهْزِئِينَ هغه څه په روښانه ډول بيان كړه چې دنده يې دركړل شوي ده او له مشركانو مخ واړو ( د هغوئ پروا مه كوه ) مونږ به له تا د ملنډو وهونكو شر ليرې كړو . د اسلام ګران پيغمبر په دي ډول خپله عمومى بلنه پيل كړه او دا ځل يې د صفاد د غره تر څنګ په لوړ غږ سره درست خلك د يوه خداى عبادته ته وروبلل . خلكو ته يې د خپلې مخينې او موقعيت او صداقت په باب چې ټولو ته ښه معلوم وْ خبرې وكړى او ويي فرمايل : په تاسو كښې زما موقعيت ديوه څارونكې په توګه دے چې له ليري دښمن څارې او خپله د خپل قوم د خلاصولو لپاره د هغوئ په لور وردانګى . اى قريشو ! ځان د دوزخ له اوره وساتۍ . كله چې دې ځاي ته د نبى اكرم (ص) وينا راورسيده نو د هغه حضرت تره ابولهب چې د كفارو مشر وْ په خلكو كښې ګډوډي جوړه كړه او پيغمبر اكرم (ص) د خبرو د دوام مخه يې ونيوله او خلك يې تيت پرك كړل . په هر حال له عمومى بلنې وروسته د پيغمبر اكرم (ص) رسالت نوي او حساس پړاوو ته ننوت . له هغې وروسته د قريشو د كفارو روښانه او پټ مخالفتونه پيل شول او هغوئ ډول ډول دسيسي پيل كړى څو د اسلام د پرمختګ مخنيوى وكړى . خو د خداى تعالى اراده دا وه چې د محمد دين ډير زر د عربستان د ټاټوبو پولي ماتې كړى او د نړۍ ګوټ ګوټ ته پراخ شي . د قراّن زړه راښكونكې اّيتونه د حضرت محمد (ص) لخوا لوستل كيدل او د مستعدو انسانان زړونه او روحونه به يې ځان ته جذبول . د اسلام ګران پيغمبر خلك د يوه خداى عبادت او د توحيد دين ته وربلل . بت پرستۍ ، دمريانو په نظام ، بډي خوړلو، او غلطو جاهلى دودونو باندى هره ورځ د پيغمبر اكرم (ص) لخوا نيوكې كيدلىاو د وحى د روښانه اّيتونو نازليدو د مشركينو مشران انديښمن كول . اسلام ته د مكى د خلكو په زياتيدونكې ګروهنې سره د قريشو بن پرستو مشرانو لومړے د پيغمبر د تطميع هڅه پيل كړه او د هغو نهه كسان سره له ابو سفيانه د اسلام د ګران پيغمبر تره ابوطالب ته ورغلل او له هغه يې وغوښتل چي د محمد د بلنې مخه ونيسي . ابوسفيان وويل : اى ابو طالبه !د خپل وراره د فعاليت مخنيوى وكړه . كه محمد له خپلې بلنې لاس واخلى هغه چې څومره قدرت ، سلطنت او شتمنې وغواړى ورته وركوو يي كه نه نو له هغه او تا سره چې د هغه ملاتړے يې جنګ كوو . كله چى ابوطالب د اسلام ګران پيغمبر د مشركانو له پيغام څخه خبر كړ نو پيغمبر اكرم (ص) يې په ځواب كښې وفرمايل : په خداى مي دې قسم وى كه هغوئ لمر زما په ښي لاس او سپوږمۍ هم په چپ لاس كښې راكړى څو زه له دغو كارونو لاس واخلم نو هيڅكله به دا كار ونكړم او دي كار ته به دومره دوام وركړم څو د خداى حكم په مخ ولاړشى او يا زه په دي لاره كښې مړ شم . په دي ډول مشركان د پيغمبر اكرم (ص) له تطميع څخه نهيلي شول . د قراّن د پراخې جاذبي او نفوذ په دليل مشركينو هوډ وكړ څو له هغوئ سره د مبارزې لارې پيدا كړى او په خلكو ددغو اّيتونو اغيز كم كړى . بايد ووايو چې د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد مصطفى د رسالت په درست پړاوو كښې د مشركانو په وړاندي د خداى د رسول اوزار د قراّن اّيتونه وْ . د قراّن قرائت له جاذبى ډك اّيتونه لا ښكلى كول او د مكى مشركان يې د خپل ځان په وړاندى له مقاومت څخه كمزورى كول . د هغوئ ځينى مشران چي به د اسلام د ګران پيغمبر له څنګ څخه تيريدل ددي لپاره چې د قراّن نورانى اّيتونه پرې اغيز ونكړى نو خپل غوږونه به يې بندول . مشركان د پياوړيو منطقو او ښكلو او فصيحو اّيتونو په وړاندي په مقابله كښې بي وسه وْ . هغوئ يوازې په مسلمانانو په دباوو سره هڅه كوله څو ددغه ستر او پاك دين د پراختيا مخنيوے وكړى . د اسلام په وړاندى د مشركانو منطق د ګواښ ، زور او ويرولو منطق وْ . هغوئ هغه كسان چې مسلمانان شوى وْ په تيره بيا مريان شكنجه كول او وږې او تږې يې ساتل . له هغو يو د حبشى غلام بلال وْ . هغه د اميه بن خلف غلام وْ . كله چى اميه د بلال له مسلمان كيدو خبر شو نو د خلكو په مخكې يې هغه شكنجه كړ . اميه بلال د اوړي په ګرمو ورځو كښې په لوڅ ځان د مكى د شاوخوا په ګرمو شګو څملاوْ او په سينه به يې ورته يوه ستر ډبره ايښودله . نو بيا به يې ورته ويل چې په خد اى او د هغه په پيغمبر له ايمان څخه لاس واخلى خو بلال يوازې يوه كلمه تكراروله احد ، احد (خداى يو دى، خداى يو دى ) بلال تسليم نه شو تر څو د مكى يو شتمن كس هغه واخيست او ازاد يې كړ . بلال له ازادۍ وروسته د پيغمبر اكرم (ص) نږدې ملګرى شو . عمار او د هغه پلار ياسر او مور يې سميه هم سخت وكړول شول تر څو ياسر او سميه د اسلام په سر د مشركينو تر سختو شكنجو لاندى خپله ساه وركړه او ياسر د اسلام د لومړنى شهيد لقب وګاټه . بندول په مسلمانانو سره په چلند كښې د مشركينو يوه بله روده وه . پيغمبر اكرم (ص) په هغه څه چې په مسلمانانو به تيريدل ډير خپه كيده . خو د قراّن په زړه راښكونكو او الهام بخشو اّيتونو سره يې مسلمانان مقاومت ته وربلل او هغوئ ته به يې د بريا زيري وركول . په خپله په پيغمبر هم تل د مشركانو لخوا ظلمونه كيدل او زورول كيده به . د الله تعالى له رسول سره په مقابله كښې د مشركينو يوه روده د هغه حضرت د زورولو په لړ كښې له ملنډو ډك چلندونه وْ . دغه ملنډي او سپكاوې دومره زيات وْ چې الله تعالى د پيغمبگر اكرم (ص) د ډاډينې لپاره د حجر سوري په 95 اّيت كښې وفرمايل : ربنَّا كَفَيْنَاكَ الْمُسْتَهْزِئِينَ ژباړه : مونږ به تا د ملنډو وهونكو له شره وساتو . مشركانو د پيغمبر اكرم (ص) په سپكاوې او د ساحر او مجنون په څير ډول ډول سپكاويو او حتى په هغوئ د خاورو او لرګيو په غورځولو سره د مسلمانانو د روحي د خرابولو او د هغوئ د زورولو هڅې كولى . خو پيغمبر اكرم (ص) په صبر او سړې سينې سره چې د الهى پيغمبرانو ځانګړنه ده دغه ټول دردونه ، سپكاوې او سختۍ د خداى لپاره وزغمل . مشركانو دومره په مسلمانانو سختۍ دباوونه او بنديزونه وروتپل چى يو شمير مسلمانان حبشى ته كډي كولو ته مجبوره شول . خو مسلمانان چې تر څو په حبشه كې وْ د هغه ځاي د باچا ملاتړ ورسره وْ او په ارامښت كښې هوسا ژوند كاوه . د اسلام د ګران پيغمبر د بعثت اووه كاله تير شوى وْ . د اسلام غږ په مكى او عربستان په ټاپووزمه كښې اوازې كولې . د ويرولو او شكنجى سياست مشركان خپلو هدفونو ته ونه رسول . اسلام د وحى له روانې چينى د ژوند د سمندر په څير روان وْ او په خپله لاره كښې يې د سعادت او نيكبختۍ لټوونكې او د حقيقت تږې له لوړو اسلامى معارفو سره خړوبول . په حبشه كښې يو شمير مسلمانانو د يوې فعالي انقلابي كړۍ په څير خپل ژوند ته دوام وركاوه او د هغوئ د ستنولو لپاره د مشركانو هڅو هم كومه ګټه نه درلوده . په دي وخت كښې د قريشو بت پرستو مشرانو نورې دسيسي پيل كړى او هغه د مسلمانانو اقتصادى كلابندي وه . هغوئ په دې اړهْ له يوه بل سره تړون وكړ او دغه تړون يې په يو بكس كښې كښيښوده او كعبه كښې وځړاوه . ددغه تړون له مخې هغوئ په مسلمانانو