Drawer trigger

په اسلامی ولسواکه نظام کې دولی فقیه اختیارات

دوستانو دایران داسلامی جمهوری نظام یودینی اوولسي نظام په نامه دلړۍ له نننۍبرخې سره ستاسوپه خدمت کې یو .په تیروپروګرامونوکې موپه نړۍ کې ددیني ولسواکۍدیوازنۍبیلګې په توګه دایران داسلامی جمهوریت دنظام جوړښت درمعرفي کړ . په تیر پروګرام کې مو درهبرۍ دټاکل کیدو د رودې په باب درسره وغږییدو. د رهبری انتخاب هغوځانګړوحساسوصفتونوته په پام سره چې قانون جوړونکودایران په اسلامی جمهوری نظام کې درهبرۍ لپاره تعریف کړي دي،په ډيموکراټيکونظامونوکې له شته تجروبو څخه مختلفې کړنې اولارې چارې غواړي . دایران داسلامی جمهوریت داساسی قانون په اساس درهبرۍ ټاکنه درهبرۍ دخبرګانو شوراپه غاړه ده .په دغې شوراکې داسلامی علومو اودټولنې دورځې دمسئلوباندې خبرعالمان شامل دی چې دخلکو په نیغ په نیغه رایو سره ټاکل کیږي . په ننني پروګرام کې ستاسو پام داسلامی ولسواکۍ په نظام کې دخورا لوړ مقام په توګه دولی فقیه اختیاراتواودندوته رااړوو.دایران داسلامی جمهوریت داساسی قانون په ۵۷مادې کې راغلی د ي :،دایران په اسلامی جمهوریت کې واکمنې قواوې مقننه قوه ، مجریه قوه او قضایه قوه چې د امت دامام اودمطلقه ولی فقیه ترنظرلاندې ددغه قانون دراتلونکو اصولو په اساس اعمالیږي . دغه قواوې له یوه بله خپلواکه دي :. په یاد شوي مادې کې ددروواړو قواؤ شتون او له یوه بله ئې خپلواکي ، ددنیا دلازیاتو هیوادونو په څير په رسمیَت پيژندل شوې ده . رهبري په دروواړو قواؤ باندې برلاسه ده او پرهغوي څارنه کوي . ځيني اورګانونه او ادارې په دې ډول دي چې که دهغوي مشري یوې قوا یا اورګان ته وسپارل شي ، نو دهغه اورګان دقدرت دزیاتیدا سبب به شي ،لکه څنګه چې په ځینو هیوادونو کې همداسې دي او دستونزودرامینځةکیدا سبب شوي دي دایران په اسلامی جمهوری نظام کې ددغه ډول نیمګړتیاؤدمخنیوي لپاره دوسله وال پوځ،دریډیواوټيلیوژن دادارې په څير داورګانونواو ادارو د لوړپوړو مسئولانو منصوبیدل او لیرې کول دولی فقیه په غاړه اچول شوي دي .دا داسې امتیاز دی چې دنړۍ په نورو حکومتی نظامونو کې نه ترسترګوکیږي .داساسی قانون یو سل لسمې مادې ، درهبر اختیارات اودندې په ډير دقیق ډول مشخصې کړي دي . ددغه اصل په اساس درهبر دندې او اختیارات په څوبرخو ویشل شوي دي داساسی قانون یوسل لسمې مادې څلور مهمې دندې درهبر په غاړه ایښی دي،لومړۍ دنده دایران داسلامی جمهوری نظام دکلی سیاستونو بیانول دي . درهبرۍ ستر مقام دمعمول په اساس دنظام دکلی سیاستونو بیانول دنظام دمصلحت پيژندونکي ټولنې په غاړه اچولی دي چې دهغه یو مشورتي مټ دی . درهبرۍ دوهم مهم مسئولیت دنظام دکلی سیاستونوپر غوره او ښې اجرا څارنه ده . رهبری هماغه ډول چې دنظام دکلی سیاستونو دبیانولو او حکومتی اورګانونوته ئې دوړاندې کولو مسئولیت په غاړه لري ، ددغو سیاستونو پرښې اجرا دڅارنې دنده هم لري .دایران د اسلامی جمهوری نظام په اساسی قانون کې مجریه ،مقننه اوقضایه درې واړه قواوې یا اورګانونه په عمل کې پخپلو دندو اواختیاراتوکې خپلواکه دي .په عین حال کې هغودندو او دغږملتیااو ملګرتیا مکانیزم ته پام سره چې ددغو قواؤ ترمینځ تعریف شوی دیدهغو ترمینځ اختلاف ،یوه څرګنده چاره ده،لکه څنګه چې رهبري،ددرو واړو قواؤ په سر کې ده،درهبرۍ یو مسئولیت ددرو واړو قواؤ داړیکو دمنظمولو او اختلافاتوحل کول دي .