Drawer trigger

اسلامی وحدت او پيغمبر اکرم صلی الله عليه وآله وسلم

د اسلامی وحدت مسئله او د هغې په جوړښت کښې د پيغمبرصلی الله عليه وآله وسلم  نقش د سيره نبوی صلی الله عليه وآله وسلم  په څيړنه او زدکړه کښې يو ډير مهم موضوع دې، چې هر متفکر اسلامی د مطالعه په وخت له دې سره مخامخ کښېږې. «قل هذه سبیلی أدعوا إلی الله علی بصیرهٔ أنا و من اتبعنی » ۱ د اسلامی وحدت مسئله مطرح کولو ضرورت تاريخ اسلام نه معلومه ده چې سيره نبوی هميشه د اسلامی  پوهانو مورد مطالعه او يو مهم موضوع  پاتې شوې دې، د اسلامی تاريخ مهم پيښې او حوادث او د پيغمبرصلی الله عليه وآله وسلم  له هغه حوادثو او پيښو تدبير،تل دا مضوعات  د اسلامی تاريخ پوهانو کښې مورد مطالعه پاتې شوې دې. د وحدت اسلامی مسئله او په هغې کښې د پيغمبرصلی الله عليه وآله وسلم  نقش له موضوع نه د دې اهميت ښکاره دې، د دې موضوع مطرح کولو ضرورت له درې اړخه ارزښت لرې: د سيره شناسی اهميت: د اسلامی وحدت مسئله او د هغې په جوړښت کښې د پيغمبرصلی الله عليه وآله وسلم  نقش د سيره نبوی صلی الله عليه وآله وسلم  په څيړنه او زدکړه کښې يو ډير مهم موضوع دې چې هر متفکر اسلامی د مطالعه په وخت له دې سره مخامخ کښېږې. په دې کښې شک نشته چې پيغمبرصلی الله عليه وآله وسلم  د خپل وخت حوادثو او پيښو کښې کوم تدبيرکړې وو هغه له ټولو مسلمانانو لپاره ډير ارزښت لرې، ځکه  چې الله تعالی وائې: لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَنْ كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا (احزاب/٢١) ”اسوه“ يعنی نمونه، لارښوونکې او پيشوا او ”تاسی“ په معنا د هغه کس چې څوک يې ځان ته نمونه وټاکښې، نو د دې نه پس د آيه له معنا د مخه په هر څه کښې لکه تاريخی پيښو او نورو حوادثو کښې چې پيغمبرصلی الله عليه وآله وسلم  سره تړلی وې او په هغې کښې د پيغمبرصلی الله عليه وآله وسلم  تدبير، قضاوت او دنيوې ژوند اهميت لرې او د حجت په توګه پيژندلې کښېږې. نو همداډول مسلمانانو له هم پکاردې چې د حضرت محمدصلی الله عليه وآله وسلم  په ژوند کښې تعقل او تفکر وکړې. علامه طباطبائی په خپل تفسير کښې ليکې: د”اسوه“ کلمه معنا اقتدا او پيروی ده، اسوه کلمه  چې د رسول الله صلی الله عليه وآله وسلم  لپاره استعماله شوې ده د هغې نه مطلب د هغه پيروی کول دې او که د هغې دا رنګ څرګندونه وکړو چې ”لکم فی رسول الله (تاسو رسول الله ځان ته نمونه وګرځه وۍ)“، نو د استقرار او د دوام سامانه ورکوې، او هم له دې لپاره يې ورته استعماله کړې ده چې تاسو هغه ستر لارښود ځان لره نمونه وګرځه وے، نو د آيت معنا به داشې چې تاسو دا ستر لارښود ځان لره نمونه وګرځه وے هم په ويناوې کښې او هم په عمل کښې. نو له دې مخه د پيغمبرصلی الله عليه وآله وسلم  په سيره کښې د اسلامی وحدت لپاره څيړنې کول د سيره نبوی د سورې لاندې ضرورت پيدا کوې. د پيغمبرصلی الله عليه وآله وسلم  په سياسی سيره کښې څيړنې ته  ضرورت: د اولس سياسی مسائلو کښې د پيغمبرصلی الله عليه وآله وسلم  نقش، او د هغې فلسفه او په هغې کښې لټون کول او دهغې ځرکتيا او هدفو نه ځان خبرولو ته د پيغمبرصلی الله عليه وآله وسلم  سياسی سيره ويلے کښيږې. نو لدې کبله د پيغمبرصلی الله عليه وآله وسلم  اولس ته لارښونه ، په هغوې باندې  ولايت او مشرتوب د سياسی ژوند څرګندول دې، نو د اسلامی وحدت