بنديزونه ولګول او له يوه بل سره يې ژمنه وكړه چې نه به له مسلمانانو څه اخلى او نه به يې پرې خرڅوى او خپلوي به هم ورسره بالكل نه كوى . په دي ډول د نبى اكرم (ص) او مسلمانانو لپاره حالات سخت شول او هغوئ فيصله وكړه چې مكه پريږدې او د ښار په خوا كښې په يوه دره كښې استوګن شي چې دغې درې ته وروسته شعب ابى طالب نوم وركړل شو . مسلمانانو په شعب ابى طالب سيمه كښې سختې شپې او ورځي تيرې كړى . په زياترو ورځو كښې يوه مسلمان يوازې د خوړلو لپاره يوه خرما پيدا كوله . كله نا كله به له دغه سيمي د وږو ماشومانو اوازونه اوريدل كيدل . نبى اكرم (ص) په دغو سختو حالاتو كښې په ارامښت او حيرانونكې توان سره مسلمانان زغم ته وربلل او زياتره وخت به يې خپله برخه خواړه نورو ته وركول . د هغه حضرت وفادراه ميرمنه خديجه بى بى او تره ابوطالب په دغو سختو شپو ورځو كښې ورسره غوره ملګرى وْ . د نبى اكرم (ص) ميرمنه خديجه په شعب ابى طالب سيمه كښې مړه شوه او دا د هغه حضرت لپاره يوه ډيره ترخه اوناببره پيښه وه . په مسلمانانو د بنديزونو دري كاله تير شوي وْ چى د وحى فرښته حضرت محمد مصطفى (ص) ته راغله او خبر يې وركړ چى ويناګانو د مشركانو د تړون متن خوړلى دى . ابوطالب مشركان له دې مسئلي خبر كړل . هغوئ وويل محمد دروغ وايى . هغوئ د حضرت محمد (ص) د پيغام له وړونكى حضرت ابوطالب سره شرط كښيښوده چى كه دروغ يې ويلي وى نو پيغمبر اكرم (ص) بايد وروسپارى او كه رښتيا يې ويلي وى نو هغوئ به په مسلمانانو لږيدلي بنديزونه ختم كړى . كله چې د اسلام د ګران پيغمبر د خبرو ريښتونولې ثابته شوه نو ټول حيرانه شول . په د اسي ډول چي يو شمير مشركينو همدلته په پيغمبر اكرم (ص) ايمان راوړ . خو د مكى بت پرستو مشرانو خپل ځيل لا زيات كړ . بالاخره د بنديزونو وخت ختم شو او مسلمانان خپلو كورونو ته ستانه شول . په عين حال كښې مشركانو د مسلمانانو كړولو او ځورولو ته لا دوام وركړ . له يو څه مودى وروسته د نبى اكرم (ص) نيكه ابوطالب هم وفات شو . په دي ډول حضرت محمد (ص) خپل دوه ستر ملاتړې له لاسه وركړل . مشركانو خپلې دسيسې او ګواښونه دومره زيات كړل چې د نبى اكرم (ص) د وژلو نيت يې وكړ . د اسلام ګران پيغمبر هم له مسلمانانو سره يو ځاي له مكى مديني ته هجرت وكړ . په مدينه كښې د اسلام د تاريخ يو بل باب پرانيستل شو . مدينى ته د نبى اكرم (ص) هجرت د اسلام په تاريخ كښې د پيچومې يو بل ستر ټكے وْ ځكه چې په دغه نوي پړاوو كښې برخليك ټاكوونكې پيښې وشوي . شپه له نيمې تيره وه سړي خپلې خوىشى ته وكتل په سر يي ټوكر وىچوه ىو د شپې په تيىرې كې پټ شو . ىبو جهل د مكې له مشركىنو و ىو خلك به يې حضرت محمد ص ته له نزدې كولو منعې كول هغه په دې حيرىنه و چې د شپې په تيىره كې كوم طاقت د هغه له سترګو خوب تښتولى دى څو شيبې وروسته بې له دې چې زړه يې وغوىړي د حضرت محمد د كور د ديوىل په خوى كې د وحي د ىيتونو ىوريدو ته ودريد . يو څو قدمه ورهىخوى ىبو سفيىن هڅه كوله ځىن د خلكو له نظره پټ كړي هغه ته پته وه چې محمد د شپې بيدىر وي ىو د قرىن ىيتونه لولي دهغه په سترګو كې ىنديښنې څپې وهلې خو له دغه ځىيه نه شو ليرې كيدلى هغه په هغه وخت كې مشرك و له ځىن سره يي ويل د محمد خبرې د نورو خلكو له خبرو سره هيڅ ورته وىلى نه لري ىو بڼه ې مختلفه ده . ىخنس يو بل كينه كښ مشرك و هغه هم په هغه شپه د حضرت محمد د كور خوى ته پټ ىوړيده رىوړيده دغو دريو كسىنو د جىهليت په دودونو پورې زړونه تړلي وو ىو له پيغمبر سره يي په دشمنۍ ټنيګىر كىوه د قرىن د جذىبو ىيتونو له ىوريدو وروسته كله چې له خپل پټنځي رىووتل نىڅىپه يي يو ىو بل وليدل ىو رىز يي يو ىو بل ته ښكىره شو يو بل يې ملىمته كړل ىو ژبه يي وكړه جې بيى به دغه ځىي ته نه ځي خو د قرىن د ىيتونو جىذبه تر دې زيىته وه بله شپه بيى هم دغه درې كسه له خپلو كورونو رىووتل چې د حمد له خولې د قرىن ىيتونه وىروي دى كىر درې ځله تكرىر شو ىو هغو درېو كسىنو وعد ه كوله چې بيى به دغه ځىي ته نه ځي حقيقت دى چې د مكې مشركى ن د قرىن په بلىغت ىو زړه وړونكې ښكلى پوه شوي وو خو دهغوي د تعصب ىو كينه خوي د قرىن د منلو مخه نيولې وه د ىسلىم پيغمبر دنورو پيغرىنو په شىن ډيرې معجزې لرلې چې خلك دړ هغه د بلنې ىو پيغىم په حقيقت پوه شي خو هغه خلك چې د خىرق ىلعىده كىرونو د ليدلو په تمه وو تر هر څه زيىت د قرىن په ژوند بخښونكو تعليمىتو كې فكر ىو پىم ته بلل محمد د مكې فضى د قرىن له معنوي عطرو سره خوشبويه كوله په حقيقت كې دقرىن ژوره ىو معنوي جىذبه د ىسلىم دعوت ته د خلكو ىو ټولنو د ګروهنې تر ټولو لوي دليل و په هغه وخت كې عرب په شعر ويلو ىو ىدبيىتو كې مشهور وو هغوي له فصىحت ىو بلىغت ىو د ىددب ىو شعر له مختلفو ىسلوبونو سره بلد وو نو ځكه كله به چې دقرىن ىيتونه لوستل كيدل هغوي پوهيدل چې د قرىن د ىيتونو ىعجىز يوىوې د لفظ ىو كلىم پيوند نه دى د قرىن د ىلفىظو د ىهنګ ىو ننګ نظم ىو ىو د ى يتونو پيىوړي ىد ب ىو ښكلى د هغه جىذبه زيىتوله ىو د زړونو په تل به ې ىثر كىوه ر سول ىلله مبىرك به هڅه كوله چې د قرىن ىيتونه حفظ كړي ىو خلكو ته يي تلىوت كړي هغه د وحي د ىيتونوپه زده كولو ډير ټينګىر ىو بيړه كوله خدىي خپل رسول ډىډه كړ چې قرىن ې دهغه په سينې كې محفوظ كړى ىو فهم ىو معنى ې ورته ىسىنوي خلكو هم د قرىن له حفظولو سره ډيره مينه لرله د پيغمبر ځينو يىرىنو هغه ىيتونه چې په پيغمبر به نىزليدل د پيغخمبر په حكم يى په خپله خوښه په لرګي د خرمى په پىڼو كىڼي ىو يى د حيوىنىتو په څرمنه ليكل ىو هغه به ې يىدول كله به چې پيغمبر په جومىت كې كينىسته ىصحىب به ډير په مينه د هغه ګير چىپيره كينىستل ىو هيڅوك به د پيغمبر شىته نه كينىسته ورو ورو د قرىن ټولګي پرىخ شول پيغمبر به فرمىيل په تىسو كې تر ټولو ښْ كس هغه دى چې قرىن زده كړي ىو نورو ته يي هم وښيي دوي به ټينګىر كىوه چې حتي كه يو ىيت مو هم زده وي هغه بل چىته وښيئ ىو تبليغ يي وكړئ . په دىسې ټولنه كې چې جهىلت ىو ګمرىهي پكې خپره وه پيغمبر د قرن په وسيله د يو خدىي د منلو تبليغ كىغوه د قرىن سورتونه خلك له پليتۍ ليرې وىلي ىنسىني ىصولو ته پىم د ځىن ىو پنځون په حقيقت پوهيدلو ىو د ژوند د سمو معيىرونو پيژندلو ته رىبلل همدى رىز ىيتونو به خلك د پنځون دډيرو ښكلو ښكىرندو لكه د لمر رىختلو ىسمىن ستورو ىو د ځمكې ىو ىسمىن د خلقت په مختلفو دورو كې فكر ته بلل دى ىيتونه د ىدب له نظره ډير خيرىنوونكي ىو له علمي ىړخه هيښنده وو كله به چې دغه ى يتونه د محمد په شىن د پىك ىو لوي شخصيت له خولې تلىوت كيدل هر ىنسىن به ې بدلىوه . پيغمبر د قرىن په پيغىمونو سره د هلكو شعور لوړ كړ قرىن يوه فكري معجزه ىو كتىب دى ىو په همدې وجه د ىنسىن د عقل ىو پوهې په زيىتيدو كې ډئر ىثر لري له علم ىو معرقته د قرىن ستىينې مسلمىنىنو ته د ترقۍ ىو لوړىوي لىرې هوىرې كړې پيغمبر خپل تبليغي حركت د