په هرهغه هیوادکې چې په ډيموکراټیکه روده اداره کیږي ،داسې ځیني مسئلې پيښیږي چې حل ئې دحکومتی اورګان له عهدې بهر دی .ځیني دغه ډول مسئلې هیوادونه دشخړو او دسیاسی بې ثباتیواوحتی دحکومت ترنسکوریداپورې پرمخ بوځي.په اسلامی ولسواکۍکې ددغه ډول مشکلاتو لپاره هم لاره چاره په نظر کې نیول شوې ده . درهبرۍ څلورم غټ اومهم مسئولیّت دنظام دهغوستونزو حل دی چې له عادي لارې دحل وړ نه وي . رهبري ،دهیواد او روحاني مقام له پلوه دلومړي شخصیت په توګه له هغو موضوعګانو اومشکلاتو سره په چلند کې چې حل ئې دقواؤ ،سیاسی بهیرونو ترمینځ او یا دبل دلیل له امله داختلافاتوپه علت دحکومتی اورګانونوپه وسیله له بندون سره مخامخ وي ، په هغو حکومتی احکامو په صادرولو سره چې اجرائې دټولو لپاره لازمه ده ، دغه ستونزې اومشکلات حل کوي دایران په اسلامی جمهوریت کې درهبرۍیوبل مهم مسئولیت ، دوسله والو ځواکونو اوپولیسو عمومی قومانداني ده . داساسی قانون دیوسل لسمې مادې په اساس دجنګ اوسولې اعلان او دځواک غونډول ، دپوّځ ،داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو اوپولیسو دقوماندانانو داستعفی ګانو منل او یادهغودمشرانو ټاکل اولیر کول درهبرۍ دستر مقام په غاړه دي. په لویدځي هیوادونو کې دغه ډول مسئولیتونه دمجریه قوې دمشر په غاړه وي او په دې ډول هغه ډير زیات قدرت لري چې خطره هم رامینځةکولی شي . خو ددینی ولسواکۍ دبیلګې په توګه دایران په اسلامی جمهوریت کې دوسله وال پوځ دټولو ځواکونو عمومی قومانده هم درهبر په غاړه اچول شوې ده چې له یوې قوایا سره هم اړوندوالی نه لري . درهبرۍ یوه بله دنده دخلکو له ټاکل کیدا وروسته دولسمشر دحکم لاسلیک کول اودغه راز داسلامی شورا له خوا هغه ته دبې کفایتۍ درائ له ورکولو او یا د دهیواد سترې محکمې دنظر په اساس له خپلوقانونی دندو څخه د سرغړونې او خلا ورزۍ له ثابیتیدووروسته دهغه لیرې کول دي . همداراز رهبري دولسمشر داستعفی ،مړینې ،اوږدې ناروغۍ او یا له دوو میاشتو زیات وخت پورې دهغه دنه حاضریدا په بڼه کې دهغه مسئولیت د ولسمشر لومړی مرستیال ته دهغه مسئولیتونه سپاري . دریفرینډم یا ټول پوښتنې دفرمان صادریدا هم درهبرۍ دستر مقام په اختیاراتو کې ده . داساسی قانون د ۵۹مادې په اساس په ډيرو مهمو سیاسی ،اقتصادي ، ټولنیزو اوکلتوری مسئلوکې ممکنه ده مقننه قوې دنده دټول پوښتنې او دخلکورایو ته نیغ په نیغه مراجعې سره ترسره شي . دټول پوښتنې ترسره کیدا دپارلیمان داستاذو په درو کې دوه برخې موافقې او درهبر فرمان صادریدا ته اړتیا لري . همداراز دساتندویه شورا یا شورای نګهبان دفقیهانو داستعفی ګانو دمنلو اویالیرې کول او منصوبول د اساسی قانون د ۹۱ او ۹۲ مادو په اساس درهبرۍ دستر مقام اختیارات دي . دغه شورا (ساتندویه شورا)داسلامی شورا مصوبې داساسی قانون اوشرعې سره دسمون له پلوه څيړي . دایران په اسلامی جمهوری نظام کې درهبرۍیوه خورا مهمه دنده دقضایه قوې دخورا لوړ مقام منصبول، لیرې کول او یا داستعفی منل اویا نه منل هم دي . همداراز داساسی قانون د ۱۵۷مادې په اساس دقضایه قوې دمشر په وړاندیزونو سره داسلامی اصولو په حدودو کې دمحکومینو دسزا کمول اویا بخښل هم درهبر اختیارات بلل شوي دی د دروواړو قواؤ یا او دنظام دکلی سیاستونو په باب درهبرۍ دستر مقام پراختیاراتو او دندو سربیره ، دایران داسلامی جمهوریت ځيني اورګانونه او ادارې درهبر په حکم سره جوړیږي یا دهغوي مشر درهبر په حکم سره منصوب کیږي . د اساسی قانون د یوسل لسم اصل