Drawer trigger

په تاريخ کښې بيلګه او نمونه ښځې 1

 په تاريخ کښې بيلګه او نمونه ښځې فنا. فناء يوه نابغه شاعره او لويه اديبه ده چې د عمر د خلافت په زمانه کښې د خپلې قبيلې څو تنو سره مدينې ته لاړه او اسلام يې قبول کړ. هغې څلور زامن لرل چې په قادسيه جنګ کښې يې هغه د جنګ ميدان ته وليږل چې د اسلام دفاع وکړي. مور ورته د بدرګې په وخت وويل: دا ياد ولرئ چې د خداي په لار کښې جنګ يو لوي ارزښت لري او قران هم تاسو په دې لاره ولاړتيا او استقامت ته بلګلي يئ. د هغې ځوانان زامن په ميړنتوب او ډاډګيرنې سره د جنګ ميدان ته روان شول او اخر دا چې څلور واړه شهيدان شول. کله چې د هغوي د شهادت خبر د هغوي مور ته ورسيد هغې خپل لاسونه اسمان ته اوچت کړ او ويې ويل: خدايه! ستا د رحمت ډېره مننه کوم چې ما ته دې د څلورو شهيدانو د مور شونې زبرګي او مقام راکړۀ. كبيشه . كبيشه , د معاذ ښځه او د بنی عبدالاشهل له قبيلې څخه ده. هغې خپل دوه زامن، سعد او عمرو په جنګ احد کښې دښمنانو سره د جنګيدلو لپاره ميدان ته ليږلي وو. کله چې پيغمبر(ص) د احد له ميدانه راستنيدۀ نو هغه د مدينې د نورو ښځو نه وړاندې د پيغمبر(ص) هرکلي (استقبال) ته ورغله. پيغمبر(ص) پداسې حال کښې چې د اس جلب يې د سعد بن معاذ په لاسو کښې ؤ مدينې ته راننوتۀ. سعد چې کله خپله مور وليده نو پيغمبر(ص) ته يې وښودله. د اسلام ګران پيغمبر(ص) وفرمايل: افرين دې وي په دې ښځې!. او بيا يې ورته د عمرو بن معاذ د شهادت تسليت وويل. کبيشه وويل: اي د خداي رسوله!. ته چې مې سلامت او روغ وليدې نو خوشحاله يم او له دې وروسته په ما باندې هيڅ غم اثر نه کوي. پيغمبر(ص) د هغې او د هغې د خپلوانو لپاره دعا وکړه او له خدايه يې د هغوي لپاره لوي اجر وغوښتل. د حارثه بن سراقه مور کله چې حارثه بن سراقه په جنګِ بدر کښې د اوبو ځاي ته ورغې نو يو غشې يې په مرې راغلو او هغه يې شهيد کړ. کله چې په مدينه کښې د هغه د شهادت خبر د هغه مور ته ورسيد: نو ويې ويل: په خداي مې دې قسم وي په هغه باندې به ونه ژاړم تر دې حده چې پيغمبر(ص) ووينم او ورنه تپوس وکړم، که زوې مې په جنت کښې وي نو هيڅکله به په هغه ونه ژاړم او که په دوزخ کښې وي نو ټول عمر به په هغه ژاړم. کله چې پيغمبر(ص) له جنګه مدينې ته راستون شو نو د حارثه مور راغله او له پيغمبر(ص) نه يې د خپل زوي د اخرت د حالت تپوس وکړ پيغمبر(ص) وفرمايل: ته څه سوچ کوې؟ ته دا خيال کوې چې يوازې يو جنت دے؟ نه، ډېر جنتونه موجود دي او قسم مې په هغه خداي دے چې زما روح يې په قبضه کښې دے، زوې دې ډېر ښه جنتونو کښې دے. د دې شهيد مور هم وويل: نو دې ته په پام سره به زۀ هيڅکله ونه ژاړم!. د شهيدمور. هغه يوه داسې مور وه چې زوے او لور يې په جنګ کښې پرژلي شوي وو او بل زوے يې هم شهيد شوې ؤ. کله چې کبری نقدي زاده هغې ته د زوي د شهادت خبر ورکړ، نو هغې مور، خپل لاسونه اسمان ته اوچت کړل او ويې ويل: اي حضرت زهراء! اوس مې د مخه کيږي چې درته غږ وکړم!!. او بيا يې نقدی زاده ته وويل: غواړم چې د خپل زوي جنازه ووينم. ته مور يې او جنازه نه شې ليدلې. نه. زه پکار ده چې خپل زوے ووينم. کله يې چې د خپل زوي په بې سر او بې لاسو تنې باندې سترګې پريوتې نو بيا يې لاسونه اوچت کړل او ويې ويل: اي فاطـمه زهراء! سلام الله عليها په دې خوشحاله يم چې غږ درته کولې شم. د هغه ورځ په سبا، سهار وختي د هغه شهيد مور، کبری خانم ته ورغله  او ويې ويل: د زوي ليدلو ته مې زړه شوے دے. يو ځل بيا غواړم چې هغه ووينم. تا