Drawer trigger

اسرائيل او د فلسطين اسلامی مځکه

د فلسطين مځکه، د درو  برصغيرو، يورب، آفريقا او آسيا د ملاويدو يوه کړۍ او مهمه لاره ده. لدې کبله پرله پسې د تاريخ په اوږدوکښې دواکمندانو او جنگي قومندانان د بريدونو او د يرغل معرض  جوړ وو، او هغې هميشه د تسلط لپاره د فلسيطن په بندری ښارونو او تجارتی لارو باندې هر نوې راغلې زور، يا به د دې مځکه اولس سره ملحق شول او يا به د بل فاتح فوج په لاس به وغړيدل.

د دويمې هجری قمری  نه ورستو د فلسطين  اکثر اولس  عرب وو چې ژبه او کلتور يې سره يو او مشترک ؤ. د فلسطين ښارونه لکه بيت المقدس، د عربو د تمدن مرکزونه وو چې ترې يو شمير زيات انديشمندان ، شاعران  او دينی عالمان پورته شوې دې. د اسلام له څرګنديدلو نه پس بيا هم  په دې مځکه کښې ديهوديانو او د مسحيانو ډيرې کمې غونډې په خپل مذهب باقی پاتی شوې وو، خو ورو ورو، د فلسطين اکثره خلک مسلمان شول.  په ۱۵۱۷ م کښې د عثمانی امپراتورۍ پراخوالې سره، سلطان سليم پاشاه دغه امپراتورې د فلسطين  تر چارچاپيرو سيمو ته وګرځولو او څلورسوه کاله ورستو ترک عثمانيانو په فلسطين دا سوريه د يوې اداری برخې په توګه ستر حکومت کولو.

د عثمانی امپراطورۍ، د ميلادی له اتلسمې پيړې په ابتدا کښې، په تدريج  سره کمزورې شوه او د عثمانی سلطنت لاندې اولسو لکه چې صربستان( يوګسلاوي)، رومان ، مصر، بلغستان او يونان اولسوله يو بله ورستو د خپلواکے غوښته وکړه او د عثمانی امپراطوری په مختلف هيوادونو کښې تقسيم شوه.

د  اروپا استعماری طاقتونو په تيره بيا انګلستان، د عثمانی له دې تدريجی کمزورے نه استفاده وکړه،او د مختلف اولسې بغاوتونو مرستې سره يې په عثمانی حکومت بريالې ترلاسه کړه. په تيره بيا د برطانيه آرمان وو چې د منځني ختيځ حکومت خپل کړې. دغه  آرمان د هر څه نه  واړندې دخپل تجارتی څيزونو خرڅ لپاره يو نوې بازار جوړول وو، انګلستان د دوو پيړو راسې دا توان موندلې وو چې د آسيا، آفريقی او د امريکی ټول مال دولت تالا کړې او د سره زر، د سپين زر، د کتان ، د مرچ مساله او نور ډير زيات دولت يې پټ کړې او له دغه ځينې دولت د کارخانو او د صنعتی مرکزونو په لار کښې پکار را ولې او له دې سره د نړۍ له ټولو لوې صنعتی  هيواد وګرځې، له هغه راهيسته چى د برطانيا حکومت  په صنعت او کارخانوکښې هر کال په پرله زيات تېر کال نوې څيزونه جوړول، نو د برطانيه  تمه لروونکې حکومتونه، سوداګر او د کارخانو خاوندان د خپل څيزونو خرڅ لپاره د نوی بازار غوستوونکې وو.

