په تاريخ کښې بيلګه او نمونه ښځې 2

فضه . فـضـۀ نـوبـيـه، په يوۀ جنګ کښې د اسلامي فوځيانو په لاس راغله او پيغمبر(ص) هغه د فاطمه سلام الله عليها په خدمت وګمارله. هغه د ايمان او تقوا په لوړه مرتبه کښې وه او په تقرير او خطبه کښې ډېره تګړه وه. د هغې د زهد او پرهيزګارۍ مثال ډېر کم پيدا کيږي. پيغمبر(ص) او د هغه کورنۍ سره د هغې د مينې کيسه ډېره اوږده ده چې ټوله دلته نه شي بيانيدې. هغې د خپل ژوند په شلو کالو کښې خپلې ټولې خبرې تر دې حده چې  يو له بل سره ساده خبرې به يې هم د قران په آياتونو سره خلکو ته کولې او پوهول به يې. عبدالله مبارک فرمايي: د حج په سفر کښې له کاروانه (قافلې) وروسته پاتې شوم. په بيابان کښې يوې ښځې سره مخامخ شوم، پوښتنه مې ترې وکړه: څوک يې؟ ويې ويل: وقل سلام فسوف يعلمون، ووايه سلام، چې زر به پوه شې. په هغې مې سلام وکړ او ومې ويل: دلته څه کوې؟ ويې ويل: مَنْ يَهْدِ اللّهُ فَمَالَهُ مِنْ مُضِلْ، هر څوک چې خداي يې هدايت وکړي نو د هغه لپاره څوک ګمراهه کوونکي نيشته. ومې ويل: انسان يې که پيرے؟ ويې ويل: يَا بَنِى آدَمَ خُذوا زِيْنَتَكُمْ، اي د آدم زويه! خپل زينتونه(ښکلا) ونيسه. ومې ويل: له کومه راغلې؟ ويې ويل: يُنَادُوْنَ مِنْ مَكَانٍ بَعِيْدْ، له لرې ځايه غوښتل کيږي. ومې ويل: چرته ځې؟ ويې ويل: ولِلّهِ عَلى الناسِ حِجّ البَيتِ، په خلکو باندې لازمه ده چې د خداي لپاره حج وکړي. ومې ويل: ډوډۍ غواړې؟ ويې ويل: وَ مَا جَعَلَنَا هُمْ جَسَداً لا يَاكُلُونَ الطّعامَ، هغوي مې مړي نه دي پيدا کړي چې ډوډۍ نه غواړي. هغې ته مې ډوډۍ ورکړه او ومې ويل: زر کوه! ويې ويل: لا يُكَلِّفُ اللّهَ نَفْساًاِلاّ وُسْعَهَا، خداي هر چاته د هغه د توان په څېر تکليف ورکوي. ومې ويل: ما پسې سوَرَه شه! ويې ويل: لَوْ كَانَ فِيهِمَا آلِهةً إلا اللّه لَفَسَدَتا،که په ځمکه اسمان کښې له يو خدايه پرته نور خدايان وې نو په ځمکه کښې به فساد ؤ. په خپله کوز شوم او هغه مې سوره کړه. ويې ويل: سُبْحَانَ الذّى سَخّرَ لَنَا هَذا، پاک دے هغه خداي چې دا يې زما لپاره مسخر کړ. څنګه چې قافلې ته ورسيدو، ومې ويل: په قافله کښې دې څوک شته؟ ويې ويل: يَا دَاودَ إنّا جَعَلَناكَ خَلِيفَةً فِى الارضِ , وَ مَا مُحَمّداً إلاّ رَسُولٌ , يَا يَحْیٰ خُذِ الْكِتَابَ , يَا مُوسىٰ إنِّى أنَا اللّه، اي داوده! ته مې د ځمکې په مخ خليفه جوړ کړې، محمد د هغه د راستولې شوي(رسول) نه پرته بل څه نه دے، اي يحیٰ! کتاب ونيسه، اي موسٰی! زه خداي پاک يم. نو پوه شوم چې په قافله کښې څلور کسه لري. د محمد، داود، يحٰی او موسٰی نومونو والا ته مې غږ وکړ. ومې ليدل چې څلور ځوانان زما اړخ ته راغلل. ومې ويل: دا څلور تنه ستا څه کيږي؟ ويې ويل: : ألْمَالُ وَالبَنُونَ زِيْنَةَ الحيٰوة الدنيا، مال او زامن د دنيا د ژوند خائست دے. کله چې ځوانان مونږ ته راورسيدل، ويې ويل: يَا اَبَتِ اِسْتَاجَرهُ اِن خَير مَن اسْتَاجرت القوى الامين . اي پلاره هغه په کرايې ونيسه، له ټولو ښه سړے چې په کرايۍ يې نيوې شې هغه تکړه، توانمن او امين سړے دے. ځوانانو ماته ډالۍ راکړې، او هغې هم وويل: واللّهُ يُضَاعِفُ لِمَنْ يَشَاءُ، خداي پاک چې د چا لپاره وغواړي زياتوي. بيا يې زياتې ډالۍ ما ته راکړې. له هغوي مې پوښتنه وکړه چې دا ښځه څوک ده. ويې ويل: هغه فضه ده او د حضرت زهراء سلام الله عليها کنيزه ده. شل کاله وشو چې بې د قران له آياتونو په بل څه خبرې نه کوي. فضه همدارنګ د امام حسين عليه السلام په جنګ کښې ګډون لرلو او حضرت زينب سلام الله عليها سره وه او په ټولو پيښو کښې د کربلا د شيهيدانو د کورنۍ د پاتې شوو کسانو ريښتونې خدمت کوونکې ګڼل کيده. فاطمه ناهيدى . فاطمه ناهيدى , په اصل کښې د بندر عباس د ښار ده. د تحميلی جنګ په لومړنو ورځو کښې، د يو څو کسو ډاکټرانو (طبيبانو) سره سرپل ذهاب ته روانه شوه او له هغه ځايه لويديز ګيلان ته لاړه. څو ورځې په هغه ځاي کښې ايساره شوه او د جنګ د زخميانو علاج يې کاوۀ. له دې وروسته چې په جنوبي سيمه کښې د جنګ د سختوالي خبر ورته راورسيدۀ. خپل کيمپ سره دزفول ته روانه شوه او له هغه ځايه خرمشهر ته لاړه چې د جنګ په ډګر کښې د پرژلو مرسته وکړي. فاطمې خپلو ملګرو سره په خرمشهر کښې يو وړوکې علاج ځاي جوړ کړ چې د زخميانو علاج پکښې په بيړه کيږي او په هماغه ځاي کښې خپلو خبرو سره فوځيانو ته ډاډګيرنه ورکوي. په خرمشهر کښې هغې ته خبر راورسي چې په لومړنۍ مورچو شملچه کښې سخت جنګ شوے دے او هلته د مرستيالو ضرورت دے. فاطمه ناهيدي خپل يو ډاکټر او د دوو فوځيانو سره چې لاره به يې ورته ښودله شلمچې ته لاړه شي. له دې وړاندې چې هغوي شلمچې ته ورسي لومړنۍ مورچې د عراقيانو په قبضه کښې راشي او هغوي بې خبره د عراقيانو په مينځ کښې بنديان شي. فاطمه سره چې کوم ډاکټر وي هغه په ګولۍ ژوبل شي او فاطمه په هماغه ځاي کښې د هغه په علاج اخته شي. او بيا دوي په يوه نالۍ کښې پټ شي. عراقيان د هغې د سر لپاسه راشي. يو عراقي فوځي غواړي چې د هغې لاس اونسي او له نالۍ يې رابهر کړي په دې وخت کښې يې هغه منعې کړي او ورته ووايي چې ماته لاس مه اچوه! دويم فوځي د خپل ټوپک قنداغ وړاندې کړي او فاطمه د هغې په مرستې له نالۍ راوځي. عراقيانو د هغې لاسونه پخې او سترګې وتړي او بويې ځي. د يوې ښځې نيول د عراقيانو لپاره يوه نوې خبره وه. کيدې شي چې دا خيال يې کاوۀ چې دا قوماندانه ده. هغه د هماغه غم په حالت کښې چې پته ورته نه وه چې څه به ورسره کيږي، د دولسم امام نموځ يې وکړ. فاطمه ناهيدي په خپل ټول د بند وخت کښې خپل ډاډ او دلاسه له لاسه ورنه کړه. د بند په هماغه لومړيو ورځو کښې، د عراق يو قوماندان، د تفصيلي پوښتنو وروسته، هغې ته وايي: دا دې خوښه ده چې کربلا ته لاړه شې؟ هو! ولې نه دا خو روښانه خبره ده. زۀ دې بوتللې شم! خو زما دا نه ده خوښه چې ته ما بوځې. زړه مې غواړي چې پخپله لاړه شم او إن شاء الله ځم به. څنګه غواړې لاړه شې؟ مونږ خو تا نه پريږدو. إن شاء الله کله چې جنګ ختم شي او دلته اسلامي حکومت جوړ شي نو ځم به. که مونږ سره د کار کونې قول راکړې، نو هم به دې کربلا ته وليږم او هم به ايران ته خپلې کورنۍ ته لاړه شې! نۀ زۀ داسې کربلا غواړم او نۀ امام حسين عليه السلام له ما داسې زيارت قبولي او لکه څنګه چې بندي شوې يم همداشان چې کله خداي وغواړي ازاده به شم!!. فاطمه يې بيا له بندي توبه وروسته يوازني بند ته بوتلله. او په هماغه ځاي کښې ورسره درې نورې مجاهدې ښځې يوځاي شوې. په هماغه ورځو کښې دوي پوهه شوې چې ځينې ايراني وروڼه ورسره په نزدې بند کښې بندي دي. هغوي دا اراده وکړه چې ځان له دې بند نه خلاص کړي او هغې لوي زندان ته لاړې شي. خپله اراده يې عراقيانو ته وويله. د بند مشر د بجلې تار سره هغوي ته سزا ورکړه، او اخر دا چې د عراقيانو ازار د هغوي بدنونه زخمي کړل. د فاطمه مخ او بدن پرژلې شوې ؤ له لاسو نه يې وينې بهيدې. ځان يې په ډېر تکليف د بند ور ته راورسول. په سختۍ سره يې ځان نيغ کړ او د وينو په ډکو ګوتو يې بند په کړکۍ وليکل: الله اکبر!. د زندان او بند سختو هغه ايرانۍ تکړه ښځې په ارام نه کړې شوې، هغو د لوږې هړتال شورو کړ او ويې ويل: زمونږ خبره هماغه ده چې کومه مو کړې ده: له زندانه ازاديدل او نورو بنديانو سره په لوي زندان کښې اوسيدل. د هغوي د اعتصاب (ډوډۍ نه خوړلو) اوولس ورځې تېرې شوې چې د عراق د دفاع وزارت ته وليږل شوې. او دا خبره وشوه چې صليب سرخ (Red cross) به د هغوي ليدلو ته راځي. له دې وجې د عراق قوماندانانو وويل: که په زوره وي هم هغوي ته وينه او ډريپونه ولګوئ. د اعتصاب (د ډوډۍ د نه خوړو) په شلمه ورځ د مسلمانو او ازار شوو ښځو لاسونه پښې يې وتړلې او هغوي ته يې وينه ورکړه. د صليبِ سرخ کسان راغلل او فاطمه او د هغې د ملګرو ديدار يې وکړ له هغې وروسته بيا يوه مياشت په روغتون کښې داخلې وې او څه موده وروسته ايران ته بيرته راغلې. په دې طريقه د فاطمه ناهيدي څلور کلن قيد او بند ختم شو. فهيمه . فهيمه باباييان پور, هغه بيلګه ښځه ده چې په تقوا، پرده، احسان او ميړنتوب کښې په عامو خاصو کښې مشهوره ده. هغه د څوارلسو کالو وه چې په ايران کښې انقلاب شورو شو او فهيمې د هغه وينو او پاڅون په ټولنو کښې ښه ګډون وکړ خپل ټول وجود يې د امام خمينی(ره) خدمت ته وسپارل. د انقلاب د کاميابيدو او تحميلي جنګ د شورو کيدو وروسته هم، هغې همدارنګ د دې انقلاب په هکله سوچونه کول، تر دې چې د 1360کال د ابان په مياشتې کښې غلام رضا صادق زاده د هغې غوښتلو له راغے او فهيمه ورته په ځواب کښې هو! وکړل هغه کس چې له هغه پرته يې بل څوک د ځان لپاره دوست او همسفر نه ليدۀ. هغه ته يې هو! وکړل او د داسې کس مينه يې په زړه کښې واچوله چې د هغې په کامل او پوره انسان جوړيدو کښې مرسته وکړي. هغې د خپلې غوښتې نه يوه ورځ وړاندې خوب ليدلې ؤ چې غلام رضا په ډېرو بمونو کښې شهيديږي، او د دې لپاسه دا غوښته قبول د دې څرګندونه کوي چې هغې له دنيا زړه پرې کړې ؤ او خداي ته رسيدلې ښځه وه. د ابان د مياشتې په ديارلسم تاريخ د هغې نکاح وشوله او غلام رضا په 24 ابان باندې جنګ ته روان شو. او د جنګ په ميدان کښې به په داسې لارې تللو چې په خپل ټوک ټوک بدن سره د فهيمې زړه ته ارامښت ورکړي. فهيمه هم هر وخت د داسې استاذ هدايت او پوهې اوريدو ته ناسته وه چې په خپله شاګرده هم وه. لومړنۍ ليک چې له غلام رضا نه د هغې لاس ته راورسيد د هغۀ وصيت ؤ. فهيمه ورته په ځواب کښې وليکل: خپل وصيت دې په دويم ليک کښې پوره کړه!. کله چې به غلام رضا له جنګه کور ته راغے نو فهيمه به ورته ويل چې د جنګ د ميدان کيسې راته وکړه او دا راته ووايه چې ستا ملګري د بمونو په ميدان کښې څنګه شهيديږي. غلام رضا به ورته خبرې کولې او د سبق شاګردې به ترې د حقيقت او فداکارۍ سبق اخستو او د شپې به يې په عبادت کښې اوښې ورولې. د فتح المبين د کاروايۍ وروسته غلام رضا له جنګه راستون شو، فهيمه سره د هغه، د واده کونې لپاره جماران (د امام خمينی(رح) کور) ته لاړل. او کله چې امام خمينی(رح) له فهيمه نه د نکاح تړلو اجازت (وکالت) راخسته نو فهيمه ورته وويل: زما جواب په يو شرط سره هو! دے!. تپوس ترې وشو چې هغه کوم شرط دے؟ فهيمه امام ته وويل: په دې شرط چې ته مونږ دواړو لپاره په دې دنيا کښې د شهادت دعا وکړې او په اخرت کښې زمونږ شفاعت قبول کړې. له نکاح وروسته فهيمه او غلام رضا د شيهيدانو د زيارت لپاره بهشت زهراء ته لاړل او شهيدانو سره يې د جدا نه شونې لوظ او وعده وکړه. يو ځل بيا غلام رضا جنګ ته لاړ او په بيت المقدس نومې جنګ کښې يې ښه ګډون وکړ او د خرمشهر د فتح کيدو نه بعد تهران ته ستون شو. فهيمه بيا په خوب کښې ليدلي ؤ چې غلام رضا شهيديږي. له همدې وجې ورته يقين ؤ چې دا سفر به د هغه اخرنۍ سفر وي. له همدې وجې يې مور ته وايي: غلام رضا ته ښه وګوره ځکه چې بيا به هغه ونۀ وينې. او کيدې شي هماغه سفر کښې ؤ چې فهيمه جمکران (د دولسم امام جمات) ته تلې وه او غلام رضا ورته ويلي ؤ، نو له خدايه غواړي چې ميړه يې شهيد شي. د 1361 کال د تير د مياشتې په شپږمه ورځ غلام رضا شهيد شو. فهيمه په سپينو جامو کښې د خپل خاوند ټوک ټوک بدن ته راغله، د وادۀ د ورځې ګلونه يې په لاس کښې راخستې وو او ښه په ډاډګيرنې سره د جنازې د خلکو سره روانه شوه او غږ به يې کاوۀ: اي زما شهيد خاونده لاره به دې جاري وي. او په لوړ اواز سره به يې وويل: رِضاَ بِرِضَائِكَ، خدايه ستا په رضا راضي يم او له هغې وروسته فهيمه د خپل خاوند غلام رضا د پيغام رسوونکي شوه. په ښاريه او کلو کښې، په جماتونو او کورونو کښې په بهشت زهراء مقبرو او په بيله توګه د شهيدانو په کورنو کښې هغې په هغه لار قدم کيښودۀ چې د کومې يې غلام رضا سره وعده کړې وه. څه ورځې وروسته يې د غلام رضا په غوښتې دويم وادۀ وکړ او بيا يې د خپل ميړه ورور علی رضا سره يې ګډ ژوند شورو کړ. علی رضاچې يو طالبعلم ؤ د فهيمه له زده کړې يې د معرفت سبق زده کړ او د علی رضا په خوښې يې په رفاه، بهار ازادي او روشنګر غوندې سکولونو کښې سبق ښودل شورو کړل او همدارنګ د جنګ ميدان ته په مرسته کولو کښې له ټولو وړاندې وه او په طالبعلمانو کښې يې يو نوې جوش  پيدا کړ. د هغوي د وادۀ لا دويمه ورځ وه چې علی رضا جنګ ته لاړ. د علی رضا د جنګ نه له راتللو وروسته د هغوي ژوند بيا شورو شو. او د هغوي د زوي غلام رضا د زيږيدنې سره د هغوي ژوند نور هم ښه شو خو دنيا هيڅکله هغه ونه غولوله. په 1364 کال کښې چې جنګ ته د نورې مرستې ضرورت شو نو فهيمه خپل دويم خاوند وويل چې ما له شرم راځي چې جنګ ته د ځوانانو ضرورت دے او ته دلته يې. د هغې ورځې په سبا عليرضا جنګ ته روان شو. هر وخت به چې علی رضا په مرخصۍ راغلو او بيا به بيرته تللو نو هغې به ورله بوټان پالش کول. سامان به يې ورله تيارول او خپل خوږ خاوند سره به يې د وينو او اور ميدان ته په تللو کښې بدرګه کوله. فهيمه څه وخت لپاره قم ته راغله چې د خاوند په خوا کښې د اسلامي علمونو نه ګټه واخلي. خو ډېر عمر يې ونه کړ او هغه د 1367 کال د فروردين د مياشتې په 27 نيټه، وروسته له دې چې حضرت معصومه بي بي له زيارته يې طواف وکړ په ډېر غم سره د خپل هميشني معشوق، پروردګار عالم اړخ ته لاړه.