قرىن د ىيتونو په رڼى كې پرىخ كړ ىو په دې ډول ې لوي ىسلىمي تمدن بنيىد كيښود . د مكې مشركىن د قرىن د بې مثىله كلىم د نفوذ د مخنيوي لپىره وليد ته ورغلل وليد بن معيره د عربو د ىبيىتو ىو فصىحت ىوبلىغت لوي عىلم و يوه ورځ يو شمې قريشو وليد له پيغمبر سره مخىمخ كړ هغوي تمه لرله چې وليد به پيغمبر پړ كړي پيغمبر دقرىن يو څو ښكلي ىيتونه ولوستل وليد په ىوله كې ډير په تكبر ىو غرور سره د قرىن ىيتونه ىوريدل خو هر خْومره چې د پيغمبر د غږ ىنګىزه زيىتيدله وليد د تسليميدو په حىلت كې رىتللو ىو نرميدو ىو ويل ې څومره خوږ دى د ى د ىنسىن كلىم نه شي كيدى د ىيتونو عظمت وليد تر ىغيز لىندې رىوستى و ىو د هغه حىل يې بدل كړ مشركىنو هغه ملىمته كړ خو هغه ووويل كومې خبرې چې مى له محمده وىوريدې د ىنسىن د خبرو په شىن نه دي ډېرې ښكلې دي نه ورته شعر ويلى شي نه نثر . له معنى ډكې ىو ژورې دي د هغه خبرې دىسگې خوږوىلى لري چې ګټه ور ى و پر ثمره دى دى كلىم به ىوج وكړه ىو هيڅ كلىم پر هغه نه شي لوړيدى . په دې ډول د ىسلىم دشمنىن هم د قرىن د جىذبې مسحور شول كه څه هم هغوي په ټول تىريخ كې په پيغمبر د تومت لګولو روده خپله كړ خو د هغوي چلولونو فىيده ونه كړه ىو د قرىن ىيتونه سست ىو بې ګټې نه شول ىو تحريف هم پكې ونه شو ځكه چې د خدىي تعىلي په قول په هغه كې هيځ بطلىن ىو غلطوىلى نيشته د پيغخمبر له رحلته وروسته هم د قرىن ىيتونو د خوشبويه وږمې په شىن بيروحه زړونه تىندول ىو د ىنسىن له ترقۍ سسره ىوږه په ىوږه د هغه ډير پټ رىزونه ښكىره شول ىمىم صىدق فرمىييي قرىن ژوندى ىو تل پىتى دى ىو هيڅكله له منځْه نه ځي ىو د ورځې ىوشپې په شىن په وخت كې تګ رىتګ لري د لمر يه شىن حركت لري ىو لكه خْنګه چې د ىسلىم د لومړيو وختونو خلكو ته ې رڼى وركړه د رىتلونكو لپىره هم ځلىنده لمر ى و رڼى وركوونكى دى . نن سبى حتي غير مسلمىن پوهىن چې د ىسلىلم ىو قرىن مطىلعه يي كړې ده دى كتىب قىنون ىو عمل منشور ىو د غه پيغىمونه د ىسلىم د ترقۍ ىو ودې ىصلي عىمل ګڼي ىمريكىيي پوه ىيروينګ وىيي : دغه كتىب له ىطلس سمندره تر ىرىمې بحېرې پورې خلك تر خپل مبىرك سيوري لىندې نيكمرغه سىتلي دي . حضرت علي فرمايي : محمد د خداي غور ه بنده د وحي سفير ا و د رحمت رسول دى .......حقيقتا د محمد پيروي ستا لپاره كافي ده ........... د پيغمبر چې تر ټولو پاك او پاكيزه كس دى پيروي وكړه ځكه چې د هغه لاره او روده دهر هغه كس لپاره جې په هغه پسې روان شي بيلګه ده ......د خداي په نزد تر ټولو محبوب بندګان هغه كسان دي چې د هغه پيغمبر خپله بيلګه وګر ځوي او دهغه په قدمونو قدم كيږدي . اشراف يوه شتمنه پرګنه ده چې د طاقت او دولت اصلي اركان په لاس كې لري .اشرافيت داسې ښكارنده ده چې بشر ورسره هميشه مخامخ پاتې شوى دى معمولا د اشرافيت يوه ځانګړنه زيات اقتصادي قدرت اوسياسي نفوذ دى . اشرافي ژوند او له تجمل او زياتي غوښتنې سره يو ځاي ژوند د اشرافو په شخصيت اثر كوي او هغوي له نوروممتاز كوي . په همدې وجه رفاه طلبي او اشراف ګري د ټولنې افت بلل شوے دے چې كه يو كس يا ټولنه پرې اخته شي نور اجمتاعي پرګنو ته هم غځيږي او د ټولنې سلامتيا ګواښي د يوې ټولنې اشرا ف كسان معمولا د تن اسانۍمصرف ګرايۍ او ځان منمۍ خصوصيات لري هغوي د ځان د مطرحولو او د نورو د احترام د جلبولو لپاره د طبقاتي مرتبو لړۍ ساتي او پراخوي يې . په نننۍ ټولنه كې د اشراف ګرۍ و تجمل پرستۍد خوې په دوديدو سره ديني مشرانو او ټولن پيژاندوپه مختلفو هيوادونو كې د دغه اجتماعي افت جاج اخستى دى امريكايي ټولن پيژاند وبلن په دې باور دى چې د پيغمبر په شان كسان د ګوتو په شمير دي هغه په خپلو استثنايي اخلاقو او خوي سره د ډيرې مودې لپاره دنورو په نزد خپل درناوى وساتل شود هغه له نظره كلي قاعده دا ده چې شتمن كسان چې زيات دولت او وس لري . د عامو خلكو په نزد زيات اعتبار او لوړ مقام ولري په تيره بيا په هغه پړاوو كښې چې اشرفيت او وياړ ډېر دود و، . حضرت محمد چې په خپلې مشرۍ سره يې د ټولني لوي مسوليت په غاړه درلود د اشراف ګرۍ له ښكارندې سره مقابله وكړه او په انسانانو كې ې د برابرۍ او هڅې روحيه پيدا كړه د هغه حضرت روده له ناعادلانه طبقاتي تماېزاتو سره د مبارزې لپاره ښه بيلګه ده . د جاهلې ټولنې ارزښتونه د قبيله اى معيارونو ، كورنۍ اشرافيت او د ډيرو شتمنو په د ليل ګڼل كيدل . د اسلام ګرام پيغمبر د خپلې ټولني د اشرافو په بيانولو كښې وفرمايل : د قريشو اشراف پيژندل شوي او مشهور خلك وْ چې كه چا به وليدل نو ويريدل به او كه حكم به يې وره كاوه نو مانه به يي . په هغه وخت كښې اشراف په بيلا بيلو موقعيتونو كښې د وياړ په ترلاسه كولو او خرڅولو پسې وْ ، هغوئ د ځان د ښودلو لپاره د جنګونو خرچې وركولې او په غنيمتونو او د خلكو د مالونو په لوټلو سره به يې د ځان لپاره وياړ او ستروالى ترلاسه كوو او وروسته به يې دغه وياړونه په حماسې شعرونو سره ساتل . كله چې د اسلام ګران پيغمبر فيصله وكړه خراش بن اميه كعبى چې لوړ ټولنيز مقام يې نه درلودهْ د قريشو له اشرافو سره د خبرو اترو لپاره واستوي نو نوموړې په انديښنې سره له هغه حضرت نه وغوښتل يو داسي كس وليږي چي مشهور وي څو اشراف پرې اعتراض ونكړى . خو د اسلام ګران پيغمبر په خپل دغه انتخاب سره وښودله چې د لوړوالې معيار د انسانانو استعداد او وړتياوې دي . د مكى له فتحې وروسته هم حبشى غلام بلال د كعبى سر ته وخوت او اذان يې وكړ . د بلال د اذان په اړهْ د قريشو غبرګون وښودله چې په اشرافو كښې څومره اشرافيت ښخ شوى دى . د قريشو ځيني مشرانو چې يه دغه ځاي كښې يې د هغو كسانو شتون نه شو زغملاي چې دوئ ښكته بلل نو خپل عصبانيت يې د څيرو په پټولو سره وښوده . دا په داسې حال كښې وه چي د اسلام ګران پيغمبر د بلال په ليدلو سره خوشحاله كيده او فرمايل به يې ( ارحنا يا بلال ) اى بلاله په اذان سره دې مونږ ته خوشحالې او راحتي را په برخه كړه . د اسلام ګران پيغمبر محمد مصطفى (ص) په نورو د ځان د لوړ بللو ددغه مفكورې د له مينځه وړلو لپاره لومړى د قومي او اشرافي ارزښتونو پر ځاې د ديني ورورګلوۍ كلتور ټينګ كړ . هغوئ په يوه وينا كښې وفرمايل : له نورو موْمنانو سره د يو موْمن تړاوو له بدن سره د انسان د سر د تړاوو په څير دآ كه په درد شي نو ټول بدن ورسره په درد راځي . پيغمبر اكرم (ص) په خلكو كښې ورورګلوې او مساوات ټينګ كړل ،تر دې حده چې نوموړې او كورنۍ يې هم د ټولنې په نورو خلكو هيڅ امتياز نه درلوده . په مدينه كښې كله چې د خلكو تر مينځ تحفې وويشل شوي نو پيغمبر اكرم (ص) او ميرمنې ام سلمه هم د نورو په څير ونډه واخيسته . په دي ډول وينو چې هغه څه چې د ټولني خلك له يوه بل سره يو ځاي كوي او په شتمن او بي وزله كښې د انسانيت روح او يووالى پيدا كوى هغه ارزښتونه دي چې د اسلام ګران پيغمبر يې د خپريدو لپاره ډيرې هڅې كړي دي . د پيغمبر اكرم (ص) د