د 1838ميلادی کال کښې،انګلستان د برطانيا او د ترکي تر منځه شوے قرداد،په عثمانی حکومت باندې تحميل کړو. د دې قرارداد له مخې،انګلستانی سوداګران د څيزونو خرڅ لپاره به د عرب بازارونو کښې پوره آزادی لرله. البته انګلستان د اقتصاد  پر مخ تګ سره سره خپل سياسی نفوذ لپاره د نوې لارو په فکر کښې هم وو. دانګلستان سياست مداره ډله په دې فکر کښې وو، چې د مذهبی اقليتی ډلو په حمايت سره فلسطين کښې د پښى ايښودو ځې جوړ کړې. د اروپا نور طاقتونو هم د مسيحی وړو ډلو حمايت سره  په فلسطين کښې يو خاص مقام جوړ کړې وو، د نمونې لپاره، لکه څنګه چې مسيحيان به  په فلسطين کښې ډيرو ټکس ورکولو او عدالتونو ته تللو نه معاف  ؤو. انګلستان اراده وکړه چې له د شل زره يهوديانو نه چې په فلسطين  کښې يې ژوند کولو حمايت وکړی. هم لپاره دې يې په 1840 ميلادی کال کښې په بيت المقدس کښې خپله  سفارتخانه جوړه کړه.

د يهوديانو نه حمايت  کول يوازې لومړنی ګام وو؛ ځکه چې د دې هيواد سياست مدارانو مقصد د جلاوطنه يهوديانو ميشته لپاره د په فلسطين کښې د مځکه تأسيس  او د دې په مرسته د پوره مځکې څارنه په لاس کښې واخلې.

په 1840 ميلادی کال کښې، لرډپالمرسټون( 2)  ـ چې د انګلستان د اصيلې او د زورورې کورونۍ څخه ؤـ د برطانيه له حکومته درخواست وکړو چې د اروپا د يهوديانو فلسطين ته د هجرت کول سره کمک تصويب کړې. هغه په دې باور لرلو چې له کاره به ستر امپراتور، برطانيا ډيره ګټه پورته کړې. په هغه وخت کښې هندوستان د برطانيا لپاره له ټولو زيات مالدارا مستعمره وه مالوچ اصلې منبع د انګلستان له نساجي صنعت شمرلې شو. په دې ډول، په فلسطين کښې د يهوديانو د مرکب جوړښت ، د هند او د انګلستان ترمنځه د برطانيه د منافع لپاره د تجارت يوه مهمه لاره ګرځول وو.

په 1875 ميلادی کال کښې انګلستانيانو د سوئز کانال چې تازه جوړ شوے وو کنترل ترلاسه کړو. له دې نه ورستو د انګلستان سوداګرو کولې شو،چې د اوروپا او هندوستان تر منځه  لار په نيم وخت کښې د کشتې په ذريعه  ترڅره کړې.

لارډ شافتسبری، په 1876 ميلادی کال کښې په  ښکاره د برطانيا استعماری نيت دا رنګ څرګنده کړو:

ډير زر به سوريه او فلسطين دواړه هيوادونو پريمانه مهم شې. ځکه چې دغه هيوادونه  د اولس او د سرمايه نشتوالې سره مخامخ دې او يهوديان کولې شې چې دغه کمې پورا کړې. آيا انګلستان به د دغو چارو  ترلاسه کولو لپاره يوه خاص سرمايه  نه لري؟ که د انګلستان يو مخالف هيواد له سوريه يو قدم ځاے هم ترسه کړو نو دا به د انګلستان په مخ لويه څپيړه وې. د انګلستان حکومت چې له کينيډه د کلکلتې او د اسټرليا پورې پراخوالې لرې، په دوو  برخوکښې  تقسيمېږې.انګلستان بايد سوريه د ځان لپاره اوساتی او له دی نه ورستو په فلسطين کښې آباد يهوديان  به د انګلستان د حمايت او مرستې لپاره ډير مهم کارونو وکړی.

