Drawer trigger

اسلامی بيداری د اسلامی امت لوې بدلون

د ايران اسلامی انقلاب ستر مشراسلامی بيداری نتيجه ورکوونکې او داسلامی امت لپاره يې قسمت او سرنوشت  بدلونکې ګڼلې، او ويلې دې: دا حرکت د تاريخ د يوې لوې پيښې نښه ده  چې يو لوې بدلون به په امت اسلامی کښې سرګنده کوې، امت اسلامی پکار دې خپل مذهبی، قومی او سياسی ډله ډلبندے باندې غلبه وکړې او د اختلاف لارې بندې کړې. د حضرت آيت الله العظمی خامنه ای آثار خپرونکې، ساتوونکې او اطلاع رسوونکې اداری د خبر مطابق آيت الله خامنه ای د دوشنبه په ورځ چې د پيغمبر زيږېدنه ورځ او د يووالې اونۍ(هفته) سره يې برابر والې لرو ”شعر بيداري اسلامی نړيوال ټولنه“ کښې ګډون کوونکيو سره ملاقات وکړو. د مينی او خلوص نه ډک په دې ملاقات کښې چې د راوچت شوې انقلابونو او اسلامی بيداری باره کښې شوې وو، اول شاعرانو چې تيونس، مصر، يمن، بحرين، لبنان، سودان، عراق، سوريه، عربستان، کويت او جمهوری اسلامی ايران سره يې تعلق لرلو د پيغمبراکرم صلی الله عليه واله وسلم په صفت کښې، اسلامی بيداری باره کښې، راوچت شوې انقلابونو باره کښې او هم دا رنګ د انقلاب ايران دري درشم  سالګرد او د ملت ايران په مدح کښې خپل کلامونه وړاندې کړل. بيا اسلامی انقلاب ستر مشر آية الله خامنه¬ای خپل خبرو کښې هغه شعرونو ته چې انقلابی او د مطلب نه ډک وې د هغې نقش او اثر ته اشاره وکړه، او په دې خبره يې زور ورکړو چې د اسلامی امت شاعران پکار دې خپل هغه شعرونو سره چې د محتوا نه ډک وې په دې لوې پيښه ”اسلامی پيداری“ کښې کردار ادا کړې. حضرت آيت الله خامنه¬ای په دې خبره زور ورکړو چې هغه شعرونه چې د اسلامی بيداری باره کښې ويلې شوې هغه پکار دې د اسلامی امت په بصيرت کښې تعمق پيدا کړې، هغه وويل: چې پکار دې د شعرونو محتوا کښې اسلامی بيداری ته او د هغې لوړ هدف او دې لوې بدلون سره سره د دښمن دسيسو او دهغې له طرفه جوړ شوې مشکلاتو ته پکار دې ډيره توجه ور کړلې شې. هغوې دا خبره په ګوته کړه چې په شعرونو کښې پکار دې اسلامی بيداری کښې د دين نقش، په الله باندې ايمان، معارف قرآن ته هم توجه ورکړلې شې، ځکه چې هر هغه انقلاب چې بنسټ(بنياد) يې په دينی عقيده وې هغه کامياب او پاتي کښېدوونکې وې. د انقلاب اسلامی ستر مشر اسلامی بيداری اثر لروونکې او د اسلامی امت قسمت بدلوونکې او سرنوشت ليکوونکې وګڼلواو وې فرمايل: دا حرکت، يو حقيقی او هم دارنګ اسلامی او ډيره ښه نتيجه ورکونکې بيداری ده چې د عرب اولس د لوې همت او عميق فکر نښه ده، او هم له دې د وجه دې لوې او عظيم حرکت ته بهار عربی نوم اخستل ناقص کار دې. حضرت آيت الله خامنه ای په دې خبره زور ورکړو چې دا حرکت خلاصېدونکې نه دې او دا به په مخه روان وې، او اسلامی امت به د الله په حکم د دې تعبير وينې. هغوې نور وويل: دا حرکت د تاريخی يوې لوې پيښې نښه ده چې په اسلامی امت کښې به يو لوې بدلون راولې. د اسلامی انقلاب ستر مشر دا خبره هم په ګوته کړه چې مسلمانان شاعران بايد خپل نقش په دې پيښه کښې ترسره کړې. حضرت آيت الله خامنه ای په اسلامی وحدت او اسلامی بيداری کښې د شاعرانو اهميت باندې تاکيد وکړو او وويل: ډيرې لويه سطحه باندې کوششونه رواندې کښېږې، چې د مسلمانانو ترمنځه ډله ډلبندې او تفرقه سره د دې لوې او عظيم جنبش ”بيداری اسلامی“ مخ نيوې وکړې او دا ختم کړې خو ولی اسلامی امت بايد پخپله مذهبی، اولسی او سياسی ډله ډلبندی باندې بری وموندې او د اختلاف لارې بندې کړې. همدارنګ  هغوې د لفظ او قالب په شعر کښې اهميت او د هغې پر مخ تګ باندې خپل نظر بيان کړو او ويفرمايل: بايد په اشعار کښې هغه الفاظ او قالب را واخستلې شې کوم چې د هنر له نظره لوړه رتبه لرې، ځکه چې محکم او څرګنده اشعار وويل شې چې تر کلونو دوام لررونکې او اثر اچوونکې وې. په دې رسمی کتنه کښې د اسلامی بيداری ټولنه ستر مشر ډاکتر ولايتی خپل ويناويې کښې د ادبياتو په اسلامی بيداری کښې اهميت او ضرورت ته اشاره وکړه او هغه يې د انقلابی سيمو بی لاره کښېدلو او انحراف کولو مخ نوې وګڼلو او وويل: دا نړېواله غونډه”شعر بيداری اسلامی“ چې په کښې ۷۷ شاعرانو د ۱۰مختلف هيوادو نه برخه واخستله، هم په دې اساس اجرا شوې ده، هغه دا نړې والې غونډې’’اسلامی بيداری’’ او ’’ځوانان او اسلامی بيداری’’ د اسلامی بيداری حرکت د اهدافو لپاره يو قدم وګڼلو.