ظهور په وخت اشرافو او مشرانو ځان ته دومره مقام وركاوه چې لوڼو او ښځو يې حق نه درلودهْ له خپلې پرګنې پرته له بل چا سره وادهْ وكړى . پيغمبر اكرم (ص) د دغه غلط دود د نفې او د پرګنيز واټن د كمولو لپاره د عبدالمطلب لمسۍ زينب د خپل ازاد شوي غلام زيد لپاره وغوښته او هغوئ دواړو وادهْ وكړ . له اشرف پالنې سره د اسلام د ګران پيغمبر د مبارزې يوه بله روده معنوي ارزښتونو ته اهميت وركول وْ . حضرت محمد (ص) ايمان او تقوا د برترۍ نښې بللې او همت او هڅو ته يې په ارزښت وركولو سره په ټولنه كښې د نيمګړتياوو او ځان ځانۍ سوداوې ختمولي . كله چې د اسلام ګران پيغمبر تره عباس له هغه حضرت څخه وغوښتل چې د يوه كار مسئوليت ورته وسپارې نو حضرت محمد مصطفى (ص) ورته په ځواب كښې وفرمايل : تاسو ته يو كار سپارم چې لګښته به ولرى خو عايد به ولرى . پيغمبر اكرم (ص) د اسلامي ټولني په لوړ مقام كښې له هر ډول تكبر او ځان لوړ بللو ليرې وو . هغه ساده ژوند كاوه او خپله يې د نورو په څير توليدي كارونه كول ، كلنګ به يې واهه ، كنده به يې ويستله او له خپلو ملګرو سره به يې د جومات په جوړولو كښي مرسته كوله . د اشرافيت له روحې سره د اسلام د ګران پيغبر د مبارزې يوه بله روده له هڅو او كار سره د اشرافو بلديدل وْ . دغه ډول كسانو ته به يې ډيرې زمينې برابرولي څو كار وكړى او د هغوئ په لاس دغه دښتې ابادي شي . پيغمبر اكرم (ص) حسان بن ثابت انصاري ته چې شاعر وو او د اشرافيت خوي يې درلوده ځمكه وركړه څ، پكښې اّبادې وكړى . په دي ډول بشرې ټولني ته د وروستې الهي پيغمبر يو تعليم دادى  چې د ژوند له امكاناتو په استفاده كښې متعادل چلند ولرى او له افراط او تفريط څخه ډډه وشي . همدغه راز ځان د تكبر او سينګار په لومو كښې ونه نښلوي او خپله روزې له سمو لارو او حلال ډول ترلاسه كړي . د اسلام ګران پيغمبر حضرت محمد (ص) فرمايي : د روزۍ په ترلاسه كولو كښې په خپله خوښه اقدام وكړئ . الله تعالى تاسو ته حلال او حرام بيان كړل . څوك چې غلطې چارې پريږدې نو خپل دين او عزت يې ساتلى  دى په هستۍ كې په تر ټولو ځلانده ستوري او د پيغمبرانو په خاتم حضرت محمد (ص) په د رود او سلام سره د رسول الله مبارك د ژوند او سيرت د پروګرامونو له يوې بلې برخې سره ستاسو په خدمت كې يوو په د ې هيله چې تر پايه راسره مله اوسئ د هجرت په اوم كال د رسول الله مبارك او د قريشو د استازو تر مينځ په يو بل باندې د تيري نه كولو په باب د حديبيه تړون لاسليك شو په دغه پريكړه كې جوته شوې وه چې نه به مسلمانان په قريشو او د هغو ي په خپلوانو تيرے كوي او نه به قريش په مسلمانانو او دهغوي په هم تړونو تجاوز كوي خو قريشو دغه تړون تر پښو لاندې كړ هغوي د مالي مرستې تر څنګ په پټه د مسلمانانو په يوې هم تړونې قبيلې حمله وكړه او دهغوي شل تنه يي ووژل له دغه ناځوانمردانه تېري وروسته دخداي رسول له خپلو ملګرو سره يو ځاي د مكې په لور حركت وكړ . د اسلام سپايان په مختلفو ټوليو كې او په رپولو بيرغونو سره د لويديځې ختيځې شمالي او جنوبي دورازو مكي ته ننووتل د خداي رسول په داسې حال كې چې فتح سوره يي تلاوتوله نيغ مسجد الحرام او دخداي د كور طواف ته ورغے د قريشو مشران او دمكې سركښ كسان د مسجد الحرام په وړاندې په لړزانه زړونو سره او په ډيره ويره كې ولاړ او دخپل نامعلوم برخليك په تمه وو دغو كسانو په تير وخت كې ډيرې خطاګانې كړې وې او دخداي رسول او دهغوي ملګري يي دير ځورولي وو د جنګ اورونه يي بل كړي وو فتنې يي جوړې كړې وې او وينې يې بهيولې وې دوي په خپله ښه پوهيدل چې كه دخداي رسول له هغوي غچ واخلي نو انصاف به يي كړى وي خو په دغو ترهيدلو او پريشانو نظرونو كې دخداي رسول خپلو ملګرو ته وفرمايل چې اعلان وكړي كوم كسان چې دخداي په كور كې پاتې دي يا مسجد الحرام يا د ابو سفيان كور ته ورشي په امان كې دي هغه حضرت چې كله د قريشو له انديښمنو سترګو سره مخامخ شو هغوي ته يي وفرمايل په تاسو څه باك نيشته خداي تعالي تاسو بخښي او هغه تر ټولو بخښونكو زيات بخښونكى دى لاړ شئ تاسو مې ازاد كړئ . د مكې په فتحې كې كابو دوه زره تنه مسلمانان شول حال دا چې دخداي رسول په هغوي كې يو هم د اسلام منلو ته نه و مجبوره كړى په حقيقت كې د مكي فتح په جزيره العرب كې د اسلام د پراختيا سريزه وه دا بې له وېنې بهيدلو كاميابي د خداي د رسول لپاره د وياړ سند و نن سبا چې اسلا م تر ټول د اغيزمن دين په توګه د نړۍ په سياسي اجتماعي او كلتوري ډګر كې ښكاره شوى دى بې عقله كسان د رحمت او مينې پيغام راړونكى پيغمبر به زيږ والي او تاوتر يخوالي تورنوي . خو د اسلام د پيغمبر سيرت په تيره بيا د مكې په فتحې كې د دغو دروغو او غرضي تبليغاتو شنډوونكى دى . دخداي رسول په حكمت او ښې موعظې سره په ډير نيك او غوره شكل خلك اسلام ته بلل . د رسول الله مبارك كوماندانان البته بې له يو څو كسانو په دغه روده پابند وو خالد بن وليد هغه كس و چې د خداي رسول اسلام ته د بني جذيمه قبيلې د رابللو لپاره هغو ي ته وليږه خو خالد د خداي د رسول په سيرت سترګې پټې كړې او له هغوي سره يي جنګ پيل كړ او يو شمېر اسيران يي هم ووژل د خداي رسول له دغه كيسې له خبريدو وروسته د خالد له دغه ناخوښ كاره بيزراي څرګنده كړه بيا يي حضرت علي وروليږه چې د وژل شويو كسانو ديه وركړي او هغه څه چې هغوي له لاسه وركړي دي جبران كړي . كه فكر وكړو د انسانانو په تاريخ كې د بشر تر مينځ په بيلا بيلو او پراخو ډولونو اختلاف او دشمنۍ پاتې شوي دي ددغو كينو او دشمنيو دوديدل د ټولنې د سلامتيا ارامښت له مينځه وړي او يو شمېر سلطه طلب او فرصت غواړي كسان په نورو باندې د خپلو غوښتنو د تپلو هڅه كوي خداي تعالي د دغه ډول كسانو له زياتي غوښتنو او ظلمه د مخينوي لپاره د جهاد او مبارزې موضوع مطرح كړه او د بقرې سورې په يو سل نويم ايت كې فرمايي ( د خداي په لاره كې له هغو كسانو سره چې له تاسو سره جنګيږي جنګ وكړئ او له حده تيرى مه كوئ ځكه چې د خداي تيري كوونكي كسان نه خوښيږي دغه اصل ته په پام سره د خداي د رسول لپاره جنګ د تيري ګرو د فاع او د قدرتمندانو او زرورو له شره د مظلومانو د ا زادۍ يوه وسيله او د ټولينې د سلامتيا او ارامښت د ساتلو يوه ذريعه وه د هجرت په لومړيو لسو كلونو كې داسې نښتې وشوې چې زياتره يي د ا سلام د دفاع لپاره وې د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمي خامنه اي وايي : د پيغمبر ټول جنګونه دفاعي جنګونه وو نه په دې معني چې په ټ،لو عملياتو كې به پيغمبر په انتظار كښيناسته چې حمله پرې وشي كه پيغمبر ځان نه تياروه او په وسله نه سنباليده د د دشمن د مقابلې لپاره يي خپل ټول قدرت نه برابرولے چې د هغه په وسيله د خداي دشمنان وويروي يقينا اسلام او قران او اسلام ټولنه به په هماغه اوله كې ختمه شوې وه نو پيغمبر مجبوره و چې ځان تيار وساتي او وجنګيږي د جنګ له پيليدو مخكې به د خداي رسول خپلو