د صهيونيسم د پرمختګ او د بدلون تاريخي مراحل

 صهيونيسم(Zionism)، ديهويانو يوه اولسی غورځنګ دې، له دې ډلې هدف ؤ چې په فلسطين کښې د پهوديانو يوخپلواک حکومت جوړ کړې. صهونيزم د يهوديت يو دنيا پرست او اولس پرست ډله ده، د يهودستيزی رامنځته شوې نوې څپه د 19پيړی  په  آخرته وجود کښې راغلې. دغې غورځنګ خپل نوم په اورشليم کښې د صهيون نومی غر نه اخستلے دے، چې ظاهرا په دغه ځاے کښې د حضرت داوود عليه السلام  مقبره  ده، صهيون لفظ، ورورو د دې سپيځلې مځکه سيمبول شو، د صهيونسو له نظره، د دې مځکه نه بهر يهوديان د جلاوطنۍ ژوند کوې او اصل ژوند يوازې هم هلته ممکن دې.

فلسطين، چې په  عبرانی ژبه کښې ورته  د اسرائيلو مځکه ويللې کيږي، د يهوديان د عقيده له مخې هماغه موعوده ځمکه ده چې الله تعالی يې بني اسرائيلو ته وعده ورکړې. د بيت المقدس ( اورشليم) له ويجاړيدو نه ورسته په 70 ميلادی کال کښې يهوديان د رومنيانو په لاس له فلسطين  وشړلې شول او له دې نه ورسته به يې په مختلف هيوادونو کښې شيندلي او د اقليت په توګه د جلا ژوند کولو او په ځينه وخت کښې به ورته  ځورونې ورکولې او پوزه ته يې راوستې وو، خو ولې څولښتيزونګ او ويش سره يې بيا هم خپل دينی او کلتوری( ثقافت) وحدت حفظ کړو. ډيرو يهوديانو به هميشه دغه آرمان  کولو، چې هغوې يو ځل بيا د فلسطين مځکې ته واپس راشې او يا يې ترلاسه کړی.د موعود مځکه سره د تعلق احساس، د تاريخ په اږدو کښې تل يهوديانوته الهام ورکونکې وه. د هغوې دمذهبی متنونو له مخې دغه مقدسه او پاکه مځکه به له بني اسرائيلو څخه د يو پيغمبراو يو دينی حکومت په لاس به ترلاسه کښېږې، ځينو مسيحيانو هم د فلسطين مځکه ته ګرځيدلو فکر کولو، خو ولې هيڅکله دا فکر جدی نه دې اخستلې شوې. په نولسمې پيړې کښې د يهود دښمنی  جريانونه په اروپا کښې زيات شول او د هغې له عکس العمل نه د صهونيزم جريانونه په وجود کښې راغلل.

دصهيونزم د غورځنګ بنسټ ايښودونکې، د اتريشي ورځ پاڼه خبريال يعنی تئودور هرتزل  (1860- 1904) دے. هرتزل د يهوديانوحکومت کتاب ليکلو سره خپل نظر ـ په فلسطين کښې د يهودی خپلواکه حکومت ضروت –يهودی ټولنې ته واړاندې کړو. هرتزل د صهونيزم  يو مذهبی اصطلاح د يوې اوږدې مودې سياسي ستراتيژي ته بدله کړه او  په فلسطين کښې د يهوديانو خوانې عقيده او سنت (يعنی په موعودې ځمکې باندې د منجی پيغمر په ذريعې د الهی حکومت جوړول) يې د پښه لاندې کړو، ځکه چې د هغۀ غوښتۀ په فلسطين کښې د سکولارزم حکومت وو. هغه باورې وو چې  يهوديان بهرنی  زورونو څخه مجبور دې چې په فلسطين کښې يو خپلواکه حکومت قبول کړې او آرام سره خپل ژوند تير کړی.

د صهونيسم لومړې غونډه په 1897 ميلادی کال د سوئيس په بازل کښې وشوه او پکښې صهونيستو د خپل هدف په فلسطين کښې د يهوديانو د ملی حکومت جوړولو په رسمی توګه اعلان وکړو. د صهونسټو مرکزاو د هرتزل د ناستي ځاې وين  وو، تر 1901ميلادی کاله هر کال او د هغې نه ورسته يو ځل په هرو دوو کلونو کښې د صهيونيسم د کانګرس يوه نړې واله غونده جوړې ده.