پرون هغه ليدلے دے او نور يې نه شې ليدلې. په کومه ورځ چې مې زوے وزيږيد ما په خپل لاس هغه سمبال کړے (ورڼي کښې تړلې) ؤ او اوس هم چې فاطمه زهراء سلام الله عليها ته روان دے نو غواړم چې په خپلو لاسو هغه باندې عطر ولګوم چې خوږ بوي سره د هغې بي بي خدمت ته لاړ شي. بيا سرد خانې ته روانه شوه په خپل لاس سره يې د خپل شهيد زوي پاک بدن باندې عطر او ګلاب ولګول او په ځيرتيا سره يې په په يوه جامه کښې بند کړ او پلاسټک يې پرې واچول. د جنازې په وخت يې هم له سترګو يوه قطره اوښه لانړه. او کله چې له هغې وغوښتل شول چې خلکو ته خبرې وکړه نو ويې ويل: نه!. د سيد رضی رحمة الله عليه مور فاطمه چې د سيد رضی (د نهج البلاغې ليکوال) او سيد مرتضی، چې دواړه د شيعو لوي پوهاند وو، مور ده. هغه يوه پاکه او عبادت کوونکې ښځه وه. چې په ګرمو ورځو کښې به يې روژې ساتلې او په تورو شپو کښې به يې د خداي عبادت کاوۀ. مرحوم شيخ مفيد رحمة الله عليه، چې د شيعو له لويو عالمانو څخه دے او ټولو وروستنو عالمانو له هغوي نه ګټه اخستې ده، يوه شپه يې په خوب کښې وليدل چی فاطمه زهراء سلام الله عليها امام حسن او امام حسين عليه السلام د لاسونو نه نيولي دي او جمات ته راغله او شيخ مفيد ته يې وفرمايل: دا دواړه بچي مې قبول کړه او دوي ته د فقې علم وښايه!. شيخ مفيد له خوبه پاڅيدۀ او ځان سره يې فکر کاوۀ چې دا څه خبره ده؟ د درس وخت شو او شيخ مفيد د نورو ورځو په شان د خپل درس ځاي ته لاړ. د درس په لومړيو کښې ؤ چې يوې ښځې دوه بچي د لاسه نيولي دي او جمات ته راغله او شيخ مفيد ته نزدې راغله. هغې مور، استاد ته وويل: زما زامن قبول کړه او دوي ته د فقې درس ورکړه. شيخ مفيد چې د خپل خوب په تعبير پوه شوے ؤ نو د هغې دوو بچو په تعليم بوخت شو او اخر دا چې هغه دوه ماشومان د شيعو له لويو عالمانو څخه شول چې دواړو لوي فقهي، علمي او تفسيري کتابونه له ځانه وروسته په ميراث کښې پريښودل. او دا ټول ارزښتونه د هغوي د پاکې مور فاطمه بي بي د اخلاص او ايمان نتيجه وه. سيد رضي د خپلې مور په هکله فرمايي: که ټولې ميندې د هغې غوندې ښې، پاکې او خپله ذمه واري پيژندونکې وې نو زامنو ته بيا د پلار  ضرورت نه ؤ. فاطمه كبرى . فاطمه کبریٰ (د امام حسين(ع)  لور وه، چې په علم، عبادت او معنويت کښې يې يو لوړ مقام درلود. هغې به تل روژې ساتلې او شپې به يې روڼه ولې او له زاهدو، بيلګو او مجاهدو ښځو څخه ګڼلې کيږي. هغه خپل خاوند حسن مثنیٰ سره، (چې د امام حسن مجتبیٰ (ع) زوې ؤ) په کربلا کښې موجوده وه او د عاشورا د ورځې دردناک مصيبتونه يې ليدلې ؤ. دې سختيو او مصيبتونو د فاطمې بي بي حوصله او ميړنتوب کم نه کړو. کله چې امويانو(بني اميه ؤ) د بي بي په خيمې حمله وکړه نو د هغې بي بي ګشوارې (والۍ) يې په زور د هغې له غوږونو وشوکولې او لوټ يې کړې. هغه د امام حسين(ع) لور او د زينب (س) وريره وه. هغه د عاشورا د پيغام رسوونکې وه او پکار ده چې د علي عليه السلام د لور بي بي زينب په شان د ظلم کوونکو محلونه ولړځوي. له همدې وجې د عبيدالله د حکومت په ځاي (کوفې) کښې يې د بنی اميو د ظلم په خلاف خپله خطبه ورکړله او خلکو ته يې وښودل چې د حسين عليه السلام وينه د فاطمه بي بي په رګونو کښې موجوده ده. له عاشورا وروسته، وليد بن عبدالملک مروان، د فاطمه خاوند په زهرو شيهد کړ. هغه شهيد يې، چې د کربلا له زخميانو څخه ؤ، په بقيع په مقبره کښې خاورو ته وسپارل. له دې وجې چې فاطمه بي بي خپل خاوند سره ډېره مينه لرله د هغه په