دشپږمې مادې او د۱۷۵ اصل په اساس دایران دا سلامی جمهوریت دریډیو اوټيلیویژن دادارې دمشر منصوبول او لیرې کول درهبرۍ دسترمقام په اختیاراتوکې دي . البته د ولسمشر دقضایه قوې او داسلامی شورا له استاذو جوړه شواربه (چې دهراورګان پکې دوه استاذي وي ) پر دغه اورګان څارنه ولري . درهبرۍ دستر مقام یوه مهمه دنده دنظام دمصلحت پيژندونکي ټولنې څارنه هم ده . دغه ټولنه په پیل کې په اساسی قانون کې نه وه اټکل شوې ،خو وروسته وروسته دایران دپارلیمان (اسلامی شورا) او دساتندویه شورا ترمینځ داختلافاتو درامینځةکیدا په علت حضرت امام خمیني د رهبرۍ د سلاکار په توګه ددغه ډول اورګان دجوړیدا حکم صادر کړ. په ۱۹۸۹کال کې په اساسي قانون کې په بیاکتنې کې دغه ټولنه په رسمي توګه داساسی قانون برخه شوه . داساسی قانون دیو سل دولسم اصل په اساس ددغې ټولنې د ثابتو اوبدلیدونکو غړو ټاکل درهبرۍ دستر مقام اختیارات دي ، همداراز له ټولنې سره اړونده مقررات او اصول پخپله دټولنې دغړو په وسیله برابریږي او او بیا درهبرۍ دستر مقام له خوا تصویب اوتایدیږي . دهریوه اساسی قانون یو امتیاز داوی چې پکې د بیاکتنې روده مشخصه شوې وی ددې لپاره چې هروخت اصلاح او بیاکتنې ته اړتیا وي ، دقانون له لارې عملي شي . دایران د اسلامی جمهوریت په اساسی قانون کې په ۱۷۷اصل کې دغه بیا کتنه مشخصه شوې ده . ددغه اصل په اساس ، د بیاکتنې او همداراز داساسی قانون داصلاح اوبدلولو موردونه درهبرۍ د ستر مقام په غاړه دي .پر دې سربیره دبیاکتنې مصوبې باید درهبرۍ دستر مقام په لاس لاسلیک شي اووروسته عمومی رایو ته وړاندې شي . د جرمني،فرانسې،انګلستان اوامریکاپه څيردهیوادونوپه دیموکراسیو کې په زاړومخینواو له مهمو هیوادونو سره دایران په اسلامی جمهوریت درهبرۍ او دهغه ددندو په څیر داساسی حقوقو په پرتله ایزجاج سره معلومیږی چې په دغه هر یوه هیواد په تیره بیا په فرانسې او امریکا کې د مجریه قوې دمشرانولپاره ځانګړي او انحصاری اختیارات ټاکل شوي دي چې دایران داسلامی جمهوریت په اساسی قانون کې دولی فقیه له اختیاراتو سره ورته والی لري . په دې توګه په دغو هیوادونو کې دمجریه قوې مشر پرنورو قواؤ ډير زیات قدرتمند اوواکمن د ی،خو دایران په اسلامی جمهوری نظام کې رهبر او ولی فقیه له یوې قوا سره هم اړونده نه دی . پر دې اساس ددې شک اوشبهې رامینځّةکیدا چې دایران په اسلامی جمهوریت کې رهبري ته له نورو هیوادونو سره دنه پرتلې وړا نحصاری او ځانګړي اختیارات ورکړل شوی دي ، په حقوقي دلیلونو مستنده نه ده . کافی ده دې ټکی ته اشاره وکړوچې دفرانسې په جمهوریت کې ددغه هیواد ولسمشر دملی پارلیمان دړنګولو حق لري او په اساسی قانون کې په ټاکل شویو شرائطو سره په مستقیم ډول دقضایه ، مقننه او مجریه قواؤ مشري په غاړه اخستلی اویا حتی له ایټمی وسلو څخه داستفادې حکم په شخصي توګه صادرولی شي . همداراز دامریکا ولسمشر دوسله وال پوځ عمومی قومانداني په غاړه لری او دجنګ ،سولې او له ایټمی وسلو داستفادې حکم صادرولی شي او دکانګرس یا پارلیمان فیصلې او مصوبې ویټو کولی شي او دفیډرل سترې محکمې قاضیانو معرفي کول هم دهغه په غاړه دي . دوستانو دایران په اسلامی جمهوریت کې درهبرۍ پر کړچار دڅارنې په باب او همداراز دهغه ددندو په اړه دشکونو اودهغو دځوابونو په باب به درسره وغږیږو نو تربل پروګرام پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو ،ا... مو مل او وخت مو هم نیکمرغه