دغه وخت د يهوديانو ترمنځه  صهيونستان اقليت کښې وو او يوازې د اوروپا ځينې مشرقی او مرکزی يهوديانو به ترې حمايت کولو. د صهيونيسم په مقابله کښې ديهوديانو په غونډه کښې د اروپا يو لوړ مقام لرلو چې نتيجه يې د يهودي فکر روښانې Haskala وه. د دغه غورځنګ (چې په 17او 18 ميلادی کال  کښې جوړ شوې وو) مشرانو هميشه  به کوشش کولو چې هغه يهوديان چې په سنتی توګه د اروپا کلتور او د ټولنه نه بيل وو، هغې د غرب ادب او کلتور سره آشنا کړې او د اروپا ټولنه او کلتور کښې هغې لپاره د ګډون لار برابر کړې. هم له دې امله ، دغه کار، د شخصی چارو په هکله، په يهوديانو کښې د غير مذهبی ښودنه او د مادی کلتور  پراختيا کوې.  په عمومی توګه د دغې ډلې هدف، د يهوديانو د يو لوې کلتور خو د يهوديت په رڼا کښې او د عصری کلتور ټينګار سره، بنياد اښودل وو، هرتزل اګرچه د اروپا ټولنه کښې د يهوديانو دا عمل زړه پورې کار بللو، خوبيا هم باوري ؤ، چې په اروپا کښې د يهوديانو په خلاف موجود حالاتو له امله دغه کار امکان نه لرې. صهيونيزم  سره د لږ شمير يو محکم سازمان او يو لوې مالی ملاتړ لرلو. د هغوي ورځپاڼې به د نړې په  ډيرو ژبو کښې خپريدل. د صهيونيزم  ستر تبليغات او ځيرکې د صهيونيستو د برياليتوب اصلي عواملونه شماريږې.

هرتزل د صهيونستو  آرمان پوره کيدلو لپاره له ټولو نه وړاندې سلطان عثمانی ته وړانديز ورکړه، چې هغه د فلسطين د خپلواکې اعلان وکړی او دغې سيمې ته د يهوديانو د هجرت لاره هواره کړې، خو سلطان عثمانی د هغۀ دغه وړانديز قبول نه کړو او دانګلينډ سره يې مراجعه وکړه. د انګلستانيانو وړانديز وو چې يهوديانو ته د اوګانډا نا استوګنی سيمې انتقال وو، د صهيونيزم اقليت  د دې وړانديز حمايت وکړو، خو هرتزل او نورو ډيرو يهوديان د فلسطين د مځکه غوښتوونکې وو. او په 1905 ميلادی کال کښې د صهيونستو غونډه د فلسطين نه علاوه په بل ځاے کښې د يهوديانو حکومت جوړل باطل وګرځول.

په 1904 ميلادی کال کښې هرتزل مړ شو او د صهيونستو مرکز کلن ته اوله دې نه ورستو برلين ته او د برلين نه ورستو لندن ته بدل شو. د نړيوال وړمبني جنګ نه مخکښې د يهوديانو اقليت چې په روس او د  مشرقی اروپا او په تيره لهستان کښې اوسيدونکېو صهيونيسم تشکيلولو، خو ولې مشروالی او واکمنۍ يې د آلمان او د اتريشي يهوديانو په لاس وا. صهيونستو ډير کوششونو سره عبري ژبې او يهوديت کلتور ژوندې کولو او هغه به يې خپراولو او په ډيره لږه موده کښې يې سترې کاميابے په د هغه برخه کښې تر لاسه کړې.

