Drawer trigger

د امام مهدی حکومت پروګرامونه

د امام مهدی حکومت پروګرامونه وروسته له دې چې د حکومت هدفونه مو وپيژندل پکار ده چې د حکومت د هغه پروګرامونو پلټنه وکړو چې کومو سره دې هدفونو ته رسيږي څو د ظهور په وخت کښې د کارونو له خبرونو سره سره  د ظهور د وړاندې وخت يوه بيلګه جوړه شي. او هغه کسان چې د لوي ژغورونکي او نجات ورکوونکي په انتظار کښې دي د زمانې د امام د حکومت طريقو نه خبر شي او خپل ځان او ټولنه په داسې لارې باندې د تللو له پاره چمتو کړي. د امام مهدي عليه السلام د حکومت د زمانې په هکله چې کوم روايتونه راغلي دي هغې ته په پام سره دا درې مهم پروګرامونه دي: فرهنګي پروګرام، ټولنيز پروګرام او اقتصادي پروګرام. په يو بل بيان سره بشري ټولنه د قران مجيد او ديني مشرانو د علمونو نه د لرې پاتې کيدو په سبب په فرهنګي زوال کښې ګېره شوې ده، چې د يو لوي فرهنګي انقلاب په رڼا کښې د قران مجيد او اهلبيتو (عليهم السلام) اړخ ته ستانه شي. هم دا رنګ د يو هر اړخيز اجتماعي پروګرام شتون له دې سببه هم ضرورت لري چې د ټولنې بيلابيل زخمونه روغ شي او هغه صحيح پروګرام چې د ټولنې د واقعي ژوند ذمه واري او هر چاته خپل انساني او الهي حق ورکوي، جاري شي د هغه طريقو  په ځاې باندې چې په ظلم او زياتي سره يې ټولنه فساد او تباهۍ طرف ته بوتلې ده او له ضعيفانو او کمزورو نه يې خپل حقونه اخسيتي دي. د فرهنګي پروګرام د تياريدو له پاره او د اجتماعي مخپرتګ له پاره اقتصادي پروګرام هم لازمي دے چې د دې پروګرام په سبب له ټولو ځمکيزو امکاناتو نه په عادلانه طريقے په مناسب ځاي کښې ګټه واخستل شي. په يو بل بيان سره به دا ووايو چې له طبيعي شيانو څخه په صحيح توګه خوراک څښاک رسيدل ممکن شي. وروسته له دې چې په لنډه توګه مو د دولسم امام د حکومت پروګرامونه وښودل د هغوي تفصيلي پلټنه د رواياتو په رڼا کښې بيانوو او د هغه حضرت عليه السلام دا مهم پروګرامونه په هره يوه برخه کښې بيانوو. الف: فرهنګي پروګرام د امام مهدي عليه السلام په نړيوال حکومت کښې به ټول فرهنګي کارونه د علمي او عملي پرمختګ له پاره پکار راوستل کيږي او جهل او نادانۍ سره به په ټولو ډګرونو کښې مقابله کيږي. د حق په حکومت کښې د فرهنګي جهاد مهمترينې برخې دا دي: 1. د کتاب او سنتو ژوندي کول: وروسته له دې چې قران په ټولو زمانو کښې يوازې او بې ګټې پاتې ؤ او د ژوند په خوا کښې يو اړخ ته هېر شوے ؤ د خداې پاک د اخرني حجت د حکومت په زمانه کښې به د قران  تعليمونه د انسانانو د ژوند په هر اړخ پکار راشي او سنت چې هماغه د مخکښو کړه وړه او خبرې دي په هر ځاي کښې به د انسانانو په ژوند کښې د يوے ښې بيلګے په توګه ياديږي او د ټولو خلکو کارونه به د قران مجيد او سنت په تله تلل کيږي. امام علي عليه السلام په يو واضح بيان کښې د امام مهدي عليه السلام د حکومت داسې صفت بيانوي: په هغه وخت کښې چې شيطان به په خلکو حکومت کوي (امام مهدي به ظهور کوي) او هدايت او رښتيا به د نفس او شيطان په ځاي راولي او په هغه زمانه کښې چې شخصي نظريې او ليدتوګې به له قرانه وړاندې وي عقلونه به قران طرف ته راواړوي او هغه به په خلکو حاکم کړي.