كسانو ته سپارښتنه كوله چې په ماشومانو او ښځو رحم وكړي او د د شمن له جنګياليو سره ځوانمردانه سلوك وكړي په هغوي اوبه بندې نه كړي او د خوراك مخه يي ونه نيسي كه څوك تسليم شول وې مني همدا راز دخداي رسول به تاكيد كاوه كه د جنګ په غول غوله كې هم چا داسې اظهار وكړ چې اسلام يي منلى دى بايد په هغه باور وشي او اسلام يي ومنل شي دا انسان دوستانه او مهربانه روده د رسول الله مبارك پاك وجود له هر ډول تاوتريخوالي او غچ اخستلو پاكوي انس بن مالك وايي ( د خيبر په جنګ كې د خداي رسول د شپې ناوخته د جنګ ځاي ته ورسيد دوي به هيڅكله په دشمن د شپې غلچكۍ حمله نه كوله بله ورځ سهار يهوديان له بيلچو او د ميوو له ټوكرو سره له كلا بهر راووتل او كله چې متوجې شول چې دخداي رسول دشپې مهال هلته و خو حمله يي ونه كړه وې ويل د ا د پيغمبرانوروده ده . اصولا كوم كفار چې به د خداي رسول ته ورتلل او دهغه لوي الهي استازي مخ به يي له نزدي ليده له ځان سره د هغه حضرت د نرم او مينه ناك سلوك په وجه به شرمنده كيدل د خداي رسول به په خپلو كريمانه مهربانه او د ادب او تواضع په خبرو سره د خلكو زړونه ځان ته جذبول او له دغو زړونو يي يوه محكمه كلا جوړه كړه چې له دشمن سره د جنګ په ميدان كې به بريالي كيدل د رسول الله مبارك معنوي جاذبې ډير خلك اسلام ته راواړول . بالاخره جنګونه او نښتې ختميږي خو تجربې پاتيږي لويي پيښې دملتونولپاره عبرتونه لري او دهغوي درسونه د بشريت لارښونكي دي د اسلام تمدن حتي په جګړو كې د قدرمن پيغمبر د ځوانمردۍ رحمت بخشش او نرمۍ بيلګې مختلفو نسلونو ته ښيي نننۍ نړۍ هم د خپل سرو حاكمانو د جګړه ماريو جنايتونو او سرمستېو يادونه له ځان سره لري څرګنده ده چې په راتلونكې كې به انسانان د هغه ظلم په هكله چې په ننني انسان روان دآ قضاوت كوي په هغه وخت كې به هم د پيغمبر نوراني څيره د زمانې په تيارو كې د عظمت لطف مهربانۍ او رحمت په اوج كې ځليږي . د دعوت له لومړيو كلونو د حضرت محمد (ص) يو پروګرام د هغه په وخت د جاهلې پړاوو په ټولنې د واكمنو اصولو ختمول وو . په مكه كښې يو شمير اشراف تجارتې كاروانونه دې خوا او هغه خوا وړل او په ډيرو عايداتو سره يې ډيرې شتمنۍ پيدا كولې . بله ډله هم غلامان او بې وزله اعراب وو چې ډير كم رفاهي امكانات يې هم نه درلودل . په دغو دوو ډلو كښې يوه متوسطه پرګنه هم موجوده وه . نامطلوبه اقتصادي مناسبات د ډيرو خلكو د محروميت سبب شوي وو او دغه طبقاتى اختلاف د ټولنيزو مناسباتو په نامه منل شوے وو . تورو حبشيانو او علامانو هيڅ امتيازات نه درلودل او له ډير سپكاوې ډك ژوند يې درلوده . د جاهلې ټولنې په قومي پيوندونو كښې غلامانو او وينزو د خپلو بادارانو له اجازې پرته هيڅ ډول فيصله نه شوه كولاي او نه يې ټولنيز ګډون كولاي شو . هغوئ حتى د خپلو ديني عقيدو په منلو يا نه منلو كښې ازاده نه وو . په دغه ډول حالاتو كښې د الله تعالى رسول په انساني حقوقو كښې د مساواتو ْ عدالت غوښتنې او د يوه خداى د عبادت په څير رڼو مفاهيمو سره ددغو ظالمانه توكمپالنو د ختمولو زمينې برابرې كړي . په دې ډول د هغه وخت د جاهلې پړاوو معيارونه لكه توكمپالنه او قوم پالنه يو دود ګرځيدلى وو . هغه وخت په زياترو بشري ټولنو كښې محروم او كمزورې انسانان هير شوي وو او له ټولنيز پلوه يې هيڅ ونډه نه درلوده . خو پيغمبر اكرم (ص)بشريت ته نوې بيلګه وړاندې كړه . په دغه بيلګه كښې د هغه څه يه اپوټه چې په بيلا بيلو ټولنو كښې دود وو د انسانانو ارزښتونه د قبيلوي اړيكو ، مادي قدرتونو او د شتمنۍ د اندازې پر اساس نه اټكل كيدل . بلكې ټول كه شتمن و كه بي وزله ټول انسانان بلل كيدل او له حقوقي پلوه انسانان له يوه بل سره برابر دي . درست انسانان ازاده دي او دا حق لري د ټولنيزو او سياسي برخليك په ټاكلو كښې ګډون وكړى . دا د اسلام د ګران پيغمبر او اسلام يو وياړ دى چې د انسان د كرامت درنښت كوى او د انسانانو ارزښتونه د هغوئ له مادي امكاناتو لا ارزښتمن بولى . د اسلام په كلتور كښې انبياْ د ټولنې د بي وزلو او محرومانو ملاتړې او د هغوئ په وړاندې جاهل او زور ويونكې شتمن او اشراف وو . په دې لاره كښې د پيغمبرانو د پرله پسې هڅو نتيجه د زياتو كسانو مسلمان كيدل وو . دغه فكرى بدلون د نوې ټولنيز نظام د برابرولو لپاره نوې زمينه برابره كړه . هغه نظام چې په كښي د توكمپالنې كوم درك نه لګيده او تقوا او ديندارې د ټولنيز منزلت يو سند بلل كيده . د اسلام ګران پيغمبر حضرت محمد مصطفى (ص) په يوه حديث كښې وفرمايل : تاسو درست انسانان ياست او انسان له خاوري دى او هيڅ عجم په عرب فضيلت نلر ى مګر په تقوا. دغه وينا بالكل هغه وخت د ټولنې د نا برابرو شرايطو مقابل ټكى وو . د خداى رسول له هماغه وخته چي په مكې كښې خپله بلنه پيل كړه مستضعفينو ته يې زيرى وركړ چې ډير زر به د قيصر او كسرا د حكومت وارثان شي . د الله تعالى د رسول ښكلي اخلاق او روده اسلام ته د محرومانو په جذبولو كښې ډير اغيز درلوده . حضرت محمد (ص) به فرمايل : يو هغه شآ چې نه يې پريږدم هغه له غلامانو سره په ځمكې د ډوډۍ خوړل دي . ددغه ډول معيارونو پر اساس زياتره محرومو خلكو په ځان د باور په ترلاسه كولو سره د هغه وخت په ټولنه كښي خپل ځاي پيدا كړ . په تاريخي متنونو كښې راغلي دي د اسلام ګران پيغمبر د بي وزله او شتمن تر مينځ هيڅ توپير نه كاوه او په خپله هم په عمل كښې نورو ته د عدالت او برابرۍ خوند ورڅاكه . د رحمت د پيغمبر عدالت غوښتنه حتى د هغه په سترګو كښې هم ليدل كيدله . هغوئ حتى خپلو اصحابو او ملګرو ته په كتنه كښې هم د عدالت خيال ساته . په دي ډول يې په نوې ټولنه كښې د انساني عدالت د پياوړتيا لپاره له هرې پيښې استفاده كوله . په تاريخ اسلام كښې هغو كسانو ته په خپل وخت د حضرت محمد (ص) خبردارې ثبت شوي دي چې اصل او نسب به يې وياړ باله . يوه ورځ سلمان فارسى د حضرت محمد (ص) په جومات كښې ناست وو . دلته يو شمير اصحاب او مشران هم ناست وو او د صل او نسب خبره وشوه . هر چا د ځان د اصل او نسب په باب يو څه وويل دا چې له سلمان څخه پوښتنه وشوه او هغه داسې وويل : زه سلمان يم د خداى بنده ، هغه څوك چې ګمراه وو او خداى (ج) د محمد په وسيله هدايت كړ . له څو شيبو وروسته د اسلام ګران پيغمبر جومات ته راغآ او په هغه څه خبر شو چې سلمان ويلي وو . د اسلام ګران پيغمبر خلكو ته چې ټول قريش وو مخ كړ او ويي فرمايل : اى قريشو پوهه شئ چې د يو كس اصل او نسب د هغه په دين كښې دى / ځوانمردې د هغه اخلاق دي / او د هغه اصل او جرړه په عقل كښي ده. له حضرت محمد (ص) څخه په يوه بل روايت كښې راغلى دى چې فرمايلې يې دي : هغه كس پريږدئ چې په خپل قوم وياړي . په حقيقت كښې له محرومانو ملاتړ د قومي او قبيله اى تعصباتو په نفى كولو كښې مهم رول درلودهْ . په جاهلى پړاوو كښې محرومان زياتره غلامان او وينزې وي چې د واكمنو دودونو پر اساس د هيڅ قوم