په 1905 ميلادی کال کښې د روس انقلاب شکست او د تزاری حکومت  زور سره د يهوديانو  يو شمير ځوانان فلسطين ته واستولې شو. په 1914 ميلادی کال کښې تقريبا 90 زره يهوديانو په فلسطين کښې ژوند کولو، او تر 13 زره يهوديان د مهاجرو جوړ شوې ښارونو کښې ژوند کولو. د ډيرو نه به بارون روتمپليد(احتمالا روتچيلد ترې منظور وو) چې يو فرانسوی شتمن يهودی وو حمايت کولو، د وړمبني نړيوال جنګ په موده کښې صهيونيزم ډير زر ترقی وکړه او د هغې مشروالی روسي تبار يهوديانو ته چې د برطانيا اوسيدونکی وو منتقل شوه. په دې وخت کښې حييم وايزمن ،چې ورستو د اسرائيلو وړمبينې صدر وټاکلې شو، ډير زيات کوششونه  وکړل چې د برطانيا له حکومت نه په فلسطين کښې د يهوديانو د ملي حکومت  جوړښت لپاره لوز واخلې. آخر دا چې په 1917 ميلادی کال کښې سمدلاسه د انګلينډ دبهرنې چارو وزير اعلان وکړو چې دانګلينډ حکومت لوز ورکوې چې په فلسطين کښې د يهوديانو حکومت د جوړښت حمايت کوې. دغه اعلاميه سره چې د بالفور اعلاميه  په نوم مشهور ده، لومبړې ځل د اسرائيل نومی هيواد خښته ايښودلې شوه.  په حقيقت کښې دعمثانيانو او د انګلستانيانو جنګ، د صهيونستی يهوديانو په ګټه تمام شو. له دې جنګ نه ورستو عثمانی حکومت دړې وړې شو او د فلسطين واک انګليستان ته وسپارلې شواو هم دی ترتيب سره د بالفور لوز  وخت را ورسيد. او له بل طرفه مهاجر يهوديانو په فلسطين کښې د خپل ښارونه او کلي تاسيسول شروع کړل او د يهوديانو خپلواک موسسی او پوهنيزی اداری آزادې سره جوړول شروع کړې.

په 1925 ميلادی کال کښې په فلسطين کښې د يهوديانو تعداد108 زره وو او په 1933 ميلادی کال کښې 238 زرو ته ورسيد يعنی د فلسطين 20 فيصد اولس يهود وو. د هيټلر راتلو سره د مهاجرت سلسله ورو شوه، خو ولې هغه  زورونۍ چې نازيانو يهوديان ته ورکولې هغې مجبور کړل او د مهاجرت سلسله  يې دوباره زياته شوه. د عرب مسلمانانو چې ديهوديانو نه او د هغوي نه د انګليستان حمايت  کولو سره خطره محسوسوله نو هغې څوځله تر کلونو راڅې د ۱۹۲۹ نه تر ۱۹۳۹ پورې خپل مظاهرې او اعتراضات ته شکل ورکړو او انګلستان يې مشکلات سره مخامخ کړو، د دويم نړيوال جنګ نه ورستو د صهيونستو طرفداران زيات شول، په تيره بيا د امريکې دولتمند يهوديان دهغوي مالی مرسته وکړه او له دې نه ورستو د صهيونستو مهمو طرفدرانو کښې شمار شول او صهيونستو د هاګانا په نوم يو ترورستی  سازمان تشکيل کړو چې هغې په فلسطين کښې فتنه او فساد جوړکړو.

د دويم نړيوال جنګ نه ورستو چې مسلمانانو د يهوديانو ترمنځه اختلاف د زياتيدو سبب جوړ شوے وو، د برطانيا حکومت د فلسطين مسئله اقوام متحده ته په لاس کښې ورکړه او مشوره يې ورکړه چې په دې سيمه کښې د عربو او د يهودو دوه خپلواک حکومتونه جوړ کړلې شې او بيت المقدس  بين الاقوامی ښار وټاکلې شې. اقوام متحده دغه مشوره قبول کړه او  تأيد لپاره يې قطعنامه هم صادره کړه . د دې قطعنامه  نه ورستو د اسرائيلو هيواد ډير تيزی سره وجود کښې راغللو، (1948)او هغې پسې د اسرائيلو او د عربو تر منځه  وړمبينۍ ځل جنګ شروع شو. په دې جنګ کښې اسرائيلو د قطعنامه مطابق  ټاکلی شوې ځينو نه حدودو زيات کړل او د عربو هيوادونه يې يرغمال  کړل،  او 800 زره فلسطينيان يې له خپل هيواده  بي ځايه کړل، اوبالاخره د صهيونستو د لومړې غونډه نه پنځوس کاله ورستو د اسرائيلو حکومت جوړ کړې شو.