قبر يې خيمه ولګوله او يو کال يې پرې ماتم وکړ، روژه به يې نيوله او شپې به يې روڼه ولې. له هغې وروسته يې بيا عبدالله بن عمرو بن عثمان بن عفان سره وادۀ وکړ. په اخر کښې هغه د لس کم سلو کالو په عمر کښې په 110 هجري کښې له دنيا لاړه او په مصر کښې خاورو ته وسپارل شوه. د ربيعه مور عبدالرحمان فروخ، د بنی اميو د حکومت په زمانه کښې، د يو کار لپاره خراسان ته لاړ او لږې پيسې يې چې جمع کړې وې ښځې له يې ورکړے او هغه ته يې وويل چې د دې پيسو ډېر خيال وساتي. د عبدالرحمان ښځه چې په خيټه يې بچې ؤ د ميړه له تللو وروسته يې يو زوے وشو او د هغه نوم يې ربيعه کيښود. چې د عبدالرحمان فروخ د تللو ډېر وخت وشو، ښځې يې هغې امانت پيسې راواخستې او د ربيعه په تعليم او روزنې يې ولګولې. هغه دومره علم وکړ چې په ځوانۍ کښې ترې د خپلې زمانې يو لوي پوهاند جوړ شو. 27 کاله وروسته چې عبدالرحمان له سفره راستون شو او کور ته راغلو نو ښځه يې کور نه وه. عبدالرحمان يو تکړه ځوان وليد چې يو اړخ ته ناست دے نو سخت غصه شو او له هغه يې پوښتنه وکړه: اي ځوانه! ولې زما کور ته راغلې يې؟. ربيعه هم خپل پلار نه پيژند، ويې ويل: ته ولې زما کور ته راغلې يې؟ پلار او زوے خپلو کښې لګيا ؤ په دې حال کښې ګاونډيان هم راغلل او له هغوي دواړو نه ګېر چاپېر ودريدل خو کتل يې ورته او نه پوهيدل چې څه ورته ووايي؟!!. په دې وخت کښې د ربيعه مور راغله او ويې ليدل چې دوه سړي په خپلو کښې لګيا دي او خلک ورته په حيرانتيا سره ګوري. هغې په ځير نظر سره د هغه سړي مخ ته وکتل چې زوي سره يې په جنګ ؤ او سمدستي يې اواز وکړ: اي خلکو! په خداي مې دې قسم وي دا سړے زما ميړه دے او دا ځوان د هغه زوے دے او زه هم د هغه ښځه يم. په دې وخت کښې عبدالرحمان او ربيعه يو بل وپيژندل او سره غاړه غړې شو او يو بل له يې ډاډګيرنه ورکړه. عبدالرحمان په حيرانتيا سره خپل زوي ته کتل او په زړه کښې يې هغه ته افرين ويل. لږ وخت پس ربيعه ودريدۀ او لکه د هرې شپې د سبق ښودنې لپاره جمات ته لاړ. د ربيعه د تللو نه پس عبدالرحمان له ښځې نه هغه پيسې وغوښتې چې 27 کاله وړاندې يې ورکړې وې. ښځې ورته وويل: اوس به ښه دا وي چې ته جمات ته لاړ شې او د جمات راتللو نه وروسته به زۀ تا له پيسې درکړم. کله چې عبدالرحمان جومات ته ورغې نو ويې ليدل چې د مالک بن انس، حسين بن زيد او ابن ابی لهبی ماحقی غوندې د مدينې لوي خلک له يوۀ ځوان نه ګېر چاپېر ولاړ دي او د هغه له خبرو ګټه اوچتوي. هغه ځوان بې له ربيعه بل څوک نه ؤ، چې څنګه يې پلار وليد نو د ادب نه يې سر ټيټ کړ. عبدالرحمان وړاندې لاړ او کوم کسان چې د هغه سبق ته ناست وو له هغوي يې پوښتنه وکړه: دا ځوان څوک دے؟ ځواب يې واوريد: دا د عبدالرحمانِ فروخ  زوے ربيعة الرای دے. کله چې عبدالرحمان داسې خبره واوريده، ډېر خوشحال شو او د خداي يې ډېر زيات شکر وکړ چې داسې ښه زوے يې هغه ته ورکړے دے. له لمانځۀ وروسته، کور ته راغے او خپلې ښځې ته يې دا ټوله خبره وکړه او دا خبره يې هم ورزياته کړه: زوے مې په داسې حال کښې وليد چې ډېر شاګردان ترې ګېر چاپېر وو او هغه ورته سبق ښودلو!. ښځې چې دا ځاي يې د خبرې لپاره ښه وليد نو ويې ويل: اي عبدالرحمانه! اوس چې دې خپل زوے په داسې حال کښې وليد او د داسې خزانې په لرلو خوشحاليږې، نو واوره چې ما ټولې پيسې د هغه په تعليم او روزنې لګولې دي. عبدالرحمان د خپلې ښځې په هوښيارتيا ډېر افرين وويل او د هغې مننه يې وکړه چې پيسې يې د يو داسې زوي په روزنې لګولي دي.