غوره خصلتونه (حديث)

عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ عَمْرٍو رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا قَالَ: سَمِعْتُ رَسُوْلَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَليْهِ وَسَلَمَّ يَقُوْلُ: “خَصْلَتَانِ مَنْ كَانَتَا فِيْهِ كَتَبَهُ اللهُ شَاكِراً صَابِراً، وَمَنْ لَمْ تَكُوْنَا فِيْهِ لَمْ يَكْتُبْهُ اللهُ شَاكِراً وَلا صَابِراً: مَنْ نَظَرَ فِي دِيْنِهِ إِلى مَنْ هُوَ فَوْقَهُ فَاقْتَدَى بِهِ،

 وَنَظَرَ فِي دُنْيَاهِ إِلى مَنْ هُوَ دُوْنَهُ، فَحَمِدَ اللهَ عَلَى مَا فَضَّلَهُ بِهِ عَلَيْهِ، كَتَبَهُ اللهُ شَاكِراً صَابِراً، وَمَنْ نَظَرَ فِي دِيْنِهِ إِلى مَنْ هُوَ دُوْنَهُ؛ وَنَظَرَ فِي دُنْيَاهُ إِلى مَنْ هُوَ فَوْقَهُ فَأَسِفَ عَلَى مَا فَاتَهُ مِنْهُ، لَمْ يَكْتُبْهُ اللهُ شَاكِراً ولا صَابِراً”. رواه الترمذي،

-عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما وايي چې ما له  رسول الله ﷺ څخه اوريدلي دي چې هغه داسې فرمايل: دوه خويونه(خصلتونه) دي چې په چا کې سره  يو ځاى شي نو د الله تعالى په نزد به شکر کوونکى او صبر کوونکى وليکل شي او که په چا کې د ا دوه خويونه نه وي نو الله تعالى به يې په شکر کوونکو او صبر کوونکيو کې ونه ليکي اول هغه څوک چې ددين په معامله کې د ځان څخه پورته کسانو ته ګوري او په هغوى پسې اقتداء وكړي او ددنيا په معامله کې له ځان ټيټو خلکو ته ګوري او د الله تعالى ستاينه او صفت وکړي چې پر ما يې خپل فضل او رحم کړى نو الله تعالى به يې د شکر کوونکيو او صبر کوونکيو په ډله کې وليکي او هغه څوک چې ددين په معامله کې له ځان څخه ښکته خلکو ته ګوري او ددنيا په معامله کې د ځان څخه پورته خلکو ته ګوري اوپه هغه  مال پسې افسوس کوي چې دده له لاس وتلى وي نو داسې کس به د الله تعالى په نزد  نه شکر کوونکى وليکل شي او نه صبر کوونکى (ترمذي )