د صهيونستو دغې غورځنګ خپل هدف ترلاسه کولو لپاره د دهشتګردې او په ستره توګه د تبليغاتو نه استفاده کوله. د دغې دشتګردے سازمان هم د صهيونيستو په فلسطين کښې راتللو سره د مسلمانانو قتل و غارت لاس پورې کړو او د فلسطينيانو ويريل او د فلسطين نه شړل يې شروع کړل او د اسرائيلو حکومت هم له دغو چارو  پيروی کوې.

په هر حال د اسرئيلو له حکومت نه پس د صهيونستو موسسو کوششونه شروع کړل چې د نړې يهوديان مهاجرت لپاره تشوق کړې. د صهيونسټو دغه نظريه ډيرو يهوديانو نه خواښوله چې هغوي له اسرائيل نه بهر په جلاوطنۍ کښې  ژوندوکړې ځکه چې هغوي باوری وو، چې د يهوديانو کامل او سالم ژوند فقط په اسرائيلو کښې ممکن دے. نو دا رنګ د صهيونستو افراطی او بنسټ پاله ډلې به د يو لوې يهودی هيواد لپاره د جبر او د پوځي تسلط لپاره په سر کښې سمسوروې وو هغه د چا خبره چې د نيل نه تر فراته پورې وسعت لرلو .1

د سرطان دانه (اسرائيل) په جوړښت کښې د غرب لاس:

صيونيسم، د هغه وخت پيداښت دې چې د غرب د سرمايه ­داري پراختيا او انتقال د امپرياليسم مرحله ته داخلېدله، په دهغه موده کښې  ټول لوې طاقتونه  د خپلو استعماری ګټو ترلاسه کولو لپاره په مشرق وسطه کښې هغه فعاليت کولو  چى ځان لپاره د پښه ايښودو ځاى پيدا کړې، له دې هدف ترلاسه کولو لپاره لومړي ځل ناپلئون بنارت، ( د فرانس بادشاه) د يهوديانوپه مرسته په عثمانی حکومت حمله وکړه ، خو په دې کار کښې يې څه خاص ګټه تر لاسه نکړه. له دې نه ورسته د المان سابق صدراعظم، بيسمارک، د پټلۍ(ريل لار) څارنه سره، چې د المان له ښار برن نه واخله  تر بغداده پورې تيريدله، د يهوديانو جذبولو او هغوي ته روزګار ورکولو باندې ګوتې پورې کړې،2خو په اخيره کښې د انګلستان وو چې خپل په خوانې آرمان يې پورا کړو، يعنی د صهيونسټو فکر خپرول او د مشرقې اروپا، روس او د غرب يهوديان فلسطين ته د هجرت او د يو يهودی حکومت جوړښت لپاره تشويقول چې  د انګلستان  د ګټه ساتوونکېوې،  يې ترلاسه کړو.3