مسئله هم يو سياسی مسئله ده، او په دې مسئله کښې د پيغمبرصلی الله عليه وآله وسلم  تدبير او د هغه نقش څرګنده کولو لپاره تر ټولو غوره لار د پيغمبرصلی الله عليه وآله وسلم  په سيره کښې څيړنه ده، د اسلامی وحدت نتيجه چې يو اسلامی امت له شکل ورکوې او د مسلمانانو راتلونکې وخت روښانه کوې خو دا به هله کيدونې وې کله چې د اسلامی وحدت نظريه  ته سياسی رنګ ورکړلے شې، په دې کښې د پيغمبراسلامصلی الله عليه وآله وسلم  نقش او د هغوې سياسې سيره باندې نظر اچول به مونږ ته نوې لارې خلاصې کړې چې هغه به مونږ ته د پيغمبرصلی الله عليه وآله وسلم  له خوښې او ارادو نه د اطاعت لارښودنه کوې،” مَنْ يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللَّهَ وَمَنْ تَوَلَّى فَمَا أَرْسَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظًا (نساء/٨٠) “. په سيره نبوی کښې د وحدت پيژندنه: د پيغمبراکرم صلی الله عليه وآله وسلم  سيرت  د يوامت جوړښت لپاره دا قدرت لرې چې هغه داسلامی نړې اوسنی حالاتو کښې روښانه اصول او معيار وګرځېږې. نو بس د اسلامی وحدت مسئله يواځې سيره نبوی او سيره سياسی کښې بحث او څيړنه لپاره نه ده بلکه دا يوه داڅې مسئله ده چې اوسنی اسلامی نړه په دې رنځ کښې لويدلې ده، نو دې ته توجه پکار ده، او ځکه د اسلامی تاريخ او د پيغمبرصلی الله عليه وآله وسلم  د ژوند نه د اوسنی مسئله حل او لارښود لپاره استنباط او استخراج پکار دې، چې هم د هغې په رڼا کښې دا مسائل حل کړلې شې،” يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ شَاهِدًا وَمُبَشِّرًا وَنَذِيرًا (الاحزاب/٤٥) “. الف. يو اسلامی امت: د پيغمبراکرم صلی الله عليه وآله وسلم  په سيرت  کښې د يوامت جوړښت، د دې لپاره پکار دے چې دهغوې سيرت په مختلف طرزو سره  ولوستل شې. د دې لوستل او څيړنه به د دې اهميت او هدف لپاره نوې لارې  خلاصې کړې. د ”يو اسلامی امت“ معنا دا ده چې اسلامی وحدت ته په ټول اسلامی امت کښې په لويه سطح  او ټولې نړې کښې عملی جامه واغوستلې شې،  او د عملی جامه داڅې وې چې د يو اسلامی  امت  د خوشحالے غږ  مو تر غوږه شې.  ” وَإِنَّ هَذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاتَّقُونِ (٥٢) “ که په دې کښې غور وکړو نو دا خبره روڼه ده چې د اسلامی امت يووالې معنا نور څرګند والې ته اړ لرې. ړومبۍ دا چې د اسلامی امت يووالې ته عملی جامه اغوستنه د دين  مطلوب او ارمان دې، يعنی يو اسلامی امت. دوهم: يو اسلامی امت، د اوسنۍ مسلمانانو هدف او د موجوده حالاتو نه راوتلو لپاره آخری آرمان دې، دا خبره قطعی ده چې د يو امت ارمان په موجوده حالاتو کښې بغير له دې چې د مسلمانانو اوسنی حالاتو ته نظر ونکړو ناممکنه ده، ځکه چې اسلامی امت يعنی د اسلامی ډلې مجموعه، چې د اسلامی يو والې خصوصيت په کښې حفظ وې. دريم: د يو اسلامی امت، نه بل مفهوم هم اخستلې شو چې هغه اسلامی يووالې دې، هغه داڅې چې د امت يووالې نظريې اصل محور يو نړې واله معاشره(يو نړېوال الهی حکومت) وګرځه وو، او همدارنګ  موجوده حالاتو نه وتللو لارښود  او خپل مطلوب(د امت يووالې) ته رسيدنه  بغير له اسلامی يووالې نا ممکنه ده. نو بس، اسلامی معاشره، يو اسلامی امت او اسلامی يووالې، دا درې مفهومونه بيلول او د دې تعريف د پيغمبرصلی الله عليه وآله وسلم په ژوند کښې د دې د څيړنه ضرورت روښانه کوې. د دې تفصيلی بحث مونږ د مقاله له مقصد نه خارج نکړې نود دې يرې نه مونږ دلته په دې باندې يو اجمالی او سرسرې نظر تيره وو. ‌ب.    