Drawer trigger

علم په ټګۍ ، نه تر لاسه کېدي،

ډاکټر حرکت

 د علم زېربنا ،لوي جهاني تکوين تشکيلوي او جهاني تکوين ، يواځې الهي خلقت ګڼل کيږي ،نوځکه خو علم هم ، پرته له الله (ج) څخه دبل چا، خلقت نه شي ګڼل کېدلې .د علم مُعَرف قانونمندي ده ،چې شکل د موجوديت د هر موجود او يواځې د همدغه قانونمندۍ له مخې دا لوي جهان پېدا ،پايي او تغير او تکامل مومي . علم قانونمندي او قانونمندي علم دې ، انسان يواځې د علم په بنياد، الهي خليفه او وارث الانبيا ء ګڼل کيږي او دهمدغه علمي درک او پوهې په بنياد، د لوي جهان په معرفت ،مکلف او مؤظف ګرځېدلې دې .همغسې ،چې ټول موجودات او پروسې واحد او تړلې نظام جوړوي او ټول يوتربله سره په هميشني متقابل تأثير او تأثر کې قرار لري ، ځانګړي علوم او قانونمندۍ هم په ځانګړي ډول وجود نه شي لرلې . سره ددې چې انسان د خداي (ج) خليفه اود خپلو مقدراتو په کچه مختار ګڼل شوې او بلکه ټول خلقتونه د هغوۍ د مقدراتو په تناسب استقلاليت لري ،بيا هم حتا انسانان د خپلو نيمګړتياوو له مخې ،ډېر کم امکانات لري، تر څو د الهي علم په ټولو رازونو باندې پوه شي ،خو هېڅکله دا ددې معنا نه لري ،چې څوک دې په خپله ناپوهۍ ،عدم درک او ناتوانۍ پوه نه شي اوتجاهل العارفانه په خپله ناپوهۍ سترګې پټې اويا تزويرانه دلفظي سفسطواو اغماض او ياد مداريګرانه ژستونو او تش په نامه سحرآمېزه مربعاتو او مکعباتو له طريقه عامه ذهنيتونه جادو او په سترګو کې خاورې ور واچوي .کله ،چې علم الهي خلقت او د لوي جهاني تکوين سره اړه ولري ، په هغې کې سحر ،جادو ،مزخرفاتو ،پوچو غېر قانونمنده تخيلاتو او نورولهوولعب او چټياتو ته ځاي وجود نه شي لرلې او نه بايد چاته په دغه بابت علمي القاب او رتبې ورکړې شي . الهي علم او قانونمندۍ ايديال دقيق الهي خلقت دې ، په هغې کې کم وکاست ،د افادې نيمګړتيا او ناممکناتو ، نا معين ، متوالي ، لايتناهي او نورو نا ممکناتو او نيمګړتياوو ته ځاي وجود نه لري . دا يواځې انساني ذهني نيمګړتياوې دي ،چې پايلې يي متوالي ،نا معين ،لا يتناهي او يا نورو مجهولاتو ته رسيږي او حل يي نا ممکن ګرځي .په دې خبرو نور پوهان هم پوهيږي ،خو نه پوهېږم ولې او د څه په خاطر په حقايقو سترګې پټوي او علمي ورشو ته ددغه لارې ، بې علمي ،جهالتونه او حما قتونه لار پېداکوي ؟

له بده مرغه ، په علمي حقايقو ،تيوريو ، فورمول بنديو،ارزونو او د هغوۍ په پايلو او نتايجو دغه ډول اغماض او سترګې پټونې ، د بشري تاريخي دورې ، دډېرو او بلکه قاطع اکثريت ،مشهورو پوهانو په ليکنو ،ارزونو ، تيوريو او پايلو کې مشهودې دي او ددې په عوض ،چې په خپله نيمګړتيااو ناپوهۍ ،چې اصلا ً هيڅ انسان ورڅخه مجزااو خالي نه دې اولوي عېب هم نه دې ،ځکه چې الله (ج) په خپل مقدس کلام کې فرمايي «وما اتيتم من العلم الا قليلا » ترجمه : ما تاسې ته علم در کړې ، مګر (کامل نه دې )يعنې کم دې ، اعتراف وکړي او قضيه ،مسئله ،تيوري ، فورمولبندي ، . . . ،شريفانه همداسې په نيمګړي اوناقص ډول راتلونکې نسلونو ته و سپاري ،نه داچې راتلونکي نسلونه ددغه پوهانو په کاذبو ، تحريفي او غلطو تيوريو ، سفسطو ، اوتو بوتو ، جعلکاريو او مرداريو کې ټول عمر د حقايقو او رښتينوليو پسې سرګردانه وګرځې او له بدو بدتره دا ،چې راتلونکي نسلونه د هغوۍ دروغ په رښتينولۍ ومني او هڅه وکړي دغه دروغ په جبر او حيله په نورو ومني او په اصطلاح ، لکه چې تر نن ورځې پورې دغه ديوال کوږ ولاړ دې ( تا ثريا رود ديوار کج ).

دغه تحريفات ، له بده مرغه ، نه يواځې د پوهانو ، اشخاصو او افرادو له خوا رامنځته شوي ،بلکه ،په اصطلاح ، دسولې ، دموکراسۍ ،دبشر دحقوقو، . . . ، د سترو هيوادونو ،ټولنو ، مؤسساتو ،اديانو ، مذاهبو او حتا د اسلام دمقدس او اکمل دين په نامه د مختلفو مذاهبو او نورو ډلوتر منځ په همدغه وجه سوء تبليغات ، دښمنۍ او ابد الابد انتګونيز م دوام لري او ټول بشريت ، که شاه دې که ګدا ،سرمايدار دې که غريب ، که موړ دې که وږې ، . . . ، ټول په لوي غضب اخته دي او د خلاصون لار له ټولو څخه ورکه ده ،خو يواځې يونابکاره غېر

متجانس چټل قشر ،چې د نامردۍاو بېګانه پرستۍپه دغه يوه لوبه کې ککړ او همېشه په ګټه دي ، د هېڅ ډول مختورن عمل څخه ، که جاسوسي، وطنفروشي او يا بل هر ډول احمقانه او ضعيف النفسه حريصانه عمل ،چې اوسي دوۍ ورته حاضريږي او ممقابل لورې پرې هم باور او سرمايګذاري کوي .

ددغه بلا څخه د خلاصون لار او چار :

۱ ــــ کله ،چې علم ،قانومنديۍ ،صداقت او رښتينولي دټولو قضاياوود حل لپاره معيار او محک وګڼل شي .

۲ ــــ د منفي تبليغاتو ځاي ،چې منبع او سرچينه يي بې بنياده تورې لعنتي سرمايه او دهغوۍ بې قانونه اکسپورت دې ، په مجموع کې په مثبتو تبليغاتو بدل شي