[1] هم دا رنګ د هغوي په يو بل بيان کښې د قران مجيد د مسلمانانو په ژوند کښې جاري شونې په هکله فرمايي: داسې ښکاري لکه چې زه خپل شيعه وينم چې لګيا دي د کوفے په جمات کښې يې خيمې لګولې دي او هماغه شان قران يو بل ته ښيي لکه څنګه چې نازل شوے دے[2] او د قران مجيد ښودل او زده کول د قراني فرهنګ د ژوندي کولو له پاره او د قران حکومت او احکام جاري کولو له پاره شورو او ابتداء وي. 2. د معرفت او اخلاقو خپريدل قران کريم او د اهلبيتو عليهم السلام تعليماتو د انسانانو په معنوي او اخلاقي پرمختګ بانې ډېر تاکيد کړے دے ځکه چې د انسانانو د پرمختګ د ټولو نه لوي عامل او سبب د هغوي ښه اخلاق دي. پيغمبر صلی الله عليه و آله وسلم د خپلې پيغمبرۍ هدف او مقصد ښه اخلاق ښودلي دي.[3] او قران پاک هم هغوي د ښو اخلاقو د بيلګې په توګه ذکر کړي دي[4] خو ډېر افسوس سره ګورو چې خلق په بيله توګه مسلمانانو بد اخلاقۍ طرف ته روان دي له دې وجې چې د قران مجيد او اهلبيتو عليهم السلام د لارښودنې نه لرې شوي دي او هم دا د اخلاقو نه لرې کيدل د انسانانو د فردي او اجتماعي ژوند د ختميدو سبب ګرځيدلے دے. د امام مهدي عليه السلام حکومت، چې په نړۍ کښې د خدايي اخلاقو حکومت دے. د اخلاقو پراختيا د هغوي د حکومت په لومړنيو پروګرامونو کښې ده. امام باقر عليه السلام وفرمايل: إذا قامَ قائِمُنا وضَعَ يَدَهُ علی رَؤُسِ العِبادِ فَجَمَع به عقولهم و أکملَ به اخلاقَهم[5] کله چې زمونږ قائم پاڅون وکړي نو خپل لاس به د بندګانو په سرونو کيږدي او د هغوي عقلونه په جمع کړي او د هغوي اخلاق به کمال ته ورسوي. له دې خبرې چې په کنايه کښې ذکر شوې ده پوهيږو چې د امام مهدي عليه السلام په حکومت کښې، چې د اخلاقو حکومت دے، به اخلاقي ارزښتونو د پرمختګ او د عقل د پوراکيدو له پاره ښه وخت وي. لکه څنګه چې بد اخلاق د عقل د کموالي علامت دے هم دې شان سره ښه اخلاق د عقل د پورا کيدو نښه ده. له بل اړخه هغه ځاي چې اخلاق په کښې وي او د قران او اهلبيتو عليهم السلام سنتونه او طريقې په کښې وي انسان ښو اړخونو ته بيايي. 3. علمي غونډه د امام مهدي عليه السلام د حکومت يو فرهنګي کار علمي پرمختګ دے ځکه چې هغوي پخپله د ټولو نه زيات علم لرونکي دي.