اسلامی معاشره: اسلامی معاشره يعنی د ټولو مسلمانانو يو داڅې حکومت چې جغرافيايی لحاذ سره يو خاص مرز لرې، او په خاص اعتقاداتو او دينی آرمانونو باندې جوړه وې، لکه څه رنګ چې حضرت ابراهيم عليه السلام فرمائې: ...لَكَ وَمِنْ ذُرِّيَّتِنَا أُمَّةً مُسْلِمَةً لَكَ...(بقره/۱۲۸) کله چې د نظام خبره کښېږې د هغې نه مراد د خلکو يو مجموعه وې چې په هغې د خلک يو بل سره خاص روابط اجتماعی لرې، چې هغه په خاص د يووالې اساس باندې ، هدف  او خاص جهت باندې چلې، او د رنګ مفهوم جامعه د يو نظام لاندې د جامعه په هر کس باندې ولاړه وې، نو ځکه جامعه ته مونږ فقط د خلکو يو ټولې يا د انسانانو يو ټولنه نشو ويلې، لکه څه رنګ چې بعضی کسان جامعه د انسانانو ټولې ګڼلې او د هغې په تعريف کښې فقط د ويلې: چې د جامعه معنا، اساس او په هغې ارتباط فقط دانسانانو په يو ځې کښې جمع کيدل دې. او بعضو نورو ويلې دې: جامعه معنا د اولس يو ځې کښې جمع کيدنه او په يو ځې کښې ژوند تيرونه ده. نو بس، هر جامعه د يو خاص نظام اجتماعی لاندې وې چې هغه د دې جامعه اجتماعی ساختار له شکل ورکوې، دا خبره مونږ لګ ډير تفاوت سره په کتاب نقد دينداری او مدرنيسم کښې هم لرو: جامعه نه مراد صرف د انسانانو ټولنه نه ده، بلکه په دې دوه خصوصيت پکار دے وې: ړومبۍ دا چې د جامعه نظم  يو اجتماعی ساختار لرې(social order). دوئم دا چې دا جامعه اجتماعی نظم د انسانی ټولنه نه اخلې. نو دا رنګ د انسان يو بل انسان سره رابطه او د هغه له نورو موجودات سره رابط کښې فرق له مينه او انسانی ملګرتيا له وجه دې. يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ (الحجرات/١٣) نو دا رنګ، انسان پخپله اجتماعی ژوند، په وجود کښې راولې او دا اجتماعی ژوند اولس له شکل ورکوې، او دې ته بيا نظام ولايت اجتماعی ويلې کښيږې،نو بس په دې کښې شک نشته چې اولس جامعه له اجتماعی شکل او نظم ورکوې، يعنی مطلب يې دا شو چې د نظام  معنی او د ولايت اجتماعی معنی يوه ده او دا خو يوه ښکاره خبره ده چې اسلامی نظام کښې الهی قيد سره او په دينی توګه اسلامی جامعه ممکنه ده، خو اسلامی جامعه کښې هم  مينه او ملګرتيا يو خاص نقش لرې چې هغه ځان لره يو لوې بحث دې خو ولې دا نه به ووايو: چې د قرآن آياتو له مخې د انسان بل انسان سره تعلق کښې مينه ډير اهميت لرې، او دا خبره هم بايد په پام کښې ولرو چې اصل مينه فقط د خدائې سره پکار ده(أَلا بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ (۱۳/٢٨)) ځکه چې د انسان آخری تعلق او ځې له خدائے سره دې(إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ (١٥٦)). هم دارنګ مينه د نظام اجتماعی بنياد دے، وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُمْ مِنْ أَنْفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُمْ مَوَدَّةً وَرَحْمَةً (٢١) نو په دې د يوکورنۍ حتی د يو لوې انسانی ټولنه (جامعه) اصل محور مينه او مودت دې. د رسول الله صلی الله عليه وآله وسلم  نه د مؤمنانو د جامعه باره کښې حديث چې هغې کښې هم دهغه کليت خو د ايمان قيد سره نقل شوې: مثل المؤمنين فی توادهم و تراحمهم و تعاطفهم کمثل جسد واحد. او په نهج البلاغه کښې راغلې: أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّمَا يَجْمَعُ النَّاسَ الرِّضَا وَ السُّخْطُ-  وَ إِنَّمَا عَقَرَ نَاقَةَ ثَمُودَرَجُلٌ وَاحِدٌ-  فَعَمَّهُمُ اللَّهُ بِالْعَذَابِ لَمَّا عَمُّوهُ بِالرِّضَا-  فَقَالَ سُبْحَانَهُ فَعَقَرُوها فَأَصْبَحُوا نادِمِين... ای خلکو د اجتماع محور د خلکو مينه او غذب دې، اوو، فقط يو کس وو چې د ثمود اوښه يې مړه کړه، خو ټول قوم ثمود د هغه په دې کار راضی وو نو خداے پاک ټول قوم له سزا ورګړه او عذاب يې پرې نازل کړو، او د خداے وائې: نو هغه اوښه مړه کړه او تر آخره به پرې پشيمانه وې. يوه نکته چې پکار دې د اسلامی جامعه تعريف کښې اضافه شې هغه دا چې يوې دينی جامعه کښې او په يوې اسلامی جامعه کښې فرق دې. په دينی جامعه کښې د جامعه شکل او د هغې ښه والې او نظام به دهغه دين په غوښتلو او د هغې په مطابق وې،  خو ولې اسلامی جامعه کښې پکار دے دې خبرې ته پام شو چې د مسلمانانو موجوده حالتو مطابق او د اسلامی اصول لاندې چې د امت اعتقاداتو سره سازګاره او د اجتماعی نسبی نظام دينی اهداف سره عنوان اسلامی ځان لره خاص کړې،  او د هم هغه معنا ده چې په لغت کښې د جماعه نه يې کړې ده يعنی د خلکو ټولنه. بعض د اسلامی جامعه مفهوم د امت سره په سياسی لغت نامه کښې يو شان ګڼې، لکه وائې: امت اسلامی جامعه عبارت ده له يو منظم او برابروالی نه چې د هغه خلک سره يو هدف او مقصد لرې ... نو ځکه امت هيڅه مرز او تنګې بغير د عقيده او ايمان چې د هغه خلکو يو مشترک هدف او اساس جامعه دې نه لرې، خولې پکار دا ده چې په ډير دقت سره دا دواړه مفهومونه د يوبل سره جدا کړو. يو اسلامی امت د يو اسلامی امت مفهوم هم هغه رنګ چې توضيحات يې بيان شو ښکاره او واضحه کښيږې، په اصل کښې يو اسلامی امت  د اسلامی جوامع يو ستره او نړې واله ټولنه ګڼلې شو، چې په کښې اصل او بنياد به د مسلمان امت يوالې وې، نو د په دې شکل به  يو اسلامی امت په ټولې اسلامی نړې کښې تحقق پيدا کړې، يعنی داسې نظام چې د الهی اجتماعی ولايت د نړې په سطح باندې تحقق پيدا کړې او خپل خصوصيت او اړيکی حفظ کړې،( إِنَّ هَذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاعْبُدُونِ (انبياء/٩٢)) لکه چې وويل شو چې دا آيت  مونږ ته دا خبره په ګوته کوې چې  (أُمَّةً وَاحِدَةً) نه مطلب د اسلامی جامعه (او جوامع)  يو والې دې چې هغه پکار دے د يو اسلامی امت په شکل کښې ښکاره شې. او په اصل کښې د انسان د خلقت ټولو نه لوې هدف هم داښودلې شوې دے.( وَلَوْ شَاءَ رَبُّكَ لَجَعَلَ النَّاسَ أُمَّةً وَاحِدَةً وَلا يَزَالُونَ مُخْتَلِفِينَ إِلا مَنْ رَحِمَ رَبُّكَ وَلِذَلِكَ خَلَقَهُمْ (هود/۱۱۸-۱۱۹) په دې آيت کښې(لِذَلِكَ) د امت يوالې ته اشاره کوې يعنی پکاردا ده چې  ټول خلک د يو امت شکل اختيار کړې او خدائے پاک هم دې لوې هدف ته خلک پيدا کړې دې. حضرت امام خمينی فرمائې: اسلام راغلې چې د ټول ملتونو نه که هغه عرب دې که عجم که ترک دې او که فارس داسلامی امت له نامې لاندې يو ستر نړېوال امت له شکل ورکړې.او هم دا آرمان مولوی خپل کلام مثنوی کښې د مؤمنانونفس واحد په عنوان ياد کړې دې، چې وائې: مومنان ډير دې خو ايمان يې يو،  تنۍ يې ډير دې، خو روح يې يو، خو داڅې نه لکه کورونه بلکه لکه يونفس د مجتمع غوندې يا دوه  ياران لکه يو وې، نو لکه شپږلاکهه روح په حيوانی تنوکښې او يو نفس په انسان کښې.