د چاپيريال ارزښت د اسلام له نظره

احمدالله ناصري هرڅه چې الله تعالي مينځ ته راوړي پر مسلمان باندې ېې د ساتلو امر هم شوي دي، ځکه د الله (ج) د مخلوقاتو ساتل په الله تعالي د ايمان راوړلو يوه برخه شميرل کيږي او موږ بايد د الله تعالي ټول مخلوقات وساتو چې حرمت يي حفظ شي. د لا زياتو توضيحاتو لپاره لاندې موضوعات بايد ستاسو حضور ته وړاندې کړم د چاپيريال ساتل يوازې په دې سبب ندې لازم چې الله تعالي هرچيرته موجود دي بلکه بعضي نور دلايل هم لري لکه لاندې: د الله تعالي امرونو ته په سرټيټولو سره، اسلام انسان دي ته اړ باسي چې له فاني اوغير فاني، دنياوي او اخروي موجوداتو سره اړيکه ټينګه کړي. او دا اړيکه تر هغه وخته پورې انسان سمه نشي درک کولاي چې د اسلام امرونو ته د «سرټيټولو» معنې درک نکړي او پدې پوه نشي چې مخلوق بايد خپل له خالق سره د اړيکې درلودو لپاره کوم اعمال ترسره کړي. مخلوق بايد دا ومني چې هغوﺉ په مځکه باندې د الله تعالي «ګمارل شوي» کسان دي. او دا ګمارل شوي کسان خپل په اندازه خلاقيت لري خو خالق ندي. په هره کچه چې انسانان د الله تعالي د رضا په مطابق عمل ترسره کوي، په همدي کچه به الله تعالي ته نږدې کيږي. په يوه مبارک قدسي حديث کې رسول الله (ص) فرمايي: ” مؤمن بنده له هغو كړو څخه چې ما ته گران دي، په فرايضو ډير رانږدې كيږي او بيا په نوافلو سره دومره رانږدې کيږي چې زه ورسره مينه وکړم، کله چې ورسره مينه وکړم نو زه يې غوږ کيږم چې پرې اوري به، سترګې يې کيږم چې پرې ويني به، لاس يې کيږم چې نيول به پرې کوي او پښې يې کيږم چې پرې درومي به، که څه را نه وغواړي ورکوم يې او که را ته پناه راوړي نو پناه ورکوم. (رواه بخاري) “. اسلام د ‍ژوندانه پوره نظام په توګه له انسان نه په مختلفو دلايلو غواړي چې خپل چاپيريال وساتي، ځيني يې په لاندې ډول دي: 1. چاپيريال د الله تعالي مخلوق دي. د مځکې او ټولو طبيعي منابعو جوړښت د الله تعالي د حکمت، رحمت او قدرت ښکارندوي دي ځکه نو د انسان د علميت (د الله تعالي په اړه) د پراخولو لپاره کټور بلل کيږي او بايد وساتل شي. (الرعد 4:2،‌79: 21). مسلمانان بايد له چاپيريال نه ساتنه وکړي ځکه د چاپيريال په ساتلو سره هغوﺉ د الله تعالي مخلوق ساتلي چې د الله تعالي 2. عبادت او ذکر کوي. کيداي شي د انسانانو عقل به کار نه کوي چې دا مخلوقات نو څنګه د الله تعالي عبادت کوي، خو د انسان د عقل کار نکول د نفي کيدلو معني نه لري، الله تعالي فرمايي: “په ډيري لويې لويې سره تسبيح وايي ده ته اوه واړه آسمانونه مځکه او هغه څوک چې په دوې کې دي او نشته هيڅکوک (له مخلوقاتو) مګر چې تسبيح وايي سره له ثناء د الله مګر نه پوهيږﺉ تاسو په تسبيح د هغوﺉ، بيشکه الله دي ښه تحمل والا (په تاخير د عقوبت دپاره د انابت) ښه رحم والا (په انعام د اجر او ثواب سره).” (الاسرا…44:17). په چاپيريال کې د الله تعالي مخلوقات دې چې د مسلمان علماوو له نظره، هغوﺉ هم بايد حفاظت شي. 3 4. بل دليل چې اسلام ولې غواړي چاپير وساتل چې داده چې اسلام د ژوندانه د نظام په توګه د خير رسولو په اساس بنا شوي دي. ځکه نو اسلام بايد له چاپيريال نه حفاظت وکړي ځکه چې د چاپيريال ساتل خو د خير کار دي. الله تعالي فرمايي: ” نو هغه څوک چې عمل کوي د يوې ذرې د خير نو وبه ويني (جزا د هغه) او هر هغه څوک چې عمل کوي په اندازه د يوې ذرې د شر نو وبه ويني (سزه د هغه) ” (الزلزال 8:7). په اسلام کې ځکه انسان د چاپيريال د ساتلو لپاره ګمارل شوي دې چې بل هيڅ مخلوق د دې کار توان نه لري. انسان يوازني مخلوق دې چې الله تعالي د مځکې د مسوول په توګه خلق کړي دي. دا مسووليت د اسلام له نظره ډير سنګين او ستر مسووليت دي چې غير له انسان نه بل هيڅ مخلوق قبلولي هم نشو. الله تعالي فرمايي: “بيشکه موږ امانت (ثواب-عقاب) پر آسمانونو او پر مځکه او غرونه (کله چې مو پيدا کړ په دوې کې فهم او نطق) نو منع راوړه دوې له دې چې پورته کړي هغه د (امانت بار) او وويريدل دوې له هغه (امانت) او پورته کړ هغه (امانت بار) انسان بيشکه چې دغه (انسان) ډير ظالم دي او نادان (په خپل عاقبت). (الاحزاب 72). په اسلام کې د چاپيريال او د انسان په مينځ کې اړيکه د ټولنيز ژوند يوه برخه بلل کيږي، د داسې ټولنيز ژوند برخه چې په هغه کې دا حقيقت منل شوي چې ټول يو خالق (الله ج) ته عبادت کوي. د دې ترڅنګ، انسانان د ټولو هغو مخلوقاتو د حفظ او ساتلو مسووليت لري چې په دې نړيوال چاپيريال کې ژوند کوي. په همدې اړه په سپيڅلي قرآن کې هم ډير آيتونه مونلي شﺉ. الله تعالي فرمايي: “اي خلکو! عبادت وکړﺉ د خپل رب، هغه رب چې پيدا کړﺉ ېې ېې تاسې او (پيدا کړي ېې دي) هغه کسان چې وو پخوا له تاسې څخه دپاره د دې چې تاسې ځان وساتﺉ (له غذابه د الله) هغه (الله) چې ګرځولې ېې ده مځکه تاسو ته فرش او ګرځولي ېې ده آسمان چت او نازلې کړې ېې دي له طرفه د آسمان اوبه نو راويې ايستل په دې اوبو سره له هر ډول ميوې سره روزې تاسو ته نو مه ګرځوﺉ له الله تعالي سره شريکان حال دا چې تاسو پوهيږﺉ چې الله تعالي شريک نه لري ” (البقره 21:22). د بقرې شريفې په 22 آيه کې چې کومه عربې کلمه (لعلکم= ستاسو لپاره جوړه شوې) راغلې ده د دې دا معنې دا ده چې مځکه يوازې د يوه نسل لپاره نده بلکه د ټولو نسلونو لپاره ده، تير نسل، اوس او راتلونکي چې په دې کې هم انسان شاميليږي او هم نور ټول د مځکې د سر مخلوقات مننه