د صهيونسم او د قدس نيوونکې رژيم په جوړښت کښې د استعمارې په لوې لوې قدرتونو په تيره د انګلستان د لاس ډير دليلونه موجود دې؛ د نمونې لپاره،  لکه څنګه چې 1840 ميلادی کال کښې د لندن تايمز نومې ورځپاڼې  اعتراف کړے وو چې په فلسطين ځمکې باندې د يهوديانو اوسيدنکو په حقله د نړۍ پينځه لويوطاقتونو حمايت کړے دے. له دې  نه ورسته هرتزل څرګنده کړه ‎‎« د پلارينې ځمکې ته زمونږ بيرته ګرځيدنه، ترټولوغوره سياسی او د لوې طاقتونو زړه پورې مساله ده چې په آسيا کښې په ډيرعروج باندې ده». خو لکه څنګه چې مخکښې بيان شؤ، چې انګريزان د اروپا له نورو طاقتونو نه واړندې د صهيونسټو فکر خپرول شروع کړل4، او د اسرائيلو غاصب حکومت لپاره يې لاره خلاسه کړه. له بلې وينا سره، په صهيونيستانو کښې د يوې لوې جګړه نه پس په اخيره کښې انګلوفيل چې وايزمن سره مربوط وو 5  د يهوديانو لپاره د اخيری ځې په توګه  فلسطين(د انګلستان د خوښه ځۍ ) تثبيتولو کښې کامياب شول 6.

يهوديان فقط د يو داڅې حکومت غوښتوونکې وو چې د منځنې ختيځ يوې حساس او استراتژيک سيمه کښې د غرب د ګټو ساتوونکې وې؛ ځکه چې د برطانيا او د مسيحی صهيونستو اووم سياسی کس، لرډ ارل شافتسربی باورې وو چې  په فلسطين کښې د يهوديانو اوسيدل نه يوازې دا چې د انګلستان لپاره سودمند دې بلکه د ټولې نړۍ متمدن عجل الله تعالی فرجه الشريف (غرب) لپاره هم سود لرې. هرتزل هم په دغې باورې وو چې په منځنې ختيځ کښې  يهوديان به د غرب مشکلاتو حل کوونکې وې، د صهيونيستو کښې معروف ماکس نوردو، معتقد وو:

«مونږ به د اروپا کلتورنه .....  هم دا رنګ ساتنه کوو، زمونږ دا فکر چې بايد مونږ آسيايی شو خندا کوو، » د مسيحيانو يو کشيش په غوره توګه دغه پيشنهاد وړاندې کړې وو چې د انګلستان د حکومت لاندې د هندوستان ساتللو لپاره ضروری ده چې يهوديان په فلسطين کښې ژوند وکړی. خو بيا هم صهيونيست خپل ځان  د غرب د تمدن او د کلتور رڼا وړونکې ګڼی چې کوشش کوې ډموکرسې په منځنې ختيځ کښې او د هغې په زړه کښې حاکم ګرې.8

نتيجه يې دا چې د غرب سياسی، کلتوری، اقتصادی او نظامی اړتيا په تيره بيا د انګلستان اړتيا د صهيونيسم د فکری جريان او په فلسطين کښې د يهوديانو اوسيدلو سبب شو؛ هغه جريان چې يهوديت يې غير دينی او سياسې وګرځولواو په منځنې ختيځ کښې استعاری منافعو ته د عمل جامه ورکړه او ساتونکې يې وو، په داسې حال چې ديندار يهوديت ممکنه وه چې دغرب لپاره لوې خطر وې.9

حوالې:

1. محمود حکيمي، نگاهي به تاريخ معاصر جهان يا بحران‌هاي عصر ما

2. عبدالرسول بيات، فرهنگ واژه‌ها، صص 367 ـ 372.

3. يوري ايوانف، صهيونيسم، ترجمه: ابراهيم يونسي، صص 13، 45، 48، 54.

4. د ماکس نورد ،له نظره د صهيونسټو له مشران په شلمې صدې کښې، صهيونيسم اختراع               انګليستنک: صهيونيسم، ص 51.

5. صهيونيسم، صص 18، 47، 51 و 85.

6. صهيونيسم، صص 18، 47، 51 و 85.

7. عبدالوهاب الميسري، صهيونيسم، ترجمه: لواء رودباري.

۸ . لومړی، ص 29.