[6]  دا علمي پرمختګ چې له دې وړاندې يې مثال او بيلګه نه وه. پيغمبر صلی الله عليه و آله وسلم چې د امام مهدي عليه السلام د راتلو زيرے يې  ورکړے دے د امام مهدي عليه السلام دې کار طرف ته يې هم اشاره کړې ده. د امام حسين عليه السلام نهم زوې د هغوي قائم دے (امام مهدي عليه السلام) چې خداي پاک به د هغه په لاس ټوله ځمکه له نوره ډکه وي وروسته له دې چې له تيرو به ډکه وي او ځمکه به له عدله ډکه وي وروسته له دې چې له ظلمه به ډکه وي او ټوله عالم به له علمه ډک کړي وروسته له دې چې د جهل او ناپوهۍ به ډک وي.[7] او دا علمي غورځنګ د جامعې د ټولو خلقو له پاره دے او په دې پرمختګ کښې به د ښځو او سړيو تر مينځ څه فرق نه وي. بلکه ښځې به هم د دين په پيژنګلو کښې لوړو مرتبو ته ورسيږي. امام باقرعليه السلام وفرمايل: د امام مهدي عليه السلام په زمانه کښې به تاسو ته علم او حکمت درکړې شي تر دې حده چې ښځه به د کور دننه د قران او سنتو مطابق حکم کوي. دا حديث د دې مطلب څرګندونه کوي چې خلق به ډېر زيات په آياتونو او روايتونه پوهيږي ځکه چې د قضاوت او حکم کونې مقام ډېر دروند او ګران دے. 4. بدعتونو سره مقابله بدعت د سنتو په مقابله کښې دے او معنی يې دا ده چې د خپل سوچ او فکر مطابق کارونه په دين کښې داخل کړې شي داسې کارونه چې په دين کښې نه ؤ. امام علي عليه السلام د بدعت کوونکيو په هکله فرمايي: بدعت کوونکي هغه کسان دي چې د خداې د هغه د رسول او د هغه د کتاب مخالفت وکړي اوپه خپلې راې او حوس مطابق عمل وکړي سره د دې چې د هغوي تعداد زيات وي.[8] دې ته په پام سره د بدعت معنی دا ده چې خداې پاک د هغه کتاب او پيغمبر صلی الله عليه و آله وسلم سره مخالفت کول او د خداي پاک د حکمونو په ځاي د خپل نفس او خواهشاتو باندې عمل وکړي او دا هماغه د خداې د کتاب او سنتو پر خلاف د جنګ اعلان دے بدعت يو داسې شې دے چې د خداې پاک او د پيغمبر صلی الله عليه و آله وسلم سنت ختموي او د دين له پاره له دې نه لوي بل مصيبت او آفت نشته. امام عليه السلام فرمايي: مَا هَدَمَ الدين مثلُ البدعُ[9] د بدعت غوندې بل يو شي هم دين دومره نه دے خراب کړے. هم دې ته په پام سره پکار ده چې د بدعت کوونکيو په وړاندې سنت باندې عمل کوونکي پاڅون وکړي. او د هغوي له فريب او مکر نه پرده اوچته کړي، او د هغوي غلطه او ناسمه لار خلکو ته څرګنده کړي. او په دې طريقه خلک د بې لاريو او ګمراهۍ نه وژغوري. پيغمبر صلی الله عليه و آله وسلم وفرمايل: هر کله چې زما په امت کښې بدعتونه څرګند شي نو عالمانو ته پکار دي چې خپل علم څرګند کړي او څوک چې داسې ونه کړي نو پر هغه دخداي لعنت وي.[10] ډېر خفګان سره پکار ده ووايو چې د پيغمبر صلی الله عليه و آله وسلم له رحلته وروسته ډېر بدعتونه په دين کښې راغلل او څومره ډېر بدعتونه په دين کښې راغلل او څومره ډېر انحرافات او بې لارې د دين په لارې  کښې پيدا شوې. او په دې طريقه يې د دين مخ بدل کړ او د دين روښانه مخ يې د خپلو نفساني خواهشاتو په پردو کښې پت کړ او سره د دې چې معصومو امامانوعليه السلام او د دين عالمانو ډېر کوښښونه وکړل خو بيا هم د بدعت جوړيدو او سنت سوزيدو لار خلاصه پاتې شوه او د غيبت په وخت کښې يې لاپرمختګ وکړ. اوس د نړۍ خلک په دې انتظار دي چې د دې دين څيښتن او خلکو ته بشارت ورکوونکې راشي او د هغه د حکومت په سيوري کښې سنت ژوندي شي او بدعتونه ختم شي او بې شکه دا پروګرام به د هغوي د پروګرامونو په سر کې وي او د بدعتونو هم دې مقابلې په سبب د هدايت لاره انسانانو له پاره څرګنديږي. امام باقرعليه السلام په خبرو کښې د امام د ظهور د زمانې په هکله وفرمايل: وَ لا يَتْرکُ بِدْعَةٌ إلاّ ازالها ولاسنّةً إلاّ اقامها[11] يو بدعت به پري نږدي مګر دا چې له ويښه يې ختم کړي او له يو سنته به هم تېر نشي مګر دا چې ژوندې يې کړي. ب: اقتصادي پروګرام د يو روغې ټولنې يو ښاخ روغ او سالم اقتصاد دے. که د دولت نه په ټولنې کښې په ښه طريقه ګټه واخستل شي او د جوړيدا او خپريدا کار د يوې خاصې ډلې په لاس کښې نه وي بلکه حکومت ټولو خلکو ته پاملرنه وکړي او ټولو ته دا موقع ورکړي چې له سرمايې ګټه اوچته کړي نو داسې ټولنه به جوړه شي چې په هغې کښې به د معنوي مخپرتګ موقعې هم په لاس راځي. په قران کريم او د معصومينو په روايتونو کښې اقتصادي اړخ ته پاملرنه  شوې ده نو دې ته په پام سره د امام مهدي عليه السلام په حکومت کښې هم يو ښه اقتصادي پروګرام ليکلے شوے او جوړ شوے دے چې د هغې پر اساس به لومړۍ د پيدايښت او جوړيدو کار ترسره کيږي او له طبيعي معادنو(چينو) او خداې پاک ورکړے شوے شيونو نه به په ښه توګه ګټه اخستل کيږي او دويمه دا چې کومه ګټه له دې څخه په لاس راشي په عادلانه طريقه به د خلکو په مينځ کښې تقسيميږي. نو ښه به دا وي چې هغه روايتونو ته نظر وکړو چې د امام مهدي عليه السلام د حکومت د وخت د اقتصاد په هکله راغلي دي. 1. له طبيعي منابعو څخه ګټه اخستل د اقتصاد يو لوي مشکل د خداي ورکړې شوې شيونو څخه په ښه طريقه ګټه نه اخستل دي. نه د ټولې خورې نه ګټه اخستل کيږي نه له اوبو په ښې طريقې ګټه اخستل کيږي چې ځمکه ورسره ژوندې شي. د امام مهدي عليه السلام په حکومت کښې به د هغوي له برکته آسمان ښه وريږي او ځمکه به هم بې دريغه فصلونه کوي. امام علي عليه السلام وفرمايل: وَ لوْ قَدْ قَامَ قائِمُنا لاَنْزَلتِ السّمآءُ قَطْرها وَ لاَخْرَجَتِ الاَرضُ نَباتَها.[12] چې کله زمونږ قائم پاڅون(قيام) وکړي آسمان به باران وروي او ځمکه به ګياه راوباسي. د خداې د اخرني حجت د حکومت په وخت کښې ټوله ځمکه او امکانات به د امام په اختيار کښې وي د دې له پاره چې يو لوي دولت د ښه اقتصاد له پاره پکار راشي. امام باقر عليه السلام وفرمايل: تطْوی لَهُ الارضُ تَظْهَرُ لَهُ الکُنُوزُ.[13] ځمکه به د هغوي له پاره راټوله شي (يعنې په يوې لحظې کښې به له يو ځاي نه بل ځاي ته رسيږي) او د دنيا ټول کنجونو (ګوټونه) به هغه ته روښانه شي. 2. په عادلانه طريقې د دولت خپرول د يو ناروغ اقتصاد مهم شې دا دے چې دولت يو خاص ټولي سره جمع شوې وي تل هم داسې  وه چې يو ټولې ځان له نورو څخه جدا ګڼي او د عامو خلکو دولت راواخلي او په خپله ګټه يې راولي. امام مهدي عليه السلام به دوي سره مقابله کوي او د خلکو دولت به خلکو ته په لاس ورکړي او د علي عليه السلام عدالت به ټولو ته څرګند کړي. امام باقرعليه السلام وفرمايل: إذا قام قائمُ اهل البيت عليهم السلام قَسّمَ بالسويّه وَ عَدَلَ فی الرّعِية.[14] کله چې د پيغمبر صلی الله عليه و آله وسلم د خاندان قائم پاڅون وکړي نو مالونه به په مساوي طريقې سره تقسيموي او د خلکو تر مينځ به عدالت سره چليږي. د هغه حضرت په زمانه کښې به اصل عدالت او مساوات جاري کيږي او ټولو خلکو ته به خپل انساني او الهي حقونه ورسيږي. پيغمبر صلی الله عليه و آله وسلم وفرمايل: تاسو ته د مهدي عليه السلام زيرے درکوم چې امت کښې به پورته کړے شي... هغه مالونه په ښه طريقه تقسيموي چا پوښتنه وکړه: مطلب يې څه دے؟ ويې فرمايل: يعنې د خلکو تر مينځ به عدالت جاري کړي.[15] او د دې مساواتو راوستل په دې طريقه دي چې فقيري او غريبي له منځه يوړې شي او د فقيرانو او مالدارانو تر مينځ فرق ختم کړې شي. امام باقر عليه السلام وفرمايل: ....امام مهدي عليه السلام به د خلکو تر مينځ مساوات جاري کوي په داسې طريقه چې څوک به د زکات حقدار نه پيدا کيږي.[16] 3.  ابادي د انسانانو په حکومت کښې د ژوندځينې هغه ډګرونه اباديږي چې په يو طريقه حاکمانو يا د هغوي طرفدارانو سره اړيکه لري، يا له لويو کورنيو او غټ خلک وي او نور خلک هم داسې پاتې وي. خو د امام مهدي عليه السلام په حکومت کښې به هر ځاي اباد شي ځکه چې پيداوار او تقسيم به د هغوي په لاس کښې وي. امام باقرعليه السلام د امام مهدي عليه السلام د وخت په هکله فرمايي: فلا يبقی فی الارضِ خرابُ الاّ عُمِّر[17] د ځمکې په مخ يو ويران او غير اباديې ځاي به پاتې نه شي بلکې ټول به اباد شي. ج: ټولنيز پروګرام د انسانانو د ټولنې د اصلاح او ښه کيدو له پاره په ټولنيز پروګرام باندې د اخته کيدو ضرورت دے د يو نړيوال حکومت د ټولنيز پروګرام د ښه کيدو له پاره د قران مجيد او سنت په رڼا کښې يو ښه پروګرام په نظر کښې ساتلے شوے دے. چې د هغې د جاري کولو په سبب د ژوند ډګر د خلکو د مخپرتګ او ترقۍ له پاره تياريږي، په هغه نړۍ کښې چې په کښې الهی حکومت وي ښه والي به رواج شي او بدي به ختم شي او بدکارو سره به د قانون مطابق عمل کيږي هم دا رنګ د خلکو حقونه به په مساوي طريقه تقسيميږي او عدالت به په خپلې  ريښونې معنا جاري شي. نو په ځاي به وي چې روايتونو ته لږه ننداره وکړو اود هغے ښکلې دنيا نظاره وکړو: 1. امر بالمعروف او نهي عن المنکر پراخه کول د امام مهدي عليه السلام په نړيوال حکومت کښې به ښو کارونو ته د بلګلو او له بدو کارونو نه د منعې کولو ذمه واري په لويه توګه ترسره کيږي. هماغه واجب چې قران کريم په هغې باندې تاکيد کړے دے او دا يې د اسلامي امت د بيلګو څخه ګڼلے دے [18] هماغه امر او حکم چې د هغې په وجه د خداوند عالم ټول واجبات په ځاي راوړل کيږي[19] او د هغې پريخودل د هلاکت او نابودۍ او د بدو د زياتيدو سبب ګرځي. او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر له ټولو لويه درجه دا ده چې د يو حکومت مشر ښه کارونو ته بلګوونکې او له بدو منعې کوونکې وي. امام باقرعليه السلام وفرمايل: اَلْمَهدی وَ اَصحابُه... يأمرونَ بالمعروفِ و ينهونَ عنِ المُنکرِ.[20] امام مهدي او هغه ياران .... امر بالمعروف او نهي عن المنکر کوي. 2- اخلاقي بديو او فساد سره مقابله له بدو کارونو منعې کول د الهی حکومت يوه بيلګه ده يوازې په ژبې به نه وي بلکه منکرات او بدو کارونو سره به مقابله کيږي. تر دې چې د اخلاقي بديو له پاره په ټولنه کښې څه ځاي پاتې نه شي او د ژوند سيمه به له بديو پاکه شي. په دعاي ندبه کښې لولو (هغه دعا چې له ياره د جدايې سندره ده) اينَ قاطِعُ حبائِلَ الکِذْبِ والافْتراء اينَ طامِسُ آثارِ الزيغِ والاهْواء چرته دے هغه چې د دروغو او افتراء (تومتونو) رسۍ به پرې کړي چرته دے هغه چې د بې لاريو او هوی او هوس آثار به ختم کړي.[21] 3 - د الهی حدونو جاري کول د ټولنې بدو کسانو او مفسدانو سره مقابله کول بيلا بيلې طريقې لري، د امام مهدي عليه السلام په حکومت کښې به يو اړخ ته فرهنګي طريقو سره او تعليم او ښو عقائدو سره فاسقان او بد خلق، ښې او د صلاح لارے ته راوستل کيږي او بل اړخ ته به مشروعې او عقل سره سمې اړتياوې پوره کيږي او دې سره او عدالت جاري کيدو سره به د زياتي کونې او د نورو د حقونو د ضايع کيدنې نه مخنيوا کيږي او هغه کسان چې قانون نه قبلوي پداسې طريقې به هغوي سره عمل کيږي چې د فساد لارې پرې بند شي او هم دا راز به د هغوي په وسيله د نورو فساد کوونکو لاره هم بنده شي او د مفسدانو له پاره به د خداې پاک هغه قانون جاري کيږي کوم چې په روايتونو کښې بيان شوي دي. په يو لوي روايت کښې د پيغمبر صلی الله عليه و آله وسلم نه امام جواد عليه السلام نقل کړي دي چې د امام مهدي عليه السلام د بيلګو د ذکر په باب کښې داسې فرمايي: او هغه به د خداې حدود (قانون) جاري کړي.[22] 4- په قضاوت کښې عدالت د امام مهدي عليه السلام د ټولو پروګرامونو په سر کښې د عدالت جاري کول دي او هماغه دے چې ټوله نړۍ به له عدالته ډکه کړي هماغه راز چې له ظلمه به ډکه وي . د عدالت له ډګرونو څخه يو ډګر د قضاوت ډګر دے او دا هماغه حق دے چې له ټولو زيات ظلم زياتې پکښې شوے دے مالونه په ناحقه اخستل شوي دي او وينې په ناحقه تلې شوې دي او د بې ګناهانو عزت ته خطره پيښه شوې ده و د نړۍ په عدالتونو کښې د ټولو نه زيات ظلم مستضعفانو او ضعيفو خلکو سره شوے دے او نړيوال عدالت د زورورو په حکم سره ډېرو دنياپرستو قاضيانو د خپلې او د خپلو خپلوانوو د ګټې له پاره ډېر د ظلم زياتي حکمونه ليکلي دي او لنډه دا چې ډېرکسان بې ګناه تر مرګه رسيدلي دي او ډېرو فساد کوونکو حکمونه  د خداي له پاره نه دي جاري کړې. د امام مهدي عليه السلام د عدل حاکميت به د ټولو ظلمونو خاتمه کوي ځکه چې د خداي د عدالت څرګندونه به کوي هغه به عدالتونه جوړوي او داسې کسان به پرې ګماري چې له خداي ويره لري چې د نړۍ په يو ځاي کښې هم په چا باندې څه ظلم ونه شي. امام رضاعليه السلام په يو روايت کښې د امام مهدي عليه السلام د وخت په هکله فرمايي: فِإذا اَخْرَجَ اشرقت الارض بنورِ رَبِّها و وَضعَ ميزان العدلِ بين الناس فلا يَظلمُ احدٌ احداً. کله چې هغه پاڅون وکړي نو ځمکه به د پرودګار له نوره ډکه شي او هغوي به د خلکو تر مينځ د عدالت تله کيږدي (نو داسې عدالت به جاري کړي چې) يو کس به هم په بل ظلم ونکړي.[23] له دې روايته پوهيږو چې د هغه حضرت عدالت دومره لوي او دقيق دے چې د ظالمانو او ګټه اخستونکو لاره بندوي. او د ظلم او په نورو باندې د زياتي کولو مخنيوا به کوي. ياداښتونه . نهج البلاغه، 137 خطبه 2. غيبت نعماني، 21 باب، 3 حديث، 333 مخ. 3. د اسلام پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم ارشاد فرمايي: إنما بُعِثْتُ لاُتَمِّمَ مکارِمَ الاخلاق، زه د دې له پاره مبعوث شوې يم چې ښه اخلاق پورا کړم. 4. دې آيت ته اشاره ده چې فرمايي: لَقَدْ کانَ لَکُمْ فی رَسولُ اللهِ اُسْوۃً حسنۃ، تاسو لپار ه د رسول الله صلی الله عليه و آله وسلم ذات بهترينه بيلګه ده 5. بحار الانوار، 52 ټوک، 336 مخ. 6. امام علي(عليه السلام) د امام مهدي (عج) په صفت کښې فرمايي: د هغه علم ستاسو ټولو نه زيات دے . غيبت نعماني، 3 باب، لومړے حديث. 7. بحار الانوار، 36 ټوک، 253 مخ، کمال الدين 1 ټوک، 24 باب، 5 حديث 487 مخ 8. ميزان الحکمة 1632 حديث 9. بحار الانوار 78 ټوک، 91 مخ. 10. ميزان الحکمۃ 1649 حديث 11. بحار الانوار 51 ټوک 11 حديث، 11 مخ. 12. بحار الانوار، 10 ټوک، 104 مخ، خصال/626 13. کمال الدين 1 ټوک، 32 باب 16 حديث، 603 مخ. 14.غيبت نعماني، 31 باب، 26 حديث، 242 مخ. 15. بحار 51 ټوک 81 مخ. 16. هماغه،390 مخ. 17. کمال لدين، 1 ټوک 32 باب، 16 حديث، 603 مخ. 18. سورة آل عمران 110 آيت. 19. د امام باقر(عليه السلام) نه د دې واجب په هکله داسې راغلي دي إنّ الامر بالمعروف والنهی عن المُنکَرِ... فريضة عظيمةً بها تقامُ الفرائض، د ښو امر کول او له بدو منعې کول ... يو داسې واجب دے چې د هغې په وجې  ټول واجبات په ځاي راوړل کيږي. (ميزان الحکمة ژباړل شوي، 8 ټوک 3704 مخ. 20. بحار الانوار 51 ټوک 47 مخ. 21. مفاتيح الجنان د ندبې دعا 22. بحار 52 ټوک، 27 باب، 4 مخ. 23. بحار الانوار 52 ټوک، 321 مخ.