او قبيلې تر ملاتړ لاندې نه وو . د اسلام ګران پيغمبر حضرت محمد (ص) د قراّن لارښوونو ته په پام سره مسلمانان د خپلو غلامانو پريښودلو ته وروبلل او دغه عمل يې په خداى د ايمان نتيجه وبلله . د كمزورو خلكو د حقوقو ترلاسه كولو ته د حضرت محمد مصطفى (ص) پام دومره اغيزمن وو چې د زيد بن حارثه په څير ازاد شوے غلام د اسلام د لښكرو قوماندان وټگاكل شو . په همدي لړ كښې پيغمبر اكرم (ص) له سلمان فارسى چې عرب نه وو قدرونه وكړه او سلمان د اخلاص او ايمان لوړې درجې ته ورسيده چې پيغمبر خپل اهل بيت وباله . بلال هم چې د حبشې يو تورپوستآ غلام وو د پيغمبر اكرم (ص) ځانګړى موْذن وو . دلته په اسلام د بلال د مشرف كيدو كيسه هم در اوروو : بلال د حبشى يو ډير كړيدلى غلام وو . هغه د خپل او نورو غلامانو په ژوند كښې ډير تريخ حقيقتونه تجربه كړي وو . بلال تل د مريانود دردوونكو حالاتو فكر كاوه . كه څه هم كوم كار يې نه شو كولاى خو هيله من زړه يې درلوده چې د ظلم ټغر ټول شي . كله چې بلال د حضرت محمد (ص) له بلنې خبر شو مو په ډيرو مشكلاتو يې ځان هغوئ ته ورساوه او د حضرت محمد (ص) زړه راښكوونكو ويناوو ته يې غوږ ونيوو . هغه واوريدل چې حضرت محمد (ص) فرمايي : زه له تاسو اجر او مزد نه غواړم ، د دنيا او اخرت خير په ايمان پورې تړلى  دى . مونږ ټول د خداى بنده ګان يو او هيڅ څوك په بل چا لوړ نه دے مګر په الهى تقوا . د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد (ص) كلام د بلال په زړهْ كښيناسته . هغه د وخت له كړاوونو ډير ستړى شوى وو . په يوه ډاډمن پټن ځاي پسې ګرځيده څو خپل روح ار امه كړي . تا وا بلال خپل ورك شوى شى موندلى وو . د هيلو وړانګې يې په زړه كښې وځليدي څو له ظلم څخه خلاص شي . بلال حضرت محمد (ص) ته وويل : اى د خداى رسوله زه له يوه غلام پرته بل څه نه يم هغه څه چې تا وويل زما په زړه يې اغيز وكړ او هغه څه چې دې وويل پرې ايمان راوړم او شاهدې وركوم چې له يوه خداى پرته بل پروردګار نشته او ته د هغه استازے او پيغمبر يې . پيغمبر په داسې حال كښې چې د بلال په تورې څيرې يې اوښكې ليدلي د هغه زخمى لاسونه يې كلك ونيول او د هغه اسلام يې ومانه . د بلا طوفانى زړه هيڅ كله د الله تعالى د رسول له ژغورونكې كښتۍ د ځان ليرې كول نه غوښتل . بلال د اسلام د منلو په خاطر ډير كړاوونه وزغمل . كله چې اميه د هغه له اسلام منلو خبر شو نو سخته شكنجه يې وركړه او ويې رټه . خو بلال د اميه د ناوړهْ اعمالو په ځواب كښې داسې وويل : كه څه هم زه ستا غلام يم خو يوازې ځان مې ستا په واك كښې دى پوهه شه چې روح او باور مې په ما پورې اړهْ لرى زه په حضرت محمد (ص) له اعتقاد څخه لاس نه اخلم . د هغه كلام په حق خبرې دي او ماته ارامښت راكوى . هر څوك چې ويښ زړهْ ولرى زما په څير به د هغه عاشق شي . بلال له مينې او محبت څخه په ډك زړهْ سره كلونه كلونه د اسلام او حضرت محمد (ص) په خدمت كښې تير كړل . هغه دغه وياړ ومونده چې د يوه ازاد شوې غلام په توګه د كعبى په سر ودريږي او د اسلام موْذن شي . د هغه وخت د جاهلې پړاوو د اصولو په ختمولو كښې د حضرت محمد (ص) يوه بله اغيزمنه لاره د ورورګلوۍ تړون وو چې د لومړې ځل لپاره يې په مدينه كښې بڼه وموندله . دغه تړون د قبيله اى او قومى تعصباتو په نفى كولو او د مسلمانانو تر مينځ د ټولنيز او سياسي وحدت په پيدا كولو كښې ډير مهم رول درلودهْ . د اسلام ګران پيغمبر حضرت محمد (ص) د مكى د هر يو مهاجر او مديني د يوه كس تر مينځ د ورورګلوۍ تړون ټينګ كړ . دا ټول د يوه ټولنيزتړاوو د جوړولو لپاره د هغوئ د هڅو ښودنه كوى . دغه تړاوو په خداى د ايمان په چورليز ولاړ وو . ددغه تړون په سيورې كښې مسلمانانو تر خپلو مينځونو الفت او مينه تل پاتې وګرځوله . پيغمبر اكرم (ص) ددغه عمومى وفاق د جوړولو لپاره د قومي پيوندونو په څير د هغه وخت موجود قابليتونه د اسلام د نظر وړ معيارونو په لور هدايت كړل او يو موټے او متحد ملت يې جوړ كړ سُبْحَانَ الَّذِي اَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلاً مِّنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ اِلَى الْمَسْجِدِ الاَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ لِنُرِيَهُ مِنْ آيَاتِنَا اِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ البَصِيرُ O (د اسرا سورۍ -[1] ) ژباړه : ( پاك دى هغه خداى چې خپل بنده يې د شپې له مسجدالحرام څخه مسجد الاقصى ته چې شاوخوا يې له بركتونو ډكه ده بوتلو څو خپل ځينې اّيتونه ورته وروښيو بې له شكه هغه ليدونكى او اوريدونكى دى ) : د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد (ص) په ژوند كښې يوه مهمه پيښه عالم ملكوت ته د هغه د شپې تګ وو . دغه سفر په مكه كښې د بعثت په لومړيو كلونو كښې د مشركانو د \\مخالفتونو او تكذيبونو په اوج كښې وشو او د حضرت محمد (ص) د ژوند په تاريخ كښې د يوې معجزې په توګه پاتې شو . شپه ختمه شوي وه . سهار نږدې وو چې د الله تعالى رسول د ابوطالب له لور ام هانى څخه اوبه وغوښتې څو اودس وكړى . كله چې د سهار د لمانځه وخت شو نو د سهار لمونځ يې وكړ . وروسته يې ام هانې وروغوښته څو په هماغه شپې د يوې شوې مهمې پيښې خبر وركړي . هغه پيښه چې يوه خارق العاده او عجيبه شانته پيښه وه او الله تعالى ددې پيښې لپاره يو غوره انسان وټاكه . د اسلام ګران پيغمبر حضرت محمد (ص) وفرمايل : اى ام هانى ! تا وليدل چې ما د ماسخوتن لمونځ دلته وكړ . الله تعالى وروسته زه له جبرئيل سره يو ځاي بيت المقدس ته بوتلم . ما په الاقصى جومات كښې لمونځ وكړ او لكه څرنګه چې تا وليدل \\ د سهار لمونځ مي همدا اوس همدلته وكړ . اما هانى حضرت محمد (ص) په زړهْ او ځان سره منلى  وو او د هغه په ريښتونولۍ او صداقت كښي يې كوم شك نه د رلوده ، خو د قريشو د تكذيبونو انديښمنه وه . كله چې پيغمبر اكرم (ص قريشو ته وفرمايل چې د شپې الاقصى جومات تللى دى  نو په هغوئ كښې ګونګوسې شوي . مطعم بن عدى وويل دروغ وايي. تا څنګه د دوو مياشتو لاره په يوه ورځ وهلې ده ؟ د شپې په دې تګ ستا دليل څه دى ؟ ) د اسلام ګران پيغمبر حضرت محمد (ص) د هغو كاروانونو نښې وركړې چې په لاره كښې يې ليدلې وو . د داسي يوه كاروان خبرې يې وكړې چې يو خپل اوښ يې ورك كړآ وو او ويې مونده او هغوئ يې خبر كړل . همدغه راز يې د هغه كس په باب معلومات وركړل چې د اوبو لوښى يې تر څنګ ايښآ وْ او سر يې پټ كړى وو . پيغمبر اكرم (ص) په دوام كښې وفرمايل : ما داسې يو كاروان وليده چې د مكې په لور را روان وْ او د قافلې مخې ته يې نصوارې اوښ روان وْ . د لمر ختو په وخت به دغه كاروان مكې ته راورسيږي . خلك دښتې ته ووتل او له ښاره بهر د كاروان د رسيدو په تمه شول . لمر راوخوت او د قريشو تجارتې كاروان راورسيده . يوه كس چغه كړه دا كاروان هغه نښې لرې چې محمد يې خبرې كولې . خو د قريشو مشركانو ددغه روښانه نښو نښانو په ليدلو سره بيا هم له دښمنۍ او سركشۍ لاس وا نه خيسته . د اسلام ګران پيغمبر حضرت محمد (ص) معراج يو داسي روحانى سفر دى چې قراّن كريم پرې غږيدلى دى او هغه تائيدوي . قراّن كريم ددغه سفر هدف پيغمبر اكرم (ص) ته د پنځون د عالم د اّياتونو ښودل بللې دي څو هغه هم د پنځون د عوالمو له درك كولو او پيژندلو وروسته بشريت ته د سعادت او نيكبختۍ لارې وروښيې . الله تعالى په نجم سورې كښې په ظريف ډول د پيغمبر اكرم (ص) حقانيت تائيدوي او فرمايې : ژباړه : په ستورو مې دې قسم وي كله چې غورځيږي چې ستاسو دوست محمد هيڅكله منحرف شوى نه دى او خپل هدف يې نه دى ورك كړى او هيڅكله د نفس په غوښتنه نه غږيږي (د نجم سورې لومړى اّيت ) . (اّيا له هغه سره د هغه څه په باب مجادله كوئ چې ليدلې يې دي ) . (12 اّيت ). د حضرت محمد (ص) يو لمسے امام كاظم (ع) د يوه كس په ځواب كښې چې ويې پوښتل پيغمبر يې ولې په دغه سفر بوتلو او ورسره خبرې يې وكړي وفرمايل : الله تعالى په مكان سره نه ستايل كيږي او په يوه وخت پورې نه محدوديږي خو هغه اراده وكړه چې فرښتې او د اّسمانونو اوسيدونكې يې د خپل رسول په وسيله مشرف وګرځوي او د هغه په ليدلو سره ورته عزت وركړي او پيمغبر ته خپل عظمت وروښيي څو ځمكې ته له ستنيدو وروسته د هغو خبر وركړي. د اسلام ګران پيغمبر حضرت محمد (ص) معراج مهمې برياوې درلودلې . د پنځون د نظام له حقيقتونو سره بلدتيا او د بدكارانو او نيكو كارانو د عمل بدله ، د سختيو ليرې كيدا او د اسلامي امت لپاره د اسانو احكامو لګول د حضرت على (ع) لاو نور ځاي ناستې توب مطرج كيدل او داسې نور د اسلام ګران پيغمبر د معراج برياوې وي . د اسلام ګران پيغمبر معراج ته په سفر كښې له اوو اّسمانونو تير شو او له هر اّسمان څخه چې به تيريده نو فرښتو به سلام او زيرى ورته وركاوه . په هغو ځايونو كښې چې پيغمبران موجود وو جبرئيل ورڅخه غوښتل چې دوه ركعته لمونځ وكړى .، بالاخره داسي ځاي ته ورسيده چې په ځانګړو وړانګو او نورونو سره سينګار شوى وو . هلته د وحى فرښتې جبرئيل د ورتګ وس نه درلودهْ . جبرئيل وويل كه له دې زيات مخكې درشم نو د الهى جلال نور به زما وزرې وسوځوې . جبرئيل وويل : اى احمده ! زيرې دې پر تا وې دا په تا د خدىا لوې كرامت دى د هغه شكر وكړه . د الله تعالى رسول فرمايې : نو ما د پروردګار په توفيق د خداى د جلال او عزت مقامونه كچ كړل او اويا پردې زما په مخ پرانيستل شوې . د اسلام ګران پيغمبر حضرت محمد (ص) په معراج كښې په جنت كښې د نيكو كارو ستر او لوړ مقام وليده . هغه حضرت فرمايي : د اسراْ په شپه جنت ته ننوتم او هلته مې د سرو ياقوتو ماڼۍ وليده چې د نور له امله يې دننه مينځ هم ليدل كيده . له جبرئيل څخه مې وپوښتل دا د چا ځاى ؟؟ هغه وويل : د هغه چا لپاره چې پاكې هبرې وكړې او تل روژه ونيسې ، بي وزلو ته ډوډۍ وركړى او كله چې خلك ويده وي شپه په عبادت تيره كړى . د اسلام ګران پيغمبر حضرت محمد (ص) په خپل معنوې سفر كښې له الهى پيغمبرانو سره وكتل . په بيت المقدس كښې د حضرت موسى ، عيسى او ابراهيم په څير الهي پيعمبرانو ټوليدا او د خداى د رسول په نبوت د هغوئ شهادت د اسلام د ګران پيغمبر د عظمت ښودنه كوى . الهى پيغمبرانو لكه څرنګه چې يې د خداي په يووالې اقرار درلوده د هغه نبوت يې هم تائيد كړ او د هغه په امامت سره يې لمونځ وكړ . دغه مسئله د ابراهيم له وخته د حضرت محمد (ص) تر وخته پورې د توحيدي مفكورې د ارتباط ښودنه كوى او د دينونو د سپيڅليو ځايونو تر مينځ هم نږدې اړيكې موجودي دي . د اسلام ګران پيغمبر حضرت محمد (ص) په يوه ځاي كښې له الهي پيغمبرانو سره د خپل ملاقات بيان كوي . د هغه لومړنى ملاقات له حضرت اّدم (ع) سره وْ . پيغمبر اكرم (ص) فرمايي ( لږه لاره چې مې ووهله يوه خوش اندامه انسان ته ورسيدم كله چې به يې ښۍ خوا ته كتل نو خوشحاله كيده به او كله چې به يې چپې خوا ته كتل نو غمجن كيده به ) . له جبرئيل څخه مې وپوښتل هغه څوك دى ؟؟ نو هغه وويل ستا پلار اّدم دى \". كله چې يې يو اولاد جنت ته ځي نو خوشحاله كيږي او كله چې يې يو اولاد دزخ ته ځي نو غمجن كيږي . پر اّدم مې درود واستوو هغه هم جواب ووايه او دعا يې وكړه . اّدم وويل ښه راغلاست اى وتلى ځويه غوره پيغمبره او په مناسب وخت كښې ټاكل شويه . بالاخره د اسلام ګران پيغمبر حضرت محمد (ص) چې كله د الله تعالى مقام ته نږدې شو نو يو اواز وشو : اى احمده ! ته زما بنده او زه ستا پرړردګار يم ، زما عبّدت وكړه او په ما توكل وكړه / ته زما په بنده ګانو كښې زما نور يې او په خلكو كښې زما رسول او په هغوئ زما حجت . د معراج حيرانونكې پيښې د اسلام د ګران پييغمبر بې سارې او لوړ شخصيت ته لوړوالے وروبخښه . هغه څه چې د خداى د رسول لپاره په دغه سير او سلوك كښې پيښ شول د خداى په نزد د هغه د د زړه له تله په بنده ګۍ كښي وو . په حقيقت كښې د معراج له پيښې دا پيدا كولاي شو چې د اسنان ظرفيت ډير لوړ دى او هغه د كمال لوړو څوكو ته ختلاي شي . د حضرت ابراهيم (ع) په څير پيغمبرانو هم زمكه او اسمانونه وليدل خو حضرت محمد (ص) الله تعالى ته دومره نږدې شو چې الله تعالى فرمايي : تر هغو چې د هغه فصاله د دوو ليندو په اندازه يا كمه وه . له حضرت اّدم (ع) څخه نيولې تر حضرت محمد (ص) پورې درست الهى پيغمبران د الله تعالى لخوا مبعوث شوي دي څو خلك له تورتم او جهل څخه د معرفت او علم نور ته هدايت كړي . البته د هغو هر يو د وخت شرايطو ته په پام سره د خداى د دين د تبليغولو لپاره له ځانګړو رودو كار اخيسته . د اسلام ګران پيغمبر حضرت محمد (ص) هم له خپل وخت سره سم د تبليغ له ځانګړو رودو كار اخيسته . د پيغمبر اكرم (ص) د دين په پراخولو او اغيزو كښې يوه مهمه مسئله د هغو ځانګړنو په اړه وه چې د هغه حضرت په پيغام كښې موجود وْ . د قراّن د اّيتونو محتوا له ډيرو ارزښمنو او عبرت ناكو معارفو ډكه ده . د قراّن معارفو منلو عقلي زمينې درلودې او تورتمونه او ابهامات به يې له ذهنونو ليرې كول . همدا اوس هم دغه ځانګړنه ډير حقيقت پلټونكې اسلام ته جذبوي . پيغمبر اكرم (ص) خپل پيغام په استدلال منطق او ښكلي او فصيحې ژبې سره بيانول . هغوئ د يوه خداى د عبادت په هكله ډيرې ښكلې ويناوې كولې . هغه خداي چي ځمكه او اّسمانونه يې پيدا كړي دي . پيغمبر اكرم (ص) تل په پنځون كښې الهي نښې بيانولې او ذهنونه به يې يوه خداى ته متوجه كول چې په خپل قلم سره يې په يوه پياوړې نظام سره هر څه په هنرمندانه ډول پيدا كړي دي . د حقيقت غوښتنې ، عدالت غوښتنې ، او د سالمو او انساني اړيكو درلودل چې د هغه حضرت په لوړو تعاليمو كښې مطرح كيدل د انسانانو له فطري او طبيعى اړتياوو سره سمون خواړْْهخ . د هغه وخت د كړيدليو خلكو زړونه او ځانونه په دغو عبارتونو سره بيا توان مونده او هغوئ ته يې د يوه نيك بخته ژوند زيرے وركاوه . روښانه ده چې كه اسلامي معارفو دغه ځانګړتياوې نه درلودلاي نو د بلنې لپاره به زمينې نه واي برابرې شوي . هغه څه چې حضرت محمد (ص) به فرمايل په زړونو به كښيناستل او عقلونو به منل . د مخاطب د ځانګړنو پيژندل په تبليغ كښې يوه اصلي مسئله ده. حضرت محمد (ص) په خلكو كښـې ژوند كاوه . د هغه وخت له ګډوډيو او د خلكو تر مينځ په اړيكو ښه پوهه وْ . د اسلام ګران پيغمبر حتى د خپلو مخاطبانو په ظرفيت هم ډير ښه پوهيده . يو شمير كسانو په هماغه لومړيو كښې د حضرت محمد (ص) بلنې ته مثبت ځواب وركړ خو يو شمير نورو د خپل عمر تر پايه ځان له اسلام څخه ليرې وساته او يا يې ورسره دښمنې وكړه . د اسلام ګران پيغمبر حضرت محمد (ص) د هر كس ظرفيت او توان ته په پام سره هغه ته بلنه وركوله . دغه مسئله ددې ښودنه كوي چې د هغه حضرت په تبليغي رودو كښې انعطاف موجود وْ . د اسلام ګران پيغمبر له درستو پرګنو او ډلو سره ارتباط ټينګاوه او د هغه حضرت په بلنې كښې ځوان ، بوډا ښځه ، نر بي وزله ، شتمن بي سواده او سواد داره ټول شمل وْ . كله نا كله به ېوه كس په يوې وړې اشارې سره نيغه لاره پيدا كوله . كله چې اهل كتاب د پيغمبر اكرم (ص) مخاطب وْ هغه حضرت په ديني ګډولو ټينګار كاوه . كله د اسلام د ګران پيغمبر لخوا خوږ تبسم او له مينې ډك نظر د مستعد انسان په زړهْ اغيز كاوه او د كلام نفوذ به يې مخاطب سمې لارې ته هدايت كاوه . يوه ورځ د يمن په سوداګر همدغه پيښه وشوه . اسعد مكې ښار ته راغلى وْ څو د تل په شان خپل شيان وپلورې . خو د هغه وخت پيښې او كتنې د اسعد په ژودندون كښې د بدلانه پيل وْ . اسعد ځير شوے وْ څو له نوې پيغمبر سره وګوري او د خپل ټاټوبې خلكو ته د هغه ځانګړنې ووايي . خو له هر چا چې به يې د محمد پوښتنه كوله نو هغه به يې ورسره له ملاقات څخه منع كاوه . حتى يوه مشرك هغه ته وويل اسعده كه د كعبې خوا ته ولاړې نو خپل غوږونه ونيسه ځكه محمد داسي ويناوې كوي چې د سړې په زړه اغيز كوي . د هغه په كلام كښې يو داسې راز پټ دى چې كه وايي وري نو اغيز به درباندې وكړي . د مشركينو خبرو د اسعد په زړه كښې ويره پيدا كړه . خو لا تراوسه يې د پيغمبر اكرم (ص) دين ته ګروهنه درلودهْ . هغه د كعبې خوا ته لاړه او په هغو نښو نښانو سره يې چې له حضرت محمد (ص) څخه يې درلودلي نو په خلكو كښي يې ډير ښه پيدا كړ . هغه په انديښمن زړه او سوكه ګامونو سره حضرت محمد (ص) ته ورغآ . په د ځير سره يې ورته وكتل او هغه څه ته يې غوږ نيولى وْ چي هغه حضرت به ويل . څومره چې به حضرت محمد (ص) ته نږدې كيده نو محمد (ص) به يې ډير محبوب ليده . اسعد چې كله پام شو نو ويې ليدل چې د حضرت محمد (ص) په وړاندې ولاړ دى . موسكا چې د حضرت محمد(ص) په شونډو ليدل كيده ډيره معنى يې درلودله او د هغه حضرت مهربانې يې انځوروله . د هغه په اغيزمنو سترګو كښې ريښتونولۍ څپې وهلې . اسعد له حضرت محمد (ص) څخه وغوښتل چې د اسلام په هكله هغه ته يو څه ووايي . پيغمبر اكرم (ص) هم هغه ځيرتيا ته په پام سره چې د اسعد په روحي وضعيت كښې يې ليدله غوره وګڼله دانعام سورې 151 څخه تر 153 اّيتونو چې د اسلام د تعاليمو يوه برخه بيانوي هغه ته قرائت كړي . ددغو اّيتونو ژباړه په دي ډول ده : (( راشئ هغه څه درته بيان كړم چې خداى حرام ګرځولي دي .هيڅ كله له خداى سره شركي مه پيدا كوئ . له خپل مور او پلااره سره نيكې وكړئ . خپل اولاد د بي وزلۍ له ويرې مه وژنۍ مونږ تاسو او هغوئ ته روزي وركوو او بدو كارونو ته په پټه او ښكاره مه نږدې كيږئ . هغه څوك مه وژنئ چې خداي يې وژل حرام كړي دي خو په حق / دا هغه شى دى چې خداي يې تاته سپارښتنه كړي ښايي له عقل څخه كار واخلئ . )) ددغو اّيتونو په اوريدلو سره د اسعد څيره بل ډول شوه . د خداى له كلام سره د هغه د بلدتيا مينې دريست وجود ونيوو . اسعد نه پوهيده چې څه ووايي. خو يوازې غوښتل يې ډير پوهه شي او له پيغمبر اكرم (ص) څخه يې وغوښتل خپلو خبرو ته دوام وركړي او ويي ويل دا ښكلي حقيقتونه دي چې په خپل ژوند كښې مو اوريدلي دي . پيغمبر اكرم (ص) چي كله د اسعد دغه مينه وليدله نو د قراّن له ژبې يې داسي دوام وركړ . (( مونږ د چا له وسه زيات پيټآ نه وركوو . كله چې خبري كوئ نو له عدالت څخه كار واخلئ حتى كه د خپلوانو په باب مو هم وي . له خداي سره په ژمنې وفا وكړئ . دا هغه شے دے چې خداي يې تاسو ته سپارښتنه كوي . دا زما نيغه لاره ده . له هغې پيروي وكړئ او په هغه لارو مه ځي چې تايو له خدايه ليرې كوي )). په دغو ويناوو سره د اسعد په زړه كښې يو طوفان شو . لاس يې نږدې كړ او د حضرت محمد (ص) لاسونه يې ټينګ كړل او له سترګو يې اوښكو روانې وي چې اسلام يې راووړ . د پيغمبر اكرم (ص) د تبليغ په وخت سخت پړاوو داعرابواومشركانوپه عقيدوكې تغيراوتصرف وو . ځكه هغوي غالبا كينه ګروو . دامام صادق (ع) په وينا: كله هم د غرونو خوځول د خلكو د زړونو تر بدلولو اّسان وي . په داسي سختوشرايطوكې پيغمبر (ص) دبرياليتوب دلاسته راوړلو لپاره نازكومسلوته هم پاملرنه درلوده . هغه حضرت دانسانانو حتي دكينه ګرو شخصيت اوكرامت ته هم احترام كولو. هغه مبارك هڅه كوله ترڅوخپل پيغام په ارامه فضاكې خلكوته ابلاغ كړي . مقابل لوري ته يي هم ددي فرصت په لاس وركولو ترڅوخپل نظربيان كړي. پيغمبر(ص) حتي د ناپوهانوله سپكوالي ډډه كوله اوكه به دمبارزې اړتياوه هغوي يي نه مسخره كول اوپه مناسب وخت كې يې بيابياله هغه سره بحث خبرې اترې كولې . هغه حضرت دحق د پيغام په رسولوكې له هغه ټكي څخه پيل كاوه چې دمقابل لوري لپاره دمنلو وړوو . داكړنلاره په ځانګړې توګه له اهل كتابو سره كارېدله . د اسلام ګران پيغمبر نبي اكرم (ص) د اسلام د اّسماني پيغام په مطرحولو كښې پراخه سينه ، اراده او هوډ درلوده . خو د هغه بيان له هر ډول تكلف څخه ليرې وْ . دغه چاره ددې سبب كيدله څو خلكو ته د مطلبونو درك كول اّسانه شي او په پورين تندې سره حقيقت ومني . نبي اكرم (ص) د اسلام د پيغام په خپرولو كښې هيڅكله يو كار له كوم پلان او جاج پرته نه كاوه بلكې په ډير دقت او ځيرتيا سره يي كاوه . موقعيت به يې سنجاوه او كه ضرورت به وْ نو له نورو سره به يې سلا مشوره كوله او بيا به يې اقدام كاوه . د اسلام ګران پيغمبرحضرت محمد (ص) عملا د اسلام مبلغ وْ او خپله يې له نورو زيات په ديني تعاليمو عمل كاوه . د هغه حضرت نيكو اخلاقو او له خلكو سره د ميني ډك چلندپه خلكو كښي ځانګړې جاذبه درلوده . كله چې د اسلام ګران پيغمبرحضرت محمد (ص) معاذ بن جبل د تبليغ لپاره يمن ته واستوْو نو هغه ته يې وفرمايل : ته چې اوس د اسلام تبليغ ته مخه كوي نو له خلكو سره نرمښت وكړه او سخت مه اوسه . ځكه چې په سختيو سره څوك نه شي هدايتولاي . خلكو ته زيرے وركړه ، خلكوته د اسلام زيرې وركړه او حق ته د هغوئ ګروهنه پيدا كړه . هيڅكله له هغوئ سره د ويرولو او رعب له لارې چلند مه كوه او داسي كوم كار ونكړي چې خلك د كركې احساسا وكړي. [